حکمتیار

قرآن نه يوازي د فرعون په قصې كي د نفوس كمولو هڅه فرعوني نظام ته منسوبوي بلكي په لاندي آيت كي د خلكو مال په ناحقه خوړل د خلكو له وژلو سره مترادف گڼي او دواړه څنگ په څنگ كي يادوي او فرمايي:

اې مؤمنانو! مالونه مو په خپل منځ كي په ناروا مه خورئ، مگر دا چي ستاسو د رضامندۍ تجارت وي او ځان وژنه مه كوئ، يقيناً چي الله درباندي مهربانه دئ. او چا چي په تېري او ظلم سره دا كار وكړ، حتماً به ئې اور ته ننباسو او دا خو الله ته آسان دئ. النساء: 29

په دې مباركو آيتونو كي د مسلمانانو ترمنځ د اقتصادي اړيكو په ارتباط څو اساسي لارښووني شوې:

په ناروا به يو د بل مال نه خورئ. په دې كي ټولو هغو ناراوو لارو ته اشاره شوې چي اسلام حرامي كړې، ربا، قمار، احتكار، دوكه، رشوت، د حرامو شيانو تجارت او نور.

تجارت درته جائز دئ، په دې سره كولى شئ يو له بله جائزه گټه ترلاسه كړئ، خو په تجارت كي به د طرفينو رضايت په پام كي نيسئ، يو به د بل له مجبوريتونو ناروا گټه نه اوچتوي.

له ځان وژلو ډډه وكړئ، مبادا د فقر له وجهي او يا د فقر له وېري ځان يا خپل اولاد ووژنئ. د الله له رحمته مه مأيوسه كېږئ.

خو كه دا انسان وژنه له ظلم او تېري راولاړه شوې وي او د انسانانو د مرگ او وژل كېدو عامل ظلم او تېرى وي، نو دا ظالمان او تېرى كوونكي دي د الله عذاب ته انتظار وكړي. د دې معنى دا ده چي مبادا كوم انسان په ظلم او تېري سره ووژنئ او يا داسي اقتصادي نظام رائج كړئ چي د نېستمنو د مزيد نېستمن كېدو باعث شي او د دوى په تدريجي مرگ منتج شي. دا اوس چي غربي استعمار په نړۍ باندي كوم اقتصادي نظام مسلط كړى، نړۍ ئې په بډايو او فقيرو هېوادو وېشلې، يو له ډېرو خوړو چوي او بل د يوې گولې وچي ډوډۍ له نه موندلو مري، يو د پړسوب او پرېړتوب بيماريو لپاره دواگاني او علاجونه لټوي او بل سل او ملاريا وهلى، د هډوكو له پاسه ئې له پوستكي پرته بل څه نشته، يو په سترو سترو افسانوي بنگلو كي هم قانع نه وي او بل يا له زړوكو جوړي شوې خېمې كي يا له ټيم جوړي شوې گوډلي كي د ژمي سړې شپې يا د دوبي تودې ورځي تېروي، د غرب ظالمانه پانگوال نظام د ژوري په څېر د وروسته پاته هېوادونو د مظلومو ولسونو ويني زبېښلې، ظالم او بې رحمه حكومتونه، جنرالان او پاچايان ئې ورباندي مسلط كړي، د دوى شتمنۍ ئې غارت كړې، يوه ټوټه اوسپنه او پلاسټيك د سرو زرو په بيع ورباندي پلوري، جنرالان ئې شتمنۍ په وسلو مصرفوي خو دا وسلې د دې پر ځاى چي د دښمن په ضد استعمال شي پخپله د ولس د ځپلو لپاره كارول كېږي، په تېري پېړۍ كي به استعماري ځواكونو د خپل فوځ په زور ملكونه نيول او خپلو كمپنيو ته به ئې سپارل، خو اوس د دغو هېوادونو خپل فوځونه دا كار ورته كوي. څو جنرالان په ارزانه بيع واخلي، هم فوځ د دوى په ولكه كي راشي او د قيامونو د ځپلو لپاره ترې كار اخلي او هم د كودتاگانو له لاري نظامونه او چارواكي ئې يو په بل بدلوي. د قرآن په دغه وينا كي دا ټول حقائق توضيح شوي، واقعاً چي په ناروا سره د خلكو مال خوړل، د انسانانو د مرگ او هلاكت لوى عامل دئ.

اسلام د نكاح تړون ته د داسي تعهد او تړون په سترگه گوري چي د دوو انسانانو (نر او ښځي) تر منځ د يوه نوي گډ ژوند بنسټ جوړوي، يوه نوې كورنۍ رامنځته كوي، د نسل د دوام شرائط برابروي، اولاد ته د پالني او روزني مصئون او خوندي غېږ جوړوي، د انسان جنسي اړتيا له قانوني او صفا لاري رفع كوي، په دې نكاح سره دواړه لوري په خپلو كي ژمنه كوي چي د ژوند په سفر كي به څنگ په څنگ وړاندي درومي، په ملگرتيا كي به ئې وفا، اخلاص، مينه او صداقت وي، د يوه غېږ به د بل لپاره داسي پناه ځى وي چي له جنسي انحراف ئې ساتي، اسلام په نكاح كي د جانبينو د توافق او نوموړي تعهد او ژمني ترڅنگ دا هم ضروري گڼي چي نكاح د جانبينو د كورنيو او اولياءو په رضايت او توافق ترسره شي، موخه ئې د اولاد درلودل او د يوې نوې كورنۍ جوړول وي، د نكاح ژمنه او تړون قانوني او څرگند وي، نور هم پرې خبر شي، د دې لپاره ئې د وليمې په نامه محفل جوړول او خلك ورته رابلل غوره دود گڼلى او حتى د دريا وهلو اجازه ئې وركړې، او دا ټول د دې لپاره چي نور خلك هم له دې تړون او ژمني خبر شي او له دې څرگندي نكاح وروسته د ټولني هر غړى د دې تړون درناوى وكړي او په دې اړه قانوني پولي داسي مراعات كړي او له ړنگولو ئې ډډه وكړي لكه چي د نورو ملكيتونو په اړه خپل او د بل حد مراعاتوي او له قانوني پولو اوښتل تېرى او تجاوز گڼي. اسلام وايي: نكاح به د اولاد درلودو په موخه وي نه د جنسي غريزې د اشباع په موخه.

غربي منحط فرهنگ موږ ته وايي: د انسانانو د ډېرښت مخنيوى وكړئ، چرگان، خوگان او سويان زيات كړئ!! له يوې خوا داسي ماشينونه جوړوي چي په سريع توگه او له طبيعي بهير پرته له هگيو چوچوڼي راوباسي خو بلي خوا ته داسي دواگاني بازار ته راباسي او په پراخه پيمانه تبليغات ورته كوي چي د حمل په مخنيوي او د سقط جنين په كار كي له مېرمنو سره مرسته كوي، ځوانانو او پيغلو ته وايي: له نكاح ډډه وكړئ، او د خپلو جنسي اړتياوو رفع كولو لپاره girl friend او boy frind  (ملگرې نجلۍ او ملگرى هلك) غوره كړئ، د حمل مخنيوي لپاره له دواگانو استفاده وكړئ!!! نه پوهېږو د كوم انساني معيار له مخي دا د عقل، انساني عاطفې او فطري سننو مخالف كار د توجيه وړ دئ، اسلام وايي: كله چي ځوانۍ ته ورسېدئ كه توان ئې لرئ نو واده وكړئ، غوره مېرمن هغه ده چي ودود (مينه ناكه) او ولود (د زيات اولاد زېږوونكې) وي، كومه مؤمنه مېرمن چي دوه او تر هغه زيات اولاد وروزي جنت به ئې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم خوا ته وي، كه نكاح درته مقدور نه وي نو د عفت او صبر لمن كلكه ونيسئ، د روژې په نيولو سره خپلي نفسي غوښتني مهار كړئ او له نارواوو لارو ډډه كوئ

درېمه برخه

دوهمه برخه

لومړۍ برخه

8 thoughts on “ښځه او حقوق ئې – څلورمه برخه / حكمتيار”
  1. اسلام اعلیکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ښاغلي حکمتيار صيب ډېر آثار ما تر يو بريده لوستي، چې په تاريخي ليکنو او آثارو يې نيوکه ستونزمنه ده، ځکه ډېری موضوعات يې سپين دي، خو د ښځو په اړه د ښاغلي حکمتيار صيب څرګندونې ډېره تبليغي بڼه لري او له يو تحليلي او څېړنيز بهيره ډېرې لېرې ليکنې دي، نو غواړم دلته ځينو پېښو ته نغوته وکړم، چې ښاغلی حکمتيار صيب ورته پام وکړي، ځکه په افغاني تاريخ کې يو ستر شخصيت ګڼل کېږي، نو سپړنې يې هم بايد له يو عادي ملا او يا هم د چوک د چاپېر له ډنډورو لېرې وي.
    لومړی خو بايډ ياده شي، چې د مصر د اهرامونو له ايروګلوفونو او يا ليکنښو نه جوته شوې او حتی په انځوريز بڼه تر موږ معلومات رارسېدلی دي، چې د کورنۍ د جوړولو هسته واده ګڼل شوې او د ګډ ژوند اجازه نامه هم هغه مهال يعنې تر فرعونيانو مخکې دده وه او د «چلې» د ورکولو يا د مېرمنې او مېړه په ګوتو کولو هم ليا مخکې له فرعونيانو رايج ول، چې ۱۲۴۰۰۰ پيغمبران هم له يو پاک کورني ټړون په ترڅ کې زېږېدلي دي او په بشري ټولنه کې تل د کورنۍ د جوړولو تبليغ شوی او له زنا د ډه ډې غوښتنه شوې ده، چې په ټولو عبراني دينونو کې د واده، د ګډ ژوند د اجازه نامې او صادقه ژوند ژمنه په حکمونو او يا آيتونو کې غوښتل شوې ده.
    په دې کې شک نشته، چې د اسلام مقدس دين يو بشپړ او هر اړخيزه مکمل دين دی او د کورنۍ په جوړولو کې يې نکاح اړينه ښودلې او انسانانو ته يې د پاک او صادق ژوند حکم کړی، خو بدمرغي په دې کې ده، چې د اسلام مقدس دين هر څوک د خپلو سياسي ګټو لپاره کاروي او د خلکو ماغزه پرې مشکوکوي.
    په لويديزو ټولنو کې هم د کورنۍ جوړولو ديني، دولتي او بشري اړوند ارزښتونه شته دي، چې يو نر له يوې مېرمنې سره په چرچ، محکمه او ښاروالې کې خپله کورنۍ ثبتولی شي او د کورنۍ د قانوني ګټو: لکه د ماشوم زېږولو نه وروسته پولي مرسته، د ماشوم بيمه، تداوي او تر ۱۸ کلنۍ پورې د تحصيل او روزنيز ژوند مجاني بيمه تر لاسه کوي، چې په اسلامي ټولنه کې د کورنۍ د ژغورنې دا ډول ميکانيزم ګردسره شته هم نه دي، ځکه د ولور او طويانه په نامه خپلې لورانې خرڅوي، نو د لويديز ټولنو د ټولنيزې بيمې په معنی او قدر هم نه پوهېږي. په غربي نړۍ کې چې يو څوک خپل کار او بار ولري او په دولتي مؤسسو ورټپ نه وي، نو کولی شي، همدومره اولاد راوړي، چې څومره يې زړه غواړي، که مسلمان يې روزي او که بل ډول، نو هېح نوع ممانعت نه شته ورته، مګر هغه څوک چې خپل ځان ته ډوډۍ نه شي، پيدا کولی نو د کورنۍ جوړول او يا اولاد راوړل يې بيا څه معنی، چې حکمتيار صيب د کرښو تر منځ ليکي: يو ځوان هله واده کولی شي، چې د واده کولو امکانات ولري.
    د نفوس کنټرول په چين، هندوستان، اندونيزيا او يو شمېر نورو ګڼنفوس لرونکو ملکونو کې يوه بشري اړتيا ده، ځکه نو په چين کې اوسمهال په يوه کورنۍ د يوه اولاد قانون پلی شوی دی، ځکه نفوس يې تر څورلس سوه ميلياردو انسانانو اوښتی دی، چې له هندوستان سره يو ځای د دنيا نيم نفوس تشکيلوي، نو ځکه دغه دولتونه مجبور دي، چې خپل نفوس کنټرول کړي. حکمتيار صيب په يو ځای کې نغوته کوي، چې په دنيا کې پوره د رزق امکانات شته دي، مګر دا نه ليکي، چې په افغانستان کې تر ۲۰ ميليونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، ۱۲ ميليونه يې مهاجر دي، د معيوبينو او معلولينو يآدښت به پرېږدو، نو که چېرې بهرني مرستې د خوارکي او نورو توکيو په برخه کې نه وي، نو د دغه خلکو وضيعت به ډېر خراب شي، ځينې به استدلال کوي، چې موږ له زېرمو ډک غرونه او رغونه لرو، مګر له هېره مه باسی، چې موږ جنګ هم کوو، موږ تکنالوژي هم نه لرو، يواځې په اوتو بوتو څه نه شو تر لاسه کولی.
    بل په زړه پورې ملک روسيه دی، په روسيه کې تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې د کورنۍ د جوړو په ترڅ کې دولت له نويو کورني، سره مادي مرسته کوي، د اولاد په زېږولو د هر اولاد پر سره مشخصه نقدي مرسته ورسره کوي او هغه څوک چې درې اولاده ولري، نو د لويې کورنۍ په نامه يادېږي او له هغوی سره هم نوره اضافي مرسته کېږي او دغه لويو کورنيو ته د نورو په پرتله لوی کورونه ورکول کېږي او د کوراخيستلو په لېست کې يې هم نوم مخکې ليکل کېږي، چې دغه ټول فعاليتونه د يو ښه انساني ژوند لپاره تر سره کېږي او د کورنيو د تشويق لپاره عملي ګامونه پورته کېږي، مګر لکه رموږ مشران چې د تبليغ ژبه يې خپله کړې او سياسي لمبې ته لمنه وهي او د خلکو په سترکو کې خاورې ورشېندي، يا ښّ ووايم، چې خلقيانو پرچميانو ځپلو پلويانو ته په ميکروريانونو کې کورنه ووېشل، جهاديان د خلکو پّ کورونو ورننوتل او ديموکراتانو په زورواکانو هر څه وخوړل، نو دا هم شو د افغانانو د ژوند حال او احوال!
    په پای کې بايد پاده شي، چې زموږ افغاني ټولنه ډېر ښه انساني دودونه لري، چې له اسلامي ارزښتونو الهام اخلي، مګر له بده مرغه چې افغاني سياسيون، روڼاندي او مذهبي سټې مو د افراط او تفريط چلند خپل کړی دی او له هر څه يې د شيطان ګوډی جوړ کړی دی، چې پر ښځو هم څوک څو نکاحوې او خطبې وايي او څوک يې بيا د امن کوټو ته دعوتوي، خو په کت کې ملت تباه شو، چې چاته مخه کړي، بس خدای دې پر ټولو رحم وکړي او د هدايت په څپو دې يې لاهو کړي.
    معه سلامو کم الاخوتالعلوم
    ملا ميوند آخوند

  2. دا څو ورځی کیږی چی د ګلبدین حکمتیار نقد د ښخو د حقوقو د وړاندی شوی قانون په اړه لولم. د لوستلو موخه می دا نه ده چی ددی لیکنی نه به څه زده کړم، ځکه چی په دی لیکنو کی چی کوم دلایل وړاندی شوی هغوی په کامل ډول سره منځ خالی او هغه د منطق نه ماورا دی. دا ښاغلی د خپل هر موقف د منلو لپاره په پای کی خپله فتوا ور ټومبی. دا هغه طریقه کار ده چی په انګلیسی کی ورته مای وی اوی های وی ویل کیږی، یعنی دا چی که را سره منی یی نو دا لاره ده کنه خدای ستاسو لپاره جزا لا پخوا تعینه کړی او هم یی د هغی جزا د عملی کولو واک و ما ته (حکمتیار ) را کړی. او بله دا چی دا جناب اوس هم د یوی متجانسی ټولنی د رامنځ ته کولو په خوبونو کی خیال پلوی وهی. جناب ګلبدین حکمتیار! د مای وی او های ویی کړنلاره نوره عملی نه ده. بشر او طبیعت ته ښکلا خدای پاک په همدی بیلابیلو رنګونو ورکړې، او بل دا چی د بشر طبیعت همدا دی چی تل د متجانس کیدو په وړاندی معقول مقاومت ښیی نو همدا علت دی چی هیڅ مفکوره او نظریه نه ده توانیدلی چی متجانسی ټولنی را منځ ته کړی. پلولیریزم د بشری ټولنو د پرمختګ یو بنیادی لامل دی. او بله مهمه خبره دا چی ستا په دی لیکنه کی ستا غوصه او غضب و ټولنی ته له ورایه څرګندیږی. دومره غوصه او غصب چی ته یی و خپلی ټولنی ته، خلکو ته، او خاوری ته لری او هغه ستا له دی لیکنو نه څرکندیږی له هغه غصب نه په وارونو ډیره ده چی ستالین د روسی خلکو ته درلوده، او یا هم ایدل امین يوګنډا، او یا پول پوټ ګمبوچیا ته درلوده. اما په دی باید پوه شی چی نه خو د ټولنی متجانس کیدو خوب تعبیر لری او نه هم اوس هغه دنیا ده چی د ستالین، ایدی امین او یا هم د پلپوټ په خونړیو کړنو به ویده پاتی شی.
    بله هیله له تاسو څخه دا کوم چی لطفا مخکی له دی چی دا کلیمی لکه غربی نړی، د غرب لاسپوڅی، د غرب ګوډاګیان، غرب پلوه، ددوی غربی استادان، او داسی مخکی له هغه لطفا یو ځل د ټکساس امریکای سناتور چاری ویلسن در په یاد کړی چی د واشنګتن نه به یی ځان سره د هالیوډ ستا په اصطلاع خپله ګرل فرینډه را روانه کړه او خپل ډیپلومات بکس به یی د ویسکی نه را ډک کړ او د پیښور په ډینز او پرل کانټیننټل او یا هم د اسلام اباد په میروټ کی به دیره شو تاسو د خدای لښکرو ته به یی ستا په اصطلاع د زمان د فرعون برنامی درکولی

  3. میوند او غورزنگه! د حکمتیار لیکنه د هغه د مسلمانی او اصولیت پسندی نخه ده، خو ستاسو مذهب او مفکوره معلوم نشو… حتما د مستشرقینو شاگردان یی

  4. حکمتیار صاحب لیکلي دي:
    قرآن نه يوازي د فرعون په قصې كي د نفوس كمولو هڅه فرعوني نظام ته منسوبوي بلكي په لاندي آيت كي د خلكو مال په ناحقه خوړل د خلكو له وژلو سره مترادف گڼي او دواړه څنگ په څنگ كي يادوي او فرمايي:

    اې مؤمنانو! مالونه مو په خپل منځ كي په ناروا مه خورئ، مگر دا چي ستاسو د رضامندۍ تجارت وي او ځان وژنه مه كوئ، يقيناً چي الله درباندي مهربانه دئ. او چا چي په تېري او ظلم سره دا كار وكړ، حتماً به ئې اور ته ننباسو او دا خو الله ته آسان دئ. النساء

    زما عرض دا دی چې جنګونه کې بیخي ډېر خلک مري. هره ورځ په ماینونه، انتحارونو ، بمونو ، د لارې د سر په چاودنو او نورو وحشتونو کې بې شمېره میندې بورې کېږي. څنګه دا فرعوني عمل وبولو او هغه خلک د فرعون پیروان وبولو چې ټول عمر یې په جنګونو او اختلافونو کې تیر کړی دی ؟ :

  5. هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه!
    زما يې د ښځو د حقوقو او دلايلو سره کار نشته ولې غواړم د حکمتيار صيب د املاء په اړه ووايم چې سمه نه ده!
    د پښتنو غټه ستونزه همدا ده چې يو څو اثار وليکي نو بيا د خپلې ځانګړې املاء او انشاء غوښتونکي شي!
    يوه ورځ يو سيتمي راته ويل: (پښتو خو دومره مهمه ژبه نه ده، پښتو ته درې څلور ياګانې پلانکي هم جوړې کړې دي!) له پلانکي نه يې موخه يو ځوان پښتون سيتمی ؤ!
    نو حکمتيار صيب هم اوس په پښتو کې ځان د ځانګړې څښتن بولي ولې په پاړسو کې بيا د زرياب املاء تعقيبوي؟!
    ياګانې يې ناسمې دي او حتی د ليکنې سرليک يې هم سم ترکيب نه لري.
    د (ښځه او حقوق ئې) پر ځای (د ښځې حقوق) هم لنډ او هم برابر دی

  6. یره باور وکړئ چې سړی مو تېښتې ته مجبور کړی. مه کوئ، که نه بیا به یې په تاند کې په سترګو هم ونه وینئ.

  7. Mr. Hekmatyar,
    I am still wondering where is woman rights, respect and position in Muslim Societies? Why do we have to blame West for what we have been doing to our people? When we claim that as Muslims we ought to be compatible with time, then why are you trying as a major player in our society to slow our thought processing like zombies?

    We need to advance in deeds and thoughts or stay the same and have what we have, which is sometime useless, miserable and mere existence on earth…

    Mullah Habib

  8. عبدالله ورور ته
    ښځه او حقوق یې د ښځي حقوق سره په معنی کې لوی توپیر لری

ځواب ورکول سروش احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *