ښاغلیه مشره  ! زما له اړخه سلامونه اونیکې هیلې ومنه ،ستاسو د ښه صحت په هیله،  غواړم یو څو ګیلې او مشورې د یو لیک له لارې درسره شریکې کړم، که څه هم زما عمر ،علمي سویه او تجربه ددې اجازه نه راکوي، چې ستاسو  په حضور کې دومره جرات وکړم ، خو د نصرت مینې د یو اوسیدونکي په صفت غواړم، چې تاسو د یو لړ ستونزو او مشکلاتو څخه خبر کړم

 ښاغلیه مشره ! ستاسو  په علمي ،جهادي او سیاسي مبارزه  باندې ویاړم، او د مهربان خدای دربار ته لاسونه لپه کوم ،چې خپل ټاکلي هدف ته په سر لوړي ورسیږې

ښاغلیه مشره  !  تاسو ډیر وخت کیږي چې له صحنې لرې یاست، د نړۍ او افغانستان حالت  به  له نږدې څاري خو د نصرت مینې له حالتو به مو زه خبر کړم

 ښاغلیه مشره ! نصرت مېنه اوس د ضد بازیو او تعصبونو مرکز ګرځیدلی دی، مذهبي او سیاسي اختلافات اوج ته رسیدلي دي، مذهبي اختلافات علماوو او سیاسي اختلافات د اجرایه شورا ښاغلیو  رامنځته کړیدي، مذهبي اختلافات په وهابي او حنفي دایره کې قرار لري، او سیاسي اختلافات د مجاهدینو اواجرایه شورا ترمنځ ښه په درز کې  روان دي، مجاهدین وایي چې تر پرونه جهاد وو نن  هم باید  جهاد وشي، او دغې  لړۍ ته تر هغې دوام ورکړل شی، تر څو خپلو موخو ته ورسیږو، د اجرایه شورا ښاغلي وايي، چې مونږ باید دواړو مبارزو ته دوام ورکړو، په رایه  او ټوپک دواړو جهاد وکړو،  ماته دلته د مجاهدینو موقف قوي ښکاري، که دغه سیاسي مبارزه مو پخوا شروع کړي وائ ، شاید نتیجه یې تر نن  غوره وائ، خو تاسو  په داسې شرایطو کې میدان ته روادنګل چې  زما په خیال  ګټه نلري، خو  تاوانونه يې ډير دي، کیدی شي چې موجوده اختلافات څو چنده نور هم اضافه کړي، شاید تاسو     اوس  هم اوس هغه شهیدانو او زندانیانو ته  ځواب ونلری چې ستاسو په هدایت یې ځانونه قرباني کړل، ستاسو دا  اوسني موقف مونږ ته دا په ګوته کوي،چې ارغندیوال،سباوون او مولوي عطا الله لودین چې اوس د موجوده نظام غړي دي د وخت مطابق ښه پریکړه کړې وه خو ستاسو په دې ګناه له تنظیم وشړل.

 ښاغلیه مشره ! ستاسو په اجرایه شورا کې هغه ښاغلي ناست دي، چې ځانګړې سیاسی او اقتصادي موخې لري، د شخصی ګټو په خاطر ستاسو تر څنګ ولاړ دي، که نن يې شخصي ګټي له منځه  ولاړې شي باور وکړه، چې تر ټولو اول به همدا ښاغلي ستاسو ستاسو ګریوان ته لاس اچوی، ډیر خو ستاسو ځای ناستی ته غله دی ، مونږ ګورو چې اوس هم  د حزب اسلامي له مالونو شخصي ګته پورته کوي، او په خپ��ه ګټه يې کاروي،تاسو هم د کرزی صاصب په شان یو څو مشخص غړي لرئ، کله يې یو ریاست ته ولیږئ ،او کله يې بل ریاست ته!  دوی هم ځانونه میراثي بولي او هر څه يې چې زړه وغواړي  کوي یي،  داسې څوک نشته چې له دوی سره حساب او کتاب وکړي،چې ښه مثال یې هغه د انجونو لپاره د پاکستان تعلمي برسونه(سکالرشیپونه) وو، چې پخپلو منځونو کې یې سره وویشل اود حزب اسلامي نور غړي  ترې خبر هم نشول په همدې شان یې نور هم ډیر مثالونه شته چې ترې تیریږو

ښاغلیه مشره ! په نصرت مېنه کې  د  اوبو  او بریښنا لویه  ستونزه رامنځته شویده ، چې دا هم  د اجرایه شورا د ښاغیلو معاملې دي ، د دوي کورونو ته په ټنکرونو(تانکونو) کې اوبه ورځي، ولې بیچاره خلک اوبو پسې ړاندیږي  د دې ښاغلیو د بریښنا بیلونه فري(مفت) دي، ولې دبیچاره خلکو بیلونه دوه چنده وي ،اوس هم په میلیونونو دبریښنا د بیل روپي ورکې دي او  دغه به د غریبو اوبیچاره خلکو  له جیبه وځي

ښاغلیه مشره ! داسې کړنې په ځوان نسل ډیر منفی تاثر غورځوي او ورځ تر بلې فاصله رامنځته کوي او د دوی ذهنونو کې قسمه قسمه پوښتنې مطرح کوي، ځوانان چې د یو ملک او تنظیم د ملا  تیر بلل کیږي، له ستاسو څخه تیښتې په حالت کې دي ، هغه څه چې اوس په تنظیم کې روان دي دوي ته زغملو وړ نه دي،تاسو باید نوره ټوله  توجو ځوان کهول ته واړوي ازمویل شوو ته بیا د ازمویښت موقع مه ورکوي

   څو مشوري

 ۱. ډیر خلک  په دې ګمان دي، چې حکمیتار صاحب دیکتاتوره مفکوره لري، او هر وخت خپلو پریکړو ته اولیت ورکوي.

 ښاغلیه مشره! انسان نیمګړی دی، انسان د دې وړتیا نلري چې ټولو پریکړې دې په خپله په  سمه توګه وکړي،  نو ستاسو د درانه حضورڅخه په درنښت هیله کوم چې په ملی ستونزو او مسایلو کې د مسلکې، هیواد پالو ، اسلامي او ازادو مفکورو خاوندونو سره مشوری وکړئ چې دا به هم ستاسو په ګټه وي او هم ددې مظلوم ملت

۲. تاسو یو نړیوال جهادي او سیاسي شخصت یاست، په ډیر وړو معاملو کې مه ښکیل کیږي ، دغه ستاسو شخصت ته صدمه رسوي، چې یو ښه مثال يې ستاسو اوسنۍ پریکړه وه چې د قطب الدین هلال ملاتړ مو اعلان کړ،دهلال صاحب شخصیت ته  زه احترام لرم هغه یو جهادي او سیاسی شخصیت دی، خو اوسنی حالتو ته په کتو شاید هلال دومره د پام وړ رایه تر لاسه نکړي،  دا  به  د حزب اسلامی تنظیم ته سخته صدمه ورسوي، مخالفینو ته به دا موقع په لاس ورکړي،  چې حزب اسلامي په سیاسی ډګر کې ماتې وخوړه په ملت کې محبوبیت نلري، که تاسو رښتیا غوښتل چې په دغه ډرامه کې ګډون وکړئ ،نو صحنې ته به مو په خپله رادنګلي وو، چې هم مو رایه اخیستی وای، اوهم مو دمناظرو چل نورو نوماندو ته ښودلي وای، تاسو خو د مناظرو په چل تر نورو ډیر ښه پوهیږي، زه په غالب ګمان سره ویلی شم، چې هم به مو د مناظرو میدان ګټلې واي هم به مو نورو نوماندو ته سخت سر خوږی جوړوو.‏،  که ډاکټر عبدالله عبدالله ،جنرال دوستم،استاد سیاف او زلمی رسول  رایه اخیستلی شي ،نو تاسو به د دوي  دوه چنده رایه اخیستي وه ستاسو  په ملت کې له دوی ډیر محبوبیت لرئ، خو قطب الدین هلال بیا دغه بخت نلري، که تاسو غوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلئ ،ټول کارونه مو باید د یو پلان په اساس ترتیب کړي وائ، کمپاین مو باید اوږد مهاله وائ،ددې هدف لپاره مو باید څوکاله پخوا مبارزه شروع کړي وای، د ولایتونو او ولسوالیو په سویه مو غوندې کړي وای خلک مو په ذهني ډول ټاکنو ته اماده کړي وای،  خپلې موخې مو ورته بیان کړي وای

۳.تاسو یو ښه عالم او یو ښه لیکوال یاست چې ډیر کتابونه مولیکلي دي، او د پښتو ژبې په ځولۍ کې مو اچولي دي، الله دې نورتوفیق هم درکړي چې همدا لړۍ ته  دوام ورکړئ، اوس  مو بعضې لیکنې په مستعارو نومونو شروع کړیدي لکه حقمل، ملا عبدالله  او داسې نور …

داسې لیکنې چې په مستعارو نومونو کیږي ښه نتیجه نلري، کوشش وکړئ چې لږ څه ولیکئ خو په  خپل  نوم يې ولیکئ اوس خلک پوهیږي چې حقمل او ملا عبدالله څوک دي؟

۴..په اجرایه  شورا کې ځوانانو ته ډیره برخه ورکړئ هم به کار وکړي او هم به د راتلونکي لپاره  وروزل شي ، اوس ځوانان د دې وړتیا لري ،چې خپل کارونه په ښه طریقه تر سره کړي. هغه پخواني تجربه لرونکي مشران دې  دوی ته یوازې لارښونه کوي او دوی به عمل کوي

۵.د ټول هغه جهادي قوماندانان چې د عنیمت وسلې یې خرڅې کړي دي او د تنظیم پیسې يې خپل مبارک جیب ته اچولي دی.

 له هغوي سره  حساب وکړه اوله  سیاسی مشرانو پوښتنه وکړه چې تاسو تنظیم لپاره څه لاس ته راوړنه لري ،چې مالوم شي څوک غل دي او څوک خدمتګار دی مونږ نه پوهیږو چې  زمونږ مشران دغه دومره لګښت له کومه کوي دوي ته دغه قیمتی موټر     او  د کور  لګښت له کومه راځي

۶.ښاغلیه مشره !خپل ځای ناستي  ته مویو بل وړ او  مناسب شخص وټاکئ ، داسې شخص چې له خدایه  ډاریږی اسلامي او ازاده مفکره ولري،هیواد پال وي،ښه سابقه ولري،  غل نه وي ، ستاسو نور خپل وخت  ذکر او فکر ته ورکړئ، هغه سهوې چې د کورونیو جګړو په وخت مو کړیدي له ملت  معافي وغواړي، تاسو سیاست یو ناکام سیاست وو ، ځکه  په ۴۰  کالنه مبارزه کې تاسو خپل هدف تر لاسه نکړ، یو قوي حزب مو په ضغیف  او په څو برخو مو وویشه نو مونږ ویلی شو چې ستاسو سیاست یو ناکام سیاست وو، کیدی شی تاسو ووایاست چې مونږ روس ته ماتې ورکړیدي، هغه تاسو میړانه  نه وه، تاسو خو هغه وخت  په اسلام اباد او پيښور کې په  قیمتي موټرو کې ګرځیدې  او سکیورټي ګارډ(ساتوونکي) به هم درسره وو، په سنګرونو کې خو  په دین  مین او غریب خلک پراته وو تاسو د هغوي قرباني ته ونه کتل هغوي حق مو وخوړ، د هغوی دغنیمت مالونه مو د ځان میراث کړل، چې وروسته بیا هغه مالونه  تاسود قوماندانانو  او د طالبانو میراث شو هغه اتلوالي  په دین او وطن مین ملت ګټلې ، چې ورته مبارک دې وي ، چې وروسته تاسو د هغو اتلانو په وینو تجارت وکړ، ښاغلیه مشره ! مرګ یو نا خبره میلمه دی،تاسو خو خپل رقیبان ولیدل چې څه شول؟ احمدشاه مسعود، استاد رباني او مارشال فهیم درته یادوم زمونږ او تاسو به هم یوه ورځ همدا  لار وی ، نو ښه به دا وي چې د عمر په  دې وروستۍ برخه کې یو نوښت وکړئ ، او له ملت بښنه وغواړي او په خپل ځای ناستی وټاکي

                                                          په درنښت

                                           د یو ازاد اوخپلواک افعانستان په هیله

        افغان محصل

——————————

په تاند کې د لیکوالو په نوم له خپرېدونکو لیکنو سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

12 thoughts on “ښاغلي حکمتیار صاحب ته پرانستی لیک! افغان محصل”
  1. ګرانه محصله وروره واقعا چه حکمتیارصاحب ته دښی مشوری ورکړیدی .هیله مندیوچه دشمال خواپړانګان افغانستان مکمل هضم نه کړی هیله ده دهغوپه اړوندښه معلومات راټول اوګرانوتاند لوستونکوته یی وړاندی کړی .بیاهم مننه

  2. ليکوال صاحب، د مطلب په پای کې دې ولې ۱۸۰ درجې تغير کړيده. هههههههههه

    لږ انصاف وکړه! پيل دې له خيره کړی او پای دې په شر اودرولی. دا ولې؟؟؟؟

  3. صفت یې هم کوې مشوره هم ورکوې، چې دومره هوښیار وای دا دومره تېروتنې به یې نه کولې هغه دوستم تر ګلبدینه ډېر هوښبار دی په کتابو لیکلو سړی نه هوښیاريږي ،زه هم پاڼې تورولی شم،د افغانستان د بدبختي عامل کمونستان دومره نه دي لکه دغه ښاغلی چې تا یې هم په کم عقلتوب د تصدیق مهر لګولی

  4. سلامونه
    افرين محصل جانه شه ليك دي كور د ودان او با عزته وسي
    كه دا نامسلمانه ظالم او خودخواه مشر گلبودين كي دومره د مردانگي او افغاني احساس وي بايد چه ژور فكر ستا محصل جان په ليك وكي خو د وردگيانو خبر ده (زه يي بنده بولن)
    دا د اي إس اي په قاب لوي شوي مشر قسم كراي چه افغان ملت به ارامي ته پرينژدي خو مرگ ورپسي دي اخر به گور ته درومي لكه مسعود رباني او فهيم خو دا دري په شان دارو مراسمو گور ته وسپارل شول ، خو دا مشر گلبودين به پته او نامعلومه زاي كي گور ته سپارل كيژي زكه د داسي گلان ندي كرلي چه پشتانه او يا افغانان پري شاد شوي يي دا د په ياد لري دا مشر چه د ده په گور به خلك چتلي كوي،
    په هيله د د چه له د خونخوارو مشرانو خلاص شو او يو سمسور او ازاده افغانستان ولرو

  5. زما په نظر جهاد او مجاهد دا هسې تجارتي ټکي دي چې کارول کیږي، خو یره له دغو ټکو د شمال ټلوالې ډېره پرځای ګټه واخیسته. دا د نصرت مېنې اړخ خو هسې شا ګنده کونه سپېره پاتې شو. 🙂

  6. زه باور لرم چې دا لیک یوه ارغندیوالي یا په خپله ارغندیوال لیکلی دی. ارغندیوال تر دې پخوا هم له حکمتیار سره جفا کړې وه
    پر دې علاوه څومره چې ما د حکمتیار خبرې اورېدلي او له افکارو یې خبر یم ، حکمتیار به حتي زلمی رسول ومني خو عبدالله ګی نه مني.
    حکمتیار صاحب په خپلو وروستیو پیغامونو کې دا خره په ډاګه کړې ده.
    حکمتیار نور کاندیدان غندلي خو اشرف غني ته یې د انتقاد ګوته نه ده نیولې. که حزبیان، هماغه راز چې ارغندیوال وايي، باور نه لري چې قطب الدین هلال یې ګټلی شي، حزبیان به اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړي چې د عبداللله ګي د بري مخه ډب شي

  7. Assalamu Alaikum Wa Rahmatullah
    Advice!!! and an open letter to Afghan Muahasel
    My brother in Islam, hezbe Islami Afghanistan under the leadership of Brother Hekmatyar gone through various stages of its time, the most difficult, challenging and destructive stages. Hezbe islami faced various enemies and various hostile fronts, HIA had more enemies than friends or i may say no friends at all. HIA was not only at forefront of the Jihad against Russian forces, but imposed internal wars too, which in-fact was a continuation of the war against Russia.
    Hekmatyar resisted bravely the imposed wars and conspiracies with patience , wisdom and in the best interest of our country, nation and muslim Ummah.
    I personally found him kind, honest, patriotic, intelligent,bright, enthusiastic ,wise, determined and he was and is one of the best leader of our time.
    He was always right about jamiat ,shuray bazar, mujadidi, Gellani, but at that time he was branded as uncompromising, selfish and dictator, even his party brothers, sympathisers, and ordinary Afghans accused him of being an authoritarian, cruel,arrogant and son on
    Was not he right?!!
    Where are those parties and personalities now? aren’t they with the invaders!! aren’t they fighting along side the Nato troops against Mujahideen ?!!
    who was right about them? Hekmatyar, or us who criticised him?!!
    I think you are not aware of the situation at all, Hekmatyar is leading his mujahideen, and is very present inside the country, as you wish him to be in the public domino so that every one to be able to see or visit him and for the drones to target him, it will will be wishful thinking!!!
    ever since he and other founders of the party started the struggle and jihad for the formation and establishment of an islamic state, he was at the forefront of the war against regime and invaders , and we are proud of him at all time.
    His central shura or EJRAA YEEA SHURA consist of experienced and dedicated party loyalists, we see no problem with that, there is no room for racism, ethnicity, linguistic and any type of discrimination in Hezbe islami Afghanistan.
    There are more tajik Ejrayyea shuram members than Pashtuns.
    As far as him writing books, and at the mean time leading the jihad, i think the least thing you and I can do for him is to praise him for that!!!

    regarding Madhabi problems of as you put it Hanafee and Wahabi , you should know where this problem comes from, Hekmatyars stance on the issue is Crystal clear, and every patriotic Afghan should be approve of him that the Hanaffe Madhab is not only one of the most followed Madhab in islamic world and Afghanistan, but Hanaffe Madhab is factor for the unity of our nation
    Why should he go aside and appoint a deputy for himself!!!!
    why you think jihad is not part of Zeker and Ebaada!!! There is no better Zeker than Jihad by word and Bel-kalam.
    He never forced any one out or caused the fraction and devision in the party. those who formed their won little group of so called hezb e islami and paved their way out and found themselves in the kingdom of crimes, corruption, deception,murders, treason, you and i should not call them Hezb members, sooner or later they were to leave the party, they were just waiting for the right time.
    As far as your allegation of HIA involvement in the direct or indirect killing of innocent Afghans were concerned, i must say similar allegation I heard from BBC, VOA, Western press, media, and the traitors who forms the present regime in Kabul.

    I do agree with you that our party members were involved in some crimes and killings
    either deliberate or not!! but i must say Hezb fighters were not and are not Angels, or prophets not to make mistakes or commit crimes. Be assured that Hekmatyar never ordered Hezb fighters to do so, it was an individual act and party was not responsible for their crimes.
    It is a tragedy in our country, Najib and Masood are heroes !!
    , But Mullah Omar and Hekmatyar are Terrorists, ISI agents, murderres, criminals, and so on. What a judgement !!!
    Some one rightly said, Heroes and conquerers write the History !!!
    To day Hekmatyar and Omar are not Heroes !! at least in the eyes of some!!
    But the day is not far that Hekmatyar and Mullah Omar will be Heroes and conquered
    and the history will be written by them!!

    I do not know, where you and I will be standing at that time!!!
    will you send him the same open letter plus few advice!!! i do not think so!!!

    Wallah o alla Maa Naqoolo Wakeel

  8. لیکوال د خپل انتقاد د پاره هیڅ د معلوماتو ذخیره او قرا شواهد نلری چی خپلو مخاتبینو ته قناعت په ورکړی شی هسی د ماشوم په شان طفلانه ګیلی او کیسی یی شروع کړی دی او وروسته یی د یو کم ضرفه انسان په شان بی ادبی شروع کړی ده چی په خپله لیکنه یی د ځان شخصیت خلکو ته ښه معرفی کړی دی د یو غیری نرمل انسان په شان یی ضد او ناقص بیان کړی دی د لیکنی په سر کی یی حکمتیار صاحب ډیر ستر شخصیت معرفی کړی دی د دا په مخکی یی د عادی خبرو اجازه هم ځان ته نده ورکړی مګر وروسته یی داسی بی ادبی کړی ده لکه یو انسان چی شراب وچیښی او بیا په اپلتو شروع وکړی چی داسی جملی د ده په شان د یو جاهل انسان په شان کی هم نه دی لازمی مګر ده د یو ستر علمی جهادی متقی مبارز او وطن دوست شخصیت په مخکی کی کړی دی افسوس د داسی کسانو په حال بیا هم افسوس

  9. سلام د په هغه چا چی دالله ج لخوا ورته هدایت شوی وی
    دی بعضی کسانو ته دالله هدایت وکری ځکه چی بادونه ګزوی
    اوپدی طفلانه خبرو هیڅ هم نه کیړی اوچاته چی الله ج عزت
    ورکری هیڅوک یی نشی ذلیل کولی اوبر خلاف څوک چی الله ج
    ذلیل کری وی که هرڅویی بره ووایی هغه هماغسی خوار اوذلیل وی
    هغه څوک به الله ونه بخښی چی دمجاهد مفسر عالم اومتقی انسان په
    خلاف سپین سترګی کوی انشاالله چی داقسم پست فطرته انسانان الله
    دهلاکت کندی ته اچوی…………

  10. ماشاءالله دیره سمه مشوره مو ورکری ده مگر د لیکنی په پای کی خو لیونتوب درباندی رانه غلی زکه د لیکنی په سر کی مشوره ده په پای کی بدرد رشتیا چی لمر په دوه گوتی نه پوتیژی په پای کی مو زان شکاره کری چی زه ستاسو یو مخالف یم نه یو خواخوژی

  11. که هزار ځل نصیحت می ورته وکړ
    دغه خدای بی لاری کړی په لار نه شو
    رحمان بابا
    اوښ که لوړ دی د شیدو تمه ترې مه کړه
    په بار دروند یې باروه په وړلو روږد دی
    ملنګجان
    سپینې بتې سپینې بتې او تور کارغان تور کارغان روزي
    نورمحمد تره کی

ځواب ورکول خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *