اصف بهاند

آصف بهاند  

په افغانستان کې د دود نومونو له مخې، زه د خپلو زدکړو او عملي کار له مخې، یو ملکي شخص وم، نه نظامي. څنگه چې له ادبیاتو پوهنځي نه د لیسانس په کچه فارغ شوم، په روښان دارالمعلمین کې د ښوونکي په توگه ومنل شوم، بیا مې د څه مودې له پاره په سید جمال الدین افغان عالي دارالمعلمین کې هم تدریس وکړ. وروسته له هغه، د ۱۳۶۰ ام کال په ژمي کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په علمي کدر کې ومنل شوم او د ټوپکي شپیلۍ غږونکو تر واکمنیدو پورې مې همدا دنده درلودله؛ یعنې ټول عمر ښونکی وم او ملکي وم.

خو د مهاجرت په دوران کې، په یوه پردي وطن او پردي چاپیریال کې په مفته د جنرال خطاب راته وشو. کیسه یې داسې وه:

د افغانانو کومې سیاسي ډلې چیرته له کومې روسي نظامي ادارې سره په تفاهم کې ځینو افغانانو ته نظامي کارتونه ویشلي وو. څنګه چې موږ افغانان په هر څه کې افراط کوو، نو په دې کار کې ښکیل افغانانو هم پوره افراط کړی و. په دې نظامي کارتونو کې ډیری افغانانو لیکلي وو چې:

نوم: پلانکی،

په افغانستان کې دنده: جنرال.

دا د نر زامن ټول من وو، یو چارک او پاو په کې نه پیدا کیده، ټول جنرالان وو، له جنرال نه د ټیټې رتبې درک چا نه شو په کې لګولای.

هغه وخت چې دا کارتونه ځینوهیواد والو ترلاسه کړل، د مسکو پولیسو به د دې کارتونو په لیدلو سره داسې فکر کاوه چې افغانان ټول له میندونه جنرالان پیدا شوي دي. د همدې له پاره به یي چیرته چې افغان ولید، نو غږ به یې ور پسې وکړ:

واژایمې ګینرال، داکومنت پژالسته! (ښاغلی جنرال مهرباني وکړئ اسناد مو وښایاست!)

یوه ورځ چې له خوارۍ مزدورۍ نه خلاص او د خپل استوگنځي خوا ته روان وم، پولیس په ما پسې د گِنرال، گِنرال غږونه کول. ما سر نه ورباندې ګراوه، زړه کې مې ویل چې هسې خو مې جریمه کوي، ولې د نه جنرالتوب ثبوت وړاندې کړم.

سړي قدمونه راپسې ګړندي کړل، چې ما ته را ورسید، نو په قهر یې را ته وویل:

تا زما غږ وانوریده لکه چې؟

ما ورته وویل:

وامې وریده.

نو ولې ونه دریدې؟

ما ورته وویل:

تا سو په کوم جنرال پسې غږ کاوه او زه جنرال نه یم، ځکه و نه دریدم.

دی دې نه وړي نه دې راوړي:

ولې ته د افغانستان نه یې که څنګه؟

ما وویل بې له شکه چې افغان یم، خو جنرال نه یم.

دی په خندا شو او وی ویل:

دا لومړی ځل دی زه داسې افغان ګورم چې جنرال نه دی.

ما ته د ملا غوا را په یاد شوه.

کوم ملا غوا اخیستې وه، په حویلۍ کې یې تړلې وه. طا لبان (د ملا عمر طالبان نه یا دوم) به ډلې، ډلې د ملا د غوا مبارکۍ او لیدلو ته راتلل. هغوی به د غوا د عمر د معلومولو له پاره، د غوا شونډه جګوله او غاښونه به یې کتل. څنګه چې راغلو طالبانو ټولو سپین کالي او سپین پټکي درلودل، نو غوا لکه د پاولوف تجربه، له سپینو جامو سره شرطي شوه، بیا چې غوا چیرته سپین پګړی لیده؛ نو په خپله به یې شونډه ورته جګوله.

د ماسکو پولیسو به هم چې چیرې افغان لیده، نو د جنرال غږ به يې پسې کاوه.

پولیس د خندا په څپو کې بښنه وِغوښته او ما له ځان سره وویل:

ځه سړیه!

مفت و برای خدا جنرال شوې.

One thought on “ښاغلی جنرال! څنگه جنرال راته وویل شول  ”
  1. سلام
    یوہ ورخ د یوہ ملگری کرہ میلمانہ شو قومندانان خو د روپی لہ درجن ھم زیات ول ۔ ددودی پہ وخت کی د وزیر صاحب نوم مو لہ غوزہ شو لاحو و اللہ داچیرتہ میلمانہ یو خای مو غلط کری نہ وی
    بیا خلک ورتہ وایی وزیر صاحب تہ خو لز دودی درواخلہ ۔ یو چا وویل تہ دی کوم وزارت وزیر وی؟ ھغہ وویل د ظاھر خان پہ وخت کی د زراعت وزیر وم خو پہ رشتیا کی دی دکاریز میر د فارم باشی وہ! ھغہ زموز گا وندی وہ او موز پیڑاندہ چی خوک دی

ځواب ورکول ع شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *