بدلیږي رابد لیږي په خپل ځان کې رنګ په رنګ
دانه چې چیرته تللی یا راغلی دی ژوندون
حمزه بابا
د ژوند په اړه د حمزه قول څه نوې خبره نه ده . بلکې مونږه درک کړې نه وه . که یو چا ته ووایې چې : ژوند هیڅ فنا نه لري ،تل قایم دی. ځینې کسان به درته وايي چې ته په مرګ ایمان نه لرې .
حمزه بابا وایي: چې زه خو ژوند تل قایم او په یو حال ګڼم .په ژوند کې چې کوم تغیر راځي دا د شیانو تغير دي ؛ځکه چې شيان عين ژوند نه ګڼل کیږي ؛ دا خو د ژوند مظاهر دي او د ژوند تعلق خو د شيانو سره نه دی.دا خبره سمه نه ده چې ژوند لاړ یا راغي. اصل کې ژوند په روح پورې مربوط دی.همدغه روح دی چې دغو، شيانو ته اتصال او انفصال ورکوي . ژوند داسې نه دی چې ددغو شيانو د یو ځای کیدو څخه ظاهر شي او یا ددغو عناصرو دخوریدو له وجهې ژوند ختم شي .دغه مادي جسم ته که کوم تغير راځې ، همدغه روح دی چې محرک يې دی. که محرک ماده وي، نو ماده خو تل متغیره وي؛ څه شی چې دتغیر په حالت کې وي، د هغې سره د ځان واک نه وي د بل به څه محرکه پاتې شي. لکه حمزه بابا چې ویلي دي:
ژوند د عناصرو اتصال نه انفصال دی
ژوند د عناصرو اتصال او انفصال کا
دهریه وجودیان چې دخدای (ج) دوجود نه بیخي منکر دي او دانسان په هکله هم فضوله نظریه لري . دوی وایی :(انسان دمرګ دخطري سره مخا مخ دی چې دهغه نه وروسته به هیڅ هم نه وي. صرف دنشت ، حقیقت به باقي پاتې وي.)
دا څومره منکرانه دعوه ده . دا څومره له شعوره لرې خبره ده چې داخرت او معا شر په ورځې اعتبار نه لري.
دوی (کافر) همدې ته ورتې نظریې نورې هم لري چې په خپل منځ کې سره متضادې دي . لکه:(انسان په هوا کې غورځول شوی دی، خو غورځونکی یې معلوم نه دی)ایا دا کیدای شي چې یو شی دې بغیر له تصوره منځ ته راغلی وي؟ نه هیڅکله داسې نه دې شوي .لکه : کاینات چې څنګه دالله تعالی په علم کې وو، هم هغه شان یې ظهور کړل.
مګر کوم تغیر چې وینو دا دمادي جسم دی او دساینسي تحقیق له مخې دمادې اصل توانا یي ده او توانایي مستقل وجود نه لري ځکه چې صفت دی اوصفت د ګرامر له مخې د موصوف تا بع وي.
که په عامه مانا ووایو همدغه روح دی چې دغه ماده (مادي وجود) یې دتوانايي حالت ته رواستی دی.چې صوفیان ورته انساني انا ،علما ورته دانسان باطن یا ضمیر او په قران کریم کې ورته نفس ملهمه ویل شوي دي .لکه (فالهما فجورها وتقوها)
مګر کله چې دانسان مادي جسم مري داپه دې مانا نه ده چې دانسان ارواح دې فنا شې .
په افغان ادبي بهير کې دقدرت الله ملنګ په غزل کره کتنه وه . پیل یې داسې و.
زه ځینې تښتم زنګي راپسې منډې وهي
بخت مې کوټه دی بدرنګي راپسې منډې وهي
قدرت الله ملنګ
دبیت په ماهیت کې ډیره لویه تیروتنه شوې ده .مونږ مخکې دژوند په اصل خبرې وکړې او ژوند چې دی :هغه انا ده.هغه باطن دی.هغه روح دی.مګر دلته (زه ځنې تښتم )او بیا(زندګي راپسې منډې وهي)مګر دا دوه کوم عنا صر دي چې د انسان په مادي جسم کې دي او یو له بله تښتي ؟ مونږ چې پرې مو جود یو او زموږمادي جسم یې چې د توانا یۍ حالت ته را وستی دی . هغه خو ژوند دی . هغه خو انساني انا (زه) دی.دلته په بیت کې دزندګۍ نه منډې وهل کومه نوې مسله ده ؟ اویا خو (زه) نوې مسله ده ؟
مګر دواړه یوشی دی .ملنګ صاحب ممکن جدا-جدا اوریدلي وي.ځکه یې په دوو بیلو-بیلو مانا و کې استعمال کړي دي.او بیا ورته دبدرنګی، لفظ را وړل یوه اخلاقي تیروتنه ده.
ځکه چې دعالم ارواح ظهور، دحقیقت محمدیه نه پیدا شوی دی .
حضرت شا ولي الله او مولانا محمد قاسم نانو توي اوداسې نور د تخلیق نه اګا هو ابداع منلې ده. چې مراد ترې:(بغیر دما دې نه دیو څیز ظهور وشي. )او وروسته مخلوقات چې د ما دې پیدا وار دي هغه ته یې مخلوق ویلي دي.
دحمزه بابا نه نقل دی : کو م خلک چې دحق تعالی د وجود قایل دي ، هغوی دالله تعالی دصفاتو هم قایل دي. په هغوی کې یو مبارک صفت دعلم دی.
دوحدة الوجود پلیونو داعقیده ده چې دکایناتو دتخلیق نه وړاندې دهر څیزلپاره یو علمي وجود و.یعنې دا هرڅه دالله تعالی په علم کې و.او څرنګه یې چې په علم و ، هم هغسې یې په خارج کې ظاهر کړل.دالله تعالی د اسم باطن څخه چې کوم پرتو، په اسم ظاهر پرېوزي ،هغه موجود شي.الله تعالی اول هم دی او اخر هم.
که زمونږځوان شاعران لږه دعرفانو او رو حانیونو شاعرانو مطالعه وکړي او د دوي له ملفوظاتو خبرشي ، نو داسې تيروتنه به، نه کوي. ځینې ځوان شاعران شته چې د عقل سره موازي ، خبرې کوي .او د حقیقت څخه پورته خبرې نه کوي. او نه خو دحقیقت مکمل انځور وړاندې کوي.بلکې محض دعوې مرتکب نه وي او یوازې خپله تيوري فکر کولوته مایله کوي.لکه ایمل ښمر وایي:
مرګ دژوند ښکلا ده خو پيکه ښکاري
ژوند هم عجيبه غوندې ښکلا لري
ایمل ښمر
دکلاسیکې دورې عرفانې شاعررحمان بابا هم دژوند په اساس او بنسټ فکر کوي او وايي:
نه پوهيږم چې يې را وستم له کومه
بیامې کومې خواته بیایي چې ور درومه
په پورته دوو بیتونو کې ښمر صاحب یو څه دعوه ګير دی ؛ مګر افراطي نه دی چې دبیت ماهیت ته دې زیان ورسیږي. ولې احتیاط ښه دی.
رحمان بابا چې یو صو في شاعر دی دکایناتو په اساس او بنسټ کې یې فکري رجحانات دي او دفلسفې په مټ خپله نظریه څرکندوي.خو دژوند په اړه یې نظریات سالم دي.
پای
اخځلیکونه
1: غنچک ، حمزه بابا /پاک امارات پښتو ټولنه دوبی ،چاپ ځای : اریاناخپروندویه ټولنه ډهکي نعلبندي قصه خواني پیښور.
ګرانه الله دی نورهم حوصله درکړی چی همدا ډول عقیدوی لیکنی وکړی ډیر په زړه پوری لیکنه دی ده په رښتیا هم ځینی حیوان صفته خلک دالله ج له موجودیت نه منکریږی او دعقل خبری کوی حالانکه عقل هم یو تخلیق ده چی خالق لری .
deer Alla