حکمتیار

په نكاح كي د جانبينو توافق شرط دئ

اسلامي شريعت د نكاح او يوې نوې كورنۍ د جوړلو لپاره د جانبينو توافق شرط كړى، او د جانبينو د كورنيو تر منځ توافق ئې غوره او گټور گڼلى، دواړو ته په ښه سلوك او په خپلو كي په مشوره توصيه كوي، د لانجو غوڅولو لپاره دواړو ته د صبر، زغم او عفوي سپارښتنه كوي او كه په دې ئې لانجه حل نه شوه، د دواړو خپلوانو ته وايي چي مداخله وكړي او ستونزه حل كړي، د روغي جوړي لپاره دي په گډه د مصالحې كوم هيئت او جرگه غوره او لانجه دي حل كړي، كه په دې هم مشكل حل نه شو نو مېړه ته ئې د طلاق واك وركړى، په داسي حال كي چي وايي: د الله په وړاندي تر ټولو كركجن حلال كار طلاق دئ. طلاق ئې له هغي ترخې دوا سره تشبيه كړى چي ډاكټر ئې د علاج لپاره ناچار خپل بيمار ته وركوي. د نكاح او طلاق په اړه د اسلامي شريعت لارښووني داسي دي چي هم د مېړه او ښځي ترمنځ گډ ژوند د ميني، پېرزويني او احترام په فضاء كي وي او هم ئې د مجبوريت په صورت كي بېلېدل په ښه او غوره توگه، داسي ضوابط ئې وضع كړي چي دا معامله د دوو كورنيو ترمنځ د نږدې والي ذريعه وي نه د منافرت او دښمنۍ باعث. 

د طلاق واك نارينه ته او په مقابل كي ئې د مهر حق ښځي ته وركړى شوى، دا مهر د ښځي د مستقبل لپاره ډېر حكيمانه او غوره تضمين دئ، چي مېړه ونشي كولى بې موجبه خپلي مېرمني ته طلاق وركړي، يا د دې لپاره چي د هغې پېغلتوب ختم او د ځوانۍ ښايست ئې نه وي پاته او مېړه ئې غواړي له دې ځان خلاص كړي او بله پېغله او ښايسته وكړي، يا هسي تر دې ئې بله خوښه شوې وي، دې ته طلاق وركړي او په بلي ئې بدله كړي، د دې لپاره چي څوك د ښځو په برخليك لوبي ونكړى شي، اسلامي شريعت د مهر حق ښځي ته وركړى او د همدې لپاره شريعت د مهر لپاره خاص حد نه دئ ټاكلى، دا اختيار ئې ښځي ته وركړى چي د خپل مستقبل د تضمين لپاره له مېړه څه ترلاسه كول ضروري گڼي، كه مېړه ښځي ته طلاق وركوي نو دا حق نه لري چي دې ته له وركړو شيانو د مهر په شمول څه ترې بېرته واخلي، خو كه ښځه د طلاق غوښتنه كوي نو بيا به دې ته خود تيارېږي چي له مېړه اخيستى مهر بېرته مسترد كړي او په دې سره د دوى لانجه پاى ته ورسېږي. د درېيم ځل طلاق معنى دا ده چي دا دواړه نور د گډ ژوند وړتياوي نه لري، خو كه دې ښځي له بل سره نكاح وكړه او دا نوې نكاح هم په طلاق منتج شوه، ښايي دې ترخې تجربې لومړنۍ جوړه دې نتيجې ته رسولې وي چي يو ځل بيا گډ ژوند پيل كړي، دوى ته د دې كار اجازه وركړى شوې، خو په دې شرط چي يو د بل د حقوقو د مراعات اراده او توان په ځان كي وگوري.

الله تعالى سړي ته د رجعت جواز د دې لپاره وركړى چي مېړه او مېرمني ته ئې د تجديد نظر او په خپلو كړو وړو د بيا كتني فرصت وركړي، د موقت بېلتون په دوران كي دواړه دا وگوري چي د تل لپاره يو له بل بېلتون؛ دوى دواړو او اولادونو ته ئې څومره ستونزي راپيدا كوي، خو مبادا له دې رخصت او جواز غلطه استفاده وشي او مېړه د ښځي د ځورولو لپاره ترې كار واخلي. الله تعالى داسي كار په الهي آيتونو ملنډي وهل او په خپل ځان له ظلم كولو سره مترادف گڼلى او دا ئې د هغه الهي نعمت ناشكري گڼلې چي د كتاب او حكمت په بڼه كي د دوى په برخه شوى. دوى بايد متوجه وي چي معامله ئې له هغه عليم خداى سره ده چي په هر څه پوه دئ او د دوى هيڅ څه ترې پټ نه پاته كېږي.

آيا په ازدواج كي د ولي موافقه د ښځي پر آزادۍ تېرى دئ؟

د اسلامي ضوابطو په اړه د هغه چا اعتراض ډېر بې بنسټه او غلط دئ چي وايي په ازدواج كي د ولي موافقه لازمي گڼل د ښځي د بشري حقوقو خلاف شرط دئ!! هغوى نه پوهېږي چي دا موافقه څومره اهميت لري او له عدم مراعات ئې څومره ستونزي راولاړېږي. هومره چي مور او پلار د خپلي لور مستقبل په پام كي ساتي او د خپلو تجربو له مخي هغې ته سمه لار ښودلى شي او ښه مشوره وركولى شي، په خپله دا ئې نشي كولى. دا خو نه د مور پلار په اندازه تجربه لري او نه معرفت، ډېر ځله داسي واقع كېږي چي هغه د جذباتو او احساساتو له مخي فيصله وكړي، د چا حسن، لباس او ظاهري وضع ئې تر اغېز لاندي راولي، جذباتي فيصلې ته ئې وهڅوي، خو مور پلار ئې ډېرو نورو اړخونو ته هم توجه كوي او د خپلي لور مستقبل او ښه ژوند په پام كي نيسي. 

كوم زوى او لور چي د مور او پلار له موافقې پرته له داسي چا سره نكاح كوي چي هغوى ورسره موافق نه وي، په حقيقت كي د يوې نوې او نه آزمويل شوې اړيكي لپاره گڼ شمېر ژوري او له ميني او پېرزويني ډكي اړيكي شلوي، آيا صحيح ده چي مور او پلار دومره بې ارزښته وگڼل شي چي زوى او لور ئې د خپلي نكاح په اړه د هغوى رأيي ته اعتناء ونه كړي، د هغوى د خوښي او رضايت پرته عمل وكړي او ځان پر دې هم مكلف ونه گڼي چي د هغوى قناعت او موافقه ترلاسه كړي؟!! دا رأيه يوازي هغه څوك وركولى شي چي موخه ئې د كورنيو ړنگول وي نه جوړول!! 

دا جنابان دې ته تيار نه دي چي كومه سېرلۍ ئې د بل له سېرلي سره په خپل سر ولاړه شي، بل ته څنگه وايي چي ستا لور كولى شي له هغه چا سره په خپل سر او ستا له خبرولو پرته ولاړه شي چي ته ئې ورته مناسب نه گڼې

څلورمه برخه

درېمه برخه

دوهمه برخه

لومړۍ برخه

5 thoughts on “ښځه او حقوق ئې – پنځمه برخه / حكمتيار”
  1. I think that Mr. Hekmatyar is simplifying our life to the most primitive form. We develop as humans, so our environment and conditions are changing. If we do not adapt to new changes, our life will remain stagnant, which a miserable human existence.
    First, if you do not like your partner, then why you should stay with her because it is a misery for two people and you limit their choice. Parents are essential in our life, but they are NOT always right in their decisions. Sometime, parents make grave mistakes in our life that affects everything in our life. Another point is that counseling, family agreements and relative collective decision making is part of traditional societies. As time, technologies and socioeconomic conditions are changing, we ought to adapt to new era.
    We as Muslims always say that we have free will, but when you limit our choice because of your mentality, then we do not have the free will to make choices.

    Mullah Habib

  2. حکمتیار صیب! هر څه ته د افراط په نظر ګوری او د هر څه د تحلیل لپاره دی د افراط عینکی را اغیستی دی او ښه په درز کی یی د افراط خوا ته کش کوی. لومړی دا چی که چیرته دی قانون د نکاح د خوښی حق اصلی جانبینو ته ورکړی وی (جلکی او هلک ته) نو دا په دی معنی او تفسیر نه ده چی هر څه دی د والدینو د مشوری نه پرته وشی. د ټولینز نظام او جوښت په نظر کی نیولو سره دا حتی شونی نه ده چی والدین دی خپل نظر پکی ونه لری. خو نهای خوښه د جلکی او هلک ده. که په دی څوک خوشحالیږی او که زړه یی چوی، دا طبیعی اصول دی. دی که نه جنتونه ځای لری نه دوزخونه. هو! د والدینو خوښه منحیث د پریکړی د کولو یواځینی او ورستنی حق یواځی په هغه صورت کی چی جلکی نابالغه وی (نهه کلنه یا لس کلنه یا دیارلس تر ۱۷ او ۱۸ کلنی پوری) ځکه چی په دی سن کی انسانان نه یواځی ذهننا خام وی بلکی جنسی هارمونه یی هم په بشپړ ډول نه وی فعاله شوی. خو په دی عمر کی بیا واده کول د فطری، بیولوژیکی، او طبیعی اصولو پر بنیاد یو نامردود کار دی. نو سوال هم نه پیدا کیږی چی جلکی یا هلک کله چی د پاخه بلوغ مرحلی ته ورسیږی دومره دی شوده خړپ وی چی په خپلو ښه او بدو پوه نه شی او ځان ته دی د ژوند ملګری نشی خوښولی. بله دا چی یواځی ته مسلمان نه یی په معاصر عصر کی موږ د مالیزیا، مصر، ترکی،اندوییزیا او داسی نوری اسلامی ټولنی لرو. دا څه چی ته فرمایی جنابه دا خو چی دا زه څه ناڅه په دغو هیوادو کی ګرځیدلی یم ما نه دی لیدلی. د نکاح د خوښی حق یواځی او یوځی د هلک او نجلی سره وی. دا نو بیا لا څنګه اسلام دی؟ که نه که ستا په تفسیر روان وی نو اسلامی ټولنی دی کنه نو هغه هم د غرب نه متاثره شوی منحرفی ټولنی دی، که څنګه؟ ګرانه! دا څه چی ته فرمایی دا یواځی او یواځی په خیالی ټولنو کی موندلی شی، په عمل کی نه. هسی خیال است و جنون است و مجال است

  3. asalam o aliakum
    I thank borther Hikmatyar for explaning the matter from islamic point of view. He is wright at least 60 %. A good example of it is all the western nations where boys and girls meet on their own and pick their partner and they live to gather for some time and have children before they get married. As soon as they get married you will find 50 to 60 % of them divorce.it the matter is that they were force in marrige is not the case. they never had their parent part of their decesion. they have all the options that is given to them by their secular values. but still they are deprive of the happy life they should have. Those who dont know and are ingolfed in western life style, to them divorce and marrige is a norma daily occurence. but those who care and want to have a stable family and happy family life and care a bout their children they make sure they have their parents and they know were they pick their wife or husbend. once some one was complaining to me from his wife. one the man left, an other woman made a coment and said it depends were you meet your espouse. naturaly, the final choice is the boy and the girl. but the parent input is very mportent. to mr mulla, no matter how much the technology advances. we will stil be eating bread and meat, we will stil be going to the tiolet and will still be same man and women. only the means of living have changed. their more women bashing and beating in the educated people then in uneducated people. i could go on and on. i hope we get the massage

  4. This is taken from your comment “only the means of living have changed”. Read it and understand it what it really means. Technologies, time and pace has changed while your mentality is stagnant. Take a look at statistics in Islamic countries and their issues, you will be surprised what is happening. For example, the number of unmarried women in Saudi Arabia is around 2.5 million and their ages are between 24 and 40 because no one marries them, they cannot meet someone and Arabs are busy with other IMMIGRANT ladies…

    How do you know that Mr. Hekmatyar is right 60%, why not 100%, where did you get the number form? Another thing is that CONTROL is not stability or respect. You control the society by eliminating the normal occurrences or phenomenon in it. Your kenarab changed to toilette, your bread is produced by machines and your meat is produced from catles from farms, your women have access to technologies to meet with other people, your thinking has changed from 10 years ago, your TV has changed, your roads have changed, your schools have changed, so bring Mr. Hekmatyar to REVERSE these changes, which will happen only if the WEST or ARABS will feed him again, otherwise, no one will accept these changes.

    You make your women think like zombies, then you expect them to be capable of making right choices. First you need to make them aware that they are humans, then expect them to behave like humans and make decisions like humans. You keep them like lost animals and of course they get lost.

  5. د حکمتیار صاحب یې کور ودان چې همیشه یې په اسلامي موضوعاتو لیکنې او څيړنې کړې دي. زموږ په وطن کې خو اکثره سیاستوال او توپکیان اسلام صرف د خپلې کلانکارۍ او شخصي قدرت لباره استعمالوي نور نو د اسلام د رڼا د خپرولو لپاره هیڅ نه کوي .
    محترم حکمتیار صاحب، یو وخت په ترکیه کې یو ترک راته وویل چې اسلام ښځو ته نور حقونه ورکړي دي خو دا دوې خبرې یې مشکل لري: یو دا چې د نهه کلنې او لس کلنې له واده کولو سره پکې مخالفت نه دی شوی. د هغه په قول په دې باره کې د اوسنۍ دنیا مقررات ډېر مناسب دي چې تر اتلس کلنۍ یې د واده مخه نیولې ده. د ترک اشنا بله خبره دا وه چې دا د څو ښځو مشکل هم که حل شي ، ښه به وي. اول خو دا چې هره ښځه په وېره کې ژوند کوي ځکه وېرېږي چې مېړه به یې بله ورباندې وکړي. بله دا چې که شتمن څو څو ښځې وکړي نو یو شمېر کسانو ته بېخي ښځه پاتې نه شي. همدا اوس هم د دنیا په اکثرو هېوادونو کې د نارینه وو فیصدي یو څه زیاته ده.
    زه خواهش کوم چې په دې باره کې خپل نظرات ولیکلئ او پوه مو کړئ چې ایا نوي اجتمهاد ته ضرورت دی او که پخوانی اجتمهاد مناسب دی؟

ځواب ورکول غوزځنګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *