۲۳ کلنه هرنام کاور چې د بريتانيا په بيرکشاير کې اوسيږي، ويښته يې په حيرانوونکي ډول زيات شوي دي. د هغې په مخ د اول ځل لپاره په ۱۱ کلنې کې ږيره راښکاره شوه  چې وروسته يې په بدن ويښته په چټکې سره ډېر شول. ان د نوموړې په سينه او څنګلو هم ويښته راوټوکيدل.

دا په لارو، کوڅو او ښوونځي کې د خلکو له ځورونې ډيره تنګ شوه، حتی په انټرنټ کې د نامعلومو کسانو لخوا ورته د مرګ ګواښونه هم وشول.

لکه څرنګه چې هرنام  سک مذهبې ده، نو اوس يې ارده کړې چې د خپل بدن ويښته هم له دې وروسته ونه خريي ځکه چې د دوی په مذهب کې د بدن ويښتو خرېيل منع کړل شوي دي.

هغې ويلي:«زه په خپل دې حالت راضي یم او له خپل ځان سره مینه لرم نو حاجت نشته چې نور خلک ما نه خوښوي.»

One thought on “ږيروره نجلۍ (ویدیو) احسان الله غازي يار”

ځواب ورکول karim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *