لیکوال

د زرغونې انا په مرګ يو چا ونه ژړل، يوازي ما. بله ورځ چي يې د دې جنازه وړه، نو مورکۍ او ټولو زنانو په سر سر کې وهلم چي چوپ سه، خو زما د اوښکو باران نه درېدی. بيا نو عجبه دا سوه چي زما اوښکې به هر وخت بهيدې او دې خبري مورکۍ څه چي زموږ ټول اوړ کلي ووېروی چي نجلۍ وړنده نه سي.

زه پخوا هم له انا سره د دې په خونه کې ويدېدم او اوس به هم مورکۍ په مات سر او وهلو ټکولو زه له هغې خونې نه سوم بېلوی، وبه يې وېرولم چي پېرانان به دراسي خو زما اوښکي به نوري تېزي سوې او ادکي به بد و رد راته ويل، يکړه به يې پرېښولم او وبه وته، بيا به نو ما د انا بستره له خپل څنګ سره هواره کړه چي اناګو ته خو نو پر ما په دې ګرانه يې چي نکلونه به دي راته کول اوس بيا يو نوی نکل وکړه .

انا وه نه، و ما بې عقلي ته به نکل چا کوي، ځکه نو بيا به اوښکي سوې ، زه سوم او په دغه حال کښي به خوب راغلي وو . زه په اتم ټولګي کښي وم ، په سبق کښي ډېره هوشياره ومه ، بابک غوښت چي ډاکټره راڅخه جوړه کړي ، خو د اوښکو له سوبه به اوس سکول پاته وو

زموږ کلي ته بنګړي والا ترور راتله چي خورا کلکه ، زوروره او سور سترګي ښځه وه او ګول او اوږد د کارو والا ښايسته کميض به يې وو. يوه ورځ چي هغه کلي ته راغله ، زناني او پېغلي ورباندي راکوړي سوې او د هغې زما و خرابو سترګو او را روانو اوښکو ته پام سو ، نو يې تندي وټکوي چي ايه بوري سترګي چا نظر کړې ، زه دي ځان وخورم

مورکۍ ورته وژړل چي په هيڅ ډاکټر ، ملا او حکيم يې علاج نسته . بنګړي والا خورا پوه ښځه وه ، نېکه هم وه . زه يې دم دستي د انا په خونه ننه ايستم ، حال يې واخيست او علاج يې راکړي چي سبا زه بيرته دراځم او پوښتنه درڅخه کوم ، خو د شپې و ماته د ترور علاج مصيبت سو او تر سحاره مي په سر داسي څاپېړي وخوړې چي ګرسره يې لېونۍ کړمه

کله چي سحار سو ، نو ما ويل چي داسي چيغي به وکړمه چي ګرسره به وړنده سومه ، خو سحار وختي بيا په شنو سپېدو همدرده ترور حاضره وه او اوس يې د راتلونکي شپې دپاره نوي چم راوښووي چي بيا نو ټوله ورځ کراره ويده ومه

کله چي شپه سوه ،نو مي د انا دپاره بستره واچوله او هغه نرۍ ستن مي راوکښه چي سور سترګي ترور راکړي وه . ما چي څنګه ستن په مځکه کښي ووهله ، نو يوه ناولده بوډۍ بيا د انا په بسترې کښي ناسته وه او په خندا وه چي نن دي بيا د څاپيړو واري دي

ما ورته ويل چي ګوره ، زما انا به يو نکل راته وکړي او و ماته به خوب راغي ، خو تا د يو پسي بل ، بيا دبل پسي بل نکل به دي راته کوي او چي زما به سترګي ولاړې ، نو په څپلاخو به دي بيرته بيداره کړمه

اوس بوډۍ په خپلي کنډولي خولې بيا وخندل چي زه زر کلنه بوډۍ يمه . نن به هم دغسي کېږي ، ولي چي له ما سره په زراو نکلونه دي . اوس د زړوري ترور خبره را ياده سوه چي دا زما په لاس کښي چي کومه ستن ده ، ژوند دي په دغه کښي دي زرکلني بوډي اناګۍ ، دا داسي نرۍ ده لکه ازغي ، که اوس مي ماته کړه ، نو دم دستي به مړه سې ، زر کلنو به دي په خاورو ولړل سي

دا رنګه بوډۍ په ژړا سوه چي ما مه وژنه او هغه منتونه او نالۍ يې وکړې چي زه حيرانه سومه

اوس هم هغه کلي او زما سکول دي . هم هر کال په سبق کښي اوله راځم او هم مي اوښکي بندي سوې. ويدېږم هم د انا په خونه کښي ، خو څنګ ته مي د انا بستره نه وي هواره بلکه هغه سل پنډ کتابونه وي چي بس يوازي د يو کتاب څو پاڼي يې خوب راولي ، له رنګارنګ نکلونو ډک دي ، بوډۍ په يو منتر خپل ټول نکلونه ورواچول ، بيا په چيغو له خوني ورکه سوه او بيا نو په خوبونو کښي ښاپېرياني جلا راته واي چي ارمان يې مه کوي لايکانو ، کاشکي دا کتابونه زموږ سره واي ، اوس به موږ هم په انسانانو زوروري واي.

پاي جنوري کال

2015

One thought on “ژړانده نجلۍ/ فاروق سرور”

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *