ژوند را زده کړل: چې هغه څه خدای(ج) راکړي هغه د خدای له طرفه موږ ته ډالۍ ده او موږ چې دې ډالۍ ته څه کوو هغه خدای(ج) ته زموږ ډالۍ ده.

ژوند را زده کړل: چې دوزخ نه ویره خپله دوزخ او جنت ته هیله خپله جنت دی.

ژوند را زده کړل: چې موږ غمجن نړۍ ته نه راځو وروسته دا زده کوو چې غمجن و اوسو.

ژوند را زده کړل:چې له موږ سره هېڅوک دومره خیانت نه کوي څومره یې چې موږ له ځان سره کوو.

ژوند را زده کړل:چې جنت ته د رسېدو لپاره یوه لار ده چې په ځمکه کې ورته مینه ویل کیږي.

ژوند را زده کړل: هغه څوک چې په ټول ژوند شکر اېستونکي وي هغه ټول ژوند عبادت کوي.

ژوند را زده کړل: مرګ دی چې ژوند ته یې ښکلا ورکړې.

ژوند را زده کړل:چې باید لوی فکر وکړو، لږ عمل وکړو او همدا اوس یې پیل کړو.

ژوند را زده کړل:چې انتقام اخیستونکي یوه شېبه او بښونکي ټول عمر خوښ وي.

ژوند را زده کړل:چې نېکمرغه کسان پرځان او بدمرغه کسان په نورو سختي زغمي.

ژوند را زده کړل:چې موږ باید داسې خبرې وکړو چې تر سکوت یې ارزښت ډېر وي.

ژوند را زده کړل:که موږ د خلکو په اړه قضاوت کوو بیا نو له دوی سره د مینې وخت نه لرو.

ژوند را زده کړل:هغه څه چې نه لرو باید پرهغو افسوس ونه کړو بلکې هغه څه چې لرو له هغو خوند واخلو.

ژوند را زده کړل:که بدلون ونه کړو ورکیږو.

ژوند را زده کړل:که مو ملګري ټول هم نظره شول نو باید پوه شو چې په تېروتنه کې یو.

ژوند را زده کړل:چې هېڅوک نابغه نړۍ نه دي راغلي، هغه څوک چې نابغه دي هغوي نبوغ کسب کړی.

ژوند را زده کړل: هغه څوک چې له ماتې ویریږي هغوي پرخپله ماتې باور لري.

ژوند را زده کړل:چې نیمګړتیاوې په نیمګړتیاوو له منځه نه ځي.

ژوند را زده کړل:چې کار کول ورځ لنډوي او عمر اوږدوي.

ژوند را زده کړل:چې هېڅکله فرصت زموږ کورونو ته نه راځي موږ باید د دوي کورنو ته ورشو.

ژوند را زده کړل:هغه کسان چې زموږ همفکره دي له هغو سره باید ډير معاشرت ونه کړو.

ژوند را زده کړل:که ژوند ته وخاندو نو تل به ګټونکي وو.

ژوند را زده کړل:چې د ستونزو د حل لارې زموږ په د ننه کې دي.

ژوند را زده کړل: هېڅکله باید ونه وایو چې نشم کولای.

ژوند را زده کړل:چې باید بدلون ومنو.

ژوند را زده کړل:چې لوی درسونه په سختو ورځو کې زده کولای شو.

ژوند را زده کړل:باید د یوه ښه دوست لپاره ډير خلک و ازمویو.

ژوند را زده کړل:چې تل ښه وکړو خو هېڅکله یې د جبران تمه ونه لرو.

ژوند را زده کړل:چې هېڅکله باید ونه وایو چې «ډېر» ښه دي.

ژوند را زده کړل:که پر خدای(ج) باور ولرو هېڅوک مو د بریا پر وړاندې خنډ نشي کېدای.

ژوند را زده کړل:چې تل تند، رسمي او جدي ونه اوسو، پرځای شوخي بده نه ده.

ژوند را زده کړل:چې هېڅ انسان زموږ دوست او دښمن نه دی بلکې زموږ ښوونکی دی.

ژوند را زده کړل:چې ترټولو لویه ګناه دا ده چې له خپلو نیمګړتیاوو نه خبر نه وو.

ژوند را زده کړل:چې د نېکمرغه ژوند درلودلو لپاره باید نعمتونه وشمارو نه محرومیتونه.

ژوند را زده کړل:که ایمان، هیله، دعا، عبادت او باور نه واي نو د ځمکې پرسر به ټول انسانان لیونیان شوی وای.

ژوند را زده کړل:چې ژوند هغه څه دی چې موږ یې تصور کوو هغه څه چې مخې ته راځي هغه زموږ د تصور پایله ده.

One thought on “ژوند را زده کړل!/ ژباړن: حسیب الرحمن نورمل”

ځواب ورکول Musapar larwee ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *