تاسې به څرنګه احساس کوی چې که اخري کس په نړۍ کې ته اوسې چې خپله ژبه وایې ؟ داسې احساس چې له ما وروسته دا ژبه نه وېل کیږي او نوره به مړه شي؟ همداسې هغه خلک چې په نړۍ کې یې میلیونونه خلک ژبه وایي برعکس فکر کوي. خو ځینې وخت یې پاېله برعکس وي. په انساني تاریخ کې تر اوسه ډېرې ژبې ژوندی شوي او مړې شوې دي او همداسې د ژبې ژوندي کېدل او مړه کېدل اوس هم دوام لري. اوسمهال ژبپوهان وایي چې په نړۍ کې ۶۹۰۰ ژوندی ژبې موجودې دي او داسې اټکل کوي چې د ۲۱ پېړۍ تر پایه به د دې ژبو ۵۰% مړې شوې وي.
 
ځینې وخت ژبه ډېره ژر مړه کیږي او د ژر مړه کېدو لامل یې د وړو ټولنو په جګړه یا هم طبیعي پېښو کې له منځه تلل دي. د برازیل په سلوادور کې ځایي هندیانو قیام وکړ او د قیام د مخنیوي لپاره د سلوادور پوځ په کال ۱۹۳۲ کې د بزګرو هندیانو ټول وژنه پېل کړه او په ډېر کم وخت کې یې لسګونه زره هندیا مړه کړل. هندیانو له وېرې خپله ژبه وېل بس کړل تر څو د پوځ لخوا ونه پېژندل شي.
 
د ژبې مړه کېدو دوېم لامل په یوه سیمه کې په دوه ژبو خبرې کول دي او د یوې ټولنې خلک چې په دوه ژبو خبرې پېل کړي کومه ژبه چې پرې غالبه وي نو مغلوبه ژبه د وخت په تېرېدو سره افهام او تفهیم لپاره نا کافي شي او په تدریجي ډول علم، مسلک او ورځنۍ کارېدونکې کلیمې یې دبلې ژبې کلیمې ځای ونیسي لکه په افغانستان کې پښتو چې له سیستم، کتاب، پوهنتون، ادارې او عریضې څخه په ورکېدو ده د اړتیا لپاره پښتانه اردو او ایراني کتابونه او پاڼې ګوري.
 
ولې خلک په یوه ټولنه کې په دوه ژبو خبرې پېل کوي ؟ د دې دوه لاملونه دي د تعصب مخه نیول او دوېم لامل یې په خپله ژبه کې د کافي علم نشتوالی او داسې خلک دې ته اړ شي چې معتبره ژبې زده کړي او یا په ټولنه کې غالبه ژبه زده کړي تر څو اقتصادي او ټولنیزې اړتیاوې پرې پوره کړي لکه په پښتونخوا کې مېشت پښتانه چې اردو زده کوي. همدا کیسه په مصر کې وشوه په تدریجي ډول د کوپتیکي (coptic) خلکو ژبه په ۷ پېړۍ کې عربي شوه. خو نړیوالتوب او عصریتوب د وروسته پاتې ژبو مړه کېدو ته په ۲۱ پېړۍ کې لا زېاته لار هواره کړې او له همدې امله اټکل شوې چې د نړۍ ۵۰% وروسته پاتې ژبې به د ۲۱ پېړۍ تر پایه مړې شوې وي او د دې ژبو خلک به په هغو ژبو خبرې کوي چې په حکومت، سوداګرۍ، ټکنالوجۍ، د سرګرمۍ په فعالیتونو او دیپلوماسي کې کاریږي.
 
خو د هوښیارو خلکو ژبه که د خبرو اترو د ژبې په توګه (colloquial language) مړه شوې هم وي خپله ژبه بیا هم ساتلی شي لکه د یهودانو عبري ژبه چې د خبرو اترو د ژبې په توګه په دویمه پېړۍ کې مړه شوې خو تر اوسه یې د خپلې پېژندنې لپاره ژوندۍ ساتلې.
One thought on “ژبه ولې مړه کیږي؟ | زکریا رحیمي”
  1. ښاغلي زکریا رحیمي تل خواږه او په زړه پورې مطالب لیکي . د دوي لکینې ګټورې ، له محتوا ډکې دي چې د ګرانې مورنۍ ژبې ته د خدمت او بډاینې لپاره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده . پښتانه چې د نړۍ په هر ګوټ کې دي ، د دوي د دې نه ستړي کېدونکي ځوان د خدمتونو پوروړي او مدیون دي. دوي ته د الله تعالي له درباره لا پراخه حوصله او نور توان غواړو. هیله ده زمونږ هېواد وال د دوي له لیکنو نه فیض واخلي او د دوي د خدمت مننه او قدرداني وکړي.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *