تاند- د پاکستان د پوځ یو جګپوړی چنرال له دوو نورو پوځیانو سره نن ډیورند کرښې ته نژدې د پوځ د پوستو له لیدلو د بېرته ستنېدو په مهال د سړک د غاړې په چاودنه کې ووژل شو.

تورنجنرال ثنا الله، چې د سوات د فرقې عمومي قومندان و، له ډګرمن توصیف او یوه عسکرسره په (بر دیر) کې د بن شاهي سیمې ته نژدې د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.

دوی په پوله کې د پوستو له کتلو وروسته بېرته ستنېدل چې په لاره کې یې چاودنه وشوه.

دا په ډېرو کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ دومره جګپوړی افسر وژل کېږي.

دا پوځي چارواکی په داسي وخت کې ووژل شو چې د پاکستان حکومت له خپلو مخالفو وسله والو طالبانو سره خبرو ته تیاري نیسي.

له وسله والو مخالفانو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو په جګړو کې تراوسه پوري شاوخوا پنځوس زره تنه وژل شوي چې د هغوی په منځ کې پنځه زره امنیتي ځواکونه دي.

جنرال ثنا الله او بریدمن توصیف یوه ورځ وروسته له دې ووژل شول چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان وکړ چې له ملاکنډ څخه به له راتلونکې میاشتې د پوځ تدریجي وتل پیل شي.

4 thoughts on “ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان یو مهم جنرال ووژل شو”
  1. شکر. خالق تعالی دې پاکستاني جنرالان او آی ایس آی له یوې مخې د خره په مرض اخته او مردار کړي.

  2. سلامونه اونیکی هیلی
    تانده الله ج دی تاند اوسرلوړی لره په دی زیری چی تاوکړو همدا دمردار زامن دی چی دافغان ملی وسله والو ځواکونو دمرګ ژوبلی سبب کیږی
    وسلام په ددنښت

  3. Yara sakht khwand yee wokuuuu…..

    kho d da ba ham pa koor k mashoman we allah d hagha pa khpal aman k wasateee…..

    aw noor d doy ta allah hedayat wokee che zmong la wazhaloo sakha ham las pasar shi.

    Ya allah da wraz rabande wowiny…..

  4. شکر خدایه چومره په زره پوری خبر مو واوریدلو الله خو ددا دافغان مظلموم ملت دشمنان همداسی مردار کری

ځواب ورکول خېټور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *