حکمتیار

آيا د نكاح لپاره يوازي د زوجينو توافق كافي دئ؟

غربپالي مېرمني او د دوى غربي استادان د نكاح په اړه په دوو خبرو ډېر ټينگار او اصرار كوي: 1- يوازي د ښځي او سړي تر منځ خپل منځى توافق د نكاح لپاره كافي گڼي او د دواړو لوريو د خپلوانو (مور، پلار او بل ولي) توافق ضروري نه بولي، 2- دې ته ترجيح وركوي چي نكاح د ځوانۍ او پېغلتوب په لومړيو كي ترسره نشي، موخه ئې يا دا ده چي د ژوند دا برخه د آزاد جنسي تلذذ په حالت كي تېره شي او يا دا چي په واده كي ځنډ د نفوس زياتوالي په مخنيوي كي ممد دئ .

په دغو دواړو مواردو كي د دوى دريځ نه يوازي د اسلام خلاف دئ بلكي د علم، عقل او فطرت خلاف هم دئ، په دې اړه څو خبري د يادولو وړ دي:

علمي څېړنو ثابته كړې ده چي څوك په ځوانۍ كي واده وكړي اولاد به ئې تر هغه چا زيات روغ، پياوړى او له عقلي پلوه وړاندي وي چي په زړښت او له دېرش كلنۍ وروسته واده كوي.

د غرب آزاد، گنده، غير مهذب او غير قانوني جنسي تعلقاتو وښوده چي دا بې مهاره جنسي شذوذ انسان او انساني ټولني ته څومره ستري ستري ستونزي راولاړوي، د ايډز خطرناكه او وژونكې بيماري د همدې غير فطري ښكارندويي زېږنده ده او ورځ په ورځ زياتېدونكي ناموسي قتلونه له دغي فتنې خړوبه كېږي.

كله چي انسان د بلوغ سن ته ورسېږي، له فطري او جسمي پلوه د ازدواج وړتيا ترلاسه كړي، ولي او د كوم علمي او عقلي دليل له مخي به د هغه ازدواج ناسم او غير مجاز عمل گڼو؟!!  په ټولو ژوو كي دا فطري قانون نافذ او مرعي الاجراء دئ چي هر يو ئې له بلوغ وروسته ځان ته جوړه غوره كوي او بېله كورنۍ جوړوي، ولي به انسان له دې عمومي، فطري او طبيعي قانون مستثنى كوو، د دې استثناء لپاره به كوم علمي او عقلي دليل وړاندي كوو؟!!

د ازدواج د ځنډولو منصوبه د هغو له لوري وړاندي شوې چي د انسانانو ډېرښت د اقتصادي ستونزو عامل گڼي، دا په داسي حال كي چي د نړۍ اقتصادي ستونزي له هغه ظالمانه اقتصادي نظام راولاړي شوې چي د امكاناتو د غيرعادلانه وېش له كبله رامنځته شوى.

قرآن دا د فرعوني نظام يوه اساسي نښه گڼي چي د مظلوم، مستضعف او بې وزلي قوم له ډېرېدو به وېره لري او د دوى د شمېر راكمولو هڅه به كوي. قرآن وايي: فرعون د بني اسرائيلو د زامنو د وژلو لړۍ په دې موخه پيل كړه چي دوى په ضعف او ناتوانۍ كي وساتي او پرې نږدې شمېر ئې زيات شي، قرآن د بني اسرائيلو لپاره د (مستضعف) اصطلاح كارولې، په دې لفظ كي دغه معنى نغښتې ده چي حاكم نظام په ناتوانۍ او ضعف كي د دوى د ساتلو هڅه كوله. دا اوس چي تاسو گورئ غرب او په سر كي ئې امريكا، په ټول توان طاقت د دې هڅه كوي چي د درېيمي نړۍ ولسونه دې ته اړ كړي چي د اولاد پيدا كولو بهير كنټرول كړي او د خپل نفوس د سريع زياتوالي مخه ونيسي، دوى خلكو ته دا وايي چي د نفوس زياتوالى د فقر باعث دئ، حال دا چي په زمكه كي د رزق او روزي موجود وسائل هومره دي چي د موجوده شمېر څو برابره انسانانو ته روزي وركولى شي، په ټولنه كي فقر او لوږه له دې نه ده راولاړه شوې چي د رزق او روزي وسائل د نفوس په تناسب نه دي، برعكس د فقر اصلي عامل د زمكي د وسائلو او شتمنيو غيرعادلانه وېش دئ، دا ستونزه له طبقاءتي نظام راولاړه شوې، دا د غرب د پانگوال او ظالمانه اقتصادي نظام زېږنده ده. دا د انسانانو له خپلو ظالمانه تصرفاتو او غيرعادلانه وېش راولاړه شوې ستونزه ده چي د شتمنيو لويه برخه ئې د محدود شمېر شتمنو په لاس كي ده او اكثريت ئې د ژوند له ضروري اړتياوو محروم دي او همدغو محرومانو ته په دروغو ويل كېږي چي ستاسو د فقر او لوږي وجه د نفوس زياتوالى دئ، شمېر مو كم كړئ، د ازدواج نېټه د عمر پاى ته وځنډوئ، په يوه او دوه اولادونو اكتفاء وكړئ چي اقتصادي ستونزه مو حل شي. د تېري زمانې فرعونيانو ئې زامن په چاړو حلالول خو د اوس زمانې فرعونيان ئې په څو تابليتونو د مور په رحم كي وژني.

دې ته مو بايد پام وي چي د بني اسرائيلو د عروج او زوال په قصه كي هغه ثابت الهي سنن توضيح شوي چي تل تكرارېږي، انساني تاريخ په حقيقت كي د هغو پېښو د تكرار اوږده قصه ده چي د بني اسرائيلو په قصه كي ئې تاريخي بېلگي گورو. هره زمانه ځانته فرعون لري او په مقابل كي ئې د موسى عليه السلام په څېر يو مجاهد، تل به گورئ چي د مجاهدينو په ليكو كي ټگمار سامري راپيدا شي او مجاهدين د الله له بندگۍ د سخوندر په څېر د يوه جعلي او كاذب معبود بندگۍ ته بيايي، د زمانې په هر پړاو كي به د بلعم بن باعوراء په څېر د ټگمارو مذهبي مشرانو شاهد وئ، هغه چي دين په دنيا پلوري، د مذهب تر نامه لاندي د فرعون ملگرتيا او د موسى مقابله كوي، تل به قارون د فرعون په خوا كي گورئ او فرعوني نظام به د خلكو د زامنو د وژلو او د ولس د شمېر كمولو هڅه كوي!!

22 thoughts on “ښځه او حقوق ئې- درېيمه برخه / حكمتيار”
  1. باور مې نه کولو چې دا سړی دې دومره کمزوری منطق ولري. د اول پاراګراف لوستلو پوی کړم چې حکمتیار د حکمت له څنګه نه دی تېر شوی.
    دی لیکي:
    غربپالي مېرمني او د دوى غربي استادان د نكاح په اړه په دوو خبرو ډېر ټينگار او اصرار كوي: 1- يوازي د ښځي او سړي تر منځ خپل منځى توافق د نكاح لپاره كافي گڼي او د دواړو لوريو د خپلوانو (مور، پلار او بل ولي) توافق ضروري نه بولي، 2- دې ته ترجيح وركوي چي نكاح د ځوانۍ او پېغلتوب په لومړيو كي ترسره نشي، موخه ئې يا دا ده چي د ژوند دا برخه د آزاد جنسي تلذذ په حالت كي تېره شي او يا دا چي په واده كي ځنډ د نفوس زياتوالي په مخنيوي كي ممد دئ .

    د ځوانۍ په لومړیو کې له واده سره په علمي او ساینسي دلایلو مخالفت کېږي. د ځوانۍ په لومړیو مرحلو کې د انسان عقل پوخ نه وي. د احساساتو د مخې پرېکړه کوي. د بلې خوا جنسي غریزه پرې قوي وي نامناسبه فیصله کوي . د دې په څنګ کې که په کم عمر انسان د اولاد څښتن شي د طبي نظره هم ښه نه وي. طب وايي چې د واده بهترین خت د نارینه دپاره د ۳۰ تر ۳۵ کلني او د نجونو دپاره د ۲۰ تر ۳۰ کلني دی.
    د دې یې د نفوس سره څه ربط.
    داسي ښکاري چې حکمتیار صاحب د اوسني له هغو وسایلو نه خبر نه دی چېژ د ماشومانو د مخنیوي دپاره کاریږي.
    په صدر اسلام کې شرایط متفاوت و. د هغه وخت د انسانانو مسوولیتونه او کارونه د ننني انسان سره ډیر ډیر فرق لري. نننی انسان مکلف دی چې تعلیم وکړي. که په دیارلس کلنۍ کې نجلۍ واده وکړي ، درس به کله وايي؟ کنه ستا په نظر نجونې یا ښځې خدای پاک صرف د ماشوم زیږولو او تا ته د ډوډۍ پخولو دپاره پیدا کړي دي؟؟؟

  2. ما د ښاغلي حکمتیار د لیکنې د لومړۍ برخې لوستل پیل کړل خو په څو شېبو کې مې خوا ترې توره شوه ځکه چې له هماغه اوله د ده د خبرو انداز داسې دی لکه له چا سره یې چې جنګ وي. بدبختانه چې دی له پخوا راهیسې د منطق پرځای سوټی کاروي او همدغه وجه ده چې هم یې ځان خراب کړ او هم ورپسې نور که څرګنده ووایم پښتانه، ځکه که څه هم چې ده پښتانه همېشه ټکولي دي خو د نورو له خوا نه دی همېشه د پښتنو استازی ګڼل شوی او په وجه یې پښتانه ټکول شوي دي، عین لکه د طالب له وجې. ما د لومړي ځل له پاره انسان ملا په اروپا کې ولید، دا کلیمه له احساساتو نه، نه کاروم بلکه حقیقت دی، انسان په دا معنی چې د پیغمبر د ریښتني استازي په توګه له خبرو او وینا سره انساني او ټولنیز نزاکتونه مراعتوي ځکه زمونږ په سیمه او په خاص ډول په افغانستان کې چې کله ملا خبرې کوي او په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ په جومات کې، داسې به په غوسه وي لکه دی چې پرښته وي او د خدای دا نور ټول مخلوق ډېر سخت ګناکار، یعنې هېڅ انساني عاطفه نه لري. په ځان باندې د دغه ښاغلي د پلویانو له خوا د دهریت ټاپه لا له اوس نه چلینج کوم او اول ځان او بیا دوی ته د الله تعالی له خوا نه د هدایت غوښتنه کوم. اللهم اهد قومی فانهم لایعلمون

  3. بلكل حكمتيار صاحب ،لكه چى يونس خالص غوندى ستا هم ١٣ كلنى ته زره شوى ،؟دا چى هر يو لس پنجلس ماشومان وزيژوى بيا خو طبعاً مور او پلار يى تعليم او تربيه ته رسيداى نشى،
    بس د ابوجهل لشكر نور هم زيات شى، او ستا او نورو غوندى مداريانو رهبرانو ته خداى پاك تيار رانده لنده غر لاس كى پريباسى،
    تاسو نو نور د خدايا حًه غوارى.؟
    پراخه لكه سمندر اسلام دين مو د ابوجهل په منگى كى راگير كرى، صرف دا حًانونه درته كامل مسلمانان شكارى، او حقيقت كى د اسلام ضد او خلاف خو تأسى ياستى.
    ته او خداى نور لژ دى خپل وجدان نه خو وشرميژه، كه يي لرى؟؟

  4. za baid dagha yaw wroor ta da wawayem che saince har kaal tagheer kawe ka ta cherta wagoore aw zawra mutalia wakre saince khpale khabre khpala rada wee yaw missal ba da DDT powder wa che pa shroo ke da nobel jaiza warkra aw bia ye wroosta da hagha mare mahkima kra aw da quran khabre na badlegi aw hamesha saine ham berta hamagha halat ta raghale
    wasalam

  5. asalam o aliakum
    It is true that today most people in the west even in the east, spacialy the educated people think more children are a burden on their economy and they will not be able to raise them properly. but they dont know that it is not the money that will raise the children it is how the parents raise them. the west is completly washed out from any moral and family value. the high crime rate is the by product of this practice. i would like to coment on two comintators comint above, obviosly they forgot thet that truth is hard to digest. and those who white lie and try to opease people and kill millions in dieguise, either directly or indirectly is acceptable. may allah give me and all of us hedaya

  6. د رحمت الله عمرزی او د عبدالرحمن په جواب کی

    ګرانه رحمت الله عمرزی سیب زه ډاکټر یم او داسی ډاکټر چه طب می په لمړی درچه پای ته رسولی ، په طب وقایوی کی ماستری هم لرم او ډیر وخت یوی ډیری معتبری اداری لخوا د جنسی او تولدی صحت مسول پاتی شوی یم ، تا چه لیکلی چه طب د نارینه لپاره د واده غوړه وخت ۳۰-۳۵ کاله ښی دا سوچه روغ دی که نه وی مهربانی وکړه او د طب د هغه تحقییق او کتاب نوم وښیه چه د اخبره یی پکی په ساینسی ډول ثابته لیکلی وی

    ګرانه زه په تایلند کی د جنسی او تولدی صحت په یو ورکشاپ کی د ګډون لپاره تللی ووم، کله چه په تایلند کی د ۲۱ ملکونو لپاره ددی ورکشاپ جوړونکو د څوانانو او پیغلو په هکله د جنسی صحت په هکله معلومات وړاندی کول نو دهغی معلوماتو په یوه برخه کی داسی راغلی وو: چه ددی حوزی د یویشت ملکونو ۸۰٪ نجونی او هلکان مخکی له اتلس کلنی د ازاد و جنسی اړیکو لرونکی وی او له اتلس کلنی روسته بیا هروخت یی چه زړه غواړی واده کوی ، پدی ګروپ هلکانو او جینکو کی د ایدز، هپتایټیس سی او بی او نورو جنسی امراضو فیصدی ډیره لوړه ده چه تر ۹۰٪ اوړی
    بلخو ا ته ددی حوزی ۱۸٪ ځوانان او پیغلی له اتلس کلنی مخکی او یا هم په اتلس کلنی کی واده کوی او خپلو کی یو بل ته وفادار هم پاته کیږی چه پدوی کی بیا د ایدز او نورو مهلکو امراضو فیصدی صفر ده

    لدی نه روسته ددی ورکشاپ کفارو مشرانو داډول پشنهادونه درلودل :

    ۱- باید د واده وخت له اتلس کالو پورته یوړل شی
    ۲-باید ځړانان ازادو جنسی راوبطو جوړولو ته وهڅول شی

    پدی وخت کی ما تری پوښتنه کړه چه ایا ستاسو هدف د ځوانان جنسی او تولدی صحت بهترول دی که بدترکول ؟ دوی وویل چه بهترکول ، نوبیا ماورته وویل چه ستاسی له معلوماتو خو داسی ښکاری چه ټول هغه ځوانان او پیغلی چه واده نه کوی او ازاد له څوکسو سره جنسی اړیکی لری د ایدز په شمول په ډول ډول بیماریو اخته دی او هغاه ځوانان او پیغلی چه وختی یی وداه کړی او خپلو کی وفادار دی هیڅ امراض نلری او صحت مندی ، نو لهذا ستاسی پشنهادونه باید داسی وی :
    ۱-ځوانان پریږدی چه په خپله خوښه واده وکړی هروخت یی چه زړه غواړی او د کولو مالی او جنسی توان یی ولری
    ۲-د ښځی او خاوند ترمنځ وفاداری تشویق کړی

    پدی وخت کی ټول هغه چه په ازادو جنسی اړیکو یی باور درلود راتلل او ماته به یی ویل چه ته زمونږ د مانډیټ مخالف یی

    ګرانه رحمت لله سیب له تبصیری دی ښکاری چه نه ډاکټر یی او نه هم مسلمان بلکی یو سیکولر فکر لری او شاید چه غربی سیکولرانو داسی تبصیرو لیکلو ته هځولی یی

  7. محترم حکمیتار صاحب سلام
    ستاسو مقاله مې ولوسته ، د نورو نورو نظریات تاییدوم،زموږ مشران ځانونه عالمان بولي خو دعلم او پوهې په څنګ هم نه دی تیر شوی ، ستاسو د سر او ږیرې تور ویښته خو په جنګ او وراني کې سپین شول، تاسو منطق او علوم چیرې ولوستل چې اوس فتواوې ورکوي ، یو بل دا چې په اروپا کې خلک له دې وجې اولادونه نه راوړي چې نفوس زیاتیږي بلکې له دې وجې یې نه راوړي چې د دوی انفرادي ژوند ورسره بې خونده کیږي ، دوی یو یا دوه اولادونه راوړي چې د بچیانو روزنې او پالنې ته رسیدګي وکولا ی شي او د دوی ژوند هم ښه تیر شي. دا اوس په روسیه او اروپا کې حکومتونه میرمنو ته زیاتې پیسي ورکوي ، ځانګړي امیتازیات ورکوي څو اولادونه راوؤي ، په ځینو وادونو کې ان دولت میرمنو ته د بچیانو د راوړلو په سر تنخواګاني هم پورته کوي ، او د پالنې له پآره ورته ځانګړي بودیجه له پارلمان څخه تصویب کیږي . زما عقیده دا ده چې تاسو محترم نور له جنګ او بې ځایه مخالفت لاس واخلی او راشي دلته علوم ولولی او بیا په مسایلو نظر ورکړي

  8. ښا غلی حکمتیار صا حب
    تا سو ولی ؟ په هری مسلمانی باندی د غرب پالی ټا په لګوی آ یا داسلام مبارک دین په نکاح کې د جا نیبینو رضا یت شر ط نه دی ښو دلی غرب پالی یا دغرب ښځی خو هیڅ نکاح نه کوی هغه د ځناورو په شان ګډ ژوند کوی تاسو ولی موږ داسلام ددایری نه باسی زه خپله ددی پلو ی یم چې د نجلی او هلک دواړو رضایت دنکاح په صورت کې باید وا خیستل شی نو زه د غرب پلوی کوم ؟؟؟؟؟ ښځو ته چئ نن ورځ کومی نا خوالی متوجه دی خوټول ددی جبری ودونونه دی

  9. قدردانه وروره عبدالرحمانه !
    اول خود دنبی اکرم (ص) په سلام لمانځم اوبیا وروسته ستا دعلمی پړیتو یوڅو ځوابونه درلېږم.
    تاسوپخپلوډکوسلوکې ولیکل چې په اول کې مې یو انسان عالم ولید ! ګرانه چونکه نوم دورته معریفی شوئ که عمل دورته معریفی شی دغه عالم هم هغه درسونه ویلی کوم چې په افغانستان کې ویل کېږی خو یوشئ چې زه یې تاته په ګوته کوم هغه دادئ چې دافغانستان خلق که علماء دی اوکه عوام مونږ غوایه ته ، خره ته، سپی ته دکوتک په ژبه خبرې کوو، ته زماپه خواکې وئ عملی به مې درښوولی وو چې ته احمق څوک یې چې دخلقوپلارونوته باباګانوته توهین کوې ، ستایې په اسلام څه ، خوزه وایم چې لکه چې دډېرې بې کاره کورنئ سره دتعلق دئ، الله پوهېږی چې ټبربه هم لرې اوکنه ! ته خوبه هغه عبدالرخمان نه وې کوم چې مسیحی شواودشپې دکابل نه واتیکان ته یوړل شو؟ یره ستا ددې بې ضمیرې لیکنې څخه خوهم داسې معلومېږی ! زه خو حیران دوېب پاڼو ته یم چې بلارونه یې کنځل کېږی اودوی یې خپروی . باقی راغله دحکمتیارلیکنه لیکه خو یې ډېره عالی وه اوکه په ملګرو کې یې غیرت وی نودمنحوسینوځوابونه واجب دی. زه ددغو ورځپاڼودمشرانوڅخه هیله لرم چې دخلقو، دعلماوواحساسات دنه جرحدارکوی ودګوری چې پلانکی څه بکواس لیکلئ بیادهغې نه وروسته یې دخپروی.
    مننه.

  10. که مسلمان یی خو د حکمتیار لیکنه اسلامی ده او که هندوان او بی دینان یی زی غرب ته…

  11. طالب جانه د اسلام او خرګری ترمنځ زښته زیات فرق دی او دا دواړه بیخی جدا شیان دی! ته څه فکر کوی چه په غرب کی خدای نه شته او که اسلام یوازی ستا په سپږنه ږیره کی دی؟ لږ قران ولوله ځکه قران پیغمبر ته وای چه کله منافقان تاته راشی وایی چه موږ شاهدی ورکوو چه ته دخدای رسول یی خو خدای وایی چه زه شاهدی ورکوم چه ته د خدای رسول یی خو زه په دی هم شاهدی ورکوم چه منافقان درواغ وایی ! هره خبره له خولی ایستل او هر ډول بی منطقه فکر کول ګناه ده ځکه خدای هم له تاسو څخه دلیل غواړی او بی دلیله خبره نه منی قل هاتو برهانکم زه نه پوهیږم چه ته په قران پوهیږی او که یوازی د ړندو په څیر د خپل مور او پلار اسلام تعقیبوی؟ او داخبره نوره نه چلیږی چه سړی هرڅومره خراو خیرن وی هغومره مسلمان دی

  12. حکمتیار صاحب عالم سړی دی. ځینې خبرې به یې شاید له ساینسي حقایقو سره سمون ونه خوري خو بیا هم کوښښ کوي چې استدلال وکړي. دا مهمه ده چې یو څوک په استدلال باور لري. دا خلک به څه کوې چې د پیریانو او دیوانو کیسې درته کوي او ټولې حوالې یې په بله دنیا وي. د بلې دنیا خبرې خو به هغه وخت سپینېږي چې ټول له خیره سره ورشو او وګورو چې څوک په حقه و او څوک ناحقه!
    حکمتیار صاحب سره له دې چې مذهبی سیاست کوي خو هیڅ وخت یې نه دي ویلي چې خلک د خپل حکومت د ټاکلو او انتخاباتو حق نه لري. په مذهبي سیاستوالو کې داسې کسان هم شته چې خلکو ته د رایې حق نه ورکوی او په حقیتقت کې د خلکو د غلام ګرځولو نیت لري
    ما په خپله د ده لیکنې خوښېږي او زده کړه ورنه کوم. .

  13. هېڅ یوه مسلمانه ښځه اګر که د ګلبدین صیب په وینا غرب پاله وي دا نه خوښوي چې د شرع د مسلمو اصولو نه دې سرغړاوی وکړي البته تاکید دا دی چې د هلک او جینۍ رضامندي لازمه ده او دغه خبره زمونږ په ټولنه کې معیوبه ده اخو په اسلام کې یې اهمیت څرګند دی ګلبدین صیب هم د خپلې ټولنې نه متاثره دی

  14. :
    ولی احمد خانه وروره
    د نښی مینځ مو وویشت د افغا نو میر منو بد مر غی د همد غه ځا یه پیل کیږی په کوم ځای کی چئ دد غه کسانو دزړه خبره وی نو هلته اسلام مطر حوی په کو مو ځا ینو کئ چئ ددوی په خو ښه نه وی بیرته افغانی یا پښتنی کلتور ته مخه اړوی خدای ج ته وګو ری دا سی مه کوی ښځه خو داسی بر باد برباد کړه ، هغه حقوق خو ور کړی چئ اسلام ورته ور کړی که نه نو بیا ستاسی او دیوه امی تو پیر په څه کئ دی د پښتنو یا افغا نا نو فر هنګ خو د ښځو د حقو قو په بر خه کې یو دبل ضد دی آیا ستاسی نه به داخرت ورځ ددی پو ښتنه و نه شی ؟؟؟

  15. حکمتیاره ډیره مننه چی زه دی پخپله اشتباه پوه کړم زه په دی عقیده وم چی حکمتیار که ډیر ظالم سړی دی او دقدرت د نیولو لپاره له هر څه نه تیریږی خو ډیر پوه او د قوی منطق سړی هم دی . ددی مقالی په لوستلو سره زه دی په دی پوه کړم چی پوهه او منطق در سره نشته او په دی هم پوه شوم چی تر هغه چی ما فکر کاوه د هغه نه هم ډیر تنګ نظره انسان یی آیا دا اسلامی کار دی چی بی له مدارکو یواڅی په یو ګومان دا فتوا ورکړی چی هر څوک چی د کم عمرو نجونو د نکاح سره مخالف وی هغوی آزاد جنسی تلذذ غواړی دا یوډیر او بی اساسه غیر اسللامی اتهام دی
    . د نړی ټول خلک خو داسی ندی چی په پنڅوس کلنی کی د ۹ کلنی پیغلی د تلذذ پسی وی
    په هر صورت ، دا معما اوس ما سره حل شو چی یو پوه سړی څنګه کولای شی چی د حکنمتیارغوندی پالیسی ولری
    څواب یی دا دی چی هر هغه ځوک چی دغسی فکرونه ولری هغه هیڅکله پوه نه وی هڅی د پوه والی تظاهر کوی
    په یو شی پوهیږم چی پښتو لیکنه دی ښه او روانه ده زما په لیک کی به ډیر ګرامری او املایی اشتباهات پیدا کړی خو منطق دی ضعیف ثابت شو

  16. Salam to ALL!
    Marriage is a choice between two people, which could be nurtured through enlightment of the individuals. However, first we make our people stupid by assumption, proposition and misinformation and then we ask them why they function so zombie in life. We are missing the basic things in life and we are asking other to follow us. I know majority of people who get trap in our net are usually the most desperate people of the society.
    Woman is a human like a man. People live by values, beliefs and culture. Human society is framed by civil laws. Life is simple if we want to understand it. I do not understand why we have to dictate others what to do. Mr. Hekmatyar is complaining about West while the title of his topic is about woman rights. Mr. Hekmatayar should tell us what are the rights of woman than throwing confusing ideas in his writing. Let’s West the worst place, but does make us to be better? No, we have issues to resolve than complaining about West.
    Mullah Habib

  17. مروت صیب، دا چې ما روژه نیولې ده ستاسو د کنځلو ځواب نه لیکم. الله تعالی دې درته هدایت وکړي.

  18. عمرزی او عبدالرحمان وروڼو
    حکمتیار چي کومې خبرې کړي دي یایې دمسئلې وضاحت کړی ښه اندازیې کار ولی ځکه هغه چاته چي دالهي قانون په وړاندي له بې ادبي او جسارت نه کار اخلي
    داسي لهجه ورته کار ول په کاردي
    چي دا په خپل ذات کي دبلاغت یو قسم بللای شو
    بلکه زه داوایم چي یو کس دغصې خبره په خندا او دخنداخبره په غصه کوي نو
    داسبک به یې ضرورتر سوال لاندي کیږي
    او هغه خبرې چي ښاغلی حکمتیار یې په خپلو کتابونو کي له هرې مسئلې وروسته د تړوني په توګه کاروي ورسره مخالف یم هغه هم په دا چي دی غواړي خپل مخالفین لکه دلته دبلعم باعور او نورو بدنامو په نوم ونوموي
    اوکتونکو ته ددې انتزاع لاره مهیاکړي چي زه موسی او دحقې لارې لاروی یم ۰

ځواب ورکول ولي خان احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *