تاند- خبریال( ابوبکر جبارخېل) :- یو شمیر افغان خبریالان، لیکوالان، ژورنالیستان او د مدنې ټولنې فعالان تاند سره په خبرو کې پر ژوندون تلویزیون د قومندان احمد شاه مسعود د پلویانو د تیرې ورځې برید په کلکه غندي او له حکومت څخه غواړي چې دغه مسله دې په جدي توګه وڅېړي.

له یاد برید وروسته په کور دننه او بهر میشه افغانانو پر نوموړي تلویزیون برید په سختو ټکو وغانده او دا کار یې د بیان ازادۍ، اسلامي اصولو، افغاني دودونو او په ټوله کې د قانون خلاف عمل وباله.

لیکوال ژورنالیست ببرک یوسفزی وايي د شهيدانو ورځ دې د لوچکانو، کوڅه ډبو او بدماشانو له لوري نه لمانځل کېږي او نه دې  د خلکو په ځانګړي توګه د ټلويزيونونو د زورونې لامل وګرځي.

هغه وويل: (( زه د شهيد د اوونۍ د لمانځلو په ورځ د دغو لوچکانو له لوري پر ژوندون تلويزيون بريد په کلکه غندم، دا يو نا انساني، غېر اخلاقي او د بيان د آزادۍ خلاف عمل بولم، قهرمانان  ملتونه ټاکي او هغه هم په زوره نه وي، داسې نه چې مونږ يو شخص په زوره پر خلکو د قهرمان په توګه ومنو، که هغه په ريښتيا هم قهرماني کړې وي، نو معلومه خبره ده، چې ټول خلک به ورته قهرمان وايې، ځکه لمر په دوه ګوتو نه پټيږي او خلک هم نه شي کولای، چې د حقيقت څخه سترګې پټې کړي.))

دارنګه خبریال او مدني فعال عبدالمتین احساس وايي د ژوندون تلویزون پر ودانۍ برید نه یوازې د بیان د ازادۍ خلاف کړنه ده بلکې غیراخلاقي او  نا انساني عمل دی او په خبره یې داسې کړنې د جهاد له کلمې څخه ناوړه استفاده ده.

احساس زیاتوي: (( په رسنۍ برید د دی مانا لري چې دوی سره منطق او استدلال نشته هماغه د ولسمشر د لومړي مرستیال خبره ده چې وايي: اگردرحکومت اینده سهیم نشویم به کوه بالامیشیم و هرشخص برای حفاظت خود سلاح داره ) تیره ورځ دوی د افغانستان خلکو ته خپل اخلاق او خپل مقصد وښوده چې سو کاله یې د جهاد له مقدسې کلمې د خپل قدرت د دوام لپاره استفاده کوله، دغو کسانو د افغانستان خلکو ته و ښوده چې دوی قدرت پیژني اوبس.))

د هغه په وینا د اساسي قانون د 34 ماده وایي، هرسوک کولی شي خپل نظر د رسم،  تصویر او په لیکلي ډول بیان کړي چې په خبره یې ژوندون تلویزیون د اساسي قانون په چوکاټ کې خپرونې کوي او تل حقایق خپروي.

لیکوال او شاعر هلمند لمر  بیا په خپلو خبرو کې د احمد شاه مسعود د پلويانو د یاد ناوړه عمل په غندلو سره له افغان دولت غواړي چې دغه مسله دې د قانون په رڼا کې وڅیړي او په وینا یې دا شان کړنې نور افغان ولس ته د منلو وړ نه دي.

لمر وايي: ((  د دوی دغه كار چې په ټول كابل ښار كې يې د موټرو پر سر د بيرغونو په لګولو او بې بندو باريو څرګندولو دا روښانه كړه، چې دغه شان ناوړې مفكورې په هيواد كې د بې ثباتۍ اصلي لامل ګرځي او د هيواد د بد بختۍ سبب ګرځي،  نور نو د دا شان كسانو كړنې د افغانستان مظلوم ولس ته د منلو وړ نه دي.))

بل پلو ژورنالیست  حفیظ احمد میاخېل هم  پر ژوندون تلویزیون دغه برید یو غیر اخلاقي او نا انساني کار بولي او هغه د  بیان او فکر په آزادۍ برید  بولي چې په خبره یې  کاملاً د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادی سره په ټکر کې دی.

هغه وړاندې وايي: ((  زه د یو خبریال په توګه د رسنیو له ملاتړو ادارو او امنیتي ارګانونو څخه غواړم چې دغه پیښه وڅیړي او عاملینو ته دې سزا ورکړي.))

همدا راز ګل اغا ضمیري هم د یو خبریال په توګه پر ژوندون راډیو تلویزیون پرونی برید د بیان ازادۍ پر وړاندې یې لویه جفا بولي او یاد عمل یوه دسیسه ګڼي.

 ضمیر زیاته کړه: ((  زه باور لرم چې دا ډول کړنې د یوې پلان شوې دسیسې له مخې ترسره کیږي، او دا ډول کړنې ترسره کول به د هغه اشخاصو او کړیو دپاره منفي پایلې ولري چې د ترسره کیدو تر شا یې لاس لري، هغه کسان چې په دې ډول د خپل شهرت په خاطر هڅې کوي ډیره بې ځایه هڅه ده، په داسې کړنو د خلکو مخالفتونه نور هم زیاتیږي.))

یاده دې وي، چې د ژوندون تلویزیون مسوول او موسس پوهنوال محمد اسمعیل یون په کابل ښار کې د دې تلویزیون پر دفتر پرونی برید د یو شمېر داسې کسانو کار بولي چې د ده په وینا غواړي دا تلویزیون د تاریخي حقایقو له خپرولو لاس واخلي.

ښاغلي یون وايي، د ژوندون تلویزیون پر دفتر بريد وروسته له هغې وشو چې، یو شمېر موټر سایکل سپرو کسانو ته اجازه ورنه کړل شوه، تر څو د دې تلویزیون پر ودانۍ د غازي امان الله خان عکس راکوز او د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود عکس پرې نصب کړي.

نوموړي زیاته کړه، له هغې وروسته یوې بلې وسله والې ډلې پر ژوندون برید وکړه: (( یو شمېر خلکو د ژوندون تلویزیون پر لویه دروازه باندې چې د غازي امان الله خان عکسونه بند وو، هغه یې وشکول، د دروازې ساتونکو ورته ویلي وو چې, دا عکسونه دې نشه کوي، دوی سره لاس او ګرېوان شول، دا ډله لاړه او بله ډله راغله، هغو د ټلویزیون پر ساتونکو د تیږو وارونه وکړل، موږ پولیسو ته احوال ورکړ، هغوی له پولیسو سره هم ونښتل او ډزې یې هم وکړې.))

ښاغلي یون وویل چې، په برید کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

7 thoughts on “ژورنالیستان: پر ژوندون تلویزیون برید غندو او د دې مسلې څیړنه غواړوو”
  1. دا کار کی حتمی دین محمد جراعت شامل دی دا هغه بدماش دی چا چی داکتر عبدالرحمان شهید کری دی. باید دا سری تر تحقیق لاندی راوستل شی

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    په ژوندون تلويزن باندې بريد بايد ټول وغندي او افغاني رسنۍ په دې اړه بايد خپلې هلې ځلې و نه سپموي او افغانان بيا بې تفاوته پاتې نه شي او خپل غږ پورته کړي!
    معه سلاموکم الاهلول عدالت
    ملا ميوند آخوند

  3. دژوندون تلویزون د کارمندانو سره دا لازمه نه وه چه ددوی سره یی استدلال کاوه ځکه چه داپه کابل کی د شهیدانو اونۍ نه وه دا د کیلینرانو (د موټر نګران) د کلانتر د تلین ورځ وه ، که دا د کوم علمی شخص د تلین ورځ وای نو دا به په تلاوت او ختمونو او غونډو لمانځل شوی وای خو بلعکس دا تش د موټوانانو کلینرانو لخوا د ښار په واټونو کی د موټرو په مسابقو تیره شوه او ټول پکی لوچکان ګرځیدل هیڅ کومه پریکړه لیک ،قطع نامه او یا د هغه د یاد ساتلو لپاره کوم پیغام ونه لوستل شو او فقط د موټوانانو او کلینرانو د تفیح او میلی ورځ وه او تیره شوه اوخپل کلانتر ته یی دا ډول لمانځنه مناسبه ګڼله. په نورو ولایاتو کی د شهیدانو روح ته ددعا په کولو ولمانځل شوه

  4. سلامونه هيوادوالو
    د بي ننگو او شينسترگو روسي الصلو پنچرمينانو نه گيله مه كوي دوي اوس عادت كري او كه ژه خوله په سوك سميژي. هر كال چه د اي اس اي او د روس د اجينت جنگسالار مسعود د مرداري تلين وي نو دا احمد ظاهر نا مشروع اولادونه لاس په بي رحمي وهي. زما په اند د راتلونكي كال لپاره بايد يو پلان تيار شي چه په هر قيمت وي بايد او او د مردارو تلينونو ته د پاي تكي كشيشودل شي. وسلام او هيله ده چي زما ليكنه سانسىور نشي مننه

  5. ټولو پښتانو وروڼو ته سلام
    بعد له سلام زما ټولو پښتانو با غیرته با ناموسه زوړورو وروڼو ته می دا پیغام دی چی دا ډول کارونه یوازی په غندلو نه ارزی او دی داډول کارونو پر وړاندی باید خاموش پاتی نشی او چی د هری لاری وی اودهرپښتون چی کوم کار له لاسه پوره وی باید دوی بی ناموسه پر وړاندی ترسره کړی
    وسلام

  6. ګرانو هېوادوالو
    ټول وطنپال باید سره لاسونه ورکړي او نور د شورای نظار د سپین سترګۍ او بدماشۍ مخه ونیسي
    د مسعود خاین د ډلې په کمزوري کولو سره د افغانستان ټولې ستونزې حل کېږي.دوی ځانونه د ټولو تاجکانو استازې بولي، خو په اصل کې داسې نه ده. زمونږ وطنپال تاجک ورونه هم پوهېږي چې څوک خاین دی او څوک قهرمان. په هر ډول چې کېږي باید د شورای نظار پنچرمینان په ګونډو شي. حق تل په باطل زورور کېږي او د دې ناولې ډلې پر وړاندې باید جدي قدمونه پورته شي.

ځواب ورکول Pashton ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *