ګډوډ رښتیا ـ اتلسمه کړۍ

 که ډیموکراسي د فردي، او طبقاتي استبداد پر خلاف سیسټم وي، نو بیا خو ډیموکراسي د شرک پر خلاف، او د اسلام د توحید د اصل د بشپړولو سیسټم دی. ځکه چې هر استبدادي سیسټم فرعوني سیسټم دی، که هغه امارتي سیسټم دی، چې خلک د خپلو ږیرو واک له لاسه ورکوي، او قمچین واکي وي، که هغه شاهي سیسټم دی، چې د جوماتونو امامانو ته خطبې دولت لیکي، که پوځي واکمني ده، چې پوځ د سرحدونو د دفاع پر ځای کوڅه ډب شي، او په کوڅو او لارو خلک ازاروي. شرک یواځې د بت عبادت ته نه وایي، بلکې بدترین شرک بنده ته نامهار شوي صلاحیتونه قایلېدل، او د خپلې ارادې واګې بل چا ته ورکول دي.

 نن سبا په ځای ځای لیکنو او ویناوو کې اسلام او ډیموکراسي یو د بل په مقابل کې یادېږي. اسلام یو دین دی، او ډیموکراسي دین نه، یو سیاسي چوکاټ دی. د دوو کاملاً مختلفو شیانو مقایسه کول او یو د بل په مقابل کې راوستل منطقي کار نه دی.

دا چاره د دین ارزښت را ټیټوي. اسلام یو ستر خدایي دین دی چې د ژوند د مادي، او معنوي هر اړخونو لپاره اخلاقي ضوابط لري، او ډیموکراسي د همدې دین په څېر ارزښتونو او ضوابطو د عملي کولو لپاره یو انساني چوکاټ دی.

کله چې خلک په خپله لمانځه ته لاړ شي، دا ډیموکراسي ده. کله چې خلک په قمچینو لمانځه ته بوتلل شي، دا امارت دی.

 خلک لګیا دي، همدغه اسلام په ډیموکراسۍ عملي کوي. ترکیه خپل شانداره ماضي ته د ډیموکراسۍ پر عربه ستنېږي.

په تېره یوه پېړۍ کې د اسلامي حرکتونو اکثرو مشرانو د خپلو هېوادونو له استبدادي واکمنو څخه د همدې ډیموکراسیو لمنو ته پنا وړې ده، او هلته یې د ارام سا اخیستې ده. زموږ سید جمال الدین افغاني ټولې اسلامي نړۍ ونه زغملای شو، له فرانسې څخه یې عروة الوثقى خپره کړه. تر هغه را وروسته، اکثره هغه اسلامي مفکرین، شاعران، لیکوال چې د خپلو مستبدو واکمنانو له تېغه تښتېدلي، د همدې ډیموکراسیو له فضا څخه یې د خپلو مبارزې د سنګر په توګه کار اخیستی.

د افغانستان د ډیموکراسۍ د تر ټولو غندونکې ډلې جمعیت الاصلاح د جوړېدلو لومړنی ملاتړی کمال هلباوی، له دغو شخصیتونو څخه یو شخصیت دی، چې لا هم په لندن کې اوسي، او له هغه ځایه خپلې سیاسي کړۍ اداره کوي.

 بالعکس، موږ افغانان ډیموکراسي او دین یو د بل پر خلاف درولي، او جنګوو یې؟ ولې خپل لوی دین، چې غایه ده، په لوی لاس له وسایلو سره په ترازو کې غورځوو، په داسې حال کې چې د غایې ارزښت هر وخت تر وسیلې زیات وي؟ مو ولې هرڅه له دین سره جنګوو؟

یوه ورځ یو چا لیکنه کړې وه چې آیا موږ پښتو غواړو، که اسلام؟ ما وېل ته دې ساده ته ګوره، دین زما له خلقت او فطرت سره په جنګ اچوي.

دوی وایي موږ ډیموکراسۍ نه غواړو، بلکې د اسلام نظام غواړو. ډیموکراسي خو نظام نه دی، بلکې د نظام د پلې کولو طرز دی. همدغه اسلام هم په ډیموکراتیکه طریقه تطبقېدای شي او هم د اموي، عباسي، عثماني خلافت او مغولي امارت په طریقه له صحنې ایستل کېدای شي. د ډیموکراسي په مقابل کې اسلام مه دروئ، د ډیموکراسۍ په مقابل کې مطلق العنانیت، ارستوکراسي، طبقاتیت، نخبه واکي، قبیله واکي، قوم واکي، او فردیت ودروئ، چې اسلام د دې ټولو خلاف دی.

ډیموکراسي قانون هم نه دی، بلکې هغه چوکاټ دی چې د ژوند لپاره پکې قوانین جوړېېږي. دا په ډیموکراسي پورې نه، بلکې په ډیموکراسۍ عملي کوونکیو ولسونو پورې اړه لري چې زنا او لواطت ته څه احکام وضع کوي. مثلا، په مصر کې اخوان حاکم دی، هلته باید همدغه ډیموکراسي د زنا او لواطت د مخنیوي لپاره استعمال شي، او امریکا نامسلمان هېواد دی، د هغوی په اخلاقیاتو کې به زنا عادي کار وي، هغوی به د ډیموکراسۍ چوکاټ د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره استعمالوي. یعنې ډیموکراسي خپله قانون نه دی، بلکې د قانون رامنځته کولو او نظام راوستلو یوه ځانګړې طریقه ده. زموږ ږیرور ماشومان لا په دې خبره هم نه پوهېږي، چې ډیموکراسي په خپله قانون نه دی. دا د سیاست په باب کې دومره ابتدایي مسأله ده، لکه په دیني درسونو کې قاعده بغدادیه. څوک چې په دې خبره هم لا نه پوهېږي، د سیاست ماشوم دی، که څه هم د پوهنتون استاد وي.

 شریعت، دین، ډیموکراسي، نظام، او د نظام جوړولو چوکاټ هر یو بیل مفهوم دی او د هر یوه مقصد معلوم دی. دین له اخلاقي لحاظه د کارونو ترسره کولو طرز او طریقه در ته ښیي، ډیموکراسي د کارونو کولو یا نه کولو انتخاب درکوي. همدغه انتخاب چې خدای پاک انسان ته ورکړی دی، همدغه انتخاب ډیموکراسۍ ورکړی دی.

د انسان اراده، هماغه څه ده چې خدای پاک د بل انسان له جبر څخه څه، چې له خپل جبره هم ازاده کړې ده. انسان آزاد دی، خو د انسان د دغې آزادي د مهارېدلو لپاره چوکاټونو ته ضرورت دی. انسان د قدرت ترلاسه کولو په سیالۍ کې هم آزاد دی، خو د قدرت غوښتلو د غریزې د مهار لپاره شورا او ډیموکراسۍ ته ضرورت دی.

یو ځل بیا یې وایم: کله چې خلک په خپله لمانځه ته لاړ شي، دا ډیموکراسي ده. کله چې خلک په قمچینو لمانځه ته بوتلل شي، دا امارت دی.

دلته د ظرف او مظروف یا محتوا توپیر مهم دی.

دین منځپانګه، او محتوا ده. ډیموکراتیک نظام د دې منځپانګې د ځای ته رسولو لپاره لوښی او ظرف دی. لکه په لوښي کې یو سړی د خنځیر غوښه خوري، او یو شیدې پکې څښي. په لوښي حکم مه کوئ. پر منځپانګه یې فکر وکړئ. پارلمان ښه شی دی، خو څوک ور استوې؟ ټولټاکنې ښې دي، خو څوک انتخابوې؟ قانونمدي، د امیر په ټاکلو او قوانینو په رغولو کې د خلکو رضائیت اسلامي اصل دی، خو ته څوک امیر ټاکې، او کوم رنګ قانون انسانان مو لارې ته سم کړئ، بیا اعتماد پرې وکړئ.

نن سبا یوه ډله خلک دا دلیل نیسي، چې ډیمو کراسي، لکه ډیمو یعنې خلکو، او کراسي، یعنې واکمني څخه جوړه ده، چې معنا یې د خلکو واکمني ده. دوی وایي چې دا اصطلاح د خدای د واکمنۍ پر خلاف ده. یعنې اساساً باید خلک پر خلکو نه، بلکې خدای پر خلکو حکومت وکړي.

که له دوی څخه پوښتنه وکړې چې آیا ستاسې په نظام، یا امارت کې به د کابیني شورا نعوذبالله خدای رهبري کوي؟

نه. هلته هم بشر ناست دی. حکومت اداره کوي، خو تر دې چې یو فرد دا کار وکړي، بهتره دا ده چې د کابینې نظارت شورا وکړي. دغه ډول نظارت د ډیموکراسۍ اصل دی. د ډیموکراتیک سیسټم هدف د قدرت د سرکشۍ مهارول دي.

که ډیموکراسي یعنې د خلکو پر خلکو حکومت نه غواړئ، نو ملا کراسي، یعنې د ملا پر خلکو حکومت غواړئ؟ خلک دې رمه وي، او ملا به یې شپون وي. په قمچینو به یې وهي، سرونه به یې ور خرېیي، که دې یو چڼی په کور کې درلود، نو بویه زغروال ټانګ لرې، او کنه، بیا هیڅ کاره یې.

ته وایې ډیموکراسي حرامه ده، ځکه چې پر خلکو باید خدای حکومت وکړي، نه خلک. (حاکمیت د خدای دی)، نو ستا په نظام کې خو هم پر خلکو ملایان حکومت کوي. هلته څنګه پر خلکو خدای حکومت کوي؟ که تا ته ځان نعوذبالله د خدای استاځی ښکارېږي؟ آیا د خدای استاځی دغسې غل، بدنامه، د استخباراتو نوکر، اختطافچي، او د خدای پر بندګانو غضب وي؟ د خدای پر ځمکه د خدای خلیفه انسان دی. د ټولنې هر فرد د خدای پر ځمکه د خدای خلیفه دی. یواځې ملا صاحب نه دی.

د ډیموکراټیک نظام په مقابل کې نظام اسلامي نه دی، بلکې دا به هرومرو، یا فردي وي، یا به طبقاتي وي، چې دواړه د شریعت له لحاظه مردود دي، ځکه چې “وامرهم شوری بینهم” یعنې د مسلمانانو د چارو د سمبالښت طریقه شورا ده. د مسلمانانو یې ویلي، د ملایانو، یا د اخوانیانو، د کوم ځانګړي خاندان یا قوم یې نه دي ویلي، بلکې د مسلمانانو یې ویلي دي. په اوسنیو سیاسي سیسټمونو کې اسلام ته تر ټولو نیږدې نظام همدغه ډیموکراسي ده.

په اموي، عباسي، غزنوي، مغولي، او نورو استبدادي حکومتونو کې حاکمیت د فرد او یا د کورنۍ په لاس و. د قومونو د وژنې، او غلامونې، مسلمانونې، او تکفیر او لوټ کولو پرېکړې به استبدادي افرادو کولې چې د مسلمانانو واک او اختیار به لکه د موروثي جایداد، له پلاره ورته پاتې کېده، او ډېر کله به دغه مطلق العنانه افراد په ناحقه خلیفه ګان ګڼل کېدل. د خلیفه خلف زوی که به لېونی، کم عقل، عیاش او لوده هم و، خو خلیفه به شو. خلیفه ګانو به له وینځو ډک دربارونه درلودل، او د سلګونو عجمو کلیو جزبه به یې د یوې مدحیې قصیدې په مقابل کې د یوه شاعر په جیب کې ور خالي کول. اوس په ډیموکراتیکه ټولنه کې پرېکړې پارلمانونه کوي، چې په اصل کې شوراګانې دي. آیا د “وامرهم شوری بینهم” مطابق د شورا پرېکړې بهتره دي، او که د نه مهار شویو خپل سریو، مطلق العنانه، متعصبو او عیاشو شهزادګانو؟ ولې د ابوالعباس السفاح (السفاح یعنې وینې تویوونکي) حکومت خلافت، او د کرزي یا مصر حکومت کفري نظام ګڼل کېږي؟

ممکن ځینې یې ووایي چې نه، په ډیموکراسۍ کې حکم د خلکو د نظریاتو پر اساس کېږي، نه د خدای د شریعت پر اساس. هو، په ډیموکراسۍ کې تقنین د فرد پر ځای شورا کوي، خو تشریع نه کوي. د قانون او شریعت ترمنځ توپیر دی.

قوانین وضعي وي، شریعت آسماني وي. د تقنین سرچینه آسماني شریعت، انساني اجتهاد (اجماع او قیاس)، او عرف دي. د شریعت سرچینه وحی ده.

شريعت په جغرافیه کې نه را ایسارېږي، قانون په جغرافیه کې را ایسار وي. شریعت د هرې زمانې لپاره یو خېل دی، قانون له هرې زمانې سره د نوي کېدلو قابلیت لرلای شي. شریعت پراخ دی، هرڅه، یعنې معنویات، عبادات، اخلاقیات، او هرڅه را نغاړي. قانون یواځې معاملاتي مسایل، او هغه چې د ټولنې د غړیو اړیکې تنظیموي، را نغاړي. مثلا، یو کس به دروغ وایي، خو قانون به ستونزه نه ورسره لري، خو دغه کس په شرع نه دی برابر.

قانون او شریعت عموم او خصوص لري. شریعت تر قانون عام دی. قانون له شریعت څخه سرچینه اخلي، خو ډېر داسې مسایل شته چې شریعت کار نه ور لري، خو قوانین ورته په کار دي. مثلاً، د ترافیکو مسایل، د زراعت د حفظ الصحې قوانین، د انټرنیټ د تنظیم قوانین، او داسې نور…

لنډه دا چې قانون او شریعت دوه کاملاً مختلف مفاهیم دي.

ځینې خلک په کابل کې د ګناه موجودیت پر ډیموکراسۍ او اوسني نظام ور تپي او د جګړې مبرر ورڅخه جوړوي. کومه انساني ټولنه وه چې ګناه پکې نه کېده؟ آیا د بابا آدم ع زوی پر خپل ورور ور ولاړ نشو او د ښځې پر سر یې قتل یې نکړ؟ آیا پر صحابه وو حدود جاري نشول؟ که هلته هم ډیموکراسي وه؟ آیا د خیرالقرون نه را وروسته قرن د امویانو، له “تابعینو” څخه جوړ پوځ کعبه په منجانیقو و نه ویشتله؟ آیا قتل، بې ناموسۍ، جبري ودونه، غلاګانې، پاټکونه، او … چې د مجاهدین صاحبانو په زمانه کې کېدلې، هم د ډیموکراسۍ برکت و، که د جهاد برکت و؟ آیا پر دې ټولو ګناهونو سربېره، د کابل د ټول ښار ګناهونه د لاهور په یوه یوه کوڅه کې نه کېږي؟ ولې مو خپله لمن خپله پورته کوئ؟

 سوال دا دی چې که د مصر، تونس، سوریې، او نورو هېوادونو مسلمانان د ډیموکراسۍ په ارمان لسګونه کاله مبارزه کوي، که د پاکستان ملایان د خپل هېواد د جمهوریت پاسداران او تر ټولو فعال برخوال دي، نو ولې موږ د ډیموکراسۍ له توري دومره بد وړو؟

 زما په نظر، د دې خبرې یواځېنی دلیل دا دی چې موږ ته انساني ارزښتونه منحیث انساني ارزښتونه معنا نه لري.

موږ د انسانانو ذهني تجاربو، علمي تجاربو، او ذهني میراث ته اهمیت نه ورکوو.

 زما په نظر، که موږ له لوېدیځ څخه د خېټې د درد د درملو فارمول کاپي کولای شو، انجنیري، هندسه، طب یې کارولای، ادبي هنري ژانرونه یې تقلیدولای شو نو یوې ټولنیزې سیاسي تجربې ته ارزښت ورکول یې ولې مشکل ولري؟

 که موږ هره انساني تجربه د دین، یا شرق او غرب په نامه له ځانه بېګانه کوو، نو زموږ په ژوند کې به څه پاتې شي؟ آیا موږ د خپلو جنګیالیو نیکونو په کنډواله کنډواله، مرګ مرګ، او استبداد استبداد میراث کې دومره څه لرو چې له انسانیته مو مستغني کړي؟

 فکر کوم، بهتره ده مفلس خوشال قوم را ته وویل شي

مجيد قرار

11 thoughts on “ډیموکراسي او مفلس خوشال ولس”
  1. I think other web site proprietors should take this site as an model, very clean and magnificent user genial style and design, let alone the content. You are an expert in this topic!

  2. تاند ویب سایټ د دی ډول لیکنو له امله ورځ تر ورځ خپل اهمیت زیاتوی او ځانګړی مقبولیت ترلاسه کوي. هیله ده دا ډول لیکوال وهڅیږي چی لا زیاتی لیکنی وکړی او تاند یي لا زیاتي خبری کړي.

  3. شیخ د بی عقل زوی به
    د سرو شرابو پر ځای
    د غوا غوړی څښله
    اخر فشار وواژه
    څنګه یی خوار وواژه

  4. ليکنه بده نه ده، د ستايلو وړ ټکې لري، مګر مغالطات هم په کې ښه ‏غټه برخه جوړوي، غواړم خپله تبصره يواځې د مغالطاتو د توضيح لپاره ځانګړي ‏کړم:‏

    لومړی مغالطه: ښاغلی قرار ليکي: ځکه چې هر استبدادي سیسټم فرعوني ‏سیسټم دی، که هغه امارتي سیسټم دی، چې خلک د خپلو ږیرو واک له لاسه ‏ورکوي، او قمچین واکي وي، که هغه شاهي سیسټم دی، چې د جوماتونو امامانو ته ‏خطبې دولت لیکي، که پوځي واکمني ده، چې پوځ د سرحدونو د دفاع پر ځای ‏کوڅه ډب شي، او په کوڅو او لارو خلک ازاروي.‏

    نقد: دا سمه نه ده چې هر استبدادي سيستم فرعوني سيستم وي، استبداد دې ته وايي ‏چې حاکم خپل عام رعيت په حکم کولو کې ورسره شريک نه کړي، د حکومت ‏دارۍ ځواکونه يواځې د ځان لپاره ځانګړي کړي، لکه څرنګه چې پلار په خپلو ‏وړو بچيو حکومت کوي. کېدای شي استبدادي سيستم عادل وي، او کېدای شي ‏فرعوني وي.‏
    بيا هر امارتي، او هر شاهي سيستم استبدادي نه وي لکه څنګه چې تاسو يې ‏غير مباشر د ثابتولو کوښښ کړی دی. ډېر کرته امارتي او شاهي سيستمونو کې خلک ‏د شرکت حق لري، او دا حق په مختلفو بڼو په ياد شوو سيستمونو کې ‏راڅرګنديږي.‏
    همدارنګه په استبدادي، امارتي او شاهي نظامونو کې اړينه نه ده چې فوځ دې ‏په کوڅو او لارو کې خلک آزاروي، مګر ډېر کرته داسې پيښيږي چې په ‏ديموکراسي نظامونو کې فوځ په کوڅو او لارو کې د ديموکراسۍ تر نامه لاندې خلک ‏شکنجه کوي.‏

    دويمه مغالطه: قرار صيب کاږي: شرک یواځې د بت عبادت ته نه وایي، بلکې ‏بدترین شرک بنده ته نامهار شوي صلاحیتونه قایلېدل، او د خپلې ارادې واګې بل چا ته ‏ورکول دي.‏

    نقد: دا خبره ناسمه ده، بدترين شرک يواځې د لوی الله جل جلاله سره په عبادت کې ‏شريک نیول وي، همدارنګه د الله جل جلاله حکم او شريعت تر خپلو لاندې او پر ځای ‏د بنده شریعت او قانون ايښودل وي، او د دې ګمان کول چې دغه د مخلوق شريعت د ‏خالق تر شريعت ښه دی، یا ډېر مناسب دی، يا يو شی دی.‏

    درېمه مغالطه: قرار صيب ليکي: نن سبا په ځای ځای لیکنو او ویناوو کې اسلام ‏او ډیموکراسي یو د بل په مقابل کې یادېږي. اسلام یو دین دی، او ډیموکراسي دین نه، یو ‏سیاسي چوکاټ دی. د دوو کاملاً مختلفو شیانو مقایسه کول او یو د بل په مقابل کې ‏راوستل منطقي کار نه دی.‏

    نقد: دا ولې يو ځای ياديږي، ځکه چې ديموکراسي يواځې انتخابات نه دي، ‏ديموکراسي يوه عقيده ده، چې خبره په کې د زنا، لواطت، او هر نوعه شذوذو حلالولو ته ‏رسيږي. او بيا خلک په خپلو سترګو ويني چې افغانستان ته غربي ديموکراسي راغلې، نه ‏هغه ديموکراسي د کومې تفسير چې يواځې او يواځې ستا په ذهن کې څرخي.‏
    ‏ ‏
    څلورمه مغالطه: دا چاره د دین ارزښت را ټیټوي. اسلام یو ستر خدایي دین ‏دی چې د ژوند د مادي، او معنوي هر اړخونو لپاره اخلاقي ضوابط لري، او ډیموکراسي د ‏همدې دین په څېر ارزښتونو او ضوابطو د عملي کولو لپاره یو انساني چوکاټ دی.‏

    نقد: داسې نه ده، ديموکراسي د هغه په عقيده چې د دغه نظام اصلي مؤسسين دي ‏يو متکامل نظام دی، هو د زړونو په عقيدې او فرد پورې خاص غير متعدي عمل به ‏سلطه نه لري، اما ټولنيز نظام او هر متعدي عمل کاملا د ديموکراسۍ تر سلطې لاندې ‏وي. … که چېرې ته ښاغلی د دې کوښښ کې چې د عموم خلکو لپاره هغه امت ‏واکي چې اسلامي احکامو ته ژمنه وي د يوه ښه نظام په بڼه وړاندې کړې، زه ‏درسره مخالفت نه لرم، مګرم دغه امت واکي او ديموکراسي ډېر فرق سره، بيا امت واکي ‏په مختلفو بڼو پلی کېدلی شي، او فکر کوم چې بايد د هر دولت حالات په ‏ځانګړې په پام کې ونيول شي.‏

    پنځمه مغالطه: کله چې خلک په خپله لمانځه ته لاړ شي، دا ډیموکراسي ده. کله ‏چې خلک په قمچینو لمانځه ته بوتلل شي، دا امارت دی.‏

    نقد: نه ښاغليه، داسې نه ده، په قمچينو لمانځه ته خلک مجبورول ناسم کار دی، ‏دا د امارت ګناه نه ده، بلکه د هغه کس ګناه ده چې له اسلامي نظام څخه يې ‏غلط تصور لرلو، همدا ډول کېدلی شي چې د ديموکراسۍ تر نامه ډېر خلک غير ‏ديموکراتيک کارونه وکړي.‏

    شپږمه مغالطه: خلک لګیا دي، همدغه اسلام په ډیموکراسۍ عملي کوي. ترکیه ‏خپل شانداره ماضي ته د ډیموکراسۍ پر عربه ستنېږي.‏

    نقد: ترکيه او افغانستان ډېر توپيرونه سره لري، که چېرې افغانستان ترکيه شي، نو ‏فکر کوم چې بيا هماغسې چلند ورسره پکار دی، خو دا انصاف نه دی، چې په وطن ‏کې دې د په مختلفو طريقو سره د اسلام او اسلام پلوو ريښي ويستل کيږي، او کفري ‏نړۍ دې ټوله د اخلاقي فساد لرونکو، نصراني مبشرینو، مجرمینو، جنګسالارانو، ‏ګمراهانو، قماربازانو، لوچکانو، او د اسلام د مبين دين د هر ډول دښمنانو پراخه مرسته ‏کوي. ‏
    خو افغانان به هيڅکله اجازه ورنکړي چې له افغانستان څخه د اتاتورک ترکيه ‏جوړه شي، چې آذان يې هم په ترکي ژبه کړی وو، او حجاب يې منع کړی وو، ‏آيا همدا ديموکراسي وي.‏

    ادامه لري.‏
    منذ 15 دقائق • تم تعديل • أعجبني

    Abutariq Afghan‏ اوومه مغالطه: زموږ سید جمال الدین افغاني ټولې ‏اسلامي نړۍ ونه زغملای شو، له فرانسې څخه یې عروة الوثقى خپره کړه. تر هغه ‏را وروسته، اکثره هغه اسلامي مفکرین، شاعران، لیکوال چې د خپلو مستبدو واکمنانو له ‏تېغه تښتېدلي، د همدې ډیموکراسیو له فضا څخه یې د خپلو مبارزې د سنګر ‏په توګه کار اخیستی.‏

    نقد: دا سمه ده، چې سيد جمال الدین افغاني به له غربۍ دیموکراسۍ څخه په ‏استفادې عروة الوثقی خپره کړي وي، خو که چېرې د سيد جمال الدين افغاني تاريخ په ‏دقت لوستلی وي، نو هغه د انګرېزانو په لمڅون له افغانستان، هندوستان، ايران، مصر، ‏او ترکيې څخه وويستل شو، ځکه د هغه ستره ګناه چې ټول عمر يې ورته وقف ‏کړی وو، هغه په اسلامي نړۍ کې د انګرېزانو په ضد د خلکو راپاڅول وو، ‏راويښول وو، په فرانس کې يې عروة الوثقی خپره ده، او اسلامي هېوادونه ته بې ‏رالېږله، او په هغې کې یې هم د انګرېزانو په ضد خلک انقلابونو ته هڅول، ‏انګرېزانو په يوې او بلې ډېر کوښښونه کول چې د دغې مجلې د انتشار مخه ‏ونيسي.‏

    اتمه مغالطه: بالعکس، موږ افغانان ډیموکراسي او دین یو د بل پر خلاف درولي، او ‏جنګوو یې؟ ولې خپل لوی دین، چې غایه ده، په لوی لاس له وسایلو سره په ترازو ‏کې غورځوو، په داسې حال کې چې د غایې ارزښت هر وخت تر وسیلې زیات ‏وي؟ مو ولې هرڅه له دین سره جنګوو؟

    نقد: ديموکراسي وسيله نه ده، بلکه يو متکامل نظام دی چې ټولنيز ژوند او متعدي ‏اعمال د 51+1٪ په نسبت غالبا ترتيبوي. اخلاقو ته په کې هيڅ ډول دخالت نشته، د ‏يوه پروفيسور او پرهېزګار او د يو لوطې زناکار اواز په کې يو ډول تأثير لري.‏

    نهمه مغالطه: دوی وایي موږ ډیموکراسۍ نه غواړو، بلکې د اسلام نظام غواړو. ‏ډیموکراسي خو نظام نه دی، بلکې د نظام د پلې کولو طرز دی. همدغه اسلام هم په ‏ډیموکراتیکه طریقه تطبقېدای شي او هم د اموي، عباسي، عثماني خلافت او مغولي امارت ‏په طریقه له صحنې ایستل کېدای شي. د ډیموکراسي په مقابل کې اسلام مه دروئ، د ‏ډیموکراسۍ په مقابل کې مطلق العنانیت، ارستوکراسي، طبقاتیت، نخبه واکي، قبیله واکي، ‏قوم واکي، او فردیت ودروئ، چې اسلام د دې ټولو خلاف دی.‏

    نقد: ښاغلی قرار: ستاسې عام ثقافت به د مطالعې په مټ يوه څه پراخه ضرور ‏وي، مګر که د يوه تخصص په بڼه سياسي او حقوقي کتابونو ته رجوع وکړئ، نو ‏ضرور به ووينئ، چې ديموکراسي به ذات خود يو متکامل مطلق آزاد نظام دی. چې هيڅ ‏ډول اخلاقي نورمونو ته ژمن نه دی، او ورځ تر بلې له اخلاقي قيودو رها کيږي، زه ‏پوهېږم چې تاسو د ديموکراسئ څه کوم فهم اخلئ، خو دغه ستاسې ځانګړئ فهم دی، ‏ديموکراسي تنها انتخاباتو نه ويل کيږي.‏
    هر نظام په خپل ذات کې ښېګڼې او بدۍ لري، اسلام د ديموکراسۍ هر اصل نه ‏ردوي، مثلا هغه کارونه چې دنيا پورې تعلق لري، او اسلامي احکام يې په اړه نه وي ‏راغلي، نو هغه د دې حديث تر لاندې راځي: أنتم أعلم بأمور دنياکم، يعنې تاسې د ‏خپلې دنيا په کارونو ښه پوهېږئ… بيا زمونږ خوښه ده چې د دنيايي کارونو لپاره د ‏عامه رايې اچونې لار انتخابوو، او که د نخبه ګانو له لارې يې انتخابوو. خو د دې ‏ځواب ۱+۱=۲ نه دی، بلکه هر حالت خپل ځان ته احکام لري. په افغانستان غوندې ‏هېواد کې چې اسلامي، قبيلوي قومي، او اشتراکي ارزښتونه د اوږدو سليزو په ترځ ‏کې پلی شوي دي، په هيڅ ډول تپل شوې غربي ديموکراسي نه شي پلی کېدلی.‏

    ادامه لري.‏

    لسمه مغالطه: ښاغلی قرار ليکي:‏
    ډیموکراسي قانون هم نه دی، بلکې هغه چوکاټ دی چې د ژوند لپاره پکې قوانین ‏جوړېېږي. دا په ډیموکراسي پورې نه، بلکې په ډیموکراسۍ عملي کوونکیو ولسونو ‏پورې اړه لري چې زنا او لواطت ته څه احکام وضع کوي. مثلا، په مصر کې اخوان ‏حاکم دی، هلته باید همدغه ډیموکراسي د زنا او لواطت د مخنیوي لپاره استعمال شي، او ‏امریکا نامسلمان هېواد دی، د هغوی په اخلاقیاتو کې به زنا عادي کار وي، هغوی به د ‏ډیموکراسۍ چوکاټ د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره استعمالوي. یعنې ډیموکراسي خپله ‏قانون نه دی، بلکې د قانون رامنځته کولو او نظام راوستلو یوه ځانګړې طریقه ده. زموږ ‏ږیرور ماشومان لا په دې خبره هم نه پوهېږي، چې ډیموکراسي په خپله قانون نه دی. دا د ‏سیاست په باب کې دومره ابتدایي مسأله ده، لکه په دیني درسونو کې قاعده بغدادیه. ‏څوک چې په دې خبره هم لا نه پوهېږي، د سیاست ماشوم دی، که څه هم د پوهنتون ‏استاد وي.‏

    نقد: ښاغليه ډېر ښه، په ما دې لار ډېر رالنډه کړه، دلته تاسې خپل اقرار ‏کوئ، چې اسلامي احکامات به هم د عامو خلکو د خوښې لپاره رنفرنډم ته واړندې ‏کيږي، يعنې عامې استفتاء به وړاندې کيږي، معنی دا چې خلکو له اخلاقو لاس ‏اخيست، 50+۱٪ خلک کولی شي چې عامه ځای کې شراب خوري، زناکاري، ‏لواطت، قمار بازي او هر ډول فسق او فجور جايز وګڼي، يعنې په دې ډول تا دا ټول ‏خلک د لوی جل جلاله چې د اسلامي اخلاق مشرع دی، د هغه سره دې په يوه قتار ‏کې ودرول، خدای او هغوی دې يو ډول مشرعين وبلل، او تر دې بل لوی کفر نشته،،،، ‏قرار صيب پام کوه، داسې راته ښکاري چې کاملا برينګ واش شوی يې.‏
    بله دا چې مصيبت دلته دی چې په مختلفو وسائلو د اسلام د مبارک دين محاربت د ‏دنيا د زبرو ځواکونو له خوا کیږي، اسلام د فطرت دين دی، که چې درواغجن تبليغات ‏نه وي، او اسلامي لارښوونکي په آرامه فضا کامله آزادي ولري چې دين تبليغ کړي، نو ‏د مسلمانانو غوڅ اکثريت به ضرور اسلامي نظام انتخابوي، د عربي نړۍ انقلابونو يو ‏کوچنۍ مثال.‏

    بله مسأله: سمه ده چې امریکا نامسلمان هېواد دی، خو هغه يوه مسيحي ټولنه هم ‏ده، په مسيحي دين کې زنا کول ناروا دي، لواطت کول حرام دي، مګر د امريکايي ‏ديموکراسۍ په برکت دغه ټول کارونه اوس روا ګڼل کيږي….‏

    ادامه لري.‏

    يوولسمه مغالطه: شریعت، دین، ډیموکراسي، نظام، او د نظام جوړولو چوکاټ هر یو ‏بیل مفهوم دی او د هر یوه مقصد معلوم دی. دین له اخلاقي لحاظه د کارونو ترسره کولو ‏طرز او طریقه در ته ښیي، ډیموکراسي د کارونو کولو یا نه کولو انتخاب درکوي. همدغه ‏انتخاب چې خدای پاک انسان ته ورکړی دی، همدغه انتخاب ډیموکراسۍ ورکړی ‏دی.‏

    نقد: الله جل جلاله انسان ته د دنيوي امورو په اړه انتخاب ورکړی دی، (أنتم أعلم ‏بأمور دنياکم) خو که چېرې ته يو مسلمان اوسې، او اسلامي ټولنه کې وسيږي؛ نو ‏پا باندې يو اندازه واجبات او فرائض هم کېښودل کيږي.‏
    الله جل جلاله انسان ته د هرې اخيستنې او پلورنې اختيار ورکوي، تر هغو چې د ‏اسلامي اصولو خلاف نه وي، مګر د زنا، لواطت، غلا، فساد، رشوت، او نور فسق او ‏فجور په اړه اختيار نه ورکوي…‏

    دولسمه مغالطه: د انسان اراده، هماغه څه ده چې خدای پاک د بل انسان له جبر ‏څخه څه، چې له خپل جبره هم ازاده کړې ده. انسان آزاد دی، خو د انسان د دغې ‏آزادي د مهارېدلو لپاره چوکاټونو ته ضرورت دی. انسان د قدرت ترلاسه کولو په سیالۍ ‏کې هم آزاد دی، خو د قدرت غوښتلو د غریزې د مهار لپاره شورا او ډیموکراسۍ ته ‏ضرورت دی.‏

    نقد: ديمواکراسي او شوری دوه بېل څيزونه دي، ديموکراسي د انسان شريعت ته ويل ‏کيږي، هغه شريعت که د اخلاقو په باب کې وي، او که د تعاملو په باب کې، اما ‏شوری کاملا اسلامي اخلاقي پرنسيبونه ژمنه وي، او دغه پرنسيبونه په تعاملاتو کې هم نه ‏هېروي.‏
    بله دا چې ښاغليه: مطلقه آزادي چې تاسې ورته اشاره کوئ، هيڅ وجود نه لري، ‏حتی په ديموکراسي نظام کې هم وجود نه لري، په دې معنی چې انسان په اسلام کې د ‏اخلاقو په باب کې د اسلامي احکامو قيدي وي، اما په ديموکراسۍ نظام کې د ‏‏50+۱٪ قيدي ګڼل کيږي.‏

    ديارلسمه مغالطه: ‏
    دین منځپانګه، او محتوا ده. ډیموکراتیک نظام د دې منځپانګې د ځای ته رسولو ‏لپاره لوښی او ظرف دی. لکه په لوښي کې یو سړی د خنځیر غوښه خوري، او ‏یو شیدې پکې څښي. په لوښي حکم مه کوئ. پر منځپانګه یې فکر وکړئ. ‏پارلمان ښه شی دی، خو څوک ور استوې؟ ټولټاکنې ښې دي، خو څوک ‏انتخابوې؟ قانونمدي، د امیر په ټاکلو او قوانینو په رغولو کې د خلکو رضائیت اسلامي ‏اصل دی، خو ته څوک امیر ټاکې، او کوم رنګ قانون انسانان مو لارې ته سم ‏کړئ، بیا اعتماد پرې وکړئ.‏

    نقد: سمه ده چې دين منځپانګه او محتوا ده، البته دغه محتوا د نظام اصول او ‏اساسات هم په ځان کې لري، کوم چې د همېش لپاره د تطور دانې په ځان کې ‏لري، او په هر وخت کې په يو اندازه توپير سره په مختلف شکل کې راڅرګنديږي. ‏
    دلته ستاسې خبره د سپينو په بيه ارزوم: پارلمان ښه شی خو څوک وراستوې؟ که ‏چېرې پارلمان ته چرڅي او بنګي لاړ شي، نو څه حال به جوړيږي. اسلامي ‏اخلاق پر ځای پرېږده، دنيوي امور به هم له ګډوډۍ سره مخ کيږي. ځکه نو په دې د ‏خلکو علمي او ثقافتي ترقي هم ضرور ګڼل کيږي، کومه چې په افغانستان کې نشته.‏
    همدارنګه سمه چې د امير په ټاکلو او دنيوي هغه قوانينو په رغولو کې د خلکو ‏رضايت مهم چې له اسلامي اصولو سره ټکراو ونه لري، او اخلاقي فساد ته لار خلاصه ‏نه کړي.‏

    څوارلسمه مغالطه: ‏

    ياره بس دی، چې نور يې ستړی کړم، په همدې بسنه کوم..‏
    مننه

  5. ماشا الله قرار صاحب په ګوتو دی برکت شه دومره ښکلی او په اثبات رسدلی خبری دی وکړی چي زمونږ دی سترګی وغړولی او ډیموکراسی داسی تشریح کړه چي بیخی د ستونزی ځای دی ورکی ورک کړو بلکل همداسی ده
    داچي د افغانستان ډیموکراسی له غرب نه سیده راوړل شوه او دلته ورکی ګوتی ونه وهل شوی او څه چی د غرب لپاره جوړه شوی وه همهغه یی دلته هم په کار واچوله دا بیله خبره ده چي د خلکو زړونه یی د ډیموکراسی نه ور تور کړل باید دا د غربډیموکراسی دلته تصفیه شوی وای او هغه غیري اخلاقی او اسلام ضد مادي تری لری شوی وای تا به بیا ددی ډیموکراسی خوند لیدلی وو

  6. قرار صاحب د دین واینې (ملان) د ښه سم کړې. څکه که خلک پوه شول چې حقیقي اسلام څه دی، د ملا تبه له همغه ورځې پیل کیږي.

    د ملا له محصل سره په دې نه ده کینه چې ولې محصل له ساینسي علومو خبر دی، کینه یې په دې ده چې ولې له دیني علومو خبر دی. ځکه کله چې عام خلک له اسلام څخه خبر شي نو بیا خو ملا په اسلام تجارت نه شي کولای.

    نن ورځ خلک پوه شول چي مونږ کولای شو د خپل دین، کتلتور په نظر کې نیولو سره یوه مناسبه اولسواکي یا دیموکراسي ولرو.

    ملا خو وایې چې الا عوام کل انعام

    او ریښتیا هم حیوانانو غوندې یې دغه څو پیړی تر خپل دم او چوب لاندې ساتلي و.

    عیسوي راهبانو عین چم کولو

    کله چې د خللکو دینې او ساینسې زدکړه زیاتې شي، اقتصادي حالت یې ښه شي، اولسواکې موجوده وي ، نو د ډم ضرورت پاتې کیږي خو
    د ملا نه ! !! ځکه زمونږ د ملانو دومره دیني علم د هر محصل سره شته بیا نو ملا ته څه ضرورت شته؟

    ملا هم لکه عیسوي راهبان خپل آخري زورونه وهي چي نه مو دیني علومو ته لاس رسی وي، نه ساینسي او نه هم اولسواکی ته.

  7. د مجید قرار لیکنه که د سرو زرو ده خو د ابو طارق افغان لیکنه بیا د الماسو ده. ډیر د خوشالۍ ځای دۍ چي افغانان اوس د دلایلو په وړاندي کولو سره یو اوبل قانع کوي. دمجید قرار ورور څخه مي هیله ده چي د ابو طارق افغان د تبصرې په جواب کښي خپل دلایل وړاندي کړي. همدارنګه، فکر کوم دا به ډیره مناسبه وي که دتاند چلونکي د ابوطارق افغان ورور دغه تبصره په جلا توګه د یوې لیکني په صورت کښي نشر کړي چي د ټولو لوستونکو سترګي پر ولګیږي.
    والسلام.

  8. ابو طارق وروره په ګوتو دې برکت شه، د مجید قرار دیارلس مغالطې خو دې یادې کړي خو نور دې زړه تنګ شوې، زما هیله داده چې نورې هم په ډاګه کړې تر څو ټول لوستونکې پرې پوه او بیا قضاوت وکړي.

    زه هم له جاوید سره همغږی یم چې تاند دې د ابو طارق لیکنه جدا خپره کړي تر څو د خلکو سترګې پرې ولګیږي او بله دا چې مجید قرار باید خپل ځوابونه وړاندې کړي.

    مننه

  9. قرار صاحب دا ليكنه دى هم لكه د نورو د أور بحًرى دى، چى په ديره مهارت او خوژه ژبه او ژورر تحليل سره وراندى شوى ده، خو ظاهر پرستان او عقبگرايان ترى جوهر نشى اخيستى. او نه يي په سر خلاصيژى، او د أبو طارق ورور اوژده تبصره مى هم په شه غور ولوسته، ما ته خو يي قناعت رانكراى شو نو د هغو پوهانو وينا را په ياد شوه چى وايي: د كاغذ تورول آسانه كار دى، خو سپينول يي خاص مهارت غوارى..

ځواب ورکول عبدالله خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *