انسان الله تعالی اشرف المخلوق پېداکړی، چې له همدې امله یې د نړۍ په ټولو مخلوقاتو تاثیر شته، خیر که ځینی خلک د قدوقامت او علمیت له پلوه یو له بله سره توپیر لري خو د خلکو په زړونو هغه خلک راج کولای شي چې ورسپارل شویو چارو کې له ایماندارۍ او اخلاص څخه کار واخلي.

ادارې اړوند مسایلو لپاره بې شمېره کتابونه شته چې په هر مسلک پوری مربوط لارښوونې پکې شوې دي او یو اداره چي ته دا ډېره اړینه ده چې مربوطه لارښوونې تعقیب کړي، ترڅو یې ورسپارل شوې چارې په ښه شان سره پرمخ ولاړی شي.

اداره د حقوقو او سیاسی علومو له مخې په دوه ډوله ده، چې عمومي اداره خصوصي اداره بلل کېږي.

عمومي اداره، هغه اداره ده چې دټول هېواد په سطحه کې تر بحث لاندې نیول کېږي. او خصوصي اداره بیا دیوې موسسې، پروژی او شرکت په سطحه کې تر بحث لاندې نیول کېږي.

دغه کتاب چې (ښوونیزې ادارې) په نوم دی، د ښوونځېو د ادارو اړوند مسایل پکې څېړل شوي دي، چې د دارالمعلمینونو په اخري سمستر کې لوستل کېږي او دا ځکه چې همدا محصلین دي چې د سبا ورځې ښوونکي او مدیران دي، نو اړ دي چې د ښوونځېو اړوند په اداري چارو کې کافي معلومات ولري.

په دارالمعلمینونو کې په عمومي ډول سره درې کټګورۍ مضامین تدریسېږي، چې عمومي، اختصاصي او مسلکي په نوم یادېږي. عمومي مضامینو څخه منظور حقوق بشر، ثقافت، صحت رواني… د اختصاصي مضامینو څخه هدف هغه مضامین دي چې محصلین یې د تخصص په شکل لولي. لکه د ساینس په رشته کې بیولوژي، کیمیا… او مسلکي مضامین بیا د ټولو رشتو لپاره یو شان دي او دا ځکه چې په عمومي ډول له دارالمعلمین څخه په ټوله کې ښوونکي فارغېږي چې د هغو مسلکي مضامینو له جملې څخه یو هم ښوونیزه اداره ده.

په پای کې زه  محترم استاد ښویالي محمد شفیق شرفزي او ملګرو ته یې ددې کتاب د چاپ له امله مبارکي وایم او د باري تعالی له دربار څخه ورته د نورو علمي پرمختګونو هيله کوم. عمر یې دراز او قلم یې تاند.

مننه

ښویالی حمیدالله ناصری

One thought on “ښوونیزه اداره چاپ شو”
  1. ‌ډیره پرځای هڅه ده ،الله د په عمر برکت که
    په اوسني اداری نظام کې چې فساد خپل اوج ته رسیدلی که هر څومره د اداری د اومورو د سالمتیا په موخه لیکنی وکړو بیځایه به نه وی ځکه ضرورت دې ته دی چې د هیواد په اداری سیستم کې اصلاحات د هیواد د اداری نظام د پرمختګ باعث کیدی شی، او د اداری په اصلاح کی د ټولنی اصلاح نغښتی ده. زه د ښاغلی استاد شرفزی دا قلمی هڅی ستایم او نورو د قلم خاوندانو څخه د ورته اقدام هیله کوم.
    مننه.

ځواب ورکول توصیف الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *