ضمیر څار

ټکری یې له سر وښويېد؛ وېښته يې په منځ کې بېل وو؛ ويې ويل:

“ستا خبره مې…”

لاړې يې تېرې کړې، په غاړه کې يې غوټه لاندې لاړه:

“په لومړۍ ورځ زړه ته نه رالوېده.”

ټکری ښکته ولوېد؛ نيمې اوږې يې لوڅې وې.

صبرينې کړل:

            “کومه خبره؟”

***

نيلاب، د کلي د يو مشر لور وه. په کور کې يې غاړې او کالي ګنډل. کليوال به يې د کور په دروازه کې ټوکر، د اندازې لپاره يو جوړ پخوانۍ جامې راوړې او هماغلته به يې له ګنډلو وروسته ترلاسه کړل. اړوند توکي – تار، تڼۍ، د ماشين ستنې او… – به يې کور ته له نږدې دکان راوړل؛ هغه هم د پلار، وروڼو او يا د کور د ماشومانو په مرسته – له دې لارې يې چې کومې پيسې ګټلې، ځان ته به يې پرې لباس او، کله، سره زر  اخيستل.

لمر د اسمان نيمايي ته پورته شوی و. د کورنۍ ټول غړي په يو نه يو ډول بوخت شوي او له کوره وتلي وو. يو زړه يې سل زړه کړ، د مور په لوی ټکري کې يې ځان وپېچاوه او دباندې ووته. دا له اوه-اته کاله وروسته، له هغه وخته چې په کور کېنول شوې وه، لومړی ځل و چې د کور له دروازې دباندې پښه اېښوده. کوڅه خالي وه خو بيا هم وېرېده. له ځان سره يې کړل:

“ښه ده چې څوک نشته.”

ورو ورو روانه شوه؛ زړه يې دربېده. له لرې يې يو سړی وليد؛ د دې په لور راروان و. پلو يې ونيو او د کوڅې د دېوال په بېخ کې يې ګامونه چټک کړل. سړی د کوڅې له بل دېوال سره تېر شو.

د دکان مخې ته ودرېده. د ټوکر يوه ټوټه يې دکاندار ته ونيوله، هغه هماغه رنګ تار او تڼۍ ورکړې. په ذهن کې يې وګرځېدل:

“څونه ډېر راته ګوري.”

د دکاندار پر زنه لنډه ږيره وه؛ برېتونه يې د خولې په وښکيو کې نري شوي وو؛ وېښته يې په څنګ اړولي وو او تا به ويل چې همدا اوس له حمام نه راوتلی. نيلاب له ځان سره کړل:

            “خدای ورته څه ښې وروځې ورکړي‎.”

ماسپښين و؛ نيلاب د تار لپاره ماشوم دکان ته واستاوه. له هغې خوا په يوه ټوټه يو څه ليکل شوی و. نيلاب سترګې چوغې کړې:

“حتمن د دکاندار نمبر دی.”

ټوټه يې بېله کېښوده؛ مسکۍ شوه:

“خوارکی نپوهېږي چې تلفون نه لرم.”

نيلاب دوی کره مېرمنې راغلې؛ نه يې پېژندلې. له مور يې وپوښتل:

            “مور، څوک راغلي و؟”

مور يې وويل:

            “د کوم لرې کلي دي.”

نيلاب سر ښکته واچاوه؛ او دباندې ووته. ريباران د دکاندار له کوره نه وو راغلي. له ځان سره يې وويل:

“څه وکم؟”

کوټې ته ولاړه:

“ګوندې ونشي.”

په څو ورځو کې، پرته له دې چې له نيلاب پوښتنه وشي، هغه يې ورکړه – نيلاب يوازې يوه کلمه له ځان سره تکراروله:

“ولې؟”

د کاليو ګنډلو پر ماشين يوه اوښکه ولوېده او ماته شوه. خپل ځای ته يې منډه کړه او پرمخې پرېوته.

کوژده تيارېده خو نيلاب نه تيارېده؛ پلار يې د وهلو تهديد ورته وکړ. بيا يې د کوژدې د مراسمو جامې نه اغوستې. مور يې ورته کړل:

“روغ هډونه دې په ځان نه لورېږي.”

په کوژده کې ټول خوشحاله وو – سندرې يې ويلې، ګډېدل، خندېدل او يا، لږ تر لږه، بې‌اختیار غږېدل خو دا ړنګه وه داسې لکه د کابل په عکسونو کې د دارالامان ماڼۍ.

بيا یې مبايل، چې نامزاد يې په کاليو کې پټ رالېږلی و، نه اخيست. مور يې ورته کړل:

“ضد دې نور بس کړه.”

فکر يې ناڅاپه بدل شو – مبايل يې واخيست.

د ټوکر هغه ټوټه يې راپيدا کړه چې يو نمبر پرې ليکل شوی و. د شپې يې ډايل کړه:

            ” دکانداره!”

هغه ورو کړل:

            “هو، څوک خبرې کوئ؟”

            “زه يم، نیلاب.”

حيران شو:

            “څه؟ تا زما نمبر تراوسه ساتلی و؟”

            “هو.”

            “او زما نوم دکاندار نه دی.”

نيلاب وخندل، زياته يې کړه:

            “پوهېږم؛ خو ما ته خوند راکوي چې دکاندار درته ووايم.”

د خبرو په جريان کې يې ورته وويل:

            “ته خو کوژده شوې یې؛ له ما سره خبرې ولې کوې؟”

            “نپوهېږم؛ هغه زما هېڅ نه خوښېږي.”

دا له نامزادۍ وروسته لومړۍ شپه وه چې خندلي يې و.

نامزاد يې، د دوی له کلي لرې، د يو بل کلي خان و؛ ډېرې ځمکې درلودې؛ يوه ښځه يې مخکې کړې وه؛ او له هغې يې پنځه لوڼې وې. يوه ورځ ترې دکاندار په حيرانتیا وپوښتل:

            “نو ولې يې ته کولې؟”

            “وايې چې زوی نه لري.”

            “نو ته بايد ورته زوی راوړې؟ پلار دې ولې ورکولې؟”

            “مور مې ويل ‘نه یې ورکولې، د پلار زاړه ملګري يې ورته راوستل’.”

لاړې یې تېرې کړې او زياته يې کړه:

“ويل يې ‘بيا یې هم زړه نه و، ډېر ولور او غټ شرطونه ورته کېښودل خو هغوی ورسره منلي وه’.”

مور يې ناڅاپه پرې راننوتله؛ نيلاب زر تلفون له غوږه لرې کړ. مور يې کړل:

            “له چا سره غږېدې؟”

نيلاب زر ورته وويل:

            “سحر سره.”

سحر يې د خاله لور وه او په نږدې خپلوانو کې يې يوازينۍ نجلۍ وه چې تلفون يې درلود خو نيلاب به دې هغې نوم دکاندار ته کاراوه. مور يې غبرګه کړه:

            “خاوند دې شکايت کوي.”

            ‘”خاوند دې’ راته مه وايه؛ هغه زما هېڅ نه کېږي.”

            “بې‌حيايي دې بس که.”

غاړه يې کږه کړه:

            “هغه زما نه خوښېږي.”

            “د خلکو په خبرو پسې مه ګرځه، سم سړی دی؛ پيسې لري؛ پوخ کور يې دی. ښه ژوند به دې وي.”

نيلاب ښکته وکتل؛ سترګې يې له اوښکو ډکېدې. مور يې زياته کړه:

            “اوس د پلار د عزت خبره دې ده.”

په پورته کېدو کې يې ورته وويل:

            “د خاوند تلفون دې اوکې کوه.”

تلفون يې ولړزېد؛ د ‘خاوند’ زنګ يې و؛ قطع يې کړ او يو ځل بيا يې خپلې بسترې ته پنا يووړه. په شپه يې په تلفون کې دکاندار ته وويل:

            “که ته نه وای، ما به څه کول؟”

هغه ورته کړل:

            “زما ژوند هم له تا سره بدل شوی.”

            “راباندې ګران يې.”

            “مينه مې يې.”

په کور کې پردې او بسترې جوړېدې؛ د پخلنځي سامان اخيستل کېدل. نيلاب ښار ته د جوړو د اخيستلو لپاره له تګ انکار وکړ. مور يې پرې غوسه شوه:

“دا هر څه ستا له لاسه.”

“ولې؟”

“سحر ويل چې نيلاب ما سره هېڅ خبرې نه دي کړي.”

“هغه دروغ وايي.”

“او خاوند دې درباندې شکي شوی.”

“نو؟”

“له مونږ واده غواړي؛ ويلي يې چې خپل ناموس ټولوي”

نيلاب په ژړغوني غږ وويل:

            “زه له هغه سره واده نه کوم؟”

            “څه؟ ستا کوم بل څوک دې خوښ دي؟”

“نه. زه بل په بلا وهم، څه يې کوم.”

“تا له کومه داسې ژبه پيدا کړه؟ که دې پلار او وروڼه درته پرېږدم –”

مور يې دباندې ووته؛ دروازه يې په ځان پسې ټينګه پورې کړه.

په هماغه ماښام، نيلاب د پلار مخې ته ولاړه وه؛ ښکته يې کتل. هغه په نرم غږ کړل:

            “ګوره بچی! تقدير به دې همدا شی و.”

نيلاب لا هم ښکته کتل:

            “که تا نه وای ورکړې…”

لا يې خبره بشپړه نه وه چې پلار يې پرې غوسه شو:

            “ته ما ته نصيحت کوې؟ وځه! ګني ژبه دې پرېکوم.”

نيلاب په منډه له کوټې ووته؛ سلګۍ نه درېدې.

د شپې ناوخته يې دکاندار ته يې په ټلفون کې وويل:

            “کاشکې يوه دښته وای يا غر، او زه او ته وای.”

اسوېلی يې وکيښ:

            “بل هېڅوک نه وای.”

هغه کړل:

            “راځه يو ځای ولاړ شو.”

يوه شېبه دواړه چوپ وو. هغه غبرګه کړه:

            “ما ځای کتلی دی؛ هېڅوک به مو پيدا نه کړي.”

            “څه؟! ته وايې چې زه درسره وتښتم؟ دا کار نه شم کولی.”

            “خو تا خپله ويل.”

تلفون يې بند کړ؛ دې خوا هاخوا يې وکتل؛ څوک يې ونه ليدل: “شکر.” ساه يې زر زر ختله. له ځايه پورته شوه؛ له کوټې دباندې ووته؛ بېرته راننوته. له ځان سره يې وويل: “دې لېوني ولې داسې راته وويل؟ په ما يې څه ګمان کړی دی؟” ماشين ته کېناسته خو هلته يې هم ټېکه ونه‌شوه: “زه دا کار هېڅ وخت نه شم کولی؛ د پلار شمله مې نه غورځوم.”  ورځ تېره نه وه چې مور يې تلفون ترې واخيست؛ ورته يې وويل:

            “ته مونږ کوم شرم راوړې نجلۍ.”

ورځ تر بلې، په نيلاب د کور دېوالونه راتنګېدل او لوړېدل. د دروازې له چولو يې وکتل؛ دکاندار د دوی د کور مخې ته ګرځېده.

له واده يوه اونۍ وړاندې، د نيلاب پلار د کلي يوې شورا ته ولاړ، وروڼه يې په پټي کې بوخت شول او مور او خور يې د واده لپاره په ښار کې خريداري کوله. هغې خپل سره زر په يو دستمال کې تاو کړل؛ چادري يې په سر کړه؛ له کوره په ډار ډار ووته؛ دکاندار ته ودرېده. په څو شېبو کې دواړه يوه موټر کې سپاره او يو نامعلوم لور ته روان وو.

نيلاب د پوليسو موټر، رنجر، ته وختله؛ په څنګ کې يې ښځينه پوليسه کېناسته. زندان د نيلاب لپاره د هر څه پای و: عزت، نوم، کورنۍ، خاوند، دوکاندار او… له ځان سره يې کړل:

“دا مې څه وکړل؟”

سترګې يې پټې کړې:

“زه څونه بې‌عقله شوم.”

نيلاب د ښځو زندان ته يووړل شوه؛ دې خوا هاخوا يې وکتل. زندان يې د پلار له کور سرهډېر توپير نه درلود: يوازې دروازه يې لويه، توره او اوسپنيزه وه او سرتېرو به پرانيستله او بندوله. دېوالونه يې د دوی د کور په څېر لوړ وو؛ په سر يې اغزن سيم ته وکتل. له ځان سره وويل:

“دا به د دې لپاره ترې راتاو وي چې څوک ترې ونه تښتي.”

ورو ورو يې ګامونه واخيستل؛ انګړ هم بل ډول نه و؛ لوړې ژورې يې درلودې. کوټو ته يې وکتل؛ يوازينی فرق يې دا و چې دا سپينې رنګ شوې – د دوی په کور کې رنګ هېڅ وخت نه و کارول شوی. د کړکيو مخې ته تورو اوسپنيزو ميلو د زندان تصور ورکړ:

“خلک به راپسې څه خبرې کوي.”

يو ناڅاپه يې زړه ولوېد؛ حس يې کاوه چې په بدن کې يې کوم لوی غار دی او ټوله ځان ته کاږي.

کوټې ته ولاړه؛ پر توربخنه سره قالين،يو توشکه هواره وه او بالښت پرې دېوال ته تکيه کوي؛ د سوربخن ګلدان کې زېړ ګلاب اېښودل شوي وو. يو شېبه خپل کور يې په مقايسه کې پاتې راغی خو دوه پوړيزو چپرکټونو يې يو ځل بيا د فکر بازار وران کړ. يوې منځ‌عمره مېرمنې سلام ورکړ:

“ازادۍ ته ښه راغلې!”

نيلاب حيرانه شوه:

“څه؟”

“هېڅ! زما نوم صبرينه ده.”

“ستړې مه شې.”

په زينو د چپرکټ دويم پوړ ته وخته؛ اوږده وغزېده او فکرونو په سر واخيسته: زندان، کور، پلار، مور، خاوند، خپلوان، خلک،د هغو خبرې او دوکاندار. ځان يې بد واېسېد.

***

صبرينې وروکتل؛ زياته يې کړه:

            “له هغې ورځې يو کال تېر شوی.”

نيلاب سر پر اوږې ورتکيه کړ؛ ويې ويل:

            “نو ستا هېر شوي چې وويل دی’ازادۍ ته ښه راغلې’.”

            “اه! خو ما ټوکې کولې.”

“تا په ټوکه کې ريښتيا ويلي.”

مسکۍ شوه، زياته يې کړه:

“دلته راته څوک نه وايي چې څنګه کېنم، څنګه ولاړه شم، څه واغوندم، څه وانغوندم، څه ووايم، څه ونه وايم، چا سره کېنم، چا سره کېننم او – خلص، داسې انګېرم چې ژوند مې په خپل لاس کې دی.”

يوې ښځې غږ کړ:

            “زمونږ خو دلته زاره وچاوده.”

يوه زړه مېرمن په کوټه راننوته؛ نیلاب ته يې ګوته ونيوله:

            “مديره صيب دې غواړي.”

نيلاب صبرينې ته وکتل؛ ويې پوښتل:

            “څه به راته وايي؟”

هغې شونډې بوڅې کړې.

***

نيلاب چې په لومړۍ ورځ راغلی؛ دوی په خونه کې شپږښځې شوې؛ يوه ګلبشره نوميده؛ډکې شونډې، نرۍ پوزه، اوږدې وروځې او سوربخنه وېښته يې وو؛ تل به یې ګلداره جامې اغوستې. د کوټې په بل سر کې يې چپرکټ و. نيلاب يې د جرم پوښتنه وکړه؛ هغه مسکۍ شوه؛ ويې ويل:

“زه مې له نامزاد سره له نکاح مخکې يوځای شوې وم.”

نيلاب غلې شوه؛ نپوهېده چې دا به هم کوم جرم وي. نيلاب پاس وکتل؛ د چپرکټ په دويم پوړ کې يوه بله ځوانه نجلۍ ويده وه. ګل‌بشرې زياته کړه:

“د هغې يو هلک خوښ و، له هغه سره ګرځېده چې پوليسو ګير کړې وه.”

“دا هم ګناه ده؟”

“ډاکټران يې چک کوي؛ که نجلۍ وي، بيا به يې خوشې کړي.”

“ډاکټرانو څه ويلي؟”

“نپوهېږم.”

د کوټې په بل سر کې يو بل چپرکټ و؛ يوه تنکۍ نجلۍ په کې اوږده غزېدلې وه؛ سترګې يې د کوټې په غولي کې وې. نيلاب وروکتل خو زړه يې ونکړ. صبرينې وروسته ورته وويل:

“هغه ډېرې خبرې نه کوي؛ له تا يې څو ورځې مخکې راوستله.

صبرينې وروکتل او زياته يې کړه:

“لکه چې جنسي تېری پرې شوی.”

“نو دا څه ملامته ده؟”

“دا پوښتنه له پوليسو وکړه.”

اسويلی يې وکيښ:

            “او هغه بله ښځه چېرته تللې؟”

            “ګلدوزي کوي.”

د زندان په يو اړخ کې يو جلا خونه وه؛ لمر له کړکۍ ورلوېده؛ په منځ کې يې لوړ مېز و؛ خړه ټوټه پرې هواره وه او په سر يې د کاليو د ګنډلو څوو ماشينونه ايښي وو. نيلاب يوه ماشين ته کېناسته. په يوه لاس يې هنډل ورتاواوه او په بل يې يوه ګرده چمبه نيولې وه او د ټوکر په منځ کې یې د ماشين په ستنه ګلان رسمول. له ځان سره يې کړل:

“د کور له ماشين نه مې ښه کار کوي.”

غاړې، دستمالونه او پايڅې يې ګنډلې/ګلدوزي کولې او د زندان په پايوازانو به يې پلورل.

يوه ورځ يې صبرينې ته وويل:

            “ما فکر کاوه چې دا لوړ دېوالونه او پر سر يې اغزن سيم به د دې لپاره وي چې څوک له دې ځايه ونه‌تښتي.”

هغې ناڅاپه مخ ورته راوګرځاوه:

            “نو د بل څه لپاره دي؟”

            “هو! د دې لپاره دي چې څوک دلته رانشي.”

            “څه؟؟؟ خی تا دروغ وی چې ګناګاره نه یې؛ تا قصدا زندان ته د راتګ لاره جوړوله.”

په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې. له خياط‌خانې ووته؛ ځان يې خپل چپرکټ ته ورساوه او په کې پړمخې پرېوته؛ شېبه وروسته، بالښت د دې د مخ په اندازه لوند شوی و.

شېبه وروسته صبرينې په شا وټپوله:

            “نيلاب! ما ټوکې کولې؛ تا زړه ته وغورځوله؟”

نيلاب سر پورته کړ:

            “زه پوهېږم چې اشتباه مې کړې؛ خو ما قصداً دا کار نه دی.”

يوې نجلې په يو چپرکټ کې په خندا وويل:

            “له کوره تښتې، وايي چې ما قصداً نه دی کړی.”

صبرينې مخ ورواړاوه:

            “هېڅوک دا کارونه قصداً نه کوي.”

يوې بلې له يو بل چپرکټه صبرينې ته وويل:

            “تا دې مېړه قصداً نه دی وژلی؟”

            “نه! مجبوره شوم.”

            “ولې؟”

صبرينه غلې شوه؛ شايد خبره به یې جوړوله. نيلاب ورته کړل:

            “ته هر وخت له همدې برخې تښتې.”

د صبرينې په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې:

            “ما ته يې پردي خلک راوستل.”

***

نيلاب بېرته کوټې ته راننوته؛ صبرينه ورپورته شوه؛ ويې پوښتل:

“مديرې څه ويل؟”

د نيلاب په سترګو کې اوښکې ډنډ کېدې؛ زياته يې کړه:

            “زه خوشې کېږم.”

            “څنګه؟”

            “ويل يې چې ‘ولسمشر کوم فرمان کې د اختر لپاره زندانيان معاف کړي’.”

            “ستا خو رنګ داسې وتښتېد؛ که خپه يې؟”

په ناهيلۍ يې وويل:

            “زه چا ته لاړه شم؟”

“ولې؟”

“هغوی له ډېره شرمه هغه کلی پرېښودی.

“چېرته تللي.”

“نپوهېږم.”

            “او ته چې يې چا ته ورکړې وې، هغه؟”

د سترګو له کونجونو يې تودې اوښکې پر مخ روانې شوې:

            “هغه مې له پلاره بېرته ولور اخيستی.”

صبرينه ورنږدې شوه؛ سر يې تر سينې پورې ونيو:

            “خدای به خير کړي.”

نور يې ځان کنټرول نه شو کړای؛ په زوره زوره يې وژړل؛ خپل ګرېوان او د صبرينې ټتر يې لوند کړ. په شېبه کې، د نيلاب د ژړا د نورو زړونه مات کړل – چا د ټيکري په پيڅکه او چا په لاسونو خپلې اوښکې پاکولې.

ټکری يې وغوړاوه؛ کالي يې يو د بل دپاسه پرې اېښودل. يوه شېبه فکر يووړله؛ احساسوله يې چې خپله ازادي راټولوي. له کوټې وته، لاس په چپرکټ وڅخېد. په زړه کې ورتېره شوه:

            “دکاندار هم ګوندي خلاص شوی وي.”

له صبرينې او نورو يې خدای‌پامانې اخيسته؛ اوښکې يې بهيدې. يوې کړل:

            “که زه وای، خندل به مې.”

بلې وويل:

            “د دې همد خوشحالۍ اوښکې دي.”

پوليسو لويه توره اوسپنيزه دروازه پرانيسته؛ چې ووته، بېرته يې ورپسې پورې کړه. فکر يووړه:

“له کوره تښتېدلې وم خو له زندانه وېستل کېږم.”

وړاندې ولاړه. خلکو د زندانيانو په غاړه کې ګلونه اچول. له ځان سره يې وويل:

“حتماً ميندې او پلرونه به يې وي.”

دې خوا ها خوا يې وکتل؛ د خلکو ته يې وکتل؛ مور او پلار يې ونه موندل. ځان يې ډاډه کړ:

“هغوی به ما پسې ګرځي.”

مخ يې لوڅ کړ:

“له مخ نه به مې وپېژني.”

شېبه په شېبه خلک کمېدل.

نظر يې له لرې په چا ولګېد: “دکاندار؟” په موټر کې سپرېده؛ يو سپين‌ږيری او يوه زړه ښځه هم ورسره سپاره شول. ورمنډه يې کړه. موټر حرکت وکړ. غږ يې پسې وکړ:

“دکانداره!”

د موټرو په منځ ترې ورک شو؛ اسوېلی يې وکيښ:

“اوس به څه کوم؟”

بې‌سېکه شوه؛ زنګنونه يې پر ځمکه ولګېدل؛ سر يې په ګرېوان ټيټ شو؛ سترګې يې نه وې، له اوښکو ډکې پيالې وې، چپه شوې، په شيبه کې يې ګرېوان او لمن ورلامده کړل. پاس يې وکتل؛ ښار لوی و؛ هر څوک په کې ځای شوی و خو د دې لپاره ځای نه و پاتې. د زندان په لور يې وکتل؛ ور يې بند، دېوالونه يې لوړ او پر سر يې اغزن سيم و. ورو يې کړل:

“هلته مې هم نه پرېږدي.”

يو تور موټر يې مخ ته ودرېد؛ يوه ښيښه يې ښکته شوه؛ توره وه. ځوان مخ ورواړوه؛ تورې عينکې يې په سترګو وې؛ سګريت يې له خولې لرې کړ:

            “چېرته ځې؟ مونږ به دې ورسوو.”

نيلاب وروکتل؛ سترګې يې سرې اوښتې وې. غلې وه؛ نپوهېده چې ځواب ورکړي او که نه. هغه ټينګار وکړ:

            “راځه! ادرس به په لاره ووايې.”

شاوخوا يې وکتل؛ نه يې پلار ښکارېده؛ نه يې وروڼه؛ نه يې نامزاد او نه هم ادرس ورته معلوم و. د زندان ور بند او دېوالونه هماغسې لوړ او اغزن وو. لاس يې ځمکې ته تکيه کړ؛ اوچته شوه؛ د موټر دروازه يې خلاصه کړه. په لومړي ځل په داسې ښکلي موټر کې سپرېده. ځوان سر ورپسې راکوږ کړ؛ تورې عينکې يې په سر ايښې وې؛ په ځير ځير يې د نيلاب مخ او سينو ته کتل. د موټر د منځ په ښيښه کې ډرېور هم ورته کتل؛ لاندينۍ شونډه يې په غاښ نيولې وه.

One thought on “ښځې/ ليکوال: ضمير څار”
  1. ډیره خوندوره خو غمجنه کیسه ده . ما فکر کاوو چې ټولې صحنې مې رښتیا په سترګو کې تیریږي. بریالی اوسی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *