29 thoughts on “ښکلی ږغ او ښکلې سندره”
  1. Of course it is really attractive voice. Hope to get more practice. She will has bright future if some one works with her to be professional. One day she will be pride Afghan girl. Wish her successful life.

  2. بيسيار أواز دلكش است و به علاقه خاص ميخواند قابل تقدير است خوب تربيه شودافتخار زبان خود ومملكت خود خواهدبود تشكر إز توجه تان

  3. زمونږ ملک او ټولنه په دغو حساسو شرایطو کې تکړه مسلکي ځوانانو ته اړتيا لري، نه ډمانو ته، خدای ته وګورئ په ماشومانو مو داسې زده کړې وکړئ چې دنیا او آخرت ته يې په کار راشي، ډمان خو هسې په تېرو ديارلسو کلونو کې ګله ګله ګرځي!

  4. دغه قندولکه شمله بهرام نومېږي زموږ دګران ملګري انجینیر عیسی خان بهرام کشرۍ
    لوراو زموږ ورېره ده، هغه کسان چې د هنر په ارزښت نه پوهېږي او وطن په ځان دربو
    ابادوي پاک رب دې هدایت ورته وکړي

  5. ښکلې سندره په ښکلي غږ کې ،
    دا سندره چې څومره قمرګلي ابي ښکلې ویلې ده ، همدومره زموږ دغې وړې خورکۍ موږ ته یوځل بیا په ښکلې غږ کې را زمزمه کړه . له بدو سترګو دی خدای وساته ، د هنر ددښمنانو سترګې د ړندې وي ، پښتو موسیقي په خپل ذات کې دښکلا موسیقی او ستایواله ده . زه د یوې مشرې خور په توګه مبارکی ورته وایم او د لازیاتو بریو هیله ورته کوم
    له کو ر اوکورنۍ سره مو دخو شاله ژوند ولرۍ
    رحیمه له کانادا

  6. We are proud of you. Hope you will come up with more songs. Afghans who are deprived from music and other intertainment deserve to have happiness and mental relextion. Pashto Music is really attractive and peacful.

  7. محترمو دوستانو سلامونه او احترامونه می ومنی
    دالله(ج) موږ انسانانو ته ته ډیر څه راکړی دی . همدارنګه یو څه د الله(ج) خاصه ورکړه وی د مثال په ډول ښه شعر لیکل د ښه اواز درلودل او ښه دینی عالم کیدل , د ښه سلوک خوندان دا ټول دخدای ورکړی دی. اوس دا په موږ پوری اړه لری هغه څه چه الله (ج) راکړی څنګه د خپل قوم او خپلی ژبی او خپل ملک په خدمت کی ور نه کار اخلو. یو ملک زما په نظر هر څه ته ضرورت لری. راځی چه خپل ځوان نسل په هره برخه کی تشویق او وهڅوو. او خپل تاریخی مسولیت رفع کړو د تعصب او بی ځایه الفاظو او کلیمو په کارولو سره د چا استعداد ته په سپکه ونه ګورو. زما په اند دی ماشومی ته خدای دا استعداد ورکړی او دا استعداد د قدر او احترام وړ دی. پاک الله(ج) دی سر لوړی او بریالی لری. په ډیره مینه

  8. ډیر ښکلی ډیره مننه په دې غمجنو شیبو کې دی یوه شیبه د خلکو پام په بله کړ. رامین صیب، په دې پسې مه ګرځه تاسو مو خپل اولاد سم وروزئ

  9. کاش چې جاهلانو پوهېدلي دا شمله دې خدای روغه لرې نامې خدا ښه غږ لري د دوام په هیله په افغاني چوکاټ کې د ننه.

  10. ډېر زيات ښکلی غږ، دومره ښکلی چې فکر نه کوم، چې په پښتنو کې دې دومره ښکلی غږ نه مخکې او نه اوس وي. خدای دې، دې پښتنې ماشومې ته د پښتنو د خدمت لپاره اوږد عمر ورکړي.
    امين

  11. شه سندرغاڑی ده که سندروته ادامه ورکڑی کامیابه به شی کامیابی ورته غواڑم

  12. اول سلام بعد له سلام ډېر زيات ښکلی غږ، دومره ښکلی چې فکر نه کوم، چې په پښتنو کې دې دومره ښکلی غږ نه مخکې او نه اوس وي. خدای دې، دې پښتنې ماشومې ته د پښتنو د خدمت لپاره اوږد عمر ورکړي

    .

  13. سلام بهترین آواز خوان با جرئت که این آهنگ را هر هنرمند به این صوت اجرا کرده نمیتواند موفقیت هرچه بیشر تان را در این راه خواهانم بهترین آهنگ را اجرا کرده اید به امید موفقیت هرچه بیشرتان بانوی خوش آواز

  14. ډیر ښکلی غږ دی. هیله کوم چه زموږ ولس دهنر په ارزښت سر خلاص کړي. د هغی ورځی په هیله چه موږ د ټوپک او ملا نه خلاص شو او د سولی په چاپیریال کی سندریز ژوند پیل کړو.. او ملایانو ته به همدومره وایم: خدای مو ټول سره په یوه ورځ آسمان ته پورته کړه چه موږ خو نور ستاسی له لاسه دانساني ژوند نه محروم پاتی يوو …خدای مو درواخله. آمین

  15. هغه پوه اوزکاوت چی الله ج انسان ته ورکوی داددی لپاره ورکوی ترڅوله هغی نه سالمه ګټه ترلاسه کړی دی خورباید دقرآن کریم تلاوت کولای اوددی په واسطه دی ثواب هم ترلاسه کولای شوی اوهم یی دقرآن کریم دزدکړی زمینه نورومسلمانوخویندوته برابراولاشوی هم خرما اوهم ثوات

  16. کلیم الله ستا د طالب، ملا او په حقیقت کی تروریست د لاسه خلک له دین نه نږدی دی چی بیزاره شی.
    که د دې نه هم ښه ښکلی اواز د قران تلاوت ویلی و په خدای قسم خورم چی به دغی اندازی به خلکو نه و اوریدلی او نه به یی خوښ کړی و. تاسو طالبانو نه یوازی افغانان ووژل بلکه ایمان مو هم ورکمزوری کړ اوس چی څوک ږیره لری یا ډیری دینی خبری کوی سړی فکر کوی چی دا به هم کوم فاتل او جانی وی
    سمندر اوریا خیل

  17. گرانه وروره نصیر صیب الله خو موژ ته هر سه راکری دی خو په کوم زای کی درته ویلی سندری ووایی زه نه پوهیگیم چی دا موژ ولی د جهالت پلور روان یو نور خلک زموژ دین ته را گرخی خو بیا موژ ناآعوذ بالله د الله پسی هم دروغ وایو خدادی اول موژ ته اوبیا تاته هدایت وکری

  18. باور به ونکړې چی دا اواز می تر ۳۰۰ یا ۴۰۰ لیدنو نه هم زیاد لیدلی ده ،او لا یی ګورم ، ډیر په شوق او ښکلي اواز یی ویلې دی.

  19. محترم سمندر صاحب
    دسمندر څپی دی مخ په لوړه روانی دی ،داسلام مبارک دین دچا شخصی ملکیت نه دی اونه دی سړی دومره کم ظرفیته شی چی له هرږیره ورڅخه نفرت وکړی،داستاخپل نظر دی چی که داوړه نجلی قران ووایی نودومره شایقین به یی پیدانه شی لکه دااوس چی دی اصلا ته دقران په ذوق نه پوهیږی ځکه داخبره کوی،دوړی انجلی له پلار انجینیر صاحب نه می هیله ده چی دلوریی
    ښهه غږ دی بلید ښکلی قران ورباندی یاد کړی نه دنن ورځی میوزیک …

  20. Really attractive song. She looks to be new in the field therefore much practice and keen supervision is needed to make her perfect. Don’t demoralize her by your comments. Let her go ahead in this field. It would be good to listen and enjoy our own songs sung by our people rather than to hear foreign songs sung by foreigners.

  21. د هر چه یو ارمان وی ډیر ښیسته اواز چی د زړه کنجونه ته رسیږی دی اواز کی نوره تبصره نکږی بس وییل کیږی چی عالی درجه

  22. ماشاالله، خدای تعالی د له بدو سترګو ساتي، ډیر ښایسته آواز لري چې له زړونو زنګ لرې کوي او دا به مو په یاد وي چې دا افغانه خورکۍ به د حدیقه کیانی، زیب و هانیه، ګل پاڼه، ایمن اداس او حتی د سنودی چوهان ریکاډونه به مات کړي انشا الله (د پښتنو او د افغانستان ویاړ به وي) او دا ځینې احمق ګل پاڼه، ایمن اداس، او نازیه اقبال غوندې پیښوریانې په درود یادوي خو خپلې افغانې پسې بدې خبرې کوي او چې د کوک سټوډیو خبره شی بیا خو یې لا له خولې لیاړې روانې وي

ځواب ورکول نذیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *