تاند –  د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون نهایي کړی او تمه ده چې تر اختر مخکې لاسلیک شي.

د حکمتیار د شهادت خپرونې په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې اسلامي حزب به د افغانستان له اسلامي دولت سره سبا /شنبه/ د سولې موافقه لاسلیک کړي.

که څه هم مخکې هم ورته ژمنه شوې وه او بیا څو ځله دا تړون وځنډیده، خو د افغان حکومت دننه ځینو سرچینو او د اسلامي حزب له لورې یو شمیر کسانو چې نومونه یې نه غوښتل چې افشا شي، تاند ته ویلي  دی چې ډیر امکان شته چې نن شنبې یا سبا یکشنبې دغه موافقه وشي.

د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی دی چې د یکشنبې په ورځ د عرفي ورځ ده او د دوشنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

ګلبدین حکمتیار په یوې لیکنې کې چې د فیسبوک له لارې د ده ملاتړیو خپره کړې ده لیکلي دي چې دی په افغانستان کې دی. البته په دې مقاله کې دا ادعا هم شوې ده چې د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته دی په ایران کې و او هلته ایران غوښتل چې دی امریکایانو ته وسپاري او بیا دی مجبوره شو چې افغانستان ته راشي او تر ننه په افغانستان کې اوسیږي.

د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب پلاوی له څو میاشتو راهیسې کابل ته څو ځله ولاړ او بیرته پاکستان ته ستون شو. په دې موده کې د اسلامي حزب له لورې یو شمیر شرطونه د سولې لپاره وړاندې شول چې په دې شرطونو کې داسې څه نه تر سترګو کیږي چې د افغانستان د حکومت لپاره ستونزمن وي.

د سولې له بهیر سره د اسلامي حزب یوځای کیدل د ګڼو کسانو په باور ښایي طالبان هم دې ته وهڅوي چې د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي.

ویل کېږي چې د حکمتیار له لوري د سقاو زوی په ملاتړ کې لیکنو هم مرسته کړې چې له حکمتیار سره د سولې له پروسې سره په حکومت کې د سقاو پلوو عناصرو خواخوږي خپله کړي.

3 thoughts on “د اسلامي حزب او حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسلیکېږي”
  1. بس موږ نو سترګې په لار یو
    خدای پاک دې وکړي چې له حزب اسلامی سره سوله وشی
    او طالبان یې په قدم قدم کېږدی
    وطن کې جګړو ډېر تاوانونه اړولی دی

  2. یوه خبرکول غواړم چی پښتانه دی ده راتلو ته نه خوشحالیږی ځکه دی مونږ ته کومه خاصه ګټه نشی رسولای ټول حزبیان یی په دولت کی وو دا یو شخص دی رابه شی کوم مثبت تغیرات نه راځی

  3. مونژ چي دي صلحي ته خوشحاله يو صرف ددي لپاره چي د نظار د لنډغرو خلاف يوه كتله او رهبري را مينحٌ ته شي دا چي دئ د حبيب الله كلكاني په شان خاينو ته د احترام تقاضا كوي نو حٌوانان مايوسه كوي او دا صلحه بي تفاوته كوي حكمتيار صاحب ته پكار ده چي د حٌوريدلو خلكو زړونه خپل كړي او حقيقتونه نظرانداز نه كړي د افغانستان تاريخ ته درناوئ وكړي او افغانيت په لمړيتوب كي قرار وكړي د جهالت زمانه لاړه نور دي خلك په كاذبو انگيزو نه غولوي

ځواب ورکول حسيب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *