امرالله صالح

له امرالله صالح سره د هشت صبح ورځپاڼې ځانګړې مرکه

مرکه کوونکی: فردوس کاوش

هشت صبح: په دې ورځو کې د ارګ او پاکستاني سياستوالو او پوځيانو ترمنځ خبرې اترې زياتې شوې او دواړه لوري د دغو خبرو اترو په اړه خوشبيني ښيي، ددغه وضعيت په اړه ستاسې ارزونه څه ده؟

امرالله صالح: له هغه وروسته چې اشرف غني په کار پيل وکړ د افغانستان په بهرني سياست کې بدلون راغلی دی، خو دغه بدلون تر اوسه پورې هم بنسټيز شوی نه دی. ددغه بدلون نوښت د کابل په لاس کې دی. دغه بدلون څو مؤلفې لري: اول، کابل د پاکستان دوستانو لکه چين، ترکيې، سعودي عربستان او اماراتو ته په ورتګ سره له هغوی غوښتي چې اسلام اباد وهڅوي چې د ډاکټر غني پر حکومت باندې باور وکړي.

دويم، دا داسې يو سياست دی چې غواړي نېغ په نېغه پاکستان ته ور وښيي چې کابل له تېر وخت سره خپل اړيکي غوڅ کړي دي. تاسې به ارو مرو په يويټوب کې ليدلي وي چې ډاکټر غني د نيپال په کنفرانس او د سارک په غونډه کې د سارک له ستراتيژيستانو سره خبرې اترې کولې او تر خبرو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره حنا رباني له خپل ځای څخه پورته شوه، ډاکټر غني يې وستايه او ويې ويل چې پاکستان له تاسره دی، او دا له دې کبله چې تا له تېرو وختونو سره خپل اړيکي غوڅ کړي دي.

د بدلون درېيمه مؤلفه دا ده چې ډاکټر غني نېغ په نېغه په پاکستان کې د پوځ او پنجاب حوزې ته مخ ور واړاو او دا کار په ديپلوماتيکي لحاظ معمول نه دی.

دغه دوه حوزې د پاکستان په پرېکړو کې محوري رول لري. د پاکستان د پوځ قوماندانۍ ته په تللو او له راحيل شريف سره په ليدلو ډاکټر غني پيغام ورکړ چې د افغانستان حکومت په پاکستان کې د ځواک د سرچينې اصلي واقعيت پېژني. پنجاب د پاکستان د ټولنې تر ټولو لوی واقعيت دی او ددغه هېواد په اقتصاد، پوځ، سياست او پارلمان کې تر ټولو غوښينه ونډه لري. ډاکټر غني له دغو دواړو حوزو سره مشخصه رابطه جوړه کړه. ښاغلي غني په هغې لوبه کې چې له پاکستان سره يې وکړه ټولې ورقې ولوبولې. هغه ورقې چې په څو پړاوونو کې لوبېدې، ده په لومړي وار ټولې د مېز پر مخ کېښودې. هغه ورقې چې بايد په رو رو او ګام په ګام لوبېدلې وای ده په يوه وار پر مېز کېښودې، خو دا ټول په داسې حال کې و چې د پاکستان له لوري هېڅ و نه ويل شول، يوازې مرموز استخباراتي چلند وشو. ډاکټر غني د پاکستانيانو پر مېز څلور ورقې ورته کېښودې. اول دا چې پاکستان ته امتياز ورکړل شو چې منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري.

دويم دا چې پنجابي سوداګر کولای شي د افغانستان په شمال کې پانګونه وکړي. درېيمه ورقه دا وه چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ومنل شوه چې زموږ پوځي افسران په پاکستان کې وروزل شي. څلورمه ورقه د انرژي بحث و. ډاکټر غني وويل چې افغانستان کولای شي سويلي اسيا ته د منځنۍ اسيا د انرژۍ د لېږد دهليز و اوسي. ددغو شيانو په بدل کې پاکستانيانو کومه روښانه او عملي کېدونکې ژمنه ورکړې نه ده. ددې به بدل کې چې پاکستان منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري موږ بايد هند ته د لاسرسي لپاره د پاکستان بندرونو ته لاسرسی موندلی وای. په شمال کې د پاکستاني سوداګرو د پانګونې به بدل کې بايد په پاکستان کې د افغانستان سوداګرو ته زيات امتيازات ورکړل شوي وای، په پاکستان کې زموږ د افسرانو د روزنې په بدل کې بايد پاکستاني پوځ له حقاني شبکې سره خپل ستراتيژيک اړيکي غوڅ کړي وای. پاکستانی پوځ په داسې حال کې چې زموږ رسمي پوځ په رسميت پېژني، خو بيا هم د حقاني ډلې له ترهګر لښکر سره ستراتيژيکه ملګرتيا لري. دغه راز موږ بايد پاکستان ته د منځنۍ اسيا د انرژۍ د لېږد په بدل کې لوی امنيتي تضمينونو تر لاسه کړي وای، خو پاکستانيانو موږ ته هېڅ ښکاره او نوې ژمنه را نه کړه. درې ځله د ای ايس ای مشر کابل ته راغی او دوه ځله هم راحل شريف. لس ورځ هم زموږ د ملي امنيت شورا د پاکستاني پوځ د ترهګرۍ ضد چارواکو کوربنه وه او د لومړي ځل لپاره پاکستاني چارواکو ته اجازه ورکړل شوه چې په افغانستان کې له بندي پاکستانيانو څخه استنطاق وکړي، په داسې حال کې چې هغوی موږ ته هېڅکله ددې اجازه راکړې نه ده چې د هغوی په خاوره کې بندي طالبانو ته لاسرسی ولرو. تر هغه ځايه چې زه پوهېږم کابل ته د رضوان اختر په سفر کې د خبرو اجنډا له طالبانو سره د پټو خبرو د ميکانيزم رامنځته کول و.

هشت صبح: په پاکستان کې ويل کېږي چې دغه هېواد ته اصلي ګواښ تندلاريتوب او بنسټ پالنه ده، نه هند او افغانستان. د پاکستان د پښتنو سياستوالو پيغام هم کابل ته همدا و. ايا دا د پاکستان د بدلون نښه نه ده؟

امرالله صالح: د پاکستان په سياست او چلند کې بدلون هغه مهال د منلو وړ دی چې د تاوتريخوالي په کچه کې کمښتت راشي. له دې کبله چې د تاوتريخوالي د طرحو جوړوونکي پاکستانيان دي، نو که په تاوتريخوالي کې کمښت را نه شي، بيا نو د پاکستان بدلون سم نه دی. خو يو مهم بدلون راغلی دی. د پاکستان رسنيو په تېره بيا هغه ورځپاڼې چې د پوځ ملاتړي دي، لکه ډان، نيوز او ابزرور، وتليو پاکستاني شنونکو لکه نجيم سيټي، مليحه لودي، اسد درانی، حنا رباني، دوی ټولو د ولسمشر غني د سفر او له پاکستان سره د هغه د خبرو هرکلی کړی دی. مشرف هم په خپلو مرکو کې ولسمشر غني پاکستان ته د سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره د خبرو له کبله ستايلی دی. دا مثبت ټکي دي، خو هغه مهال چې دغه ټکي عملي هم شي نو بيا ويلای شو چې د پاکستان په سياست کې جدي بدلون راغلی دی. دغه خبرې اترې هغه مهال عملي کېدای شي چې د تاوتريخوالي په کچه کې کمښت راشي، د افغانستان په ښارونو کې بمونه اېښودل، چاودنې او ځانمرګي ودرېږي، د طالبانو رهبري چې په پاکستان کې مېشته ده، له کابل سره ښکاره خبرې اترې پيل کړي، طالبان بې وسلې او پوځي جوړښتونه يې ور منحل کړي او راشي د اساسي قانون په منلو سره لوبې ته سم داخل شي. تر هغه وخته چې دغه پرمختګونه ونه شي نو په پاکستان کې هر بدلون يوازې لفظي بدلون دی چې باد يې وړي. تر هغه ځایه چې زه خبر يم ډاکټر غني يو شپږمياشتنی مهالوېش ټاکلی دی، دده ذهني زماني چوکاټ شپږ مياشتې دی. په دې مانا چې پاکستان په شپږو مياشتو کې بدلون کوي. خو پاکستانيانو ويلي دي چې که اشرف غني تر دريو کلونو پورې بدلون و نه کړي او همدغه اوسني سياست ته ژمن و اوسي نو دوی به بيا دې پايلې ته ورسېږي چې د ښاغلي غني دا وروستی ګام له اخلاصه ډک او صميميت ښيي. پاکستان په دې باور دی چې که اشرف غني تر دريو کلونو پورې د دوی ټول شرايط ومني، هغه مهال به بيا دوی د اشرف غني غوښتنې ته مثبت ځواب ورکوي. دا ښيي چې د دواړو لورو د زماني جدول تر منځ دوه نيم کاله توپير موجود دی. زه په دې باور يم چې د تاوتريخوالي کچه به تر شپږو مياشتو پورې راټيټه نه شي بلکه تر دې به هم زياته شي. پاکستان په تېرو ديارلسو کلونو کې تر نړيوالو فشارونو لاندې بدلون و نه کړ نو تر راتلونکو دريو کلونو پورې د ښاغلي غني تر فشار لاندې هم بدلون نه کوي.

هشت صبح: بي بي سي او يو شمېر پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د کابل او طالبانو ترمنځ پټې خبرې اترې شوې دي، ايا دا رښتيا ده؟

امرالله صالح: تر هغه ځايه چې زه خبر يم د طالبانو استازي دوه ځله چين ته تللي دي. زه خبر يم چې تر اوسه پورې د دولت او طالبانو تر منځ په اصلي مانا خبرې اترې نه دي شوې. هغه څه چې تر سره شوي واړه استخباراتي تاکتيکي تماسونه او اړيکي دي. ددې لپاره چې دغه تماسونه او اړيکي پر خبرو اترو بدل شي ، نو اړينه ده هغه څوک چې د طالبانو په استازيتوب خبرې کوي بايد د طالبانو د استازيتوب صلاحيت او واک ولري. دغه صلاحيت بايد هغه ته د طالبانو او پاکستان له لوري ورکړل شي. بله دا چې بايد د خبرو اترو لپاره چوکاټ وټاکل شي او دغه چوکاټ د پاکستان له لوري ټاکل کېږي. طالبان نه شي کولای چې د مذاکراتو لپاره چوکاټ وټاکي. هغوی ددې واک نه لري. تر هغه وخته چې د افغانستان او پاکستان دولتونه د خبرو اترو په اړه هوکړه و نه کړي طالب نه شي کولای چې خبرو اترو ته چوکاټ وټاکي. د طالبانو، له جګړې پرته بل څه زده نه دي… ستراتيژيک ذهن نه لري. د خبرو اترو صلاحيت او چوکاټ د پاکستان له لوري ټاکل کېږي، د چوکاټ مانا دا ده چې ايا موخه د طالبانو ادغام دی او يا د افغانستان د خاورې پر يوې برخې باندې د طالبانو ولکه په رسميت پېژندل او له کابل سره اوربند او يا هم د اساسي قانون ماتول دي. ظاهرا، طالبان مذاکره کوي خو چوکاټ د پاکستان له خوا ټاکل کېږي. بايد پر دې پوه شو چې پاکستان هېڅکله هم د طالب په نوم وسيله له لاسه نه ورکوي.

هشت صبح:چين په دې وروستيو کې دطالبانو د استازو کوربه و. ايا دا د ولسمشر غني هغې غوښتنې ته مثبت ځواب و چې د سولې په تړاو له هلو ځلو سره همکاري وشي، يا بله مانا لري؟

امرالله صالح: ما څه موده وړاندې په يوې سيمه ييزه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته سفر کړی و. ددغه کنفرانس په څنډه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ښاغلي ليژيان ماته وويل چې هېواد يې د ولسمشر غني په غوښتنه، د پاکستان په موافقه او د امريکا له لوري د شنه څراغ په ورکولو سره غواړي چې د خبرو اترو په تړاو هڅو کې رول ولوبوي. دا په دې مانا ده چې چين په دې برخه کې له امريکا سره په همغږي کار کوي نه له امريکا سره په سيالي او حريفي کې. خو پوښتنه دا ده چې کله امريکا، اروپا او ترکيې څه و نه شو کولای نو چين څه کولای شي؟ د چين امتياز دا دی چې پاکستان يې ملګری دی او پر هغه هېواد باندې اغېزه لري، د پاکستان ګاونډی دی او کولای شي چې د امريکا پر نسبت دوی پر طالبانو باندې د اغېزې زيات ځواک ولري. ځکه چې له طالبانو سره په مستقيمه جګړه کې ښکېل نه و او يو شمېر نور ټکي لري چې کولای شي په دې برخه کې ورڅحه ګټه واخلي.

د چين ستونزه يا کمزورتيا دا ده چې طالبان نه پېژني. خپل اطلاعات او معلومات له پاکستان څخه اخلي. که څه هم افغانستان تر اوسه پورې شپېته ايغوري جنګيالي چين ته سپارلي دي او هغوی د افغانستان ترهګرۍ ضد وړتيا ته متوجه شوي دي خو له دې سره سره بيا هم د پاکستان له عينکو ګوري. بله دا چې چين هر څه نوي نوي پيل کړي دي او کوم ذهني چوکاټ نه لري. امريکايان ذهني چوکاټ لري. امريکايان وايي چې د افغانستان د اساسي قانون ملاتړ کوي او وايي اساسي قانون ورته معيار دی. کله چې زموږ منځنګړی ذهني چوکاټ و نه لري نو لويه ستونزه پيدا کېږي او له اساسي قانون څخه د ګرځېدو يا عدول احتمال رامنځته کېږي. که منځګړی زموږ پر اساسي قانون باندې اعتقاد و نه لري لويه ستونزه رامنځته کېږي. د بېلګې په ډول د يوې ترهګرې ډلې کوربتوب د اساسي قانون ماتول دي. دا بايد په پام کې ولرو.

هشت صبح:د سولې مېز ته د طالبانو د کېښنولو په بدل کې د پاکستان ستراتيژيکه غوښتنه څه ده؟ پاکستانيان وايي چې پاکستاني طالبان او د پاکستان مخالف بېلتون غوښتونکي په افغانستان کې دي او افغان دولت د پاکستان ځمکنۍ بشپړتيا او پوله په رسميت نه پېژني. آيا هغوی غواړي چې دغه اندېښنې اغېزه ولري؟

امرالله صالح: هغه کار چې نن ورځ يې پاکستاني استخبارات کوي، د ځينو خلکو په باور ريښه يې د ضياءالحق په وخت کې جهاد او د شوري يرغل ته رسېږي، خو دا ناسمه ده. پاکستان له جوړېدو سملاسي وروسته تر اوسه پورې د افغانستان په تړاو مشخص سياست تعقيب کړی دی خو په هره دوره کې وسېلو توپير درلود. کله يې د کراچۍ له بندر څخه د فشار د وسېلې په توګه استفاده کړې ده. کله يې هم لوېديځ ته اجازه نه ده ورکړې چې له افغانستان سره نېغ په نېغه راشه درشه ولري. په دغې پاليسي کې ۵۵ کاله بريالی و. کله يې هم د نفوذ کولو په خاطر د طالبانو په څېر ډلو څخه ګټه اخيستې ده. پاکستان په دغه ثابت او مشخص سياست کې هېڅکله هم شاتګ نه دی کړی.

ځينې خلک بيا وايي، ستونزه دا ده چې افغانستان ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژني. خو واقعيت سرچپه دی. دا پاکستان دی چې ډيورنډ کرښې ته يې درناوی نه دی کړی. هغوی مداخله کړې ده او د افغانستان خپلواکي يې په رسميت نه ده پېژندلې. نن ورځ په جلال اباد کې کلداره چلېږي او په لغمان کې هم سوداګريزې معاملې په پاکستانيو پيسو کېږي. په هلمند کې هم همدا کيسه ده. هغوی پخپلو سياستونو کې پرمختګ هم کړی دی. يو وخت طالبانو ته هم نړۍ ترهګر ويل خو نن ورځ وايي چې هماغه ترهګر د خبرو اترو مېز ته راولئ. پاکستان غواړي د افغانستان دفاعي، امنيتي، بهرنی او اقتصادي سياست کنټرول کړي، يا په بل عبارت، په دې برخه کې هماغه د ټاکونکي رول ولوبوي. په ننۍ نړۍ کې د مستقيم اشغال په نوم څه شی وجود نه لري. پاکستانيان د نرم اشغال وس نه لري. هغوی غواړي چې پر موږ ولکه ولري او دا ولکه زموږ په کمزورتيا کې ويني. د بېلګې په ډول سوېل هومره نا ارام کوي چې موږ له چابهار څخه د استفادې وس و نه لرو. په امنيتي ډګر کې غواړي زموږ دېرش سلنه افسران وروزي. د افغانستان ملت شک لري چې دغه دېرش سلنې ته به پاکستان روزنه ورکوي او که به جاسوسان ترې جوړوي. دوی غواړي زموږ د امنيتي جوړښتونو په رګ رګ کې داسې کسان و اوسي چې په پاکستان کې يې زده کړې وي. هغو ورقو ته په کتو سره چې ولوبول شوې، زه نه شم ويلای چې افغانستان به تر کومه بريده وکولای شي په وروستيو مذاکراتو کې هغوی ته قناعت ورکړي.

هشت صبح: هغه هېواد چې اټومي وسلې او پياوړی پوځ لري ولې د افغانستان په څېر يوه کمزوري هېواد د دفاعي او بهرني سياست د کنټرول په لټه کې وي؟ ارو مرو پاکستان له يوه شي څخه وېرېږي چې په افغانستان کې دننه د بې ثباتۍ په بيه باندې دغه سياست ته دوام ورکوي. ستاسې په اند پاکستان له څه شي څخه وېرېږي؟

امرالله صالح: وګورئ، اسرايل ولې د منځني ختيځ له اوسني حالت څخه خوښ دي؟ سوريه حاضره وه چې له اسرايل سره سوله وکړي، ترکيې او نورو منځګړيتوب کاوه، خو اسرايل بيا هم خوښ نه و. اوس د سوريې په خاوره او د اسرايل پر پولو باندې داعش حاکم دی. اسرايل هېڅ شکايت نه لري. هر وخت چې د هغوی زړه وغواړي کولای شي چې داعش بمبارد کړي، سوريه يو ځواکمن دولت و، پوځ يې درلود، اسرايل له هغوی سره خوښ نه و. پاکستان هم کټ مټ همداسې سياست لري. پاکستان د افغانستان دولتي نظم خپل دښمن ګڼي. پاکستان له مجاهدينو سره مرسته کوله، خو هېڅ مجاهد ته يې اجازه نه وه ورکړې چې د پاکستان په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. د مجاهدينو په نسل کې ان ډېر لږ شمېر هم د پاکستان له پوهنتونونو څخه فارغ شوي نه دي. ځکه چې هغوی نه غوښتل په افغانستان کې د جهاد برياليتوب په دغه هېواد کې د يوه متقدر دولت د رامنځته کېدو لامل شي. هغوی غوښتل چې د جهاد د برياليتوب په پايله کې افغانستان ټوټه ټوټه شي. له پاکستان څخه زموږ غوښتنه همېشه دا ده چې پرېږدئ کونړ د افغانستان د دولت په کنټرول کې وي، خو هغوی وايي، نه، پرېږدئ چې په کونړ کې ملکان، ملايان، قومي مشران او قوماندانان حاکم وي او پاکستان ته تګ راتګ وکړي. دا سياست ښيي چې پاکستان ډيورنډ کرښې ته درناوی نه لري. که افغانستان ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژني نو په دې پنځه شپېته کلونو کې يې څه وکړل؟ ايا په پېښور کې افغانۍ چلېږي او که په جلال اباد کې کلداره؟ که موږ دغه پوله په رسميت نه پېژنو نو هغه لوري ته زموږ فرهنګي اغېزه څه ده؟

هشت صبح: کله چې افغانستان ځواکمن هېواد و، نو په ملګرو ملتونو کې يې د پاکستان غړيتوب ته رايه ور نه کړه، د پاکستان مخالفينو ته يې پناه ورکړه، د پاکستاني بېلتون غوښتونکو ملاتړ يې وکړ، د پاکستان د جغرافيا پر يوه برخه يې د مالکيت دعوه وکړه او دغه نوي زېږېدلي هېواد ته يې سرخوږی جوړ کړ.

امرالله صالح: هو! هغه مهال د افغانستان سياست همدا و، خو دا سياست د يو شمېر سيمه ييزو ګټو او ملاحظاتو پر بنسټ و چې هغه مهال موجودې وې خو ستراتيژيکه ګټه بيا هم پاکستان وکړه. په کوهاټ کې د پاکستان ځانګړی ځواک چې اس اس جي يا د ځانګړو خدمتونو ځواک نومېږي مېشت دی. دا ځواک پاکستان ته امريکا جوړ کړ او تر اوسه پورې يې هم امريکا ملاتړ کوي. پاکستان امريکا ته وويل چې موږ ستاسې ستراتيژيک متحدين يو خو د افغانستان او شوري له لوري له ګواښ سره مخامخ يو، هغوی غواړي چې زموږ ثبات ګډ وډ کړي او موږ کمونيسټان کړي. امريکا قانع شوه او پاکستان ته يې اس اس جي او هوايي ځواک جوړ کړ. پاکستان هېڅکله امريکا ته و نه ويل چې دغه هېواد د هند په مقابل کې تقويه کړي، تل يې د افغانستان پر سر ستراتيژيک امتيازات تر لاسه کړي او افغانستان د هغوی لپاره د عايداتو سرچينه ده. له اس اس جي څخه تل د افغانستان پر ضد ګټه اخيستل شوې ده… د طالبانو ملاتړ يې کاوه. موږ د فکري ګډوډۍ تر فشار لاندې يو خو هغوی تر اوسه پورې پر ځای محکم ولاړ دي.

هشت صبح: خو پاکستانيان وايي چې په افغانستان کې پر تاوتريخوالي باندې د دوی د پانګونې دليل، وېره ده. دوی وايي له دې سره سره چې ښارونه يې نا ارام دي، د خپل قلمرو يوه برخه يې له لاسه ورکړې، امنيتي کړکېچ ورته ګواښ پېښ کړی، خو بيا هم د طالبانو ملاتړ کوي، دوي وايي افغانستان بيا د داود خان د وخت پر بڼه اوړي چې دوی ته به سرخوږی جوړوي. ايا دا وېره منطقي ده؟

امرالله صالح: لږ مخکې مې د سوريې بېلګه درکړه. اسرايل د سوريې له دولتي نظام څخه وېرېده او د هغه هېواد د ټوټه ټوټه کېدلو هرکلی کوي. پاکستان هم په افغانستان کې له متقدر دولت څخه وېرېږي. هغوی، هغه مهال خوښ و، چې افغانستان ټوټه ټه وه او مزار، هرات او کابل په جلا جلا توګه له پاکستان سره راشه درشه درلوده. زه اوس پر دې خبرې کوم چې څنګه کولای شو دغه وېره راکمه کړو. موږ د يوه دولت په توګه له پاکستان سره رابطې ته اړتيا لرو. پاکستان غواړي چې دغه رابطه د افغانستان د قومونو او پاکستان ترمنځ وي نه دا چې د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ وي. د استاد رباني په وخت کې له کندهار څخه پاکستان ته جلا الوتنې کېدې، له مزار څخه جلا او له هرات څخه جلا. پاکستانيانو له دغه وضعيت څخه خوند اخيست. هغوی لوېديځوالو ته وايي چې افغانان د يوه مقتدر دولت د رامنځته کولو وړتيا نه لري په داسې حال کې چې په افغانستان کې د متقدر دولت د رامنځته کېدو پر وړاندې خنډ پخپله پاکستان دی. دغه وېره پاکستان پخپله رامنځته کړې ده او افغانستان نه شي کولای چې له منځه يې يوسي. په يوه باثباته افغانستان کې به ددغه هېواد هېڅ تبعه هم حاضر نه شي چې پاکستان بې ثباته کړي، دا خو هغوی دي چې د تاوتريخوالي څرخ تاووي.

هشت صبح: خو په افغانستان کې قومي نشنليزم يا ملتپالنه موجوده چې د پاکستان د قلمرو پر يوه برخه باندې ادعا لري او د پاکستان تجزيه يې ارمان دی. ايا دغه شي وېره نه ده رامنځته کړې؟

امرالله صالح: وګورئ، ددغې ادعا بنسټ تاريخ او ژبه ده. پېښور د کابل د يو شمېر پاچاهانو ژمنۍ پلازمېنه وه. د ډيورنډ د معاهدې د لاسليک په پايله کې پښتانه پر دوو برخو ووېشل شول او د پښتون قوم ستراتيژيک موقعيت ته يې زيان ورساوه. که د بېلګې په ډول د امير دوست محمد خان دوره له خپل قلمر سره تر اوسه پاتې وای نو پښتون قوم به په سيمه کې تر ټولو لوړ ستراتيژيک ځواک او لاس درلود. پاکستان او افغانستان دواړه نوي تاريخي واقعيتونه دي. د احساساتو مهارول او ټکول نه په هغې لاره ممکن دي چې پاکستان پرې روان دی او نه افغانستان کولای شي چې په زور سره خپله خاوره بېرته ونيسي. نو درېيمه لاره څه ده؟ اول بايد ټول پوه شو چې د قومونو فرهنګي او ژبنی وېش ناشونی دی. د پښتنو فرهنګي يووالی به هم تلپاتی وي او په زور سره له منځه نه شي وړل کېدای. يو قوم او يوه ژبه هېڅ وخت له منځه نه شي وړل کېدای. بله دا چې پنجاب به تر مرګه پورې هم اجازه ور نه کړي چې پښتانه د خاورې او سياست په لحاظ سره يو ځای شي. د پښتنو ستونزه د افغانستان له شمال سره نه ده، د هغوی فرهنګي او ستراتيژيکه ستونزه له پنجاب سره ده. له پنجاب سره ددغې ستونزې د هواري لپاره په افغانستان کې ملي يووالي ته اړتيا ده. تر دغه يووالي وروسته، اړينه نه ده چې له پنجاب سره زموږ ستونزه د ټوپک له لارې هواره شي. تاسې وګورئ، په نننۍ نړۍ کې د امريکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو ترمنځ سرحد نشته. هغه کسان چې د پښتنو د يو ځای کولو داعيه لري بايد پوه شي چې د دوی ستراتيژيکه ستونزه له پنجاب سره ده، نه د افغانستان له غيرپښتنو سره.

هشت صبح: د افغانستان يو شمېر غير پښتانه فرهنګي مخور او روڼاندي وايي چې د افغانستان ناپښتانه اتباع د پښتنو مخورو د قومي ارمانونو قرباني شوي دي. په پاکستان کې هم ويل کېږي چې په افغانستان کې قومي نشنليزم تل د پاکستان دښمنانو ته فرصتونه په لاس ورکوي. فکر نه کوئ چې که پښتون نشنليزم يا ملتپالنه د افغانستان په قلمرو او ددغه هېواد په پښتنو پورې محدوده شي، نو په افغانستان کې د يوه مقتدر دولت له جوړېدو څخه د پاکستان وېره که په بشپړه توګه له منځه تلای نه شي، حد اقل ته به راټيټه شي؟

امرالله صالح: وګورئ، موږ د افغانستان غير پښتانه له پښتنو سره په يوه برخليک شريک يو. دا بايد ټول ومني. که موږ فکر کوو چې کولای شو له پښتنو پرته يو افغانستان ولرو او يا له پاړسي پرته افغانستان ولرو، دا امکان نه لري. په افغانستان کې د غير پښتنو برخليک له پښتنو سره تر هغه زيات غوټه شوی دی چې فکر يې کېږي. اوس چې کومه داعيه راپورته کېږي، که يې حنجره پښتانه وي بيا هم د افغانستان نور قومونو په هغې کې برخه لري، له دې سره سره چې هېڅ پاړسي ژبی په خوست کې ژوند نه کوي، خو بيا هم پاړسي ژبې د ډيورنډ له داعيې سره تړلي دي. وګورئ، څه تضمين وجود لري چې نن ورځ پښتون قوم د يوې ستراتيژيکې شخړې قرباني دی او سبا به يو بل قوم دغسې قرباني نه وي. څه تضمين وجود لري چې پنجاب به له خپل حرص او سلطه غوښتنې څخه تېر شي. څه تضمين وجود لري چې پنجاب به سبا موږ ټول تر ستونې تېر نه کړي. هېڅ تضمين وجود نه لري چې د ډيورنډ کرښې د رسميت د تاييد پر سبا دې پاکستان خپل سياست ته بدلون ورکړي. دغه هېواد حاضر نه دی چې په دې برخه کې هېڅ ډول ضمانت ورکړي. زه ددې نظر مخالف يم چې وايي د افغانستان غير پښتانه قومونه د ډيورنډ په تړاو د پښتنو نخبه ګانو د داعيې قرباني دي. په بده ورځ کې پښتون قوم د غير پښتون تر شا ولاړ وي او ملا يې تړي او غير پښتانه د پښتون قوم تر شا ولاړ وي. طالبانو ظلم وکړ. غير پښتنو قومونو چېرته پناه يووړه او له کومې لارې کوم هېواد ته ولاړل. دا بايد هېر نه کړو.

هشت صبح: تاسې وويل چې د ای ايس ای مشر له طالبانو سره د پټو خبرو لپاره د ميکانيزم جوړولو لپاره کابل ته راغلی و. راتلونکی وخت ستاسې په نظر څنګه دی؟

امرالله صالح: فکر کوم چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به د تاوتريخوالي کچه لوړه شي. ښايي يوازنی او تر ټولو لوی ميلان چې پاکستان وښيي دا به وي چې په کابل کې تاوتريخوالی او چاودنې کمې کړي، خو په ټوله کې به تاوتريخوالی زيات شي. پاکستان غواړي چې د جګړې له لارې هغه ساحه پراخه کړي چې د طالبانو تر ولکې لاندې وي… د هغوی لپاره کنټرول شوې جغرافيا رامنځته کړي. دا کار په ۲۰۱۵ کال کې لږ تر لږه ۹ مياشتې وخت غواړي. تر هغه وروسته کېدای شي داسې لوبې وکړي چې د افغانستان د دولت او ملت روحيه ور ماته کړي او ووايي چې له ولسواکي، مدني او نورو څخه دفاع يوازې شعار دی، راشئ له يوه کمزوري دريځ څخه خبرو اترو ته کښېنئ. وروسته خبرې اترې کوي، خو لکه چې ما وويل تر هغو دوو دريو لاسته راوړنو مخکې به هېڅکله هم خبرو اترو ته فرصت برابر نه کړي. خو پوښتنه دا ده چې ايا پاکستان بريالی کېدای شي؟ که موږ سره متحد او يو شو پاکستان نه شي بريالی کېدای. که کابل تيت و پرک او بې اتفاقه وي، د ټاکنو د عقدو له کبله وجنګېږي او پر وېش باندې بوخت وي، بيا موږ نه شو بريالي کېدای. اوس هم له رواني لحاظه کابل د ټاکنو په عقدو کې ښکېل دی.

هشت صبح: د هغو دريو شخصيتونو په اړه چې د امنيتي ارګانونو لپاره معرفي شوي دي څه نظر لرئ، ايا کولای شي چې په راتلونکو جګړه ييزو موسمونو کې امنيتي ځواکونه مديريت کړي چې د طالبانو د کنټرول سيمه پراخه نه شي؟

امرالله صالح: تاريخ ښيي چې جرړه او ستونزه تل پورته او په سياسي قشر کې وي. عسکر هېڅکله هم نه تسليمېږي. ستونزه تل سياسي وي. تل سياستوال وروست شوی وي. دا هېڅ توپير نه لري چې د کومې پوځي فرقې يا امنيتي وزارت مشر څوک دی. خو مهمه دا ده چې د جنګېدونکي عسکر لپاره د کابل لوی فلسفي او عقيدتي داستان څه دی. موږ بايد په عسکر باندې خپل فرضي او عيني دښمن تعريف نه کړو. د جګړې په رهبري کې دا ډېره مهمه ده. که دغه چتر او تعريف وجود ولري نو بيا به د افرادو رول ډېر مهم نه وي او که دغه چتر او تعريف موجود نه وي، نو هر څومره چې يو جنرال او وزير قوي وي، د ستونزې مخه نيولای نه شي. امريکا زموږ عسکر تمويلوي خو هغه کار چې نه يې شي کولای دا دی چې سياسي قشر راته نه شي جوړولای. که سياسي قشر وروست شي، عسکر له جګړې څخه لاس اخلي. په اماني دوره کې، ستونزه له حاکمو سياستوالو څخه پيل شوه. د داود خان په دوره کې هم همدغه کيسه وه. د ډاکټر نجيب په دوره کې ستونزه له کابله پيل شوه، خو عسکر جنګېده. کله چې سياسي ستونزه کنټرول شي، زموږ عسکر جنګېږي.

هشت صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، په دې ورځو کې په ټلويزيونونو کې وينو چې د طالبانو قوماندانان سپين بيرغونه راکښته کوي او د داعش بيرغونه پورته کوي، د داعش راڅرګندېدل څنګه ارزوئ؟

امرالله صالح: دا زموږ لپاره نوې خبره نه ده. بيرغ که سپن وي که تور، خو توره او لاس هماغه دی. موږ د افراطیت پر ضد د درېدو ډېره لويه تجربه لرو خو بايد مديريت شي. حاجي زرين ګل پرون طالب و او نن داعش شوی دی، دا مهمه خبره نه ده. موږ شل کاله کېږي چې له دغې پدېدې سره جنګېږو. داعش يو شمېر کسانو ته پيسې رالېږلې دي او دوی هم د خپل بيرغ رنګ بدل کړی دی. زما په نظر داعش د يوه تفکر په توګه نه شي کولای دلته ځای پيدا کړي، خليفه په عراق کې ناست دی او له دومره لري څخه نه شي کولای کوم کار وکړي. دا مسله زياته مهمه او جدي نه ده.

هشت صبح: ښاغلی امرالله صالح مننه

امرالله صالح: مننه

10 thoughts on “ډ‌يورنډ نه منل، يوازې د پښتنو نه، بلکې د افغانستان د ټولو قومونو داعيه ده”
  1. شكلي مصاحبه وه، او منلي سوالونه،او به زره بوري ديو افغان دخلي ديو افغان به تو كه جوابونه وه .
    ١–دا يو واقيعت دي جه أمنيتي قواوي به هيخ وخت دتسليمي روحيه نه لرله اونه ءي لري.خنكه جه أمرالله صالح أشاره سياست او سياست والو ته كري.دا يو واقيعت دي.
    ٢–داجه دطالبانو به هكله هر أرخيزه توكه سوالونه شوي او دامر الله صالح به خاي جوابو نها تحليل به خاي دي دا يو واقيعت دي جه دطالبانو جورشت او قالب دباكستان به لاس كي دي.
    ٣–دامر الله صالح تحليل دباكستان به خبرو بأور نه كول دمنلو ورده نن يو خه او سبا بل خه دي.
    ٤—دباكستان سياست به يوه لاس نه بلكه به خو لأسونه تقسيم دي لكه خنكه جه أمرالله صالح ورته أشاره كري ،.نظامي،استخباراتي،سياست وال،او بنجابي سياست وال جه خطرنا كه كروه همدا ده.
    دديورند دكرشي به تولو تفرعاتو أمرالله صا لح رنا اجولي او دافغانانو وحدت او ننكي تهءي شه أشاره كري.ج
    دامر الله صالح خخه به مننه او ورخخه هيله كوم جه ديو ملي شخصيت لرلو سره خبل معلومات دخبلو وطنوالو سره ديو افغان به تو كه شريك او دا لري دوامداره وساتي.

  2. زما خو باور وکړی که هغه له یاده ووزی چی د ټاکنو په وخت کی یی په سر لاسونه تیرول او قسم یی وو خوړ چی یوه هم څوک راباندی قبوله نه کړی.
    خو موږ پښتانه بی له حده خوش باوره یو همدغ علط دی چی ټول ډګرونه مو ل بایللی دی، یو څوک چی یوه خوږه خبره راته وکړی نو مو بیا سم د پاڼ سر ته منډی کړو او ځان ګذاروو..
    که زه تاسو خوش باورانو ته او محترم صالح خان ته عبدالله او اشرف غنی مخی ته کیږدم. نو ستاسو خوش باورو او د صالح د په خدای قسم وی چی کوم یو د ښه مدریت قابل دی عبدالله ؟او که اشرف غنی؟
    بدی باندی خو موږ تول تر صالح بوری پوهیږیو چی اشرف غنی یو شه مدیر دی، ملی روحیه لری، غل ندی څوک یی ندی وژلی ،خو عبدالله بیا برعکس، ښه مدیریت نه شی کولای،ملی روحیه نه لری،غل دی، خلک یی وژلی دی. نو چی داسی وی بیا همدغه صالح خان ولی د ملت په طرفدارس ونه درید چی د غله سره ودرید.
    دوستانو زه خو وایم چی ازمویلی مه ازمویی!
    دغه ښاغلی ته د ټاکنو په غنیمت کی ځه ونه رسیدل اوس بیا عواړی چی په افغانانو کی په مفتو خبرو ځان محبوب کړی.
    په ما خو یی والله که ومنی، ستاسړ خوښه

  3. ښاغلی امرالله خان صالح ژوند ژوند ژوند (برګ سبز تحفه درویش) دټولو ګرانوافغانانو وروڼو ! څخه احترامانه هیله کوم چې ډیر نیشنلیست ونه اوسې. چې خدای مه کړه زموږ اسلام او افغانستان ته ضرر ونه رسیږې.
    که ما دخاینانو صفت کړیوې لکه لطیف فدرام اوڼور…………….نو ما به اشتبا ه کړیوې. مګر دهیواد په شطحه ترکمن ، تاجک ، پښتون ، هزا ره ، بلوڅ اونور …….. ټول دیو ښکلې بڼ ګلان دې . الله ج دې یې وملې یووالې ته هیڅ ضرر او تاوان نه رسوې. بیا مننه ښاغلی صالح

  4. ښکلی مصاحبه وه له دواړو هر یو صالح صاحب او محترم ژورنالیست مننه:
    په مرکه کی تازه دری جریانونه ښه تحلیل شول:
    اول:د طالبانو او د هغو د مستقیمو او غیر مستقیمو ملګرو لکه پاکستان چین عربان او ترکیه
    دوهم: د افغانستان د کړکیچونو د لاملونو یو لړ عوامل د ډیورنډ کرښه سیمه ایزی لانجی دریم: د داعش پدیده
    اما زما په اند جګړه د اصلی مرتسم په ترسیم شوو لارو کی هماغسی رهی ده جګړه په اسیا کی د لویو لویو قومونو د انهدام یا نابودی جګړه ده چی د برطانیه له لوری طرحه شوی او له یو شمیر غلام او اجیر پنجابی پښتون تاجیک وغیره په کی استفاده کیږی او زیار یی داددی چی دغه بی ربطه جګړه بین الاسیایی کړی او دا بی مسیره پردی جګړي ورته خپلی ثابتی کړی تر څو د خپلو پرتو قیمتی فرهنګی میراثونو او طبیعی زیرمو ګټه پورته نه کړی او په دی سرابی غور او پوش کی ملتونه ګنګس وساتی
    مننه

  5. ځېنو ويدو يا احمقو او يا پلورل شويو پښتنو دا بې ناموس او بې وجدانه د سړي زوی باله او کله ناکله به يې د نوموړي ستاينه کوله، خو کله چې يې د ټاکنو پر مهال د ارګ د نيولو او د خپلو مخفي شبکو د فعالولو خبره وکړه، په ملت او ځانګړي ډول پښتنو کې ډېر ورټل شو او رزالت يې خلکو ته ور معلوم شو. اوس غواړي هغه پخوانۍ چټليانې پاکې کړي او بيا ملي جامې پر تن کړي. خو زه وايم چې دا د هماغه پخواني جاسو او ملي خاين روزل شوي سپيان دې، چې ټول عمر به يې له ذهن څخه د ملت او هېواد پر ضد چټل فکر بدل نه شي. دا د دوئ يو ډول تبليغاتي کمپاين دی، چې د ځان د ملي ښودلو په خاطر يې پيل کړی دی، که نه هشت صبح اخبار چې شديداً د افغانيت ستر دښمن دی او هميشه ډيورنډ کرښه رسمي پوله بولي، هغه کله داسې يو خبر خپروي. خو دا د دوئ د شبکو فعالیتونه دي، چې په بېلابېلو طريقو غواړي ځان ملي وځلوي، پداسې حال کې چې دوئ دوي دملت، هېواد او ملي ګټو دښمنان او د پردو ګوډاګيان او مزدوران دي.

  6. اقا ی امرالله صالح تو دامن ات در انتخا با ت ګذشته خیلې لکه دار کردې. واین طور حرکا ت فا شیستې را میکردې که توبه ! تو یک کار را بکن که حالا کار از ګپ زدن تیر شده این ګپها که تو میګوی در عمل ان را ثا بت کن. زیا د افغانها پیش از انتخابات اینطور فکر میکرد که امر الله جان یک شخصیت ملې است. لکن در وخت انتخا بات زیا د قوم پرستې ، زبان پرستې وتنظیم فرستې کردې. ودامن چوکې پرستها ودزدها را ګرفتې مثل َعطا محمد نور ورحیمې …………. کم ذره فکر بکن در این با ره !!!

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *