تاند (کابل) – د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامرون وایي چې پاکستان په سیمه کې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او د ترهګرۍ صدور ته وده ورکوي.

ښاغلي کامرون چې د هندوستان په بنګلور کې له وینا څخه وروسته د پوښتنو او ځوابونو په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل،‌ پاکستان له لویدیځ او د لوېدیځ له مخالفو ډلو سره دوه مخې لوبه پرمخ بیایي.‌

د برتانیا ډیلی ټیلیګراف ورخپاڼه لیکي چې ښایي د کامرون خبرې په اسلام اباد ښې ونه لګیږي او هغه هم په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ګاونډي سیال هندوستان په یوه ښار کې یې کړې دي.‌

ټیلیګراف لیکي، د حاضرینو له ډلې څخه یوه کس له کامرون څخه پوښتنه وکړه چې سره له دې چې متحده ایالات او برتانیا پوهېږي چې پاکستان په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود بیا ولې دغه هېوادونه پاکستان ته مرستې ورکوي.‌

ورځپاڼه زیاتوي، داسې وېره شته چې طالبان هم د هغو مرستو له منځه تمویلیږي چې پاکستان یې له متحده ایالاتو او برتانیا څخه ترلاسه کوي.‌

ښاغلي کامرون د دغو پوښتنو په ځواب کې وویل چې نوموړی د دغو مسایلو په هکله خورا اندېښمن دی،‌ او زیاته یې کړه چې هغه لا د وخته په دې هکله د متحده ایالاتو له جمهور رییس بارک اوباما سره خبرې کړې دي او دا چې له خپل هندي سیال سره به هم پرې خبرې وکړي.‌

د برتانیا لومړي وزیر وړاندې وویل چې،‌ مونږ باید له پاکستان سره دا ټکی روښانه کړو چې مونږ یو باثبات او دیموکرات پاکستان غواړو،‌ او دا چې مونږ داسې افغانستان غواړو چې د هند او برتانیا پر ضد ونه کارول شي.

داسې ویل کیږي چې، د پاکستان استخباراتي اداره چې د استرالیایي الاصله انګلیس رابرت کاتهوم له خوا په ۱۹۴۸ کال کې جوړه شوې وه له کلونو کلونو راهیسې ترهګر روزي چې پاکستان پرې په سیمه کې خپل د ستراتیژیک عمق هدف ترلاسه کول غواړي، خو په وروستیو وختونو کې دغې ادارې غربي او حتی عربي هېوادونو ته هم د ترهګریزې مداخلې لاس ورغزولی دی.

One thought on “ډیویډ کامرون:‌ پاکستان د ترهګرۍ صدور ته وده ورکوي”
  1. تاندوالو ورونو لمړی مو ډیر خفه او وروسته مو په ډول، ډول شکونو کی اخته کړم؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

    ځکه ځما تبصره دهمدی صفحی دپورته لیکنی په خاطر لیکل شوی وه، مګرپه ډیر تآسف سره تاسی نشر ته نه ده سپارلی

    ځما ځینی تبصری تاسی مخکی هم نه دی خپری کړی، مګر ځما دالیکنه خو هم ملی وه اوهم بین المللی وه، خو، خو ولی؟

    آیا ځما تبصره دګران افغانستان په ګټه نه وه، آیا ځما تبصره دټولو ملکونو مګرمنفی پاکستان په ګټه نه وه

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *