غلا کول: په پټه شی اخیستلو ته وایي یا په غېر قانوني توګه د نورو د رضایت پرته د هغوی د مالونو اخیستل غلا دی او هغه څوک چې د غلا کولو عمل تر سره کوي، ورته غل ویل کېــږي.
یا په بله بڼه: د یو چا د ناپوهۍ او غفلت څخه په ګټې اخیستنې د هغوی مادي او معنوي مالونه تر لاسه کول، غـــــلا دی.
کابل ښار کې ورځ تر بلې وژنه، غلا او په ځانګړې توګه د موټرو غلاوې زیاتې شوي دي.

نږدې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو د کابل ښار له بیلا بیلو سیمو د غلا او لوټلو خبر ورکول کېږي، چې دغه کار د کابل ښاریان له سخت رواني تکلیف سره مخ کړي دي.
انسان تښتوونه د پیسو لپاره د غلو یو له لویو غلاوو حسابېږي. معمولا دا کار د یو بانډ او ډلې لخوا ترسره کېږي، چې لومړۍ د غلو لخوا شخص څارل کېږي او په موقع، له کور، کار ځای، ښوونځي، سرک څخه د موټر په واسطه پورته کېږي او په یو پټ ځای کې تر ساتلو وروسته یې غله د خوشې کېدو په بدل کې پیسې لاسته راوړي.
چې د پیسو نه په انکار، بیا ډېر کله د تښتول شویو په مرګ هم تمامېږي لکه:( د شپږو خویندو د یوازيني ورور اباسین وژل)
که څه هم د پورته ډول غلاو څخه د پیسه او مال لرونکو خلکو ویره وي، خو بیا د متوسط ژوند خلک له دغې ستونزې څخه ځان په امان کې ګڼي، ځکه دوی په ښکاره ډول داسې څه نه لري چې غله به یې وتښتوي.
مخکې ښه وو، کابل ښار کې عام او د عادي ژوند خلکو دا تشویش نه درلود، خو اوس ډېری غریب هم د غلو له غلا خوندي نه دي.
هغوی چې د کورنۍ او بچیانو لپاره د موټر چلولو له لارې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي، یا د ورځنیو چارو رفع کولو لپاره شخصي موټر ساتي خلک یې تشویش کې دي چې د موټرو غله به یې له کور او د ټکسیوانۍ پر مهال موټر غلا او وتښتوي.
ځکه دوی دغه ښار کې هره ورځ او شپه له بیلا بیلو سیمو د ورته پېښو د پېښیدلو شاهدان دي.
رفیق چې مخکې یې د کابل ښار کې ټکسی چلوله وایي: یوه ورځ د دهمزنګ له چوک څخه دوه کسانو
دربست کړم، سیمې ته په رسیدو سره یې تومانچه په سر را کېښوه، له موټر یې ښکته کړم، په رڼا ورځ یې موټر رانه یوړ او غله پر خپله مخه ولاړ.
هیواد چې احمد شاه بابا مېنه کې ژوند کوي وایي: دو هزار ټوډي کرولا یې تېره هفته غلو له کور څخه وړی، چې تر اوسه یې هیڅ ډول مالومات نشته.
دېته ورته په لسګونو پیښې هره ورځ او شپه ترسره کېږي، چې پولیس یې په مخنیوي کې عاجز دي.
کابل ښار کې د غلاو تر ټولو بده ناځواني چې نوې، نوې د غلو لخوا کارول کېږي، دا دی، چې د ورځې او شپې له مخې، موټر کې د سفر پر مهال، کوڅه کې د پلي تګ پر مهال، له کور د وظیفې پر طرف، له ښوونځي او کورس نه د کور په طرف، پر لارو او کوڅو کې په ښکاره لوټل دي، چې د اوسېدونکو ځوانانو، ښځو او سپین ږیرو ژوند یې حرام کړی.
هر ځای دوه یا درې خوله پټي غله چې دا ډول غلاوې کوي له بیلا بیلو لارو کار اخلي.
یو ډول یې موټر سایکل سپاره غله دي چې موبایلونه او د ښځو دستکولونه تښتوي، دا په داسې حال کې چې ډېرۍ وخت ښار او سرک کې تلیفون درته راشي او د خبرو پر مهال یې له لاس کش کاږي، خو د مخنیوي یې هیڅوک هم نه وي.
زه چې احمد شاه بابا مېنه کې ژوند کوم، له ورته پیښو نه هره ورځ خبرېږم.
دلته غواړم چې د تېرې یوې ورځې په ترڅ کې د څو عیني پېښو بیلګې در وپېژنم.
د احمد شاه بابا مېنې پنځم بلاک سلیم کاروان سره یو تن د (احمد زاهد درمتلون) ته ننوتی، په درمل پلورنکي یې په رڼا ورځ تومانچه نېولې
موبایل او د دخل نقدې پیسې یې ترې وړي او غل له ساحې ډېر په ارامه تښتیدلی.
ـــــــ
د ماذدیګر شاوخوا، احمد شاه بابا مېنې دوهمه څلور لار کې د برچې او تومانچې په زور له یو کس څخه د ليپټاپ بکس چې کمپیوټر او تعلیمي اسناد یې پکې وو، غلو یوړ او چا یې مخه و نه نیوی شوه.
ــــــ
مسافر ډوډۍ پلورونکی رحمت الله چې د غزني ولایت د اندړو اوسېدونکی دی، سهار لمانځه مهال مسجد ته پر لار، غلو په دې بهانه درولی، چې ګواکې امنیتي کسان دي او باید تلاشي ورکړي، په تلاشۍ کې یې پیسې ترې اخیستي او ټیل وهلی یې دی.
دا یوازې د تېرې ورځې غلاوې دي چې یوازې د کابل ښار ختیځه څنډه کې پېښې شوي دي او د خلکو په ګډون حکومت یې هم پر مخنیوي نه دي توانېدلي چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي.
دا راز د کورنیو چارو وزارت هم مني چې داسې ورځ به نه وي چې پلازمېنه کابل کې د موټرو د غلاو، دکانونو شکولو سربېره د کمپیوټر، مبایل، دستکولونو او په ښکاره د خلکو د لوټلو او د غلا توکو لپاره د خلکو د زخمي کولو او وژلو په تړاو راپور و نه لري.
خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو حرفه یي غله له پېژندلو وروسته ونیسي او له خلکو غوښتنه کوي چې د دا ډول پیښو د مخنیوي لپاره همکار و اوسي. خو تر ډېره د کابل اوسېدونکي ادعا کوي، چې پولیس د دا ډول پیښو په مخنیوي کې ناکام راغلي او غله له نیولو کېدلو وروسته ډېر ژر بیا ازادېږي او خپلو غلاوو ته په ډاډه زړه دوام ورکوي، چې دې چارې زیات خلک د پولیسو سره په همکارۍ نا رضایتي او بې باورې ښکاره کوي.
ټول ولس او ښاریان پوهیږی چی پدی غلا وو کی زیاتره د جنرال الماس او مارشال فهیم او د سیاف د وراره ډله دی چی کابل کی موټر او موبایل غلا کوی مګر تر اوسه پوری دولت د دی ډول کسانو نیول ناشونی دی ځکه همدا غله د لوړ رتبه چارواکو له لوری حمایه کیږی او کله چی بندیان شی بی ډیر درناوی را خوشی کیږی
داسی ویل کیږی چی ولسمشر اشرف غنی وزارت داخلی او قومندانی امنیه کابل او د حوزو مسؤلینو ته دری ۳ میاشتی وخت ورکړی مګر زما په نظر چی کله دده د مشارو زوی په کاردان پوهنتون یو امنیتی شخص سره شخړه کوی یا هغه وژنی نو څنګه امکان لری چی د د ارګ د مشاور زوی څوک محکمی یا څارنوالی ته حاضر کړی
او څارنوالی هم تر اوسه پوری د ایشچی یا علی پور او قیصاری قضیه نه بررسی کړی او نه په وړاندی کوم راپور ولس وړاندی کړی ځکه کچیری یو عادی شخص څخه په سهوآ هم کومه غلطی وشی هغه بی له محکمی میاشتی میاشتی په بندی خانه کی ساتل کیږی مګر د چارواکو ملګری او خپلوان پدی ۱۸ کلنه دوره ارتی تڼی ګرځی
نو دیته وایی عدالت او صداقت او شفافیت او قوی څارنه