د یوې پیاوړې ټولني نښه دا ده چې هلته نارینه او ښځه دواړه کار وکړي. په مالي توګه دواړه ازاد او خودمختاره وي، او د خپلو بنیادي اړتیاو په پوره کولو کې د یو بل محتاجه نه وي، د ښځي باید د کور تر دیوالو د ننه محصوره نشي پاته، باید د باندي ولاړه شي، کار وکړي روزګار وکړي. تر ټولو د مخه باید دا هڅه وکړي تر څو پر خپلو پښو ودریږي او په خپلو پریکړو کې خودمختاره وي. هله به دا په سهي توګه عزت او احترام ترلاسه کړي.

اوس محال خو موږ د نفوس نیم شمیر موږ په کورونو کې بندیان کړي دي او هغوئ مو یوازي د ډوډۍ پخولو، د کور پاکوالي، جامو وینځل او د ماشومانو د زیږولو، ساتلو لویولو ته پریښې دي. داسي ښځي چې د کار روزګار په لټه کې د کور د باندي قدم ږدي ډیري کمي دي، او دویم هغه ګام پر ګام د نارینه‌و د کرکي، جنسي زوروني او رنګ رنګ مصیبتونو سره مخ کیږي. که ماشومان زیږول د نارینه او ښځينه د جنسي ملاپ وروسته زیږول کیږي نو بیا خو یې روزنه هم پر دواړو یو شان لازمه ده. ښځه د خپل ټولنیز پیداواري عمل حصه جوړه کړئ او هغې ته د خپلو تخلیقي صلاحتونو د اظهار موقع وار ورکړئ، بیا وګورئ چې ښځه زموږ د ژوند په هره برخه کې څنګه څنګه غوره لاسته راوړني راوړلی شي. اوس مهال خو زموږ مجازي غیرت دی چې په نه خبره له کنټروله وزي. د دې غیرت تسکین موږ د ښځو پر مخونو د تیزابو پر پاشلو، وهلو، او وژلو په ترسره کولو سره کوو. که ښځه یوه ښه مور، خور، لور، میرمن او انږور کیدای شي نو بیا یوه ښه ښوونکې، ډاکټره، پیلوټه، منیجره، سوداګره، مشره هم کیدای شي. که ښځه له کوره ووځي، له پخلي او وینځلو، د ماشومانو له روزلو خپل پام واړوي او په میړانه د نارینه د تعصب او کرکي مخه ونیسي، هغه وخت به د ښځو اړوند ټولنیز غبرګون او د ښځو په ټولنیز حیثیت کې بدلون واقع شي.

له رادیویي او تلیوزوني ادارو هم غوښتنه لرم چې د پخلي او میک اپ په برنامو د ښځو تزلیل بند کړي، او هغو هغسي کردار وړاندي کړي تر څو ښځي وکولای شي چې په خپلو مهارتونو سره د ټولنیز بنسټیز عمل برخه جوړه شي.

2 thoughts on “ښځه یوازي مور، خور و لور نده!/ غوټۍ سپیڅلې”
  1. ګرانې او مسلمانې خورې !
    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    عزتمندې خورې! ستا د دې آرمان او هیلې زیات درناوی کوم چې د ښځو لپاره درناوی، کار او په ټولنه کې بوختیا غواړې. کله دې له ځانه سره داهم ویلي که نه چې په کوم شکل او د کومو شرایطو او حالاتو په بهیر او شتون کې باید دا ستا هیلي او هرڅه یوې مسلمانې خورته په لاس ورکړل شي؟
    غواړم څو ټکي درته د خپل ژوند او اسلامي عقیدې څخه درته په ډیر زیات درناوي ډالۍ کړم:
    • تا د ښځو لپاره خودمختاري او خپلواکي غوښتې ده او بیادې دا ویلي دي چې (په بنیادي اړتیاوو پوره کولو کې یوبل ته محتاج نه وي) لومړی خو خپلواکي او احتیاج له یوبل سره متضاد نه دي. بل الله تعالی د میرمنې نفقه او مادي اړتیاوې په نارینه باندې فرض کړې دي. پدې کې کومه داسې ورانه چاره ده چې ته یې دومره غوصه کړې یې چې د الله تعالی د صریح فرمان په وړاندې خپل پوچ او متعصب فکرد نوې متمدنې جامعې د ژوند انځور په شان ګورې؟
    • زه دخپل ۴۰ کلن عمر په اوږدو کې، د داسې میرمنو چې د وزارت له چوکۍ نیولې بیا تر ښکته هغه مناصبو پورې چې ستا په فکر به هم نه راځي مخامخ شوی یم او د یوه خورا ښه پلټونکی بنی آدم په څیر مې د هغوی حالت او ژوند لیدلی او بیا مې د الله تعالی له قرآنی لارښوونو سره پرتله کړی او په خورا خپلواکۍ او بې پرېتوب مې ورته پایله را ایستلې ده، چې هر ځل د انسان دخپلو غوښتنو او تصوراتو دنیاګۍ خورا غلطه او دالله تعالی د لارښوونو او هدایتونو لاره تل ښکلې او په دنیا او آخرت کې د عزت لاره وه او ده.
    • که ته دې ته عزت او احترام وایې چې: د پلار، ورور، مېړه او نورو نارینوو د سمو پریکړو په وړاندې په غربي دیموکراسۍ باندې ولاړ دریځ ولرې، هرډول چې دې زړه شي له کوره راووځې، له هرچا سره چې دې خوښه شي هرچیرته سفر وکړې نو بیا خو د دغه شان کړنو عملي بیلګې د غیرمسلمانو ټولنو او یا د تش په نامه اسلامي جاهلو میرمنو په ژوندانه کې یې وګوره او بیا په ټوله بې طرفۍ ووایه چې هغسې ژوند غواړې؟
    • دا احصائیه د احوال او نفوسو د ثبت کومې ادارې تاته په لاس درکړې ده چې مونږ ټولو د خپل نفوس نیمایي برخه په کورونو کې بندیانې کړې دي؟ که یوازې په ډوډۍ پخولو، کور پاکولو، جامو وینځلو او ماشومانو راوړلو ته خفه وې نو ته او خدای زه خو همدا نن دې تیا ر او چمتو یم چې همدا اوس مې له میرمنې دا بار لرې کړم او بس دا دې بیا نره شي او هغه دژوند د ټولو کړاوونو د پېټی نیمایې خو دې بیا را سره نیم کړي چې همدا اوس زما په اوږو دی؟
    • زه له دې هیڅکله نه یم منکر چې یوه مسلمانه میرمن او خور ښه ښوونکې، ښه ډاکټره، ښه پیلوټه، ښه مشره او… نشي کیدای، بلکې له تا سره خورې یوازې پدې کې یوخوله نه یم چې دغه ټولو د اجتماعي ژوند منصوبونه او دنیوې لاسته راوړنې د یوې مسلمانې خور په اخروي او ابدي لاسته راوړنو مه مخکې کوه او اسلامی شرایطو او محدودیتونو له پامه غورځولو ته یې مه رابوله او د غربي او شرقي نړۍ په شان یې د لوبو لپاره د وږو لیوانو لاسته مه ورکوه!
    په هرحال بیاهم وایم خورې الله تعالی دې زمونږ د ټولو ښځو هغه څه په برخه کړي چې دا دنیا او آخرت یې پرې روښانه او زمونږ سره ښاد وي وما ذلک علی الله بعزیز
    والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    ستاسو مسلمان ورور
    شریف
    کابل – افغانستان

  2. پیاوړې ټولني نښه دا ده چې هلته نارینه او ښځه دواړه کار وکړي. په مالي توګه دواړه ازاد او خودمختاره وي، او د خپلو بنیادي اړتیاو په پوره کولو کې د یو بل محتاجه نه وي، د ښځي باید د کور تر دیوالو د ننه محصوره نشي پاته، باید د باندي ولاړه شي، کار وکړي روزګار وکړي. تر ټولو د مخه باید دا هڅه وکړي تر څو پر خپلو پښو ودریږي او په خپلو پریکړو کې خودمختاره وي. هله به دا په سهي توګه عزت او احترام ترلاسه کړي.
    This is a misleading or idealistic wish. We do not protect or live with our wives because they are forced to live with us, but we greatly appreciate them to be in our life. Of course people should have what they deserve. This idealistic wish an utopian dream, which strived to acheive…

ځواب ورکول Mullah Habibullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *