د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاند، دوشنبه، د قوس ۴مه: د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازی ضمیر کابلوف وايي، د پیکنګ د سولې بین الافغاني ناستې دقیقه نېټه ځکه نه ده معلومه شوې چې طالبان د ولسمشر غني لخوا پیکنګ ته د سولې د ناستې لپاره له جوړ کړي لیست سره مخالفت لري.

 ښاغلي کابلوف نن (دوشنبه) د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي، طالبان د ولسمشر غني له لوري چین ته له سپارلي لیست سره موافق نه دي له همدې کبله هر څه په ټپه ولاړ دي.

ښاغلي کابلوف همدا راز زیاته کړې، طالبان له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پلولو نیت لري.

د طالبانو له خوا د پیکنګ د ناستې له حکومتي لیست سره د مخالفت خبره په داسې حال کې کېږي چې حامد کرزي هم ویلي چې د پیکنګ ناسته کې به د ولسمشر غني د مخالفت له کبله ګډون ونه کړي.

په اکتوبر کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ګینګ شاونګ وویل، پیکینګ د افغانستان د لانجې د سوله ییز حل هراړخیز ملاتړ هڅه کوي او د سولې په پروسه کې د ټولو شاملو خواوو ترمنځ د دیالوګ په برابرولو کې مرسته کوي.

2 thoughts on “کابلوف: د طالبانو مخالفت د پیکنګ ناسته ځنډولې ده”
  1. الله مو تباه کړه ټوله دنیا درکی سیاست کوی او یو تاسی یی چه خپل دا خوار فقیر ملت مو ګدای ته کیښنولی دی

  2. پدې اساس د افغانستان د جنګ د اوږدولو اصلي عاملین ټالیبان دي. د ټولو وژنو ، ورانولو ، سوځولو ، د اقتصادي شاته پاته والي او هرې بدبختي مسوولین د پنجاب مزدوران او جاسوسان یعنې ټالیبان دي. الله ج دې لکه داعشیان دوی هم تباه او برباد کړي.

ځواب ورکول Shams ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *