تاند- ډیلي بیسټ امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې څرګنده کړې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د افغانستان هغه یو ملیون ډالره مرسته وهلې چې د لرغونو اثارو د ساتنې او په دې برخه کې د افغانانو د روزنې لپاره د کلتور وزارت ته ورکړای شوې وې وه.

رهین لومړی پلا په ۲۰۰۲ کال د کرزي په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو، خو په ۲۰۰۶ م کال چې د ولسي جرګې له لوري د فساد، خویشخورۍ، ناوړه ادارې، او په افغانستان کې د ایراني کلتور د دودولو په تور سلب اعتماد شو، څو کاله په هند کې سفیر و خو د کرزي د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې بېرته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وټاکل شو.

ډیلي بیسټ وايي، ښاغلي رهین په ۲۰۰۳ میلادي کال د هند له یوه شتمن بشرپال او د یونسکو د ښه نیت سفیر مدانجیت سینګ سره د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ. د دې موافقې پر اساس سینګ او یونسکو ژمنه وکړه چې د کابل د ویجاړ شوي کلتوري میراث د مرکز له بیارغولو او د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې د افغانانو د روزنې لپاره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته یوملیون ډالره مرسته ورکړي.

خو ورځپاڼې د ښاغلي رهین د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخوانیو جګپوړو چارواکو په قول ویلي: ده په ځای د دې چې په دې پیسو د افغانستان ویاړمن تاریخي هویت خوندي او تشهیر کړي، دا پیسې غلا او حیف و میل کړې.

ډیلي بیست ته د رهین پخوانیو همکارانو ویلي چې د کلتور وزارت د مرستې یوه وړه ذره هم ونه لیده. حقیقت دا دی چې د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره شوې مرسته نه د کلتور وزارت ته ورسېده او نه د مالیې وزارت پرې خبر شو خو یوازې رهین پوهېږي چې دا مرسته چیري ولاړه.

ډیلي بیسټ د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخواني چارواکي عبدالواسع فیروزي په قول ویلي چې رهین په پټه پیسې په ۲۰۰۳ میلادي کال په ملي بانک کې خپل شخصي حساب یا اکاونټ ته ولېږلې او خپله ساتیري یې پرې وکړه.

ښاغلی فیروزي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت جګپوړی چارواکی، د کلتوري میراث د مرکز رييس او پر رهین د فساد د تورونو د څېړنې لپاره د ګومارل شوې کمېټې غړی پاتې شوی دی.

ډیلي بیسټ وايي، رهین دا مني چې پیسې یې شخصي اکاونټ ته لېږلي خودا خبره په کلکه ردوي چې دا پیسې یې په شخصي چارو مصرف کړي دي.

رهین وايي، پر ده د فساد تورونه هغو همکارانو یې لګولي چې ده برطرفه کړي وو او غواړي چې له ده څخه غچ واخلي.

ده ډیلي بیست ته په یوه استولي برېښنالیک کې وویل:«زما پخواني همکاران خوابدي دي ځکه چې د ناوړو کارونو په خاطر مې له وزارته لېري کړل، دوی اوس له ما انتقام اخلي. دوی غواړي چې زما ښه شهرت تخریب کړي. زما پرخلاف په وروستیو کې د فاسدو کسانو له لوري د سبوتاز قوي هڅې روانې دي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت پخواني چارواکي وايي چې د رهین د هغه شخصي بانکي حساب د موجودیت څرک، چې ادعا کېږي د وزارت پیسې یې ورته انتقال کړي دي، په ۲۰۰۷ میلادي کال کې وروسته له دې ولګېد چې رهین له وزارته لېري شو.

ډیلي بیست لیکلي، سره له دې چې ولسي جرګې په ۲۰۰۶ کال رهین د سو مدیریت، فساد، ایرانپالنې او خویش خورۍ په تور سلب اعتماد کړ، له کرزي سره د انډیوالۍ له برکته په هند کې سفیر شو.

6 thoughts on “ډیلي بیسټ: د افغانستان د کلتور وزیر یو ملیون ډالر په بډه وهلي”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    په شګوفه جانې پسې ښکېل شوي اينټرپول دې ډېر زيار نه وباشی، نو دغه نغده دې له رهين جانه واخلي، ځکه شګوفې خو د يو شخصي بانګ پيسې وهلې او د روبڼ هوډ چل يې کړی او خپلوان يې پرې آباد کړي، مګر رهين خو دملت پيسې پټې کړې دي، نو بايد ملت ته ځواب ووايي او اينټرپول هم کولی شي د خپل نېک نامه لپاره ته صرف د افغانستان د کلتور وزارت ته ورشي او له رهين جانه دې وپوښتې، چې: پول ملت را چرا دزدېده اي!!!
    په دې اړه د شخص د شتمنيو او بيتالمال په اړه يوه ټوکه را په ياد شوه، په دې هيله، چې تاند وال دغه تبصره بيا خپره کړي، ځکه ځینې وخت د يوې کرښې لپاره ټوله شننه نه خپروي، همغه خبره د يوې سپږې لپاره ټول لمڅي ته اور واچوي! نو را به شم ټوکې ته: وايي، چې يو مهال د کابل په پوهنتون کې يو ډېر شوخ او ساعتتيره استاد وو، چې ډېرې ټوکې به يې کولې، نو يوه ورځ يې پام شو، چې يوه نلغه محصله په دهليز کې درېدلې ده او د برېښنا په سوېچ لوبې کوي، نو کله يې پورته کړي او کله يې ښکته کړي، چې د پوهنځي د دهلېز ګروپ به بيآ روښان او مړ شو!
    دغه مشهور استاد ورنيژدې کېږي او نجلۍ ته ګوري، خو د خپل پتلانه چاټ ته نغوته کوي، چې راشه په دې ساتيري وکړه! ځکه دغه شی زما شخصي مال دی، مګر هغه سوېچ باندې لوبې مه کوه، چې خراپېږي او دبيتالمال يا ملت شتمني ده!! نو اوس رهين جان هم بايد د اشخاصو په ماشينونو لوبې وکړي، مګر نه د ملت په حق!
    معه سلاموکم الاهلول فنون و الاهلولمدافعون من الحقو المسلمون
    ملا ميوند آخوند

  2. له دا دوه تبصرو سره ولې زما (ورکه ډنګ) رانغی؟ دا خو ظلم دی، سراسر ظلم دی چې زما تبصرې داسې ریسایکل بین ته ورلېږئ.

    1. خېټآور صاحب ډېر ځلي د چا د تبصرې د نه خپرولو دلیل نه وایو ځکه چې که دلیل یې ووایو بیا خپه کېږي او که ځان ورباندې غلی کړو بیا نه تا کړي نه ما کړي.
      خو تاسو ته د دې لپاره ځواب وایو چې نور لوستونکي هم متوجه شي . تاسو په خپله تبصره کې رهین ته د سپي خطاب کړی و. . له دې فرصته له ټولو تبصره لیکونکو څخه هیله کوو چې که په چا نقد یا انتقاد کوئ نو په نرمه او ادبي ژبه یې وکړئ څومره اغېز چې په نرمه ژبه کې وي په تونده کې نه وي.
      هیله ده چې خوا مو بده نه شي.
      تاند

  3. د ملامیوند آخوند چی نه یی پیژنم او خبره یی درُسته ده ! او دا ورپسی زیاتومه چی دا وهل شوی پیسی کی دیره برخه وکرزی ته ورزی ځکه هغه دا ټولو مفسیدو ته وایی چی تاسو زما برخه راکوی او زه مو حمایه کومه څوک مو لیری کولای نشی ، داسی معلومیژی چی دا تول مفسدین و کرزی ته حق ورکوی او که نه نو کرزی ددې تولو حمایه نه کوله! او هغه دئ چی ټوله اداره یی فاسده ده او هیڅچاته هم څه ویلای نشی ځکه په ټولو کی کرزی پخپله کرغیړن دئ او یو هم ځینی نه ویریژی
    دا ځکه ده ته حق ورکوی! هغه چی وایی په یوه افغانی همدومره ګوړه کیژی ، اوس هم د کوڅې یو لاوبالی سړئ چی دریاست جمهوری څوکئ ته نصب شی دایی نتیجه! خدای دی وشرموی

ځواب ورکول Afzali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *