حکمتیار

 د قانون منع خشونت عليه زنان په ځواب کې

لومړۍ برخه – مقدمه

په دې وروستيو كي د (قانون منع خشونت عليه زنان) تر نامه لاندي يوه سپېره، كچه او زموږ د مؤمن ولس د معتقداتو ضد ليكنه په څو پاڼو او مادو كي ولسي جرگې ته د تصويب لپاره وړاندي شوه، دا ليكنه څلور كاله وړاندي په 1388كال كي د كابل حكومت جمهور رئيس له لوري د قانون په توگه توشيح شوې، اړوند ادارو ته د تعميل لپاره لېږل شوې، په تېرو څو كلونو كي د نافذ قانون په توگه مراعات شوې او له مخي ئې ځينو ته سزاگاني وركړى شوې!! د دې سپېرې ليكني گڼ شمېر مادې د اسلام د صريحو احكامو خلاف، د افغان ولس د غوره او منل شوو دودونو ضد او د هغه قانون مغاير دي چي د كابل امريكايي حكومت ئې د اساسي قانون په نامه يادوي!!

دا قانون نه يوازي د محتوى له پلوه ډېر ډېر پرېوتى او د افغان مسلمان ولس د معتقداتو، عنعناتو، دود دستور، او افغاني فرهنگ او كلتور مغاير دئ بلكي الفاط او د الفاظو تركيب ئې هم ركيك، غيرمعياري، كچه، د رسمي قاموس او ملي ترمينالوژي خلاف او  وارداتي دي. گڼ شمېر مادې ئې په څرگنده توگه له صريحو اسلامي اصولو سره تضاد او تعارض لري. د جمهور رئيس له لوري د دې قانون توشيح ښيي چي د كابل لاس پوڅى حكومت څومره ذليل، پردى واك، د اسلام، ملي هويت او افغاني كلتور په وړاندي څومره بې باك او بې پروا او د خپلو حاميانو د ارضاء لپاره څنگه هر كار ته چمتو او لاس پر سينه ولاړ دئ!!

د هغو ناولو څېرو جسارت د حيرانتيا وړ دئ چي دا سپېرې پاڼي ئې د قانون په توگه وړاندي كړې دي، هغه ئې منلې دي، لاس ليك كړې ئې دي، او ځينو بې وزلو او مظلومانو ته ئې د دې قانون مطابق سزاگاني وركړې دي. د دې قانون په وړاندي د هغو څېرو سكوت او رضايت او په دې څلورو كلونو كي د هغه په ضد له څه ويلو ډډه كول هم د حيرانتيا وړ دئ چي ځان ته مسلمان وايي او د كابل مرتد لاس پوڅي امريكايي حكومت ته د اسلامي حكومت نوم وركوي!!

دا قانون په اصل كي د اسلام په ضد د صليبي ښكېلاك د كركجن پراخ فرهنگي او تبليغاتي جنگ يوه بله بېلگه ده، هدف ئې نه د ښځو د حقوقو تأمينول دئ، نه د دې مظلومي ټولني ژغورنه او نه د دوى په خلاف د تشدد مخنيوى، په دې سپېرو پاڼو سره ئې يوازي دا هڅه كړې چي د ښځو د ځينو اسلامي حقوقو او وجائبو او په دې اړه د اسلام د ځينو اصولو او لارښوونو په اړه پوښتني راولاړي كړي او هغه د ښځو د انساني حقوقو او عدالت خلاف وښيي، دا ئې د تشدد بارز او څرگند موارد گڼلي: نارينه ته تر يوې ښځي د زياتو نكاح كولو حق، د ښځي د پلار او بل ولي موافقه په نكاح كي ضروري گڼل، د نارينه قيموميت په كورنۍ كي، خاوند ته دا حق وركول چي خپله مېرمن د نشوز او اعراض په صورت كي وهلى شي، له كوره د مېرمني په وتلو كي د مېړه د موافقې لزوم، له نامحرم سره د مېرمني له خلوت او يوازي ليدلو ممانعت،  د طلاق حق يوازي مېړه ته وركول،… په قانون منع خشونت عليه زنان كي نه يوازي دغو مواردو ته د جرم په سترگه كتل شوي بلكي عامل ئې د سزا مستحق گڼل شوى!!

د دې قانون مسوده د يوې امريكايي مېرمني له لوري وړاندي شوې او ژباړه ئې د يوه ايراني له لوري شوې، په ژباړي كي ئې گڼ شمېر داسي ايراني اصطلاحات راغلي چي زموږ د ملي ترمينالوژي خلاف دي، چي څو بېلگي ئې دا دي: استان کابل د ولايت كابل پر ځاى، دادستاني د څارنوالي پر ځاى، دادگاه د محكمې او قضاء پر ځاى، رئيس دادگاه اختصاصي خانواده د محكمه اختصاصي خانواده پر ځاى، معاون وزارت بهداشت د معين وزارت صحت پر ځاى، معاون وزارت دادگستري د معين وزارت عدليه پر ځاى، معاون وزارت امور کشور د معين وزارت داخله پر ځاى، معاون وزارت آموزش و پرورش د معين وزارت معارف پر ځاى، وظايف وزارت بهداشت عمومي د وظائف وزارت صحت عامه پر ځاى، وظايف وزارت کشور د وظائف وزارت داخله پر ځاى، وظايف وزارت دادگستري د وظائف وزارت عدليه پر ځاى، تدابير پيشگيرانه د تدابير احتياطي پر ځاى، کوتاه مدت د قصير المدت پر ځاى، مجلس نمايندگان د ولسي جرگې پر ځاى، به علاوه واگذاري د علاوه بر واگذارى پر ځاى او ډېر نور….  دا اصطلاحات په يوه قانون كي كارول خو آخوا ته پرېږدئ په مطبوعاتو كي د هغوى كارول هم د قانون خلاف عمل او د پردي فرهنگ تحميلولو شرمناكه هڅه ده. متأسفانه ځيني چي په خپله غولېدلي او د نورو غولولو هڅه كوي وايي: دا الفاظ په ايراني فارسي او افغاني دري كي شريك دي نو ځكه ئې كارول مانع نه لري، په داسي حال كي چي دا يوه مغالطه ده، استان يو ايرانى خاص نوم دئ چي د ولايت لپاره وضع شوى، وزارت كشور يو خاص ايراني نوم دئ چي د داخله وزارت لپاره وضع شوى او همداسي ټول نور اصطلاحات، پوښتنه دا ده چي تاسو له دې پرته چي ايراني فرهنگ رائج او ايرانيان ارضاء كړئ بله څه موخه درلودى شئ او كوم مجبوريت دې ته اړ كړي يئ؟ ولي مروج افغاني نومونه پرېږدئ او نامأنوس پردي نومونه كاروئ؟ كاش تاسو يوازي پښتو نومونه دري ته اړولى، تاسو خو ټولو افغانانو ته منلي او پېژندل شوي عربي الفاظ هم ايراني ته اړوئ!!

د 1392 كال د جوزا په مياشت كي دا سپېرې پاڼي ولسي جرگې ته د بحث او تصويب لپاره وړاندي شوې، ولي وړاندي شوې، چا وړاندي كړې، موخه ئې څه ده، دا هغه پوښتني دي چي ډېر ژر به ئې حقيقت جوت شي. د ولسي جرگې په غونډي كي هغو مېرمنو په ډېر جسارت سره له دې قانون دفاع كوله چي د يوناما د سوټي په زور ولسي جرگې ته رسول شوې دي، دوى ويل: دا قانون د جمهور رئيس له لوري توشيح شوى، عملاً نافذ دئ، او دې ته ضرورت نشته چي په ولسي جرگې كي تر بحث لاندي ونيول شي. ځينو ئې ويل: كه دا قانون لغو شي نو نه يوازي زموږ د تېرو دولسو كلونو لاسته راوړني به په اوبو لاهو شي بلكي د ټولو غربي هېوادو مرستي به هم بندي شي!! دا گواښ په لومړي سر كي د هغي امريكايي مېرمني له لوري په رسنيو كي څرگند شو چي د دغه قانون لومړنۍ مسوده د هغې له لوري وړاندي شوې او هغو افغاني مېرمنو ته سپارل شوې چي امريكايانو د ښځو د حقوقو د مدافعينو په نامه گمارلې دي، د ملگرو ملتونو سرمنشي بانكي مون هم د دې قانون ملاتړ وكړ او د كابل حكومت چارواكي ئې وگواښل چي د دې قانون د لغو په صورت كي به د مرستندويو هېوادو غبرگون سخت وي!! د ولسي جرگې دننه او بهر ځينو استازو، علماوو، خطيبانو، استادانو، ليكوالانو، مېرمنو، محصلينو او ځوانانو مثبت او منفي عكس العملونه درلودل، غربپالو څېرو، په غربي هېوادو پوري تړلو خبري او تصويري رسنيو د دې قانون په حمايت كي او د هغو كړيو د دريځ په رد كي پراخي تبصرې درلودې چي دا قانون ئې د اسلام خلاف گڼلى. ما د ځينو مؤيدينو او مخالفينو نظريات د رسنيو له لاري اورېدلي، د ځينو اسلامپالو شخصيتونو دريځ او غبرگون مي په زړه پوري او د قدر وړ موندلى، خو هغه مي كافي او شافي نه دئ انگېرلى، ښايي د هغو محدوديتونو له كبله چي پر دغو رسنيو لگول شوي او د دغو رسنيو د هغه مأموريت له مخي چي ورپه غاړه دئ د دې قانون د مخالفينو آراء په سمه او صحيح توگه نه دي منعكس شوي، دا راته ضروري وبرېښېده چي په دې اړه لږ تفصيلي بحث وشي. په مقدمه كي ئې څو عرائض لرم:

نور بیا

21 thoughts on “ښځه او حقوق یې / د حکمتیار لیکنه”
  1. حکمتیار صاحب لایق انسان دی. زه که څه هم د ده له ځینو نظرونو سره موافق نه یم او یو ډول توندي پکې راښکاري خو قوي منطق یې، د قلم خوږه او دقیقه او واضحه ژبه یې او ډېر معلومات یې خوند راکوي، یو څه ورنه زده کوم. قلم یې پیاوړی غواړم. دلته یوه بله یادونه هم کوم. ځینې کسان کیدای شي ووایي چې حکمتیار صاحب د ښځو په ځینو حقونو سترګې پټې کړې دي خو دا باید څرګنده شي چې دی لومړی کس و چې د هجرت په ماحول کې یې د نجونو د لېسو او سیاسي اجتماعي او علمي فعالیتونو لپاره یې زمینه مساعده کړه. د ده او د هغو کسانو تر منځ چې د نجونو د کار ، تعلیم او انساني ، اسلامي حقونو مخالف دي، ډېر توپیر موجود دی.،

  2. مشره په قلم دی برکت شه.پدی هیله چه داسلام اوهیواد دابادۍ لپاره په ریښتینی ډول سره کاروکړی اومونږدرسره په هر هغه کار کی چه داسلام اوهیواددسوکالۍ په خاطر وی ملګری یو

  3. د نظر په اړه خو د څه نه وایم ځکه چې هر څوک د خپل نظر خاوندان وی مګر ډیره وچه او سپیره لیکنه دی کړی حکمتیار صیب! صرف نوم او تصویر دی خلک ددی لیکنی لوستلو ته راجلبیږی خو متاسفانا چې د لیکوالی وصول او اداب د ندی مراعت کړی! چې بل ته سپک ګوری نو ځان ته سپک ګوری. پدی دومره علم او تجربی سره ځما ستا څخه دهیواد د رایس جمهور لپاره د داسې کلیمو او الفاظو د استعمالو توقوع نوه خو افسوس چې بل څوک درته کورنې وظیفه درکوی او تاسې پری عمل کوی. ته که پردی مزدور نوی نو مونږ سره د پاسپورت په پاکستان کې نشو ګرځیدلی او ته د کلاشنکوفونو، راکټونو او پیکاګانو سره پکې ګرځې. الله د درته هدایت وکړی که درکې ځای وی او که نوی نو د همهغه کعبی رب د درسره پوه شې په کومه کې چې تاسې په قران لاس کيښوده خو عمل مو پری ونکړه.

  4. ! د قلم ، بیان ، د نړیوال استکبار په وړاندې د ریښتیني جهاد او مبارزې مخکښه مشره
    لومړی تر هر څه مخکې در ته د قدیر ذات (ج) څخه په دغه برحقه مبارزه کې په دواړو دارینو ثبات ، بریا او د ایمان سلامتي غواړم . وروسته له دېنه له نن څخه لږشاته اشاره کول غواړم او هغه داچې له (۱۳۴۸)کال را په ایسته تر (۱۳۵۷ کال پورې موږ د اسلامي تهضت څومره اصیل غړي له لاسه ور کړل ؟ له (۱۳۵۷) کال را وروسته تر ننه پورې موږ څومره قربانۍ د اعلای کلمة الله له پاره ور کړې ؟ اوس به در ته ثابته شوې وي چې ستاسو تر څنګ نږدې څه ډول خود غرضه او فرصت طلبه عناصرو ځای نیولی ؤ او خپله ناروا تغذیه یې در څخه کوله ؟ ځانو نه یې د حزب اسلامي تر نامه لاندې مطرح کړل . او بیا یې پر حزب اسلامي باندې خپل سوړ تجارت پیل کړ. خو نن چې دغه ډول پرازیتو ته د حزب اسلامي ددښمنانو تر وزرو لاندې فرصت په لاس ورغۍ ، اوس همغه حزب اسلامي نابودول او ځپل غواړي . هر چا د خپلو ګټو له پاره د حزب اسلامي په نامه دکانونه خلاص کړي . داسې برېښي چې دوی له پخوانه د حزب اسلامي دښمنان وو او دي . ځکه دوی هم د یوناما او امریکایي ښځو سره همغږي دي . او اصیل حزبیان اوس هم ددوی له خوا پر دولت باندې کوبل شوي او څنډې ته شوي دي . الله (ج) دې نور موږ د دغه ډول حزبیانو له شره څخه خلاص کړي . که ستاسې دغه غږ هم نه وي خدای خبر چې چې صلیبیان به پر حزبیانو باندې څه چپه مېچنې تاو کړي . وسلام . ستاسې د مخکیني کار وان یو غړی .

  5. ښا غلی حکمت یار صا حب محترم

    د پردیو په تملق غلط مه شه
    چي د مور اور پلار دی نه ورور به نه شی
    بی دردان په درد کله پوهیږی محمد یونسه
    مړی ایرې که هر څو پوه کړې اور په نه سی
    ښا غلی: په راتلوونکو ا نتخا با تو کی میدا ن ته سه تر څو چی په ډګر کی نه یې هیڅچا ته دی کمک نه رسیږي هر کله چي نا خوالی وینئ د پښتو ضد ا عمالو شا هدی ور کوۍ نو که په غره کی يې څه دی چا ته ریسږي نن ورځ ښا غلی ریس صاحب جمهور حا مد کرزی پښتا نه د اسی په ځمکه ننیستل چی نور یې هم په لسیزو باندی شا ته وغورځول.
    خو بیا هم مننه ډیره ښه لیکنه وه
    نجیب

  6. لالیه هوابازه! چون کفر از کعبه خیزد کجا ماند مسلمانی؟ لا تراوسه دی خپل منافقت نه دی هیر کړی او دا د پښتو او فارسی اختلافات اوس هم تازه کوی او غواړی چه خلک نور هم یو دبل دوښمنان کړی. زه نه پوهیږم ته د کوم اسلام او قران خبری کوی دغه قران چه موږ یی لولو په دی کی هیڅ ځای دا نه دی راغلی چه د بیګنا خلکو په کورونو او د کابل په ښار توغندی وتوغوی؟ او که د داحادیثو ټول کتابونه همدا وای چه قتل عام وکړی وجنګیږی او د قدرت او چوکی له پاره تر هرڅه تیر شی؟ تا خو ډیر تورسری فقر او فحشاته مجبوره کړی ته بیا څنګه د ښځو د حقوقو خبری کوی او زه نه پوهیږی دا ستا طرفداران د مانیا ناروغی لری که ستا په دی منافقت نه پوهیږی؟ او یا به هغوی هم ستا په شان منافقان وی ولمنافقین په درک اسفل من النار! ته باید په دی وپوهیږی چه اسلام او خرګری دوی جلا او یو دبل مخالفی کلمی دی خر باش که این جامعه از فرط خری — هر که او نه خر است کافرش میخوانند ! د شرم خبره خو داده چه ته اوس هم د اسلام په نامه لیکنی کوی، داسلام په نامه خلک په جنګ اچوی او اوس هم ته د ډیرو روحی ناروغانو رهبر او لارښودی یی که په دی ټولنه او خلکو کی شعور وایی ته یی باید ژوندی سیزلی وای او په دی دونیا یی دوزخ درته ښودلی وای خو ته ځکه په دی خلکو خپله خبره منلی شی چه اوس په دی ملک د سواد کچه یوازی ۳۰ ٪ ده . نو ښه لاره یی داده چه د اخلک همداسی وساتی ته او طالب جان او ستاسو غربی پلندران ټول لاسونه سر یو کړی او تر څو چه مو د ملک ټول ښوونځی سیزلی نه وی په کراره مه کښینی ځکه که خلک وپوهیږی بیا ستا خبره منل ورته کفر ښکاری !

  7. ښا غلی حکمتیار صاحب :

    زه نه ددی قانون د مدا فع په حیث تا سو ته مخا طبه یم او نه ستا سو په اصطلاح د کرزی د ګو ډاګی حکو مت په تا ئید تا سو دا څو کرښی لیکم زه یوه ښخه یم او ما دخپلی قرون اوسطایی پښتنی ټو لنی نا دودی د ښځو سره د سر په ستر ګو لیدلی تاسی تل کو شش کړی چئ داسلام دد ین تو شیح صر ف په څو نکتو کې را لنډ کړی چې په هغه کې هم ډیر ه برخه په اسلام کئ د ښځو پر حقو قو را ګرزی په وطن کې چئ د نا رینو د لوری بد بختی را ځی نو قر بانی ته اول تاسو نا رینه ښځّه دروی ښځه به هروخت دخپلو هیلو قر بانی به ور کوی د خپل احسا سا تو قر با نی به ور کوی او داسی نور …….نور
    ښا غلی :
    آ یا تا سو کله د قران او حد یث په رڼا کې د ښځو هغه حقوق چئ الله ج پا ک ور کړی تشر یخ کړی؟ ته پر دی اعتراض لری چئ نارینه ته ولی توصیه کړی چې ددو همی ښځی سره دنکاح په وخت کې دی دلومړی ښځي د بلار سره مشوره وشی آیا تا کله د یو مسلمان په صفت دا سی یو ه لیکنه کړی چئ په هغه کئ د هغی ښځو حقو قو ته اشاره شوی چئ میړه یی دو هم واده کوی آیا ښځه تاسو کله هم په انسانانو کئ شمیر لې که مو شمیرلی نو ولی چئ نا رینه دوهم یادریم واده وکړی هغه لولمړی ښځه په لو یه لار پر یږدی بی ادبی دی معلف وی د مړوښی روابط خو پریږده خپلو بچو ته دډوډی او نفقی په ورکولو یی حیرانه کړی که یی د بلار په کور کئ څه وه خو ښه که نه وه؟؟؟؟؟؟ اسلام خو داهم وایی چئ ښځو په میڼځ کی دی عدالت وکړی او په یوه ستر ګه دی ور ته وګوری آ یا ست مسلمانو نا رینو دغه اصل ورا عات کړی دی که نه ؟؟
    ما خو تر اوسه په ځپل ټول ژو ند کې داسی نارینه نهدی لیدلی چئ پهدی برغه کې یی اسلامی احکاموته سر ټیټ کړی وی د یوه نا رینه چئ د اویا کلو نوهم وی واده ته زړه وشی واده کولای شی خو یوه ښځه چې میړه یی بل واده وکړی او بیا به په ځوانه ځوانی کي د میړه په ژوند کونډه شی هغه ځه وکړی ؟؟
    ناروا وکړی ؟
    تاسی چئ ځان ته داسلام ددین دعوه داران وا یاست ددغو نارینو سره په دغه ظلمونو کئ شر یک یا ست او ستا سی نه به هم د اخرت په ور ځ کې پو ښتنه کیږی
    په اسلام کی خو انسان پریږده د حیوا نانو او الو تونکو حقوق محفو ظ دی
    ښا غلی :
    ستا اعتراض پردی باندی دی چې ولی په دی قانون کې هغه نا رینه چئ خپلی ښځی و هی ټکوی ددی کار نه منع شوی ما خو تر اوسه په کوم اسلامی کتاب کئ دا نه دی لوستی چئ ښځی وو هی سرونه با ندی مات کړی نو کونه ځینی وبا سی او پوزی ځینی پری کړی ویه سو ځی او داسی نور که د اسلام د نکته نظره داسی ځه هم وی نوهغه به هم خپل حدود لری . د صحیح مسلم داحا د یثو په کتاب کي را غلی دی .چئ حضر ت رسول اکرم ص یوه ورځ په لا ره کې یو خر ولید چې دهغه په مخ باندی داغ لګول شوی و. ویه فرمایل: هر چا چئ ددغه خره مخ داغ کړی دی پرهغه دی دالله تعالی (ج) لعنت وی نو ستا مسلما نان نارینه خو دانسانانو سده همداسی کوی او تا سو ددین ستنی ددی پر ځای چې لاره ور وښیاست نور یی تشو یقویخدای (ج) ته وګوری ښځه هم انسانه ده او دالله ج پاک بنده ده ستاسو نه یی پو ښتنه کیږی لز پری ور حمیږی ددی په خواکي چې ښځ یوازی د نا رینه وو حقوق ته اسلامی جواز په ورکړه برا ئت ور کوی لږ د ښځو حقوق هم د هغه اسلام په دایره کئ خلګوته وښیاست او لار ښو ونه ور ته وکړی.

  8. ښاغلی حکمتیاره! یوه پوښتنه او یو وړاندیز:
    ۱-پوښتنه دا ده چی انتحاری حملی په کومو کی چی اکثرآ ملکلی بی ګناه وګړی وژنی ډیر کرغیړن عمل دی او که د ستاسو په د غربی قانون یوه مسوده چی لا تر اوسه پارلمان تصړیب کړی نده. زموږ هیر ندی چی تاسو ښاغلی د انتحاری حملاتو لا مروجینو او تاییدونکو څخه یاست.
    ۲-ښاغلیه، تاسو ته وړاندیز کیږی چی د ستاسو تیر اعمال په عوامفریبانه او پښتون خوښونکی ادبیاتو باندی نشی هیریدلای. دومره چی تاسو او تالیبانو! پښتنو ته ضربه ورکړی نه دادګاه ورکړیُ نه دادستانی او نه هم معاون وزارت بهداشت!
    خدای دی تاسو او هر هغه چا ته چی تاسو ته د مشره! خطاب کوی ژر تر ژره هدایت درکړی او که د هدایت توفیق نلری، تاسو دی خدای د مسعود (چی د ستاسو دښمن هم ؤ) په سرنوشت ګرفتار کړی.

  9. Dear Hekmatyar sahib,

    It will be better that you present this advice to your Punjabis bosses, who trained you and feed you and still feeding and training , I am sure you will die in the Punjabi slavery and I believe that in the time of death instead of KALIMA you say ‘’Ji Sir’’
    Now the people of Afghanistan is not the people of 12 years ago, all the people knows your real face which is clearly written ‘’Made In ISI – export only for Afghanistan’’
    You killed brutally thousands of innocent people and destroy thousands of homes and properties of Afghan people just for the happiness of Punjabis. We Afghan people believe that Allah is exist, judgment day is exist, accountability are exist, we are strongly believe that Allah will give the great and strongest punishment.

    ‘And you will say in the time of death instead of KALIMA ‘’Ji Sir’’

  10. ګلابه خدائ دې راوله
    مهربانی وکړه چې کومه ماده دې نده خوښه شوې او صحی واضیح یې کړه چې کومه ماده د اسلام سره په ټکر کې ده؟ او بل دا چې په دې تر اوسه پوه نه شوم چې تا ځانته کوم نوئ اسلام غوره کړئ که څنګه؟ چې هیڅ شئ د هغه سره مطابقت نه کوي.

  11. زه هم په خپل وار سره ستاسې د لیکنې په هکله څه لیکل غواړم لکه څنګه چې نورو هم لیکلي وه چې ستا په اصطلاح د کابل د لاس پوڅي حکومت پلوي هم نه کوم او ددې د قانون چې د پردیو په لاسونو لیکل شوي طرفداره هم نه یم خو که راشو دې ته چې تا تش په نامه د اسلام ټیکه دار دې جګړه ځپلي هیواد ته څومره خدمت کړی او د ښځو شرعي حقونه خو پریږده د انسانانو او د افغانستان د وګړو حق ته دې څومره په درناوې کتلي دي، د دغه سوال ځواب باید دې ملت ته ورکړې. نه یوازې چې د ې ملت ته دې خیر نه دې رسیدلې دا ملت تا تل په اور کې سوځلې او عام وګړي دې تل په هغه او دغه نامه وژلي دي. همدې امریکا چې نن یې ته مخالف یې ته په پښو درولی یې او د همدوی په اشاره تا ډیر بیګناه او بوې وزله وګړي وژلي دي همدا اوس هم په غیر مستقیم ډول د همدې امریکایي بادارانو له خوا تا ته پیسې درکول کیږي ترڅو خپل هیواد او د غریبو وګړو جونګړې ورانې او کورنۍ یې په ویر کې کینوې. ستا او ستا د حزب تش په نامه مشرانو اولادونه د بهرنیو شرقي او غربي هیوادونو په عالې ښونځیو او پوهنتونونو کې خپلې زدکړې ترسره کړي او دبې وسه ملت بچیان مو د خپلو کبرجنو او شخصي اهدافو لپاره یو د بل سره جنګولي دي.ستا حزب ستا په مشرې هیڅ وخت هم د افغانستان د خیر او صلاح لپاره هیڅ داسې یو ګام نه دې اوچت کړی چې خیر یې دې مظلوم ملت ته رسیدلی وي ستا د حزب قوماندانانو تل په خلکو ناروا کړي او د افغانستان په ګوډ ګوډ کې ملک الطوایفي کړې او سل هاو عام المنفعه تاسیسات او ښوونځې یې د خاورو سره خاورې کړي دي د بل هر هغه تنظیم اعضاوې چې ستا او ستا د حزب مخالفت یې کړی دی تل وژل شوي دي ته د افغانستان په تیرو درې لسیزو کې هیڅ وخت هم د سولې په نامه د هيڅ بل حزب سره د خبرو اترو لپاره نه یې ناست ترڅو دې مظلوم ملت ته دې خیر ورسیږي مګر دا چې خپل حزبیان دې تل جګړي او ورانې ته هڅولي دي. اوس هم وخت دې بس دې نور خپلو پردیو بادارانو ته د هو ویلو څخه ډه ډه وکړه او ددې مظلوم ملت د وژلو نه لاس په سر شه د دې هیواد د ښګڼې لپاره څه ناڅه وکړه ترڅو الله ج او د دې هیواد وګړې درڅخه راضي شي. که ته ددې خپلې لیکنې په پای کې د خلکو نظرونو ته ځیر شې ډېری نظرورکوونکي ستا دې د حزب د کړو وړو چې تې مشر یې مخالف دي داځکه چې تا دې ملت ته هيڅ هم نه دې کړي
    ومن الله توفیق

  12. حکمتیار چې د ښځو د حقونو ننګه کوي، لکه قصاب چې پر حیواناتو د ترحم کولو په اړه مقاله لیکي.
    دا قانون چې ذکر یی شوی دی، سم نه ده خو تنقیدګر یې له قانونه کم نه دی.
    د ده راکټونو چې څومره میرمنې بی سیرته کړی او سړکونو کې وغورځولی هغه له دی قانونه ډیر ظالمانه وو.
    په شاه شهید کی چی وروستی حمله د ده دګوند لخوا وشوه، هغه هم زیاتی میندی وکړولی. خدای ته وګوری د خلکو سترګو کی خاورې مه اچوي. دا لیکنه خو څو پیړی وروسته نسلونه نه لولی چه حکمتیار کارنامی به ورنه فراموش وی. موجوده نسل یی مطالعه کوی او دوی ته هرشی معلوم دی

  13. حکمتیار عزیز،
    قانون منع خشونت علیه زنان در تضاد با قوانین شرعی قرار دارد، بسیار حرف بجا زدی
    لطفا روی چند موضوع ذیل نیز نظر خویش را ارائه کن تا مردم بیشتر در تاریکی قرار نگیرند.

    آیا آدم کشی در مطابفت با قوانین شرعی قرار دارد؟

    آیا راکت پراکنی کورکورانه به شهرها در مطابقت با قوانین اسلامی قرار دارد؟

    آیا بستن راه های اکمالاتی به شهروندان کابل در مطابقت با قوانین شرعی قرار دارد؟

    آیا ترور منتقدین در مطابقت با قوانین شرعی قرار دارد؟

    آیا خدمت به سرویس های اطلاعاتی منطقه بویژه همسایه ها در مطابقت با قوانین شرعی قرار دارد؟

    آیا انجام حملات انتحاری در مطابقت با قوانین شرعی قرار دارد؟

    حکمتیار بس اس، دگه چقه آدم میکشی؟ دگه چقه جنایت میکنی؟ تو مسلمان نیستی، اگر میبودی از ترس خدا از آدم کشتن توبه میکردی.

  14. حكمت خوار صيب ، بيا دى له كومى سمحًى نه د شر او نفاق توغندى راوتوغول !؟

    بيا دى لكه چي دئ خوار وطن كى يو حًو آباديو ، روغتونونو، سركونو ، مكتبونو ، او مكتبيانو، ته پام شوى ، او په زره دى لكه د اغزيو چوخيگى؟

    ستا خو دى وطن كى د لويي كندوالى او پراخى اديرى پوره ارمان په زره پاتى دى.

    كه رشتيا راباندى وايي تا نه غت سپيره او شوم افغانستان ته بل نشته،خو د بده مرغه بد بوتي ته سپى هم …… نه كوى.

    حًو ميلونه كسان به ستا او ستا د حزب له خوا شيهدان شوى وي؟

    دا ته نه وى چى كلونه كلونه د خومينيانو كاسى ته ناست وى؟ د ناپاكستان مزدورى ته د سردار داود د وخته چا ملا ترلى؟

    د افغانستان پياورى حًواك د چا په هيله او هحًو منحل شو؟؟ داسي په زرهاو مواردو شته، چى ستا اسلاميت او ستا انسانيت ، او ستا افغانيت پكى لكه د لمر حًليژى.

    كه جهاد جهاد چيغى وهي، آيا تاسو تولو جهالى تنظيمونو سره خپل منحً كى لكه د شغالانو نه خورل؟ دا جهاد دئ؟

    ته او خداى چى ته خدا پرست يي كه خود پرست ؟ د اسلام خوا يي كه خود خوا؟ ستا لا غير د افغان غليمانو نه د بل چا سره توافق او موافقه شوى ؟نه هيحًكله !!

    تأسى كه وجدان درلودى بايد ژوندي په حًمكه خخ شوى واي.

    نور غمونه خلاص شول تا بيا د بد بخته شحًو خوارانو پسي راوخيسته؟

    كاشكى چى دى يوه انسانى طرحه هم وراندى كرى واى، خو موژ در تير يو ستا د هر دول طرحى نه، حًكه هغه به ضرور أفغان ولس ته يو دسيسه او توطعه وي.

    .افغانان گوره اوس دير لژ هوشيار شوى

    كوم سينه ترپى رانده خادمان او مريدان كه درته پاتى هم وى هغه بيضميره كورمغزان دى چى عقل او منطق نه جنگوى، دا دومره وينى او بربادى نه وينى، خو زگه پشتانه دى، او زگه پشتانه انسانان نه خره د حًانه نه مخكى كوى، او دو ور پسى روان وي.

    خو اصيلو اوشانو ته بيا خپله مخكى وى

  15. Every body talked about Gulbadins personality in above comments. I shall say that whether he is good or bad, but here we should give our opinions about his article. If it is true we should confess and support. Or if it is wrong then we have to overtly reject it by logics.

  16. جناب ملا صاحب! د ښځو په قانون هغه څوک د اعتراض حق لری چه پدی ملک کی اوسیږی. ساده منطق دا ایجابوی چه د په قوانینو د هغه چا اعتراض د اوریدو وړ وی چه قانون پری یا نافذیږی او یا د همدی قانون لخوا ورته ضرر پیۍیږی.

    تاسو جناب خو نه دا نظام منی، نه پارلمان منی، نه د افغانستان په نامه د افغان قوم پوری محدود یو ملک منی، خپله یاغی باغی او بیا
    زمونږ په قانون د اعتراض کولو جرات!

    وهلکه تا خو ددی نظام سره جنګ اعلان کړی نو ستا یی د پارلمان په کارونو څه؟ ښه که سبا د افغانستان پارلمان ستا د خوښی قانون پاس کړی نو بیا وسله غورخوی؟ او د یو عادی فرد په حیث پدی هیواد کی ژوند کوی؟ والله که یی وکی. بای به دی بله بهانه نیولی وی. خوښ پدی یم چه الله تعالی دی په دنیا دخیره شرموی او مظلوم ولس حساب به درنه په همدی دنیا اخلی. نور رهبران په مهمو سیاسی خبرو بوخت دی دی حیض او نفاظ کی مصروف دی. وشرمیږه!

  17. maillot foot pas cher…

    The report could show exactly what it wishes to share to the scaners. This has been a extremely successful approach which will came to your worthwhile output for a lot of who have been fortuitous sufficient to identified this!…

  18. مشره الله ج دی همش ژوندی او سرلوړی لره
    یومومن شیطان فکره او اسلام فکره دواړو ته نه سی محبوب کیدای تا خو خپله ټوله ځوانی کورنی،بچیان،خپلوان او استعداد تر الله او دالله تردین قربان کړل نو هیله می داده چی یوازی د الله ج د عالی دربار څخه اجر وغواړی.
    داهغه پس ولس دی چی خپل غاړی ته خپله د غلامی پړی اچوی دا بیچاره ولس دنابغه جمال څه قدر وکړچی ستا د قدر توقع تری وکړل سی .
    دا دومره پس ولس دی په دی نه وهیږی چی ستا غوښتنه څه ده او دوی نظر په څه باب لیکی
    په درنښت

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *