په ۲۰۱۱م کال کي د “عربو د پسرلي” په نوم یوه انقلاب د تیونس نه سر راپورته کړ او د عربو ډیرۍ سیمي ئې تر خپل پوښښ لاندي راوستې، دا داسي وخت وو چي عرب د خپلو دیکتاتورانو نه پوزي ته راغلي ول، دوی نور د هغوی د ظلم او تشدد بار نشو زغملای، نو ځکه ئې په خپلو سیمو کي د داسي نظامونو د حصول لپاره غږ پورته کړ چې ددوی د مسلمو حقوقو ددفاع توان ولري او ددوی بنیادي حقوقو ته په احترام قایل وی، خو غرب کله د ملّتونو داسي واک او اختیار زغملای شی!!! انقلاب په شدّت سره پرمخ روان وو، هغه کسان چي یادو دیکتاتورانو له هیوادونو نه شړلي ول او هغوئ د غرب لمني ته پناه وړې وه، او هلته ئې د ایجنټانو شکلونه غوره کړي ول، غرب چې پوه شو چې انقلابیون بریاء ته نږدې دی نو سمدستي ئې خپل همهغه مزدوران په مرستو بار بې خبره انقلابیونو ته ورورسول او ددوی د زیاترو زعامت او مشرتابه ئې دخپلو مزدورانو په غاړه ورکړه، ددې لوبي ښکاره مثال د لیبیا وو، قذافي د اوږده سکوت او اودې راوتلئ وو، د غرب په خلاف ئې حقایق بیانول، ددوی لپاره د قذافي له منځه وړل لومړنۍ بریالۍ اقدام وو، زه قطعاً د لیبیا د آزادي غوښتونکو مسلمانو او مظلومو وړونو احساسات نه ژوبل کوم، دا حقیقت دئ چي قذافي دیکتاتور وو او دیکتاتور تل ظالم وي، خو دا واقعیت هم باید درک کړو چي قذافی په خپل ټول عمر دومره بې ګناه او مظلوم انسانان نه وه وژلي لکه ناټو چي په بمباردونو ووژل.
د همدغو انقلابونو په ترڅ کي د سوريې مظلوم او مسلمان ملت هم د خپل دیکتاتور په خلاف راولاړ شو، خو د سوریې جغرافیایي موقعیت او حالات، سیاسي دریځ او تګلاره له ټولو عربي هیوادونو نه ځکه فرق کوي چي هلته یو وړوکۍ اقلیت د روسیې په حمایت او د ایران په وساطت پر ډیر ستر اکثریت ظالمانه واکمني کوي، د سوريې ۹۰.۳%ملّت عرب او ۹.۷% ملّت ئې ارمنیان تشکیلوي، چي د همدغه اقلیت نه ئې یوه ډله د علویانو په نوم د حافظ الاسد په لاس په ۱۹۷۱م کی واک ته ورسیدله، د علویانو په اړه جمهورو سني علماوو د کفر فتوی صادره کړې ده، شیعه اخندانو هم له دې مخکي چې موسی صدر “علویان” مسلمانان وبولي ددوی په اړه د کفر فتوی درلوده، خو موسی صدر د “حزب الله” د تأسیس وروسته په سیمه کي د ایران برسیره بل حامي ته هم ضرورت درلود، نو ځکه ئې علویان مسلمانان او حافظ الاسد سپیڅلۍ مسلمان وباله، خو د حیرت ځای دادئ چې په ټولو معتبرو او مشهورو شیعي اخندانو کي هیچا هم دده فتوی باطله ونه بلله، یوه خبره مو باید په یاد وې چي علویان حضرت علی رض د الوهیت مقام ته رسوي.
رابه شو اصل مقصد ته، د سوریې د انقلاب په پیل کي بشارالاسد د انقلابیونو په اړه یوه خبره هم نکوله، شاید دده هدف داوو چي دی به ډیر ژر انقلابیون په دومره شدت سره وځپي چي بیا د سر پورته کولو همت ونکړای شي، خو دده د کلام روزه هغه وخت په نهاره ماتي شوه چي کله سوري انقلابیون دحمص په پراخو تظاهراتو کي د فوځ د شدید جبر او ظلم سره مخ شول او هغوئ د فوځ په خلاف وسله وال مقاومت پیل کړ، اسد یو دم دومره وارخطا شو چي انقلاب ئې موساد ته منسوب کړ او انقلابیون ئې اسرائیلي ایجنټان وبلل، داځکه لا تر اوسه ایران دومره زړه ور شوی نه وو چې د اسد قاطع حمایت اعلان کړي او خپل باداران”روسان” د ډګر په لور راوننګوي.
غرب د سوری انقلابیونو په اړه ډیره مکارانه پالیسي اختیار کړه هغه داسي دوی دې ته انتظار وکړ چي د اسد مخالفین به بریالي کیږي او که اسد، بل خوا د داعش پدیدې هم ډیر شدت وموند، دوی ته بهانه په لاس ورغله چي اوس د اسد د رژیم سره ځکه مرسته نشو کولای چي په دې دوران کي داعش تقویه کیږي، بل خوا روسانو هم د ایراني پاپ”خامنه ای” په وینا او دغه بهانه چې د څو ورځو په دوران کي به داعش وځپي میدان ته رامنډه کړه، ایران د اسد پر سر لاس راتیر کړ او د خودساخته حزب الله تنظیم ښکاري سپي ئې د مظلونانو د خوړلو په نیت په اسدي فوځ کي ځای پر ځای کړل.
اوس دا خطرناکه لوبه داسي حد ته رسیدلې ده چي یو خو روسان په پوره بې شرمۍ، قدرت او طاقت سره د اسد مخالفین او مظلومي کورنۍ ئې د داعش تر عنوان لاندي بمباردوي، بل خوا ایراني منفور او مشرک سیاسیون په زرګونو افغاني، پاکستاني هندي او نور شیعه ځوانان جګړي ته لیږدوې، د حزب الله تر حمایت او جلب و جذب لاندي هم په زرګونو عرب شیعي ځوانان د جګړي لومړیو خطونو ته لیږدوي، روسانو د فضاء د لاري او رافضي شیعه وو ځمکي د لاري پر مظلومو سوري مسلمانانو ځمکه سور اور ګرځولې ده، خو ډارن او مکار غربیان ددې منحوسي لوبي تماشا کوې، ملګري ملتونو کې هره ورځ بیلونه او تړونونه ویټو کیږي، عرب خو ۴۰کلونه مخکي لا مړه شوې وه، ژوندي عرب یا په زندانونو کي دي یا تر خاورو لاندي(شهیدان).
پر سوشل میډیا د مظلوم زخمي او مړو شویو سوري مسلمانانو انځورونه د حال په ژبه د انساني وحشت داستان ترسیموي، ماشومان، خویندي، میندي او وړونه مو تر زرګونو ټنو سمینټو او ریګو لاندي داسي دفن شې چي نه کفن وې او د جنازې لمونځ، په ماشومانو دومره ویره او خوف خپور وي چي د مور او پلار جسدونه ئې مخي ته پراته وي خو له ویري ژاړي هم نه، آیا داسي څوک نشته چي د یتیمانو پر سر ئې لاس راتیر کړي، اوښکي ئې وچي کړي، زړه ته ئې نږدې کړي، ډاډ ورکړي چې زه دی هم د پلار په څیر یو مشفق او معنوي پلار یم، نه تر اوسه چا داسي نه وو کړي، چا د احتیاط او ویري نه او بل چا بیا په خپل فرعوني صفت کي د نه بدلون لپاره، خو اوس اردوغان غږ اوچت کړ!!! چې نور د سوریې وحشت د زغملو ندئ، تر څو به موږ اوښکي پري بهوو.
دا همهغه اردوغان دئ چي زموږ ناپوهه، جاهل، بې خبره او د بهرنۍ میډیا په ذریعه برین واش شوې ځوانان ئې په تکفیرولو لګیا دي، افسوس !!!
څو ورځی مخکي اردوغان وویل؛ مسجدالاقصى يوازي دمسلمانانو دى، چاته يي نشو پريښودلى، زه په اسلامي امت غږ کوم چي دفلسطينانو ترڅنګ ودريږي، د قدس دفاع د ټولو مسلمانانو ذمه داري ده، نباید تش لاسو فلسطینیانو ته پریښودل شي، تیره ورځ ئې هغه مهال چي سوريې ته فوځونه داخل کړل وویل، بشارالاسد له منځه وړم، ده وویل: د سوريې دننه عملياتو ته ځکه اړ شوو، چې ملګرو ملتونو هلته هيڅ ونه کړل. ده د سوريې واکمن اسد «وحشي» او «ترهګر» وباله دا يې هم وویل چي اسد په خپل ترهګر نظام د سوريې بې ګناه خلک وېروي. ده يوه کانفرانس ته د وينا پر مهال زياته کړه، چې ترکيه سوريې ته ځکه ننوته، چې «عدالت رامنځته کړي او د ځمکې د اصلي خاوندانو ملاتړ وکړي». ده وويل چې له دې پرته نورې هيڅ تمې هلته نه لرو.
اردګان سوريه کې د مرګ ژوبلې په اړه وويل، چې په میډیا کي د سوريې په اړه په راپورونو کي د شپږ سوو زرو کسانو د مرګ خبره کېږي، خو داسې نه ده، شاوخوا يو مليون وګړي دې هېواد کې وژل شوي «او لا هم په پرلهپسې توګه د مېرمنو او کوچنيانو وژنه روانه ده».
اردګان د امنيت شورا په اړه وويل: «که ملګري ملتونه د عدالت رامنځته کول غواړي، بايد د ټولو هېوادونو او دينونو اتباع په کې وي، زه ګومان نه کوم، چې په دې اوسني حالت کې دې ملګري ملتونه عدالت رامنځته کړي. سوريه کې بې درېغه وژنې کېږي، ملګري ملتونو چېرته دي او څه کوي؟؟؟ ايا دوی عراق کې بوخت دي؟؟؟ نه. موږ ته د صبر کولو وايي، خو موږ نور د دې وضعيت د زغم توان ونه درلود نو ځکه سوريې ته داخل شو».
اردوګان دا پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې د اسد رژيم د روسيې او ايران له پراخ ملاتړه برخمن دی، او همدا لامل شوی، چې د دې رژيم پر ضد پراخ پاڅون لا هم د رژيم په نسکورولو نه دی توانېدلی. د سوريې د حلب او تلعفر په ګډون په ګڼو ښارونو کې نږدې هره ورځ د بشار الاسد د رژيم او د هغه د پلويانو له لوري پر ولسي وګړو درنې بمبارۍ کېږي، چې سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي. د دغو بمباريو له کبله په ځينو ښارونو کې ټول روغتيايي مرکزونه له منځه تللي، چې خلک يې له هر ډول طبي خدماتو بې برخې دي، ډاکټران په شهادت رسیدلي دي، مکاتب ویجاړ شوی دي، روسانو او امریکایانو خپل اختلافات سوریې ته راوړي دي او هڅه کوي چي دا جګړه پای ته ونه رسیږي.
افسوس د هغو ځوانانو او ناپوهه مسلمانانو په حال چي د اردوغان تکفیرول ډیر ورته آسان دي خو د یوه شیعه، رافضي او هزاره هلک غوندي همت پکي نشته چي عملاً د ګرمي کربلا هغه میدان ته ور حاضر شي، دا خبره ځکه کوم چي اوس خبره تر عار او پیغور تیره ده، زموږ خویندي، میندي، ماشومان مو تر زرګونو ټنو سیمنټو او سریو لاندی شول، اردوغان که دا اقدام په هر نیت او هدف کړی وي، خو زه ئې دا د جرأت، همت او صداقت اقدام د یو مبارز مسلمان د جهاد سره تشبیه کوم، اردوغان مجاهد بولم، داسی مجاهد چي نه دغرب او نه د شرق پرواه ساتي، خپل ایمان او اسلام ته پر هر څه برتري او لومړي توب ورکوي، حتی خپل پر واک او ژوند هم.
هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاههااههاهاهااهاه A big lol
د اردوغان په دفاع کې دي روسان، ایرانیان او بشارالاسد سپک کړی، خو د امریکا، داعش او هاغه سوري مخالفینو په وحشتونو دي خاشه اچولې. ډیره خندونکې او محافظه کاره لیکنه وه. مذهبي امپریالیسټ روبوټ راته معلوم شوې.