۲۸ / ۶ / ۲۰۱۶

      که څه هم ډیره موده کیږي چي د سیاسي لیکنو څخه مي لاس اخیستی او د یارانو په غوښتنه کله ناکله په یو نیم علمي او د عامو پوهاویو پخاطر عمومي مالوماتي لیکنو یا ژباړو باندي بسنه کوم ، خو روانو ناوړو حالاتو د دغه پرانیستي لیک و لیکلو ته چي کیدای سي سیاسي لیکنه وبلل سي ، اړ ایستلم :

     ښاغلی حکمتیار صاحب !

     د دې د پاره چي لوستونکي ما ستاسی د ګوند ( د افغانستان اسلامي حزب ) سره په اړیکو درلودلو تورن نکړي، باید ووایم سره له دې چي د ډاکتر نجیب الله د واکمنی پر مهال د همدغه ګوند سره د اړیکو په تور د سیاسي مخالفانو د غلطو راپورونو پر بنسټ زندان ته ولویدم او رنګارنګ روحي او فزیکي شکنجې مي و ګاللې. زه په ټولو مقدساتو باندي سوګند خورم که می نه هغه مهال د دغه ګوند سره هیڅ ډول پټي یا ښکاره اړیکي درلودې او نه هم دا اوس چي په زرګونو کیلومتره د وطن نه لیري د غربت شپې تیروم . په هیواد کي د شوروي د سره پوځ د یرغل او اشغال پر وخت مي د ټولو مجاهدینو سره په زړه کي خواخوږي ساتله خو کله چي می د تنظیمي ناورین پر مهال د خپل کور په شمول د دوی لخوا د بیت المال چور و چپاول، خپلسري او بېرحمانه وژنی ولیدلي، د نفرت تر کچي یې و کرکي ته ټیل وهلم .

      هغه څه چي زه یې د همدې لیک و لیکلو ته اړ ایستلم ، هغه دا دي چي تیره ورځ ( ۲۷ / ۶ / ۲۰۱۶ ) مي د تاند په درنه افغاني ویبپاڼه کي تاسي ته منسوب (حکمتیار : اولس دي د سولي له سپینو بیرغونو سره را ووځي او . . . . . ) یو مطلب ولوست. ستاسي لیکنه په دغه وړوکي سرلیک « د سولي دښمنان بریالي شول » پیل شوی وه او خداي حاضر دی په لوستلو یې خورا خواشینی سوم . خواشیني می له دې کبله نده چي خدای مکړه تاسی (حکمتیار) څه ناوړه شیان لیکلي وه . که دا لیکنه په رښتیا هم ستاسی وي نو داسي ښکاري چي د سختي خواشینیو او ناهیلیو تر سیوري لاندي مو لیکلي ده . زما خواشیني له دې کبله ده چي زه هم لکه تاسی چي لیکلي د هغي ډلي وطنوالو څخه یم چي ستاسی سره یې د سولي په تړون کي د اوږدې غمیزي د کمیدو او لنډیدو خوبونه لیدل . موږ په دې آند وو چي دا تړون به د بیګناه اولس پر اوږو د غم دغه دروند پیټی لږ تر لږه یو څه سپک او امن ته به لاره پرانیزي ، نوري وسلوالي ډلی لکه طالبان او د حقاني ډله به هم هوار هوار و سولي ته و هڅوي او د داعش پنامه به ددې بیګانه پدیدې په وړاندي په ګډه و دریږي .

     دا منم چي بیلابیلو رسنیو د خپلو او د پردیو لخوا د ورته ټاکل شوو موخو سره سم ددې تړون په اړه د غرضه ډک تاوده بحثونه را وپارول او یو شمیر رسنیو خلګو ته داسی ښودله چي دا تړون د د وطن د پاره د زهرو یوه پیاله ده . تاسی هم د خپلي لیکني په پیل کي دې ټکي ته په حق سره داسی اشاره کړیده : « په مزدورو او پليتو رسنيو كي د مذاكراتو د بې نتيجې پاى ته رسېدو خبرونه په ډېر زور او  شور سره خپرېږي، ډېرى ئې پړہ پر حزب اسلامي اچوي او ادعاء كوي چي حزب اسلامي نوي شرائط او نوې غوښتني وړاندي كړي؛ دا په داسي حال كي ده چي ارگ، د ملي امنيت شورى او د سولي عالي شورى په مكرره توگه وايي چي د حزب اسلامي له لوري هيڅ نوى شرط او نوې غوښتنه نه ده وړاندي شوې . . . » . موږ هم دلته په خپلو سترګو ولیدل چی د تلویزیون د کامرې مخته دوو تنو د همدغي خبري پر سر یو بل سخت و ډبول چي د نوموړی تلویزیون لخوا ددې صحني دوامداره ښودل د ژورنالیستي اخلاقو سره سمون هم نه درلود .

  تاسی په لیکنه کي دې خبري ته هم څو ځله اشاری کړي چی په حکومت او دولت کي داسی زوروري کړۍ شتون لري چي ستاسی سره د سولي په تړون سخت قهریدلي او پخپل ټول توان سره ستاسی د راتګ مخنیوی کوی ، ځکه چي ددې پروسی په مثبت پر مختګ سره خپلي وړیا ګټي په خطر کي ویني . پدې خبره باندي ستاسی سره ټول سوله غوښتونکي وطنوال همږغي او خواشیني دي .

      ښاغلی حکمتیار صاحب !

     اوس راسئ په دي خبره باندي هم په پوره دقت او بشپړه ځیرکتیا سره غور وکړئ چي ایا ددغو کړیو شتون او د هغوی پلاس پدې لاره کي د خنډونو اچول ستاسی مسئولیت کموي او که یې برخلاف لا زیاتوي . زه او ټول د سولي د لاري خواخوږي کسان پدې آند یو چي دغه حالت ستاسي مسئولیت د سولي په لاره کي څو برابره زیاتوي .

     یوه مقوله ده چي وایي که څوک د یوه کار کول و غواړي ، نو د تر سره کولو لاري چاري یې لټوي او که د کار تر سره کول و نه غواړي ، نو د نه کولو پلمې یې لټوي . تاسي ښه پوهیږئ چي په ارګ کي دا ګړی د سولي ضد ډلي برلاسه دي او د خنډونو د پاره یې هم بیشمیره بهاني ور سره سته . موږ خو له هغوي نه ګیله  نلرو ، بلکه ګیله مو ستاسي څخه ده چي سوله غواړئ او ورته د رسیدو په لاره کي خنډونه له منځه نه وړئ . زما په فکر که ستاسی موخه په رښتیا هم سوله وي ، نو پدې پوه سئ چي ډیره خرابه سوله هم تر ډیر ښه جنګ بهتره ده . دا خبره هم ستاسی څخه پټه نده چي د جنګ د لاري تر کابله رسیدل که محال نه وي ، نو اسانه کار هم ندي . تاسی که په رښتیا هم و سولي ته ملا تړلې وی ( داسی ښکاري چی ښایي تړلې به مو وي ) ، بیا نو د تړون په دغه یا هغه ماده کي د جمله بندیو په ترکیب پسي مه ګرځئ او پدې هکله خبره مه پر له پېچئ . د سولي ضد کړیو تبر ته د جمله بندیو په یوه یا بل ترکیب سره لاستی مه ورکوئ . تاسی ته باید پدې لړۍ کي موخه مهمه وی نه د جمله بندیو کږلیچونه .

 ښاغلی حکمتیار صاحب !

      تاسی په نوموړۍ لیکنه کي دا هم لیکلي دي چي ګویا په تړون کي مو ځانته د هیڅ ډول نا مشروع امتیاز غوښتنه نده کړي . موږ هم پوهیږو چي په ارګ کي برلاسي کړۍ دا مهال هر ډول مشروع او نا مشروع امتیازونه لري ، خو زما په نظر که تاسی د سولي تړون په یو شمیر مادو کي خبره د جمله بندیو پر سر ورانه نه کړي او هم هغو ددوي لخوا وړاندي شوو جمله بندیو ته غاړه کښیږدئ او سوله تر بریالي پایه ورسوئ ، نو دا په پام کي ونیسئ چی د شلو وزارتونو په پرتله هم لاندي امتیازونه ستاسی د پاره زیات حیاتي اهمیت لري او د سولي  خواخوږي وطنوال هم ور باندي خوشحاله کیږي . هغه احتمالي امتیازونه چي تاسي یې د سولي د تړون په بریا کي تر لاسه کولای سئ ، یو شمیر یې دادي  :

۱ ـ  د اوس د پاره تاسی ته ډیره اړینه ده چي د تور لست نه ځان سپین ته واوړئ ، دتورو غارونو څخه را ووځئ ، کابل ته په اب و عزت راسئ ، خپل سره پاشلی ګوند یوار بیا را ټول او یو موټی کړئ .

۲ ـ  پدې توګه تاسی او ستاسي ګوند یواځي د خپلو هغو اوسني غړو په موجودیت کي هم چي په دولت کي یې لرئ ، د نظام یوه برخه ګرځئ او د قانون سره سم د سیاسی فعالیت په پایله کي د ډیرو مشروع امتیازونو و ترلاسه کولو ته لاره هواروئ . د نامشروع امتیازونو په لټه کي مه اوسئ .

۳ ـ دا ګړی لکه تاسی چي وایاست ستاسي ډیر کادرونه د زندان د میلو شاته پراته دي . د سولي په تړون سره هغوی له زندانه را وځي ، ستاسی تر څنګ دریږي او د سیاست دروند پیټۍ در سره نیم کوي . تاسی باید د هغوي اوسني حالت ته هم پاملرنه و کړي او د جمله بندیو پر سر هغوي د زندان په نه زغمونکو شرایطو کي لا د زیات وخت د پاره و نه ساتئ ، ځکه هغوی هم کورنۍ او ماشومان لري چي ورته سترګي په لار دي . ما پخپله زندان لیدلي دی او د هر زنداني د زړه نه خبر یم . تاسی نور دا اخلاقي حق نلرئ چي په زندان کي د هغوي تریخ ژوند له پامه و غورځوئ .

۴ ـ  که هر څومره هم انتخابات د چل او فساد نه ډک وي ، که د اولس د غوښتنو سره سم تاسي یو معقول معتدل سیاست پر مخ بوزي ، باور و لرئ چي د اولس د رایو پر بنسټ غوښینه برخه تر لاسه کولای سئ ، ځکه چي ستاسی ګوند ښایي په کلیو او بانډو کي ډیر خواخوږي و لري . که تاسي ته د خپل ګوند اولسي بنسټ کمزوری ښکاري ، نو پر جمله باندیو باندي د تړون ورانول کیدلای سي ستاسي د پاره یوه ښه بهانه و ګرځي ، خو زما مشوره داده چي پر ځان باندي باور د لاسه مه ورکوئ او مه ناهیلی کیږئ .

۵ ـ دې ته ورته نور ډیر امتیازونه تاسي ته سترګي په لار دي .

په پاي دا خبره هم د یادولو وړ بولم : تاسي په خپله لیکنه کي پر اولس ږغ کوئ چي بیله وسلو د سولي د سپینو بیرغونو سره کوڅو ته راووځي ، په مسالمت امیزه ډول لاري بندي ، ارګ او خارجي سفارتونه محاصره کړي او ددغي لاري شریر کسان و استعفا ته اړ کړي .

حکمتیار صاحب ! ښایي ستاسی ددې شعار موخه به په ۱۳۵۷ کال د خمیني ماډل انقلاب وي ، خو تاسي پدې خبره هم ځان پوه کړئ چي اولس نور د شعارونو څخه ستړی دی او عمل غواړي . که تاسی د سولي د لاري کابل ته راسئ ، اول خپلي پښي ټینګي کړئ او بیا کوڅو ته را ووځئ ، ښایي اولس به هم باور در باندي وکړي او ملا به مو در وتړي . نور تاسي پوه سئ او کار مو ! په مخه مو ښه !

One thought on “ښاغلي ګلبدین حکمتیارته پرانیستی لیک/ پوهنمل حاجي محمد نوزادي”
  1. عزتمندو!
    دالحاج استاد نوزادی صاحب مشوره زموږ دټولنی د ضرورتوِنو، غوښتنو سره سمه ،بر واقعیتونو ولاړه ، دهیواد ټولنی او داسلامی ګوند په ګټه ده خو دهیواد، ټولنی، دسولی دښمنان اوددی ګوند مخالفین دخدایه ددی سولی ناکامی غواړی نودحکمت یارصاحب څخه به دهرچا همدا دنوزادی ٌصاحب غوښتنهوی . ، بریالی اوسی .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *