تاند- راپورونه وايي چې د قطر غونډه په دې خاطر ځنډېدلې چې د قطر حکومت د طالبانو له غوښتنې سره سم له افغانستان څخه د تلونکي لیست له منځه د دولتي غړیو د وتلو غوښتنه کړې ده.
طالبانو ظاهراً له افغانستان څخه قطر ته د تلونکو کسانو د شمېر پر ډېروالي اعتراض کړی خو باوري سرچینې وايي چې طالبانو د قطر حکومت ته ویلي چې دوی یوازې له هغو کسانو سره په غونډه کې خبرو ته کښېني چې حکومتي دنده ونه لري.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو ویلي چې له کابل څخه له ورتلونکي پلاوي سره خبرې نه کوي ځکه چې دا پلاوی د افغانستان د دولت استازیتوب کوي.
رویټرز خبري اژانس ته افغان چارواکو او لوېدیځو دیپلوماتانو ویلي چې د دوحې غونډه به تر هغو ونه شي چې طالبان او حکومت د مرکچیانو پر سر موافقې ته نه وی رسېدلي.
یوه لوېدیځ دیپلومات وویل، د دې لپاره چې په دوحه کې بین الافغاني غونډه جوړه شي، حکومت باید د پلاوي په ترکیب کې بدلون راوړي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په ۲۵۰ کسیز لیست کې ځینې شامل کسان د هغه فهرست یومخ خلاف دي چې مخکې پرې موافقه شوې وه.
ده همداراز ویلي چې په دې لیست کې د افغانستان د حکومت د غړیو شاملېدا د منلو نه ده.
ټاکل شوې وه چې د دوحې غونډه سبا (جمعه) پرانیستل شي.
د افغانستان د حکومت ځینې چارواکي وايي، که طالبان او قطر پر دې اصرار وکړي چې د دوحې په غونډه کې دې دولتي چارواکي ګډون نه کوي، د افغانستان حکومت به دا غونډه کاملاً فسخه کړي.
طالبانو په خپله رسمي ویبپاڼه کې هم لیکلي چې د دوحې په غونډه کې د یو شمېر افغان چارواکو ګډون دوی ته د منلو نه دی او د پلاوي د غړیو شمېر هم تر اندازې زیات دی.
ویل شوي چې د افغانستان حکومت قطر ته ویلي چې دوحې ته د غونډې د برخوالو د وړلو لپاره خپله الوتکه کابل ته ورونه لېږي.
د افغانستان د حکومت سرچینې وايي چې قطر په کابل کې د چمتو شوي ۲۵۰ کسیز لیست له منځه د ۳۰ تنو نومونه ایستلي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د خپلو سرچینو په قول لیکلي چې ممکن د قطر غونډه له سره دایره نه شي.
Mr Ghani is Intentionally creating problems, for the peace process in Qatar, not to go further. The list of 250 individuals chosen to participate in peace process looked like JOKES. It is very obvious, the warlords and other people, whose positions and corrupt earnings would go in trouble are against the peace process, with the Taliban. How could Ata Mohammad Noor and Qanooni set face to face with Taliban?
TALIBS ARE NOT HUMAN.THEY ARE ANIMALS.THEY DON,T HAVE ANY SENSE ABOUT
AFGHAN NATION,THEY ARE DOGS OF ISI/IRAN&RUSSIA.
EVERY DAY AFGHANS KILLING BUT THEY PLAY GAME.
ALL AFGHANS ARE WORKING FOR GOVERNMENT,
THEY WANT TALKS WITH SOME SOLDOUT CORRUPTS.
MY DEAR AFGHANS PLEASE BE UNITED &SUPPORT AFGHAN GOVERNMENT.
THANK YOU
ږېره زما او واک یې د ملا.
غونډه د افغانانو او له لست نه قطریان زمونږ د پلاوي نومونه حذفوي . داهم د منلو نده . طالبان هم باید نور د آی اس آی له خرو راښکته شي، خپلو هېوادوالو ته سوله او اوربند راوړي.
تاسې پوهېږئ د هرې ورځې جنګ په اوږدولو سره د افغانستان خلکو ، هېواد ، اقتصاد ، چاپېریال ، اوبو او هوا ته څومره زیان رسیږي.
په هر کار کې لجاجت او پردیپالنه خو د ولس او هېواد د منافعو په سر سرزوري او لجاجت د منلو نده . طالبان د افغانانو له استازو نه ولې وېره لري؟
TO MHA;YOU ARE WRONG;BECAUSE
HAMID KARZAI IS BIG BROTHER OF TALIBS;
razaq mamoon wrote today;
the qatar peace meeting sabotaged by karzai;
all afghans knows karzai&talibs are two face of one coin.
karzai want to get power for some warlords by talibs.
DOCTOR ASHRAF GHANI IS 100% HONEST FOR AFGHANS&AFGHANISTAN.
TALIBS FALLOW ISI&PAKISTAN DICTATED AGENDA..
IN MEAN TIME TALIB&KHARZAI GOING ON SAME AGENDA(by russia/iran/pakistan)
WE HAVE TO KNOW;PLAN OF ISI&PLAN OF KARZAISTEAM IS THE SAME;
FINALLY WHAT TALIBS WANT; THAT THEY CAN NOT GOT IN 20 YEARS WAR;
THES MEAN TALIBS JUST WASTE THE TIME.
ZENDABAD AFGHAN NATIONAL ARMY POLICE AND DOCTOR ASHRAF GHANI
THANK YOU
nice sharing its amazing i really appreciated its
ښه خو دا وه چی سیاسیون او نور حکومت ته مشوره ورکړی وای ، د بن د معاملی احمقانه ویش بنسټ نه وای ګرځیدلای ،اصلا حکومت ته وخت او مشوره ورکول کافی او معقوله خبره وه .
او پدی ترتیب نتیجه ګیری آسانه تر سره کیدای شوای ، خو مع الاسف زموږ حریص او د ملی ګټو ناقض او ناکام په نامه سیاسیون بیاهم ځان مستحق بولی او باید په غلط رسم بیا هم ونډه ولری او ملی ګټی د شخصی محصولاتو په توګه وکاروی.
مع الاسف موږ د احزابو او ډلګیو ۱۸ کلنه ارزیابی او ځواب ویونکی قوانین د احزابو نلرو ، ورنه ډیرو معامله ګرو او ناکامو سیاست مردارانو ته همدا ریکارد د کارنامو،معاملو ،جنایت او فسادونو حکومت او د.غنی او ملت ته تصفیه ډیره آسانه کوله اود هرخاین جست و خیز یی مهارولو ، خو مع الاسف دی بنیادی حل باندی ذیربطو ادارو کار ندی کړی او داسی ښکاری چی دوی هم لدی ریکارد ویره او په فساد کی دخیل او ملوث دی
نو اصلا زموږ داخلی استحکام او مرصوص صف د ډیرو مشکلاتو اساسی حل دی