تاند، سه شنبه، د اسد ۱: که څه هم د افغان حکومت چارواکي وايي، د ټرمپ د څرګندونو به تړاو به وروسته نظر څرګند کړي، خو د ټرمپ دې خبرې چې کولی شي افغانستان لسو ورځو کې د نړۍ له مخې ورک کړي، افغانان قهرولي دي.
ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر سره لیدنه کې ویلي، امریکا نه شي کولی نوره افغانستان کې د نړۍ د پولیس په څېر پاتې شي.

نوموړي ویلي، په یوه اوونۍ کې هم د افغانستان جګړه ختمولی شم، خو نه غواړم هلته ۱۰ میلیونه انسانان ووژل شي.

ټرمپ دغه راز ویلي که افغانستان لپاره په خپل پلان عمل وکړي، نو یوه اوونۍ کې يې له نقشې ایسته کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل، طالبان دا وار حتی د آی ایس آی په ملاتړ هم بیا واک ته نه شي رسېدلی.

دغه راز ولسمشر غني وویل، یو لوری غوړي یوه نقاب پوشه او مرموزه ډله د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي، مګر افغانان به د جمهوریت سیوری هیڅ له سره غورځېدو ته پرېنږدي.

دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې هم د ټرمپ له څرګندونو وروسته د نوموړي پر ضد پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي.

په افغان سیاسیونو کې تر اوسه یوازې عمر زاخېلوال د ټرمپ څرګندونې غندلي، اما په ټویټر کې یې بیا د ټرمپ دغې څرګندونې ته د مینې لایک ورکړی دی.

3 thoughts on “کابل، نن ماسپښین د ټرمپ د اوتو بوتو پر ضد خپل دریځ ښيي”
  1. وایي مشت نمونه خروار!!!ا
    ټرمپ د هغو ملیونونو امریکایانو د ریاو زیږنده ده چې خان د نړۍ متمدن خلک بولی او نورو ته د تمدن لار ښۍوونی او سپارښتنی کوې!ا
    د ټرمپ دغو خبرو وښودله چې امریکایان په دومره لویوالی کې څومره وروسته پاتی ملت دی چې رهبری یې د یوه لیونی په لاس ده!ا
    ټرمپه!ا د روس او چین ځواب ووایه !!ا که ته او امریکا دی دومره تکړه وی نو روسیې وینزویلا کوریا ایران ته دی ولی غول بهیدلی او د غولو بوی دی دنیا نیولی ده!ا د اوکراین سره ړی څه وکړل؟
    پوتین دی څنګه کریمیا له سره وویسته؟
    ټرمپه!ا پوره شل کاله وجنګیدی او بالخره دي خپل غول په خیښتګ ګنډه او بیرته تښتي ولی؟
    که ته دومره نر او ستا امریکا دومره وای چی دا ته ورباندی نازیږې نو شل کاله دی ولی امریکایان د لته په افغانانو و وژل؟ ایا دا ستاسی خوښه وه؟ ! نه؟ نو شل کاله دی متایزی وبهیدلی! د امریکا ابر قدرت دی وشرماوه!ا
    څو کسه افغان طالبان نه شئ مهارول؟ نو دا معنی لری چی امریکا د یو ابر قدرت په حیث و شرمیده او نور نړیوالو ته پهلوان نه بلکه د ټرمپ غوندې لافوکان دي.ا
    ټرمپه!ا په یاد ولره چي موږ ۱۰ ملیونه نه بلکه نږدې ۸۰ ملیونه یو!ا او په یاد ولره چی یو هم ژوندي یو نو ستا ځواب به وایو!ا
    ما د بشر په تاریخ کې دومره بیعقل مشر نه و اوردلی!

  2. سور لیوني بیا تر خوله بي ځایه باد ایستلي د خره سپي او بل حیوان لقب مي ځکه ورته استعمال نه کړ چه حیوان ډیر شرف پرلري بیا دحیوان په حق کي ظلم کیږي ، روسان هم په همدي فکر وه چه داخو دیوي هفتي موضوع ده خو بیا څه وسول تاته هم اجازه ده جه درمعلړم سي چه یو خروار اوړه څو پتیري کیږي بد بخته لعینه فاحشه

    1. سور لیوني بیا تر خوله بي ځایه باد ایستلي د خره سپي او بل حیوان لقب مي ځکه ورته استعمال نه کړ چه حیوان ډیر شرف پرلري بیا دحیوان په حق کي ظلم کیږي ، روسان هم په همدي فکر وه چه داخو دیوي هفتي موضوع ده خو بیا څه وسول تاته هم اجازه ده جه درمعلوم سي چه یو
      خروار اوړه څو پتیري کیږي بد بخته لعینه فاحش

ځواب ورکول محمد حسین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *