زموږ په ټولنه کې ښځو ته منصوب ځينې کورني کارونه لکه اخلی پخلی، د ځایونو جارو کول، د جامو مينځل او داسې نور که چېرې یو نارینه پخپل کور کې کوي نو ښځنوکی بلل کیږي. پيغور ورکول کیږي چې دا د ښځو کار دی، په تا یې څه؟ د حيرانۍ خبره دا ده چې که چيرې یو نارینه مسافر دی او هلته دغه کارونه کوي نو بیا هيڅوک مخ نه پسې اړوي خو که پخپل کور کې دې کله داسې حرکت وکړ، هماغه شېبه دې سابه په مالګه دي.
زموږ په پښتنو پورې خو هسې هم دا مشهوره ده چې نیمه مسلماني مني او نیمه نه، چېرې يې چې په پښتو کې ګټه وي نو پښتو ته پناه وړي او چېرې يې چې په مسلمانۍ کې ګټه وي بیا نو هماغه خوا وهي. که استدلال ورسره کوې چې په بدو کې د نجلۍ ورکړه اسلام کې نشته، درته وايي به چې دا مو دود دستور دی، پلار نیکه مو همدغه کړي، بله د خلاصون لار نشته. که ورته ووايې چې بې د نجلۍ او د هلک له خوښې دوی پخپل منځ کې سره په نکاح کول په اسلام کې حرام عمل دی، ځواب به درکړي چې زه به اوس له خپلې خور لور پوښتم چې هغه پلانی هلک دې خوښ دی او که نه؟ دا خو لویه بې شرمي ده، بې غيرتي ده.
خو دلته بیا دې ته نه ګوري چې زموږ پېغمبر حضرت محمد (ص) د کور کارونه کړي دي، حتی بزې يې لوشلي دي. بس درته وايي به چې سړی په مردانه کارونو ښه ښکاري، د ښځو کارونه سپېره دي، سړی سپېره کوي. زموږ خصوصاً اکثره کلیوالې مېرمنې هم په دې نظر دي چې نارینه باید جارو ونه وهي، چرګې چرګوړي ونه ساتي، دا سپېره کارونه دي.
په ماشومتوب کې مې د هيلۍ بچي ډېر خوښېدل، د اوبو ډنډ به مې ورته جوړ و او لوبول به مې، مور او د کور نورو ښځينه غړو به راته ویل چې دا سپېره کار دی، نارینه باید چرګې چرګوړي ونه ساتي، کنه نو بیا ګټه وټه نه پسې ځي. اوس چې ځوان یم او ګټه وټه کوم نو د شوخۍ لپاره مې مور ځوروم او پخوانۍ خبرې وریادوم.
یو ځای مې لوستي وو چې کله د یوې مېرمنې اولاد پېدا کیږي نو څومره چې هغه يوې لایقه او باتجربه قابلې ته ضرورت لري تر هغې څو چنده زیات د خپل خاوند ډاډګېرنې، پاملرنې او مینې ته اړتیا لري. دا هغه وخت وي چې حامله مېرمن روحاً نا ارامه وي، ډاريږي او کله کله خپل خاوند د زغموونکو دردونو لامل ګڼي. ځکه خو په نوره نړۍ کې خاوند ته په دې حساسه شېبه کې له خپلې مېرمنې سره د پاتې کېدو لارښونه کیږي. خو زموږ نارینه بیا څه کوي؟ څو يې چې د ميرمنې د ولادت شېبې رالنډيږي له خپلې مېرمنې څخه يې فاصله زیاتیږي. ځکه چې شرم دی کنه. دا خو پرېده، د کورنۍ په مخکې خپلې مېرمنې سره حتی خبرې کول شرم ګڼل کیږي او دا بیا بيخي لرې خبره ده چې یا خپله یو نیم کار پسې وکړې او یا په کور کې ووايې چې مېرمنې سره مې د حاملګۍ په ورځو کې لږه مرسته کوئ.
متاهلان دې خدای وبخښي خو که زما غوندې کوم مجرد د دغه ناسم فکر د بدلون خبره او هڅه کوي نو دا تور ورباندې لګول کیږي چې ته ځان ته لار جوړوې، لکه چې واده ته دې زړه شوی او سر له اوسه د خپلې ګل اندامې مزدورۍ او غلامۍ ته غاړه ږدې…
څو ورځې مخکې مې یو ماښام کور کې د دوپیازې د پخولو نیت وکړ، کله مې چې غوښه او پیاز واړه کړل نو عکس مې يې واخیست او فیسبوک کې مې له دې خبرې سره خپور کړ چې په کورنيو کارونو کې که هر وخت نه وي نو کله کله خو باید مرسته وکړو، خصوصاً په روژه کې چې د کور ميرمنې بېچارګانې هم بې خوبه وي او هم کارونه ورباندې ډېر وي. بیا څه وشول؟ ځينو خو هماغه خطاب راته وکړ چې پاس مې یاد کړی او ځينو بیا راته ولیکل چې لکه واده دې رانږدې دی، ځکه سر له اوسه ځان ته لار جوړوې. خو داسې کسان هم کم نه وو چې زما هغه نظر يې وستایه.
هو، څه وايي چې ( میاشتې ته په سر کې دعا کیږي) په ریښتیا هم داسې زلمي شته چې مجرد وي نو په کور کې لرګی هم په بله نه اړوي، د خور او مور په خوله خو پياز هم نه خوري خو چې کله واده وکړي نو بیا داسې کارونه پېل کړي. دوی نه نو بیا ورخ اوبو وړی وي، تر مرګه به نه د خویندو له پيغورنو او کنایو خلاص شي او نه د ميندو.
موږ مېرمنو ته منصوب کارونه هم سپېره ګڼو او که نارینه هغه کار وکړي نو ښځنوکی يې بولو. دوی به یا له وېرې او یا له ډېر انسانیت او مينې په داسې خبرو پسې سر نه ګرځوي خو ريښتينې مینه په متقابل احترام کې ده، یوه بل ته په درناوي قایلېدو کې ده. که خوشالیږو او که خفه کیږو، دا منل په کار دي چې زموږ کورنۍ زموږ په خور، مور، لور، ورېندارې او مېرمنې راټوله ده، دا هغه څوک دي چې موږ نارینه و سپېره کارونه ورپه غاړه کړي دي، هغه کارونه چې یا يې موږ په کولو شرميږو او یا يې په کولو راته د ښځنوکي خطاب کیږي. خو دا په یاد ساتل په کار دي چې موږ که د پیسو په راګټلو او کور ته د غلې دانې په راوړلو ځان ته د خبرې حق ورکوو نو هغوی هم د کور د کارونو په کولو هماغومره حق پيدا کوي چې زه (نارینه) ورباندې ځان ته قایل یم.
نو زه ( نارینه) که ورور یم او خور مې کالي مينځي، زه يې پسې ويړې (ځوړندې) کړم، یا جارو وهي او څو کوټې زه هم ورسره جارو کړم، د هغې په زړه کې به زه څومره احترام او درنښت پيدا کړم؟
زه (نارينه) که زوی یم او مور مې کچالو پخوي، زه کچالو ورته سپين کړم، پیاز ورته واړه کړم یا دیګ ورته پرېمينځم، یا نغری ورته بل کړم نو مور به مې څومره په ما وویاړي؟
زه (نارینه) که د ژوند ملګری یم او د ژوند ملګرې مې ټوله ورځ زما اولادونو او زموږ د ګډ کور کارونو ستړې کړې ده، ورشم یوه پياله چای ورته جوړ کړم نو د هغې په زړه کې به زه لا څومره مینه وکرم؟
او زه (نارینه) که پلار یم او لور سره مې د هغې تر مکتبه د کتابونو درنه بکسه یوسم، لمر یا باران کې يې پر سر چتري ونیسم او تر ښوونځي په خوږو کیسو او خندا خندا ورسره لاړ شم نو په ما به هغه څومره وویاړي؟
دنیا به هر څه هر څه وايي خو د دغه انسانیت او متقابل احترام خوند هله حس کولی شو چې همدغه سپېره(!) او د ښځنوکو(!) کارونه وکړو.
خوښه مې شوه، په قلم مو برکت شه، دا ډول لیکنې ټولنه اصلاح کولی شي.مننه
ډیر ښایسته ورور جانه ستا هر خبره ددی پښتنی ټولنی لپاره پوره اصلاح ده خدای دی په قلم برکت کړه د نورو لیکنو په هیله