ليکنه؛ ډاکټر فرقان احمد توقير

د ثور د کودتا کال نه و شوی چې افغانان د کډوالۍ په خوند او عذاب واوښتل. رژيم په لومړي سر کې کډوال بانډتان بلل، بيا هغه کوچيان چې هر کال ژمی کورمې او تودو سيمو ته لوېږي او پسرلی بېرته خپلو مېنو ته ګرځي.

خو کله چې د کډوالۍ بهير پراخ او په پاکستان کې يو په بل پسې پنډغالي په ليکه شول، هېواد ورځپاڼې د «پنځوس کلدارې» تر سرليک لاندې سرمقاله خپره کړه.

په سرليکنه کې راغلي وو چې پاکستاني کمانډران په پنډغاليو کې د کډوالو له مېرمنو سره چې مېړونه يې په جګړه بوخت دي، د پنځوس کلدارو په بدل کې جنسي اړيکې ټينګوي.

د پنځوس کلدارو خبره له دې امله وه چې په پيل کې کډوالي ته د هڅونې په پار پر خوراکي توکيو سربېره کډوالو ته د نړيوالې ټولنې له بشري مرستو پنځوس کلدارې نغدې هم ورکول کېدې.

معمول تر اوسه هم داسې دی چې هر سهار د چاپي رسنيو سرليکنې په راډيو کې لوستل کېږي، د پروګرام چمتو کوونکي د هېواد لوړې سرمقالې ته په کتو  د راډيو رييس ته هم د دغې سرمقالې له لوستو د خپل معذرت له وړاندې کولو دا هم تر غوږ ورتېره کړه چې د ټينګار له امله يې استعفا ته چمتو دی.

د پروګرام د متصدي په خبره، کډوال که توره ارتجاع ده، که د امپرياليزم تالي‌څټي، خو زما د وطن نوم ورسره تړلی، زما خاوره او خلک د ناموس په اړه خورا حساس دي. زما ژبه کله هم په دغسې توريو ټکيو نه‌شي چلېدای.

خبره د اطلاعاتو کولتور وزير او بيا حفيظ الله امين ته ورسېده. مرحوم امين چې سرليکنه ولوسته، د پروګرام متصدي يې په ستاينليک ونازاوه او د هېواد رييس يې سملاسي برطرف کړ.

سرخط په خپله ۴۳۵مه ګڼه کې له فيسبوکه د ډېوې نيازۍ يوه خبره را اخيستې چې زه يې دلته د «نقل کفر، کفر نباشد» له مخې د رانقلولو جسارت کوم.

«د طالبانو د نامردۍ انتها؛

په اکثريت ولاياتو کې د طالبانو د جنسي ميل د ارضا وسيلې هغه ښځې دي چې مېړونه يې اوږدې مساپرۍ کوي.

طالبان د شپې کورنو ته ورځي او له همدې ښځو سره شپې تېروي. دغه آفر د دې سبب شوی چې زيات ځوانان له طالبانو سره يو ځای شي…»

که نيمايي يې و نه ګڼو، د طالبانو په واک کې څلوېښت سلنه خاوره ناټو، امريکا، اروپايي ټولنې او نړيوالې ميډيا ټولو منلې. اوس په دا څلوېښت سلنه خاوره کې د مېشتو هېوادوالو د ناموس په اړه دغسې سپکاوی د سرخط د پزې پېزوان وګڼو، که د اغلې ډېوې؟

حيراني دا چې د خپل هېواد د ناموس په اړه دغسې يوه لړزوونکې بې‌توپيري او ګستاخي د يوې تورسرې له خولې ګوتو ته راوتلې ده؟

د کندوز د لومړي سقوط پر مهال دغسې يو راپور کوم شخصي ټلوېزيون خپور کړی و چې د کندوزيانو غوسه يې د غبرګونونو تر کچې پارولې وه.

طالبان د بدګړو، جرمونو او جنايتونو بوږنوونکې کيسې او لړزوونکي داستانونه لري، خو اغلې ډېوې تر طالبانو زيات زموږ ولس ته په سپکه کتلي او زموږ د باعظمته ملت باعفته پاکې بيبيانې يې سپکې تللې دي.

تاسې هغه ټکي چې اغلې ډېوې کارولي يوه شېبه د افغانيت او پښتونولۍ په کاڼي تول ته کېږدئ.

په اکثريت ولايتونو، «په ځينو يا يو شمېر يې زړه نه صبرېږي» د طالبانو جنسي ميل د ارضا وسيلې هغه ښځې دي چې مېړونه يې په اوږدو مساپريو وتلي دي.

په اوږدو مساپريو پسې به کوم افغان نه وي وتلی، نن نه له پېړيو دغسې اوږدې مساپرۍ د افغانانو غاړو ته لوېدلې دي. د اغلې ډېوې يا ښاغلي شيطان څراغ دغه ناپړيته په دغو مساپرو پورې د پېغور سپکه خندا نه ده؟

اغلې يا ښاغلي بايد دا پام‌وړ بللې وای چې ټول لکه دی يا دا د (…) له تاوه لېوني نه دي.

زه خپله له داسې سيمې سره پېيلی يم چې د طالبانو په واک کې ده، زرګونه کورنۍ چې نارينه يې په اوږدو مساپريو وتلي، هورې مېشت دي، د ډېوې نيازۍ هم ښايي څوک خپلوان د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پاتې وي او نارينه يې په اوږده مساپرۍ اړ اوسي.

که دا خپله د طالبانو د واکمني په سيمه کې پر ژوند تېرولو اړ وای، له دغسې تور او پېغوره به يې پر زړه څه تېر شوي وای؟

تاسې يوه دقيقه په اوږده مساپري د وتليو افغانانو حالت در په زړه کړئ چې کورنۍ يې د طالبانو د واکمني په سيمه کې دي، د سرخط له لوستو به پرې څه قيامت را ټيټ شوی وي؟

طالبان دغسې پړه پر ښاري خلکو اچوي، امريکايانو، انجوګانو او دفترونو ته ګوته نيسي، بيا به مو د خپل ناموس جنازه پخپله پورته کړې وي، بيا په موږ کې څه پاتې شول؟

دريغه په ځينو ټکيو توريو د سړي ژبه نه ګرځېدای، د اغلې ډېوې يا ښاغلي شيطان څراغ دغه کرښې هماغسې دي چې ژبه پرې ګونګه، قلم پرې مات او کمپيوټر شين دود ښه دی.

وکيلان له مصوونيته برخمن دي، چارواکيو ته چې ګوته ونيسې څارنوالي دې کشوي، امنيت درته داړې را باسي، خو د افغانانو خونديتوب نه‌شته، طالبان او ليبرال فاشيسټان دواړه پرې ور دانګي، هر يو يې عزت او وقار ته غل دی.

دا ليکنه د سرخط په ننۍ ګڼه کې خپره شوې ده.

One thought on “ډېوه که شيطان څراغ؟”
  1. تو قیر صا حب السلام علیکم ، په قلم د بر کت شه دو مره حساسه مو ضوع د په دو مره ښه انداز کې څیړلې ده چې، غیر له شاباس او آفرین بل څه نشم پرې لیکلۍد نا موس او کورني عزت خبرې زموږ د ټولنې سرې کر ښې دي، خو خینې کسان لکه ډیوه نیازۍ یا په شعوري او یا غیر شعوري ډول هغه څه لیکلې چې زموږ د ټولنې نیما یی وګړو ته یی په سپک نظر کتلي دي، ډیوه نیازۍ پخپله هم ښځه ده با ید د خپل وطن پتمنو او با عزته ښځو ته یی داسې سپک نظر نه واي کړۍ ، او په دو هم قدم کې د سر خط اخبار با ید دغه نزا کت ته متو جه شوي وای .

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *