تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د ګارنېزیون او امنیتي ادارو د احمدشاه مسعود په وسله والو پلویانو پسې له هغې وروسته کلک ګامونه اخیستي چې دغو وسله والو نن یو سرتېری او یو ډرېور وواژه.

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د مسعود وسله والو پلویانو نن سهار ترافیک څلور لارې کې له امنیتي سرتېرو سره تر نښتې وروسته یو پوځي وژلی او د هوايي ډګر پر سړک یې هم یو موټر چلوونکی وژلی دی.

د دغې پېښې نه وروسته ځايي قهرېدلو خلکو لاره تړلې او امنیتي ادارې هم په خوځښت راغلي دي چې له کبله یې په ۲:۲۰ بجو د کابل ښاروالۍ مخې ته د صفر ۳ قطعې له ځانګړو ځواکونو سره وسله واله نښته هم شوې ده.

مسووولان وايي، د مسعود هغو وسله والو پسې یې کلکه لټه پيل کړې چې ښار کې د لنډغرۍ لپاره راوتلي او عام ښاریان یې په عذاب کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، امنیتي ځواکونو د ښار په ټولو څلور لارو  کې چک پواینټونه اچولي او په ابتدايي معلوماتو کې ویل شوي له دغو وسله والو څخه یې تر ۳۰ زیاتې موټرې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسعود د پلویانو یو مشر حمید خراساني له حکومت څخه له څو میاشتو راهیسې ورک دی چې په تړاو یې د کرونیو چارو وزارت وايي، نوموړي به هر کال د سنبلې په ۱۸مه د شرابو او مخدره توکو لېږد رالېږد کې له مافیاوي کړیو سره ډېره زیاته مرسته کوله.

بلخوا پر دغو وسله والو کاروانونو نن په تایمني، سلیم کاروان او خیرخانه کې درې چاودنې هم شوې دي چې د چارواکو په وینا د تلفاتو دقیق معلومات یې نه لري.

2 thoughts on “کابل: امنیتي ځواکونو د مسعود د وسله والو پلویانو پر ضد پراخ عملیات پيل کړل”
  1. دا خو دولتمدارې نه شوه ، لنډغرانو ته د تګ راتګ وخت کې باید د امنیتي پوستو له خوا باید د وسلو د انتقال اجازه نه وای ورکړل شوې. اوس باید د مړه شوي مسعود د وژل کېدو د جشن مسوولین ور وغوښتل شي او ټوله وسله ترې ټوله او مجرمین اشد مجازات شي.

ځواب ورکول Dr Rahman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *