تاند- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی وايي، که امریکا پر روسیې بندیزونه پای ته ورسوي، مسکو به د افغانستان حکومت ته هیلي کوپترونه ورکړي.
زامیر کابلوف وویل، امریکا له هندي چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د روسي څرخکو او د هغو د پُرزو د سپارلو تابیا وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي وویل، د دې لپاره چې په افغانستان کې د روسیې او ناټو همکاري پراخه شي، hامریکا باید د روسیې پر دفاعي صنعتونو پوځي بندیزونه لېري کړي او افغانستان ته د روسي څرخکو د مستقیمو صادراتو لپاره له مسکو سره همکاري وکړي.
ښاغلي کابلوف همداراز وویل«امریکا په خپله ځان ته د مشکلاتو سبب ده، ځکه چې پر روسیې بندیزونه د امریکا کانګریس ونه لګول بلکې د ولسمشر بارک اوباما په مستقیم امر اجرا شول، اوس هم کېدای شي چې اوباما یې لیري کړي.»
په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ (دوشنبه) د افغانستان لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم هند ته لاړ شي او له دغه هیواده د څرخکو په شمول د وسلو غوښتنه وکړي.
هند تراوسه پوري افغانستان ته ۳ ایم آی ۲۵ روسي هیلي کوپترونه ورکړي او ژر به یوه بله هم ورکړي.
روسان دورواغ وایی که تاسو په خپل خبرو کښي راست یاست نو په کوم کار کښي د امریکا څخه اجازه اخستي او یا مو په کوم کار کښي د امریکا د بندیز پروا کړیده، په سوریه کښي پر داعش د بمبار اجازه امریکا در کړیده ؟ او که اوس غواړي چي بیا تا او امریکا خپل د جنګ میدان ګرم کړي.
علیزی صاحب
روسان درواغ نه وایی امریکا باید ته دهغه قرارداد پیسی ورکړی چی افغانستان ته یی له روسیی اخیستیوی