ته چې ټاکنې محکوموې، کاندیدان، کمیسیونونه، دولت او هر څه چټل او ناوړه ګڼې بیا اخر کې دا هر څه یوه لوبه انګېرې، نو ته بیا په بدل کې دغې ولس ته څه لرې؟ څرنګ نظام غواړې؟ او په څه ډول به یې رامنځته کوې؟ همدا خبره خو طالب هم کوي خو ستا په څېر بېرته بدل کې هیڅ نلري. آیا ته پوهېږې؟ چې دا ډول خبرې د افغان ولس دښمنانو ته یوه بله پلمه په لاس ورکوي چې بیا افغانان کافر وګڼي، وطن اشغال وګڼي او څو نور انتحارونه وکړي. ګاونډیان خو مو هسې هم همدې ته تیار ناست دي چې کله به دغې ولس کې یوه بله دولت ضد او سیستم ض��ه فکري ټولګه په جوش راځي او دوی ورسره مرسته وکړي. ستا په څېر خلک د ولس ذهنونه مخشوشوي او هیڅ د نجات لار نه ورښيي. کټ مټ داسې لکه جل وهلی سړی چې د لښتي د اوبو له څښلو منع کړې خو په بدل کې پاکې اوبه هم ورنکړې. زه دا منم چې دولت به سر تر پایه په فساد ککړ وي. کرزی به په هرې ناوړه لوبه کې خپله لاس لري. ټاکنو کې به هم درغلۍ کېږي. خو که دا نظام هم نه وي نو څه به کوو؟ صحرايي ژوند؟ او که یو بې سره او بې سامانه وطن چې هیڅ یې معلوم نه وي. دغه جل وهلي که د لښتي اوبه ونه څښي نو له تندې مري. دا ککړې اوبه اوس دوی ته د آب حیات په څېر ارزښت لري. زه د دې ټولو ستونز سره سره بیا هم دا ټاکنې د اصلي دیموکراسۍ د راتګ لپاره یو تمرین ګڼم. دا یو منلی حقیقت دی چې د دغو لسو کلونو په فاسد نظام کې چې زموږ د ولس شعور څومره وده کړې په تېرو دېرشو کلونو کې یې نه وه کړې. ولس د راویښېدو په حال کې دی او د ښو، بدو توپیر تر پخوا ډېر ښه کولای شي. انتخاب یې ورو ورو له قومي، نژادي او مذهبي رنګه ملي بڼه خپلوي. نو ټاکنې به هم کوو، درغلۍ به هم پکې کېږي خو موږ به یې له مدني او دیموکراتیکو لارو غندو او بل وار ته به د لا ښو کسانو د ټاکلو هڅه کوو. کوښښ به کوو چې ولس ته ووایو آزمویل شوي خلک بیا ونه آزمايي. موږ انقلابونه هم وکړل اما هیڅ نتیجه یې ورنکړه او دې پایلې ته ورسېدو چې نور باید د ریفورمیزم له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکړو. هیڅ انقلاب زموږ درد دوا نه کړ؛ ځکه دلته لا د انقلاب په مانا هم خلک نه پوهېدل او لا هم نه پوهېږي. دا منم چې نړۍ کې به انقلابونه د ښه والي په لور ګامونه ول خو افغانستان کې د انقلاب سوچ هم یو بلې څلوېښت کلنې جګړې ته لار پرانیستل دي. نو آغلې ملالۍ جویا: د نړۍ هیڅ نظام چې که هر څومره پیاوړی هم وي د یو متحد او په خپلو خبرو ولاړ ولس د غوښتنو او هیلو مخه نشي نیولی. زه پوهېږم چې که له تا څخه د بدیل پوښتنه وشي نو ته به هم وایې چې راځئ بیا له سره !! یو موقت دولت دې رامنځته شي او زه دې مشره یم خکه چې زه د تېرې لوبې برخه نه وم. ستاسو په شان خلکو نه مې هیله دا ده چې که وطن ته مو خیر نه رارسي نو بد هم مه رارسوئ. فساد، درغلۍ او هره ناوړه پدیده وغندۍ او له مدني لارو د افغان ولس د شعور د کچې د لوړولو کوښښ وکړئ. افغانان له نړۍ څخه خبر کړئ. دیموکراسي ورزده کړئ. د خپل حق غوښتنې مدني لار وروښایئ. نه دا چې انقلابي افکار پکې راژوندي کړئ، له شته دولت څخه یې بېزاره کړئ او له یوه بل ناورین سره یې مخ کړئ.

یادونه: د دغې لیکنې مخاطبین ټول هغه افغانان دي‌ چې ورته فکر لري.

0 thoughts on “ښاا نو مېرمن ملالۍ جویا/ نورمحمد ضیا”
  1. ضیا وروره
    دومره ګلالی په زره بوری او منطقی لیکنه دی کری چی حد نلری کاش ځینی نور مریض طبیعته کسان یی هم ولولی اوپه درملنه کی یی یو څه اغیزه وکاندی
    ستاسو د بری په هیله
    بردیس

ځواب ورکول A. Pardes ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *