راپور: نقيب احمد عزيزي –

د بهير دا اونيزه غونډه هم تېر غوندې د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې وشوه. ياده شوې غونډه عبدالباسط اميرزوی په قرآني آيتونو روښانه کړه، چې وياندويي يې نقيب احمد عزيزي کوله. د تېرې تاستې راپور خوشال دراني ليکلی و، چې د هغه په نه شتون کې واورول شو او د بهير ګډونوالو پرې نظرونه ورکړل. دوی د راپور مناسب لنډيز وستايه او په يوه خوله يې راپور د تېرې ناستې بشپړ څرګندوی و ګاڼه.

د غونډې په لومړۍ برخه کې ادبي درس چې د خاطره ليکنې په اړه و، واورل شو. په درس کې يادونه شوې وه، چې د خاطره ليکنې پر دې تخنيک سربېره- چې بايد طبيعي وي- دا هم مهم دی چې خاطره دې ليکوال يوازې د ځان مال نه ګڼي؛ او ټولنې ته دې يې وړاندې کړي.

اميرزوی وويل، په خاطره کې د انسانانو تر منځ توافق په انساني افکارو کې دی؛ مثلا که يو افغان ليکوال د يوې پېښې پر وړاندې خپل احساس په خاطره کې څرګند کړي، ممکن همدا فکر او احساس له يو عرب سره هم وي او له يو انګرېز سره هم.

د اتل مشواڼي رايه دا وه، چې په خاطره کې له پېښې اغېزمنتيا ځکه مهمه ده، چې احساس د ادبي ټوټې خلاف رښتنی بل ته و لېږدول شي.

هلال عاجز او عبدالعظيم خوشدل وويل، خاطره ليکنه پراخې حوصلې ته اړتيا لري؛ چې د ټولنې هنداره شي. جمال الدين ابراهيم خېل پر دې فکر و، چې د خاطره ليکوال د بري يو چانس دا هم دی، له پېښو څخه سرسري تېر نه شي، هر څه ته په ژور فکر وګوري.

عزيزي وويل، په خاطره کې داسې پېغام را ايستنه اړينه ده، چې د ډېرو سره شريک وي؛ که يو څوک د ژوند ټولې-لوړې ژورې وليکي، ګټنه يې له هغو ممکنه ده، چې جامع پېغام پکې نغښتی وي.

د ډېری ګډونوالو غوښتنه دا وه، چې دا موضوع دې راتلونکې اونۍ هم واضح شي، چې هم يې ادبي ارزښت ښه څرګند او هم يې د ليکنې پر مهارتونو رڼا وا چوله شي.

په دې ناسته کې، کره کتنه د وخت د کمي له امله بلې اونۍ ته پاتې کړل شوه، او د مشاعرې لړۍ د استاد پسرلي په دې بيتونو پيل شوه:

نه ځي طفلانه خويونه کله له زړښته ځي

لمر هم پر دا دومره لويي سپور د نور په لښته ځي

سپک پوټي ورانۍ ته لټوي د بړبوکۍ کلا

پورته کنګرو ته خو يا تيږه ځي، يا خښته ځي

پل ږدول به کفر ورته ښکاري د ليلا پر پله

قيس چې په بېديا کې د وږمو غوندې په رغښته ځي

په مشاعره کې ګڼو شاعرانو او شعردوستانو خپل او پردي شعرونه واورول. راتلونکې اونيزې غونډې ته ادبي درس اتل مشواڼي واخيست او د ځانګړې موضوع- چې دا ځل نه وه- راوړلو ته عزت الله خاموش ټټر وټکاوو. کره کتنې ته ننی ځنډولی غزل راوړل کېږي. ناسته نږدې ماښام، د ځوان کيسه او ناول ليکوال نصير احمد احمدي مرحوم پلار مدير فتح الله احمدي ته په دعايه پای ته ورسېده.

۱۳۹۲/۱۲/۱۲- دوشنبه

One thought on “ژوند ادبي بهير څلوراتيايمه ناسته وکړه”

ځواب ورکول hilal.ajez ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *