تاند- د امریکا یوه کمپنۍ په دې کار کوي چې د نړۍ ټولو اوسېدونکو ته په هر ځای کې وړیا انترنټ برابر کړي.

دا کمپنۍ غواړي چې د سپوږمکۍ له لارې وای فای(WiFi) یا بې سیمه انترنټ مهیا کړي. که داسي وشي بیا به ټول خلک که په موټر کې سپاره وي، غره ته تللي وي یا په دښته کې وي، هر ځای چې وغواړي په موبایل، آی فون، لپ ټاپ، … کې انترنټ کتلی شي.

د دې کمپنۍ یو اساسي هدف دا دی چې د حکومتونو له لوري پر انترنټ بندیز پای ته ورسوي.

 د نړۍ په ۴۰ فیصدو خلکو انترنټ بند دی. په یو شمېر نورو هیوادونو کې حکومتونه خلکو ته یوازې د هغو ویبپاڼو د لیدلو اجازه ورکوي چې د دوی په خوښه برابرې دي.

خو د شمالي کوریا په شان حکومتونه خپل ټول خلک له انترنټه محروم کړي دي.

کمپنۍ وايي، سره له دې چې دا به ډېره ګرانه پروژه وي خو تمه لري چې ژر یې پیل کړي.

2 thoughts on “ډ نړۍ ټولو اوسېدونکو ته په هر ځای کې وړیا انرتنټ”
  1. ورته وای د کافر زامنو همدا نن یې راخوشې کړئ، ما کور بدل کړی دی او په نوي کور کې مې انټرنټ نشته. څو ورځې وروسته به یې راته لګوي.

  2. سلامونه زمانظرخودادی چی کاشکی همداسی نه وشی ځکه زموږ زلمی ټول دهمدی انترنیت نه په استفاده غلط څیزونه ګوری که په سل کی پنځوس تنه دانترنیت نه سمه استفاده وکړی او دهیواد په ګټه یی وکاروی موږپری خوشال یو خو اوس بالعکس په سلو کی پنځه کسان دانترنیت نه سمه استفاده کوی باقی نور ټول غیر شرعی شیان ګوری.
    مننه ستاسو ورور.

ځواب ورکول abdullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *