پخوانۍ متل دی وایي: مار چیچلي له پړي بیریږي خو په افغانستان کې کې دا متل عکس عمل کوي چې مار چیچلي له مار څخه هم نه بیریږي شرحه یې په لاندې ټکو کې کوم.

څو څو ځلي د کابل بانک په مختلفو څانګو کې خونړۍ پیښې وشوې خو تر اوسه ورته کوم د حل لاره نه ده لیدل شوې دا په داسې حال کې ده چې مونږ یو مدیر ولسمشر لرو د دې خبرې څخه دوه انګیرنې کیږي یا خو ولسمشر هسې په نوم مفکر دی او یا هم د خلکو وینه ورته ارزښت نه لري.

په تیرو څو کلونو کې دوه ځلې په ننګرهار ولایت کې، په کابل کې ،د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې او اوس هم په لښکرګاه کې  د کابل بانک په څانګو بریدونه ترسره شوي،چې ګڼ بی ګناه عام وګړي او زمونږ د ملی اردو ، ملی پولیس سرتیري چې د هیواد د ساتنې لپاره خپل هیڅ راز مرستې نه دې سپمولي شهیدان او ټپیان شوي دي.

افتخار احمد همدرد

دا چې روزانه داسې پیښې وشي چې ښه یې مخه نیولای شوخو نه یې نیسو نو دا په زغرده په دې معنی ده چې یا خو زمونږ د خلکو وینې ارزښت نه لري او هر چیرې باید توي شي او یا هم حکومت نشي کولای چې یو ډیره آسانه موضوع ته د حل لار پیدا کړي.

که حکومت واقعآ غواړي چې ورته پیښې بیا تکرار نشي نو اړینه ده چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او په راتلونکې کې د ورته پیښو د رامنځته کیدلو مخنیوي وشي، او که حکومت د پخوا په څیر یو ځل بیا ناغیړي کوي او یاد موضوع ته پاملرنه نه کوي نو تر دې وروسته د هر ډول داسې پیښو پړه په مخالفو ډلو اچول به یو ستره خطا او تیروتنه وي.

د کابل بانک سره په یو ډول نه په یو ډول زمونږ د هیوادوالو د خفګان او درد خاطرې نغښتي دي، که رښتیا هم په دې ولس ځوریږئ او نه غواړي چې یادې خونړۍ پیښې بیا تکرار شي هیله ده دې موضوع ته د حل لاره وګورئ چې زما په اند ځینې د حل لارې یې په لاندې ډول دي:

  • د کابل بانک څانګې دې زیاتې شي تر څو د پیښو خطر کم شي.
  • د کابل بانک سربیره نورو بانکونو ته هم اجازه ورکړل شي تر څو دولتي مامورین په پر امنه فضا کې خپل معاشات تر لاسته کړي.
  • د هیواد د ټولو امنیتي ځواکونو په قولو اردو ، قومندانیو ، لواو او ټولو قرارګاو کې د ATM  ماشینونه ځای پر ځای کړي تر څو دوی په پر امنه فضا کې خپل معاشات تر لاسه کړي.
One thought on “کابل بانک که ولس ته د سر درد!/ افتخار احمد همدرد”
  1. ترټولو وروستی وړاندیز معقول او ضروري دی. هیله ده چې د کابل بانک ډېر ژر نوي ماشینونه په مصؤنو ځایونو کې ځای پرځای کړی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *