اباسین بریال –

موږ دداسې یو ولسمشر ترشا له خپلو یو خروار ارمانونو سره ودرېدو، چې د اصلاحاتو چغو یې اسمان کڼاوه. اوس هم چې سټیج ته جګ شي، د مفسد پرضد ډماموې غږوي، خو افسوس چې زموږ غږ نه اوري.

موږ څوک یو، وردګ ژغورنې ګروپ. نه قراردادیان یوو، نه جنګسالاران، نه کمیشن کاران یو نه دلالان، نه له لوږې مرو نه له مړښته چوو، بس ستا د اصلاحاتو ارماني شعار په مخه کړي یوو. غواړو تاته لاس درکړو ولسمشره! ایا د چا لاس نیولو ته ضرورت لرې؟

موږ د افغانستان د یو فقير، ناامنه، مافیا زبیښلي، او له حکومتي کړاوونو سره د لاس او ګریوان ولایت څو زلمیان یوو. موږ د میدان وردګو له حالاتو تاته د افغانستان د کلیو یو انځور وړاندې کوو.

مافیا، دولتي بې کفایتي – بیغوري، له خلکو سره د سرکار فاصلې او په اساسي امکاناتو د یوې هستې د خېټې اچولو او چور کیسې درته کوو.

نه ګمرک لرو، نه صنعي پارک، نه کارخونه لرو نه تر څو کڅوړو مڼو او کچالو وراخوا ته بل څه. بس خپل ویښتان او هډونه خورو.

دلته طالب حاکم دی، خلک وايي، شرایط داسې راغلل، خو زه وایم چې طالب ستا د محلي استازو او محلي حکومتدارۍ د لټۍ او فساد محصول دی. طالب څنګه ورک شي؟ دلته طالب نه پاکستان دی نه ایران. دلته طالب نه عقیده ده نه انګیزه. بس دلته زموږ په ولایت کې طالب تجارت دی او د جنګ بزنس.

نه پوهېږم تاته یادیږي کنه، کتابونه او راپورونه خو ډیر ولولې، د شکست خوړلو حکومتونو په اړه دې هم ډېرې مقالې لوستې دي، میدان وردګ اول د تیلو دقراداد مافیا د تیلو په غوړبیجن رنګ ولړلو، بیا داخلک چې پیسې یې ډېرې شوې راپورته شول او د اشرافو موقف یې اخیتار کړ. دوی اوس له ولایتي شورا نیولې تر ولسي جرګې، ولایتونو وزارتونو او سنا پورې حاکم دي.

بل خوا ستا محلي حکومت داري او والی هایجک شوی دی. نه هایجک شوی ندی، ځان یې مافیا ته سپارلی دی.

زموږ ولایت ته نه کرزي د ولایت په سترګه وکتل نه تاسو. ستا د حافظې د وضعیت په اړه ما اورېدلي چې ډېره ښه ده، که ښه حافظه لرې، نو درپه زړه کوم، چې زموږ د امنیه قوماندان اندارابي په موټر کې د کندوز د طالبانو د استخباراتو ټپي مشر ونیول شو. درپه زړه کوم چې زموږ په ولایت کې یو عادي معتمد د ولایت درې نیم سوه زره لیتره تیل خرڅ کړل او اوس تښتېدلی دی.

بیا دې یو ازمویلی ناکام امنیه قوماندان راولېږه.

زموږ ولایت ستا او پخواني ولسمشر کرزي لپاره د ناکاره چارواکو د تبعید جزیره ده، د ناکامو چارواکو د تمرین میدان زموږ د ولایت میدان دی.

زموږ په ولایت کې تر اویا سلنې زیات ښځینه ښوونځي بند دي، یونسف، سویډن او پوهنه وزارت فکر کوي، چې دلته هرڅه سم دي، خو اشتباه کوي، په خامو خیالونو یې ځانونه تړلي دي. سم نیم طالبان زموږ له معارف نه تغذیه کېږي، دوی د معلمینو په جامو کې د دولت تنخاوې اخلي. که بېګلې ته ضرورت وي درته وایم، ددایمیردادو د بخشک د دولتي دارالحفاظ مدیر د طالبانو ملکي ولسوال دی. هلته طالبان روزل کېږي هلته سرباز ګیري کیږي.

ولسوالان مو نیم عمر په کابل کې تیروي، د مثال ضرورت شته؟ که وي نو د دایمیردادو ولسوال دین محمد حقبین له تیرو ولسمشریزو انتخاباتو راهسې په کابل کې دی، هم د ولسوالۍ او هم د تذکرو ټاپه په جیب کې ګرځوي، لږ به یې صفا درته ووایم ولسوالي یې په جیب کې ده او له کابله یې اداره کوي.

ولسمشره ستا خواو شا پیریانو محاصره کړې، ته کله له حقایقو خبرېږې، که سایټونه ګورې نو زما نه یې واوره! زموږ په ولایت کې چې طالبان بهر ته ځي تذکره او پاسپورته دولتي مامورین کورته وروړي. دلته هرڅه ممکن دي، حتی غیابي تذکرې او پاسپورتونه.

زموږ په ولایت کې د عوایدو یوازینۍ منابع یو د دایمیردادو د ګچو کان دی بل د سیداباد د تنګي درې د مرمرو کان. په دواړو سیمو کې تر کانونو وزارت طالبان له معدن کیندونکو او قراردادیانو ډېرې پیسې اخلي، ستا قرارداد نه پوهېږم څومره دی، خو دکوتې شورا چې له قرادادي سره د ګچو کوم قراداد کړی، قیمت یې ۲۶۰ لکه کلدارې دی.

په تله والي او د ولایتي شورا د ریس کمیشن کاران ولاړ وي، دوی نه تعرفې ورکوي نه سند هره شپه اته لکه عواید لري او داهرڅه دهمدې دوه محترمینو جیبونو ته ځي.

دلته اووه ساختماني قراردادي شرکتونه دي، چې هره پروژه وي، همدوی یې اخلي نه بیډینګ شته نه کومه بله پروسه. بس تو مره حاجي بګو مه توره قاضي. دلته واورې نه کېږي، خو د واورې دپاکولو قرارداد حتی د یوې ولسوالۍ د لارې ۳۲ لکه افغانۍ دی. څه درته ووایم، دلته خلک له تیږې غوړي وباسي.

په موږ دې څوک پیرزو شول؟ ځونډي ګل زماني او فهیم قایم؟!

ولسمشره دومره بې پاسه قوم هم نه یوو. هغه څوک دې راوالي کړ، چې د کرهنې په وزرات کې په خپل مسلک کې ناکام دی، هغه په یوه ازموینه کې له سلو اولس نمرې ګټلې وې. ایا دا شیرخط دی، که په پاپړو کې د جایزې داستان؟

فهیم قایم دې له غوره وشړلو، په انتخاباتو کې د درغلۍ په تور، خو بیرته دې میدان وردګو ته راولېږه. ته د وردګو توهین کوې، که یې جوړوې. دا قوم په بلا ووهه، د خپل حاکمیت او د نظام نفوذ پراخول غواړې که نه؟

زموږ په ولایت کې د ولسوالیو له پیسو غلا کېږي، د سږ کال کیسه به درته وکړم، ولسوالیو ته د ژمي د سون توکو د لس خرواره لرګیو حواله جوړه شوې، خو ولسوالیو ته څلور خرواره ورکول کېږي، ایا اورېدلي دې دي، له سترګو د رنجو غله؟ همدا دې په موږ مسلط کړي دي.

ستا له والي سره نه زموږ پوله شریک دي نه پټی، ستا والي زموږ تربور هم ندی، خو جالبه ده، چې ستا په مخ کې خبرې نشي کولای، دلته اوښان په بډه وهي.

طالب څوک دی؟ د ناکاره دولتي حاکمیت له خیرنو پښو او فساده څڅېدلی یو ډاکو ځواک. زموږ د ولایت طالبان له نور افغانستان سره فرق لري، دلته فرید قیام د طالبانو قوماندان دی، خو د سمارټ مبایلونو تجارت یې ددوبۍ او مالیزیا ترمنځ چلیږي. دلته ملاقاسم څوک دی؟ هغه چې په سلو چاپو کې چا مړ نه کړ، چې پیغله یې خوښه شي نکاح یې کړي او یوازې له کابله راغلو فلیز کارانو یې په نوې ودانۍ کې دوې اونۍ کار کولو.

ولسمشره نور ستا خوښه!

موږ نه ټانګونه لرو نه الوتکې چې جنګ وکړو، موږ بې وسه او عاجز لیکوالان یوو، زړه موسوځي، ستا په حاکمیت، په دې ولس، د سرکار په سرمایه، د ولس په بیوزلۍ او د وطن په حاکمو شرایطو.

زموږ همدا په وس پوره دي، چې له حالاتو دې خبر کړو. دې کې هم ستا عزت دی، هم د نظام خیر، دې کې هم د ولس درد ګډ دی، هم زموږ د عاطفي زړونو. موږ تبعید کړه، د بامیانو مغارو ته، موږ راځوړند کړه، د حقیقت د ویلو په ګناه خو لطفاً په میدان وردګو ورحمېږه. ددروغو کمیسیون مه ټاکه، موږ په تورو نخودو پسې مه لېږه، د حقایقو د روښانتیا لپاره دې ولایت ته نظر وکړه دا دکابل دروازه ده، که درماته شوه بیا په ارګ کې هم واکمني سخته ده.

له موږ سره بله لاره نشته، که لاس راکوې رایې کړه، ګني موږ به ستا د لویې کلا د دنګو دیوالونو د وسپنیزې درواې مخ ته شپې سبا کړو او کله به هم له خپل اعتراض لاس وانخلو.

3 thoughts on “ژبې مو ویښته وکړل، د ارګ دروازه به څوک راته خلاصه کړي؟”
  1. بریال صاحب!
    ښه دی لیکلی ، تام جرأت او شجاعت دی کارولی او اظهار د حق مو کړی چه دا افضل جهاد دی او دی جهاد ته دوام ورکړی ، مؤمن حکام یی خامخا لولی او خپل مسؤلیت به ادا کوی و ما علینا الا البلاغ ، نور حکام پوه شه دنیا او آخرت او حساب و کتاب .
    راځو دیته چه اکثریت ددی لپاره د. غنی ته رایه ورکړی چه د فساد مقابله وشی ،جاهلی تعصبات ختم شی، کاراو امانات اهل ته یی وسپارل شی ، د تالان ، انحصار او خارجی لاسوهنو مخنیوی وشی او نور ملی خدمات ترسره شی .
    خو دا به نه هیروو چه تیر ۱۵ کاله د بن انحصاری تړون تر سیوری لاندی ډیری نارواوی تکثیر شوی او فاسدو مغرضو مرضی حکامو یواځی مفسدین یی تقویه کړی او د ملی خدماتو ګراف نزولی دی، انحرافات ، لاسوهنی ، فساد او جنایات ،انحصار، تعاون علی الاثم والعدوان او په مجموع کی د رذایلو ګراف صعودی وو. چه ددی ټولومنفی اثرات او بقایاوی اوسنی حکومت ته پاتی او بیا ۵۰٪ نه زیات یی د د. اشرف غنی سره همآهنګ ندی او د ملی اهدافو د تعقیب نه عاجز دی خو بیاهم د .غنی څه اهم کارونه کړی او د ملی خدماتو او اصلاحاتو لړی یی پیل کړی خدای ج د قوت ورکړی او د اسلام او ملی خادمانوصف دی مرصوص وګرځوی .
    خو دا به هم نه هیروو چه مفسدین تر اوسه حامیان لری نو ځکه تصفیه بطی روانه ده .

  2. که د چشک وهلو خبره په منځ کې نه وي لکه چې په نورو دورو کې لکه چې دفاروق وردګ له شونډو دې وهل بده خبره نه ده ، خدای د وکړي چې دارګ دروازه درته خلاصه کړي ، خو …. ؟
    زرین ګل اندیا

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *