ضمیر کابلوف

تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی وايي، د افغانستان د مسلې اسانه او چټکه حللار نشته.

زامیر کابلوف بهرني پوځیان په دې برخه کې ملامت وبلل.

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي کابلوف په مسکو کې له انادولو خبري اژانس سره د افغانستان د وضعیت، د سیمې د انکشافاتو او د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه په مرکه کې وویل، د افغانستان حالاتو ژوره اندېښنه زېږولې.«نن په افغانستان کې درې مهم عناصر نشته لکه اقتصاد، ښه حکومتولي او قوي وسله وال ځواکونه. د دغو درو عناصرو نشتون ناکراري او بدبیني رامنځته کوي. په داسي حالت کې حللار ډېره ګرانه ده. حاضردمه افغانستان چټکه او اسانه حللار نه لري.»

کابلوف وویل، له افغانستانه د منځنۍ اسیا اغېزمن شوي حالات د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښولی شي.

ده همداراز وویل، د افغانستان خرابېدونکی وضعیت پر سیمه منفي اغېز کولی شي.

کابلوف زیاته کړه، روسیه د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي، خو د دې معنا دا نه ده چې د افغان حکومت پر ناکامیو سترګې پټې شي.

ده وویل« په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان راتلونکې بیخي تیاره ښکاري، خو د دې معنا دا نه ده چې خامخا به راتلونکې بده وي ځکه چې اوس هر څه بد دي. موږ په ګډوډۍ کې د افغانستان د ښکېلېدو په مخنیوي کې همکاري کوو.»

کابلوف د خپل هیواد له لوري د افغانستان د ملاتړ په اړه وویل«سږ کال موږ افغان پولیسو ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه ورکړل. موږ مخکې هم دې ته ورته مرسته کړې ده. هر کال موږ افغان پولیس او پوځیان روزو. موږ افغانستان ته په مستقیم ډول او د ملګروملتو له لارې بشري مرستې ورکوو.»

ده په افغانستان کې د روسي پانګوالو د نه پانګونې د علت په اړه وویل چې امنیتي دلایل د دې سبب کېږي چې روسان په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

له طالبانو سره د روسیې اړیکې

کابلوف تایید کړه چې روسیه له طالبانو سره تماس لري، او ویې ویل«موږ له طالبانو سره تماسونه لرو.  موږ د خپلو چاینلونو له لارې طالبان اوربند او د جګړې پای ته رسولو ته هڅوو.»

ده په عین حال کې وویل«طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې موږ په سوریه کې ورسره جنګېږو او همدا علت دی چې زموږ ګټې سره نژدې کوي.»

ده د خپلو خبرو په توضیح کې وویل چې طالبان د داعش پر ضد په جګړه کې له روسیې سره ورته دریځ لري.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي د طالبانو په دفاع کې همداراز وویل « طالبانو خپل دریځ بدل کړی، هغوی نړیوال جهاد نه کوي بلکې یوازې له اشغاله د خپل هیواد د خلاصون او په افغانستان کې د خپلواک حکومت د جوړولو لپاره مبارزه کوي. طالبان له داعش سره جنګېږي ځکه چې دوی د داعش ایدیالوژي نه مني.»

ده دا هم وویل چې که طالبان د امنیت شورا د پرېکړه لیک مطابق وچلېږي، دا حق لري چې د سیاسي قدرت په توګه ومنل شي.

«که طالبان د ملګروملتو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم د افغانستان اساسي قانون ومني، وسله پر مځکه کښېږدي او له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، حق لري چې په افغانستان کې د سیاسي قدرت په توګه ومنل شي.»

ده همداراز وویل، طالبان وايي چې له نړیوالو تروریستي ډلو سره یې اړیکې پرې کړي دي.

کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، باید له امریکایانو وپوښتل شي چې ولي طالبان اوس تر ۱۵ کاله پخوا پیاوړي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې خاض استازي له پاکستان سره د خپل هیواد اړیکې خورا نژدې وبللې او ویې ویل چې پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره توپیر لري او جلا هدفونه تعقیبوي. هغوی د پاکستان د دیموکراتیک دولت خلاف جنګېږي او له داعش سره مخالفت نه کوي.

2 thoughts on “کابلوف د افغانستان راتلونکې تیاره وبلله او له طالبانو سره اړیکې یې تایید کړې”
  1. .«نن په افغانستان کې درې مهم عناصر نشته لکه اقتصاد، ښه حکومتولي او قوي وسله وال ځواکونه. د دغو درو عناصرو نشتون ناکراري او بدبیني رامنځته کوي. په داسي حالت کې حللار ډېره ګرانه ده. حاضردمه افغانستان چټکه او اسانه حللار نه لري.»
    ښه حکومتولي:
    د بوتلشاهانو غلو مسلمانوحکومت
    اقتصاد
    یعنی غلام باش و ارام باش
    قوی اردو
    اردو خو د مجاهلینو د جهاد غنیمت شو

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *