فغانستان هغه وطن دی چې د اتلانو او قهرمانانو نه زيات خاینان او غداران لري. د یوې کوڅې اتل د بلې کوڅې غل دی او د بلې کوڅې وفادار د دریمې کوڅې داړه مار . د تاریخ په هره دویمه پاڼه د یو قهرمان سره یو خاین لرو او د وطن په هره ادیره کې هیرو او بدمعاش څنگ په څنگ ښخ وینو. عجبه دا ده چې خاین تر هغې خاین نه یادیږي چې ترڅو مړ شوی یا د واکه راغورځیدلی نه وي. موږ تل په مړو ټاپې لگوو. ژوندو ته سلام کوو او مړو ته کنځا. نر هغه دی چې ژوندي خاین ته خاین ووايي او د وطن غدار ته په جار ووايي چې ته غل ېې، د دښمن مل ېې .خو دا خبره هغه ژبه کولی شي چې خپله هم پاکه وي او بې باکه وي. د چا یار نه وي، د چا سره ېې کار نه وي او د چا قرضدار نه وي. دلته خو ټول خاینان یا خپلوان دي. یا یاران دي یا باداران دي. نو څوک به څه غدار یاد کړي. څوک به قهرمان یاد کړي او څوک به ژوندی خاینان په دار کړي.

د ترافیک د اشارې د ماتونکي نه واخله د ملک د قانون د ماتونکي پورې هر یو خاین دی. خو داسې ملک چې د قانون جوړونکي هم قانون ماتوي او هم د ترافیک اشاره، هلته به څوک څه د ژوندي خاین گریوان ته لاس کړي او د ملک سره به اخلاص کړي. د کابل هغه بیچاره پولیس چې د ششدرک په یو طرفه سړک سرچپه را روان د پارلیمان د وکیل موټر اړول غواړي. سبا ته خپله بیا د هغه مړي ژوندي درک نه لگي. د تورو شیشو په تور موټر کې تورې عینکې په سترگو د سپین جامو خاوندان ټوله ورځ اساسي قانون مچوي او ښکلوي ،خو چې سړک ته را ووځي. نو بیا نه وار پیژني نه قطار .نه دولت مني نه سرکار. بس زور دی شور دی او مخ په لاهور.

خیانت د یوې پیسې هم خیانت دی او د میلیاردو هم خیانت .خو د بلخ قرضداره پلار د لوږې دلاسه خپل وړوکی ماشوم خرڅوي او د کابل واکداره پلار خپل اته واړه بچيان د ملت په پیسو خارج ته استوي. یو ملک کې چې څوک د خان نه دا پوښتنه نشي کولی چې دا څلورم حج دې په کوم حساب کړیدی. نو هلته د خان او د خاین ترمنځ دومره ډیر فرق نه پاتې کیږي. د قمبر په څلور لاره کې د یخنی دلاسه مړه ماشومان په جار جار د هغو ټولو خاینانو نومونه اخلي چې سهار او ماښام د دوي د خیمو مخې ته لینډکروز کې تیریږي او زړونه ېې نه دردیږي.

د تورخم په بنده لاره چې په سخته یخنۍ کې د اتو ماشومانو جنازې پورته کیږي او د پوښتنې او فاتحې ېې څوک نه وي. نو هغه وخت هغه ټول ژوندي خاینان سترگو سترگو ته کیږي چې دا حالت ېې په دې قام راوستی دی. که دې وطن کې دا ناروا نه وه ، نو افغانان به ولې د پیښور ناخوالو ته پاتې کیدل. که دې وطن کې انصاف وای ،نو غیرتي افغانانو به ولې د پیښور پولیس کنځاو ته ځان ورکاوه. که په میلیاردو ډالرو د بنگلو او پارکو په ځای شفاخانې او مکتبونه جوړ شوي واي نو مشرقي والو به ولې خپل بچیان او مریضان پیښور ته وړل. هر هغه څوک چې د دې وطن په نوم راغلی پیسی ېې بل وطن ته لیږلې .هغه د دې ماشومانو په قتل کې برابر شریک دی. هم قاتل دی هم خاین او هم غدار.

زما د وطن د ژوندیو خاینانو، غدارانو او جنایتکارانو پیژندگلو ډیره اسانه ده. بس مخ ته ېې گوره چې سترگې ېې درنه واړولې پوهه شې چې همدغه دی. لاس ورکړه که د پوره لاس په ځای دوه گوته درته وړاندې کړې پوه شه چې همدغه دی. ته ورته سلام وکړه او دې درته وعلیکم په ځای ووايي چې څه چل دی ؟ نوپوهه شه چې همدغه دی. ته ورته عری‍ضه ورکړه او دی درته لاندې باندې وگوري ،نو پوهه شې چې همدغه دی. ته ورته تعلیمي اسناد کیږدې او دې درنه د نوټونو تقاضه وکړي. نو ومنه چې همدا دی. ستا لور خور ورنه عدالت وغواړې او هغه ورته د شهوت په سترگه وگوري.نو قسم چې همدا ژوندی خاین دی. ستا پلار ورنه د زوی دپاره کار وغواړي او دې ورنه رشوت وغواړي .نو خبر شه چې همدغه دی. ستا ورور ورنه خپل حق وغواړي او دی ورته د درغو وعده وکړي نو یقین وکړه چې همدغه دی.

خو زما د وطن مشکل دا دی چې د سهار نه تر ماښامه او د تورخم نه تر واخانه قدم په قدم یو نه یو خاین سره مخامخ کیږو . خو د ویرې،مجبوریت مصلحت او ضرورت دلاسه ېې نه لاس نیولی شو نه ېې نوم اخیستلی شو. ځکه چې هر چا ته ځان او خاندان مهم دی. د یو نوم که اخلې نو ټوله قبیله ېې درپسې را ووځي. ځکه چې هر خاین د یو چا لالا دی .د چا کاکا دی او د چا کلیوال او چا انډیوال دی. موږ ټول ورسره په دې خیانت او جنایت کې برابر شریک یو. ځکه چې باچا مو مصلحت کوي. وزیر مو سیاست. ریس مې رشوت او مامور مو خیانت او ملت ټول خاموشه خدمت. ترڅو چې دا سلسله قایمه وي .نو ولس به هره ورځ قتلیږي او ژوندي خاینان به مو همداسې پړسیږي، نازیږي او زیاتیږي.

که د مو رایو ورکولو په وخت مو وریژو په ځای څهرو ته کتلی. د ملا په ځای مو د هغو تسبحو ته کتلی. د خان په ځای مو د هغه شپو ته کتلی. د ریس په ځای مو د هغه بنگلو ته کتلی .نو نن به مو دا حال نه وايی. خو دلته د رشوت ورکونکي نه واخله د شهادت ورکونکي پورې ټول د خاینانو سره یو صف کې ولاړ یو. ښه پوهیږو چې دا په لارې روان خان څومره خاین دی خو بیا هم لاسونه خوځوو. څادرونه غورځوو او گلونه بادوو. په اول صف کې ځای ورکوو. په جلالتماب ې یادوو او بیا ورنه سرنه ټکوو. دا ملک به تر هغې په اداري فساد کې اول نومره وي چې ترڅو ټول په شریک د رشوت خور والي نوم وانخلي. د مردار خور قاضی نوم وانخلي او د مخ تور افسر شاهي نوم وانخلي.

تر هغې به همداسې قهرمانان او اتلان وژنو او غداران او خاینان به زیږوو.

د ښاغلي عابد دا لیکنه لومړی پلا په ۲۰۱۳ کال خپره شوې وه.

5 thoughts on “ژوندي خاینان/ مطیع الله عابد”
  1. دعابد صاحب نورو لیکنو ته انتظار یو
    لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي
    داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تا ته راشم

ځواب ورکول Rizah Gul Maroof ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *