۶ برخه

بښنه

که ورځني ګډ ژوند ته وکتل شي نو تل لوې ستونزې او جنجالونه نه وي،

کله په ډېرو وړو خبرو او مسلو شخړه رامنځته کیږي او دا ورځنې شخړې سوکه سوکه ارزښتونه او مینه له منځه وړي

په یوه وړه خبره چې کله خاوند میرمن ته په غصه شو نو میرمن ګیله په زړه وي ، دا نو څه خبره شوه خیر که نن چاې سوړ /خواړه بې مزه/جامې نا سمې /یا بله ډیره وړه د ورځنیو چارو کومه نیمګړتیا رامنځته شوي وي ، دا ستونزه یوازې  دخاوند یا میرمنې نه وي دواړه لوري کله په یوه مسله کې بې تفاوته پاتې کیږي یا یوه نیمګړتیا رامنځته کیږي

دا عادي ده په درسته نړۍ کې داسې ښځه خاوند نشته چې تا ویلې ما ویلي ونه کړي،

او که چیرې ګېلې او خفګان نه وي نو د مینې په خوند او ارزښت به څه پوه شو

خو د یوې وړې لانجې غځول او دوام ورکونه د ګډ ژوند ارزښتونه له منځي وړي که یوه نیمګړتیا یا ستونزه رامنځته شي نو له هغې وروسته د هغې پر سر جګړه څه مانا لري ، کار خو شوې

که خاوند مو په څه خبره غصه شي د ځواب ورکونې پر ځاې که بښنه وغواړې ډیر به خوند وکړي بس په  سوراور به سړې اوبه واچوئ او غصه به مسکا  کړې

په څېړنه کې مې یوې داسې جوړې سره مخه وشوه چې کلونه یې د ګډ ژوند څخه تیریږي او هغه د چا خبره ډیرې تودې سړې یې لیدلي شخړې یې کړي، مرور شوي او ګیله من شوي دي

خو کله چې د دوې ګډ ژوند ته له نیږدې وکتل شي ، نو تصور به د یوې فلمي نړۍ وکړئ

بس څه موده به دا وګڼئ چې سره به هیڅکله مرور نه وي او هیڅ جنجال او ستونزه نشته

خو نه دا حقیقت نه دی ، یوې بښنې د دوې ژوند له رنګونو او خوندونو برخمن ساتلې دی

هو، یوې بښنې دوې له ستړي او ګډ وډ ژوند نه ژغورلي دي ، کله که خاوند تیروتنه وکړي نو میرمن بښنه غواړي او چې میرمن نا سمه وي نو خاوند بښنه غواړي !!!!

حیران شوئ؟

فکر کوئ په بښنې سړی وړوکی کیږي ؟ نه ، بالکل نه پرځاې یې سړی لوی او قدرمن ښکاري

که د دواړو په منځ کې د نظر بېل والې راشي او یا په کومه خبره ناراضي رامنځته شي وړاندې له دې چې ملامت بښنه وغواړي سلامت بښنه غواړي

په دې سره ژر ملامت لوری ځان ګرم کړي او له شخړې مخنیوې وشي خبره بل لوري ته شي او له اوږد بحث مخنیوې وشي.

دا په وار وار د دوې په ژوند کې هر مهال تکرار ریږي او د بښنې بیاځلي د دوې اړیکه سمسوره او نیک نومه ساتلې

 چا ویلي پښتنو کې بښنه یوازې د ښځې کار دی ، سړی هم په بښنه دروند ښکاري.

لکه څنګه چې په طب کې مخنیوې یا وقایه د ناروغۍ له درملنې مهم او وړاندېنې اصل بلل کیږي

نو همدغسې د کامیابه او خوشاله ژوند یو مهم اصل بښنه ده چې د شخړې  د رامنځته کېدومخنیوې کوي

ازمویلې شئ.

د ارامه ، خوشاله او مینې ډک ژوند په هیله

————————-

د لیکوالې نورې لیکنې

3 thoughts on “ښځې خاوند شخړې/ نویده خوشبو”
  1. ګراني خوري ! ستاسي مطلب مي ولوست .ستاسو لیکنه د قدر وړ ده پ رښتیا سره چې د ګډ ژوند خوند په بښنه کي دی .

  2. خوری ستا مطلب ولوستل شو یو خو ډیر کسان د وړی او لویی خبیری توپیر نه شی کولی دوهم هیڅوک نر او ښځه له خپلو حدود خبر نه دی څه زه په کار ملامته او یا ملامت کیږم بالخصوص نارینه خپل حدود ښځو ته یا دوی او ښځی له خپلو حدودو نه خبروی او په نتیجه کی شخړه منځ ته راځی او یو بل ملامتوی او مهم ژوند په ناخوالی کی تیروی
    نور لمر

  3. ګرانی خوری د هغو ښځو سره څه باید وشی کومی ښځی چه ځان د خاوند څخه پورته ګڼی. دوهمه دا چه تر څو به یو اړخ بښنه غواړی زما په اند چه بښنه د حل اساسی لاره نده. ستاسو د ځواب په طمعه

ځواب ورکول نور احمد لمر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *