تاند- د هند حکومت نن /دوشنبه/ په افغانستان کې د ۹۲ وړو پروژو د اجرا درېم پړاو تصویب کړ.

دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې اعلان کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویکاس سواروج په ټویټر کې لیکلي چې سوشما سوارج له افغانستان سره ستراتیژیک مشارکت د افغانانو په ګټه وباله.

عبدالله عبدالله نن د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره هم وکتل.

دواړو خواوو د افغانستان او هند د دیپلوماتانو د بې وېزې سفر په اړه موافقه وکړه.

ښاغلی عبدالله، چې د یکشنبې په ورځ هند ته په ۵ ورځني سفر ورسېد، سبا /سې شنبه/ جیپور ته ځي چې د ترهګرۍ ضد کنفرانس کې ګډون وکړي.

تر دې وړاندې د دسمبر په میاشت کې مودي افغانستان ته راغلی و او په کابل کې یې د افغانستان د ملي شورا لپاره د هند په مرسته جوړه شوې ودانۍ پرانسته.

3 thoughts on “د هند حکومت په افغانستان کې د ۹۲ پروژو د جوړولو دوهم پړاو تصویب کړ”
  1. زما په نظر د هند ملګرتیا د افغانستان چارواکو او خلکو لپاره تر سعودی عربستان او امریکا وروسته دریم مطمین او د اعتماد وړ آدرس دی چی باید ورسره نژدی اړیکی وساتل شی.

  2. د هند ، افغان په دوستۍ کې هیڅ شک نشته ، زماهغه دوست دئ چې خوله اوزړه ېې يووي ، خدای وکړي چې چارواکو پدې پروژو کې ټول افغانستان په نظرکې نيولئ وي نه داچې سرحدي ولایاتو ته پکې د نا امنۍ په بهانه هیڅ نه وی اوتقسيم ېې سمتي اوژبنئ رنګ اوبوی ولري

ځواب ورکول mir ajmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *