د کابل سهار د ملا او چرګ د اذان سره شورو کیږي. یا د کومې بلا د ډز سره. لومړۍ کار پکې د ګاز بخارۍ لګول وي او د اوبو د ګرمولو غم خوړل. ماشوم ولیږه چې د نانبايي نه تودې ډوډۍ راوړي.یو بل غږ هم ورباندې کوه ځکه پرون ېې هم سړې ډوډۍ ورکړې وې.

بیا د چایو نه پس د خیریندو دپاره بوټان پالش کړه او زړه نا زړه پتلون لینګو کې راکش کړه.د پینځو ورځو یوه جامه او د پلچرخي نه اخوا د دوه ورځو بله جامه

کار ته وتل او رسیدل دوه جلا جلا کارونه دي. مامورین رسمي کارونه په نیم دماغ کوي. نیم دماغ ورنه د ترافیک جنجال خوړلی وي. کابل کې چې چا درته وویل چې یو ساعت کې راځم نو که پنجشنه او جمعه وه نو وې منئ ګني دوروغ وايي.
کابل کې ادرسونه او پتې هم ډیرې خوندورې دي. د معارف د وزیر د کوره چې راتیر شې نو مخکې چپ لاس ته لار بنده ده هلته د قوماندان صاحب کور دی. مخکې چې راشې نو یوه غټه کنده ده ،پام کوه . ښي لاس ته زموږ کور دی. د ډیرو مرمیو نښې ورباندې دي.

د کابل حمام


خدای خبر چې ولې د کابل حمامونو کې د جمعې په ورځ ډیر بیروبار وي؟. دا نورې ورځ لکه چې خلک همداسې گرځي. د واده کړو نه مجردان ډیر حمام ته ځي. یو ویل چې مجردان په یو ځل دوه ځله لامبي خو پیسې د یو ځل ورکوي. په مطلب ېې پوه نشوم.

پیښور کې به د حمام یا سقاوې خاوند غږ کوه. وروڼو تکړه شئ لاس خوزوئ ،کابل کې ېې ویل .برادر خلاص خلاص شو. خبره یوه ده .بس د عمل او رد عمل فرق دی.

د شاه شهید حمام ته خلک د غله په شان تلل. د باچا په شان ورننوتل او د شهید په شان پاک ترې راوتل.
ېو ځای لیکل شوي وو.صالون اصلاح مولوي گلزاده. بیا پوه شوم چې مولوي نه دی موی دی.

یوې بلې لوحې باندې خطا وتل. موټر شويي باغ بالا. ما ویل چې د باغ بالا د میړه موټر ته به موټر شويي وايي. هغه د موټر وینځلو ځای و

کابل فیشن

نورې دنیا کې پرمختګ د زمکې نه شورو کیږي او بره ځي خو زموږ وطن کې ترقي د پاسه نه شورو شویده او خلک په بره روان دي .سړکونه د نولس سوه څوارلس دي او موټر ورباندې د دوه زره څوارلس .د پخلي د ډش نه اول د ډش انتن غم خوړل شویدی .جامه د پاریس خټې د کابل.

کابل کې هلکان هم دسمالونه په غاړه ګرځوي .یو د فیشن دپاره بل د ښار د دوړو نه ځان ساتلو دپاره.
د ښځو د فیشن په اړه ویل شویدي چې جامې باید دومره ارتې نه وې چې ښځه پکې پخپله ونخلي او نه دومره تنګې وي چې کوم سړی ورپورې ونخلي
کابل کې د فیشن لیدو دوه ځایونه دي یو لوې لوې مغازې .بل د جینکو د مکتب دروازې
وايي چې یو هلک په موټر سایکل یوه جلۍ شاته کینولې وه او تیز روان و

یو لاروي د بل نه پوښتنه وکړه چې دا هلک دا دومره تیز چرته روان دی؟
بل ورته وویل چې دا شاته ناسته جلۍ ېې خپله خور ده .اول هغه د مکتب نه کور ته رسوي .بیا بیرته راځي چې د نورو خویندې په عذاب کړي.

کابل ټایم پاس

کابل کې ټوله ورځ خلک په دې تمه ورځ شپه کوي چې کله به وادي ګرګها شورو کیږي. واړه زاړه ښځې ماشومان بس د ډرامې وخت ته ساعتونه شماري .نه چا کره ځي او نه ېې میلمه خوښیږي. که چا کره لاړ هم شي نو اول د کیبل ټي وي پوښتنه کوي چې علمدار ورنه تیر شي.

ما پوښتنه وکړه چې دې ډرامه کې داسې څه دي چې ټول ېې لیوني کړیدي ،نو ویل ېې چې د امریکا او اسرایلو خلاف کیسه ده. عجب دماغ مو امریکا سره او زړه مو د هغو نورو سره دی.

که وادي ګرګها نه وي نو د ساعت تیری بله وسیله د سیاسي بحثونو خپرونې وي. چې په اصطلاح کې ورته د چارپوهانو پروګرام وايي. چار پوه مطلب چې د ځان نه علاوه د هرې چارې نه خبر وي.

هغه چار پوه ډیر بازار لري چې پښتو کې پښتنو پسې او دري کې دري ژبو پسې خبرې کولی شي. دوي کې هر یو د ارګ د پټو رازونو نه خبر وي او وايي چې زما منابعې وايي.بیا یو غر او بل غر.

کله کله خو یو چار پوه په څلورو چینلونو کې ناست وي.چې دی به کور هم لري که نه؟دا څلویښت چینله څلیریشت ساعت د یو واړه وطن په کیسو چلول هم ګران کار دی.
بې پهلوانه او بې قهرمانه نه کیږي.

د قرغې ملنگ

د پغمان د قرغې پارک کې یو بابا سلام نه پس سوال وکړو .سوال په بدل کې مې ورنه د عکس اخیستو خواست وکړو. عکس او دعا دواړه مې ورنه واخیستې. د قرغې د میلې ځای کې هر خوا د چرسو لوگي ختل. ما ویل چې لاړ شم پولیس خبر کړم.

گورم چې هغو هم سیگرټۍ لگولی دی.چاته ېې واېې؟
د اوبو چار چاپیره د چټلیو یو انبار و. وطن جنت نشان.

یو خوا ته درې ښځې ناستې وې. غږ ېې وکړو .پال گورې؟. زړه مې غوښتل چې ورشم.خو کوربنو اجازه رانکړه. ویل ېې جوگیانې دي،چل کوي. بیا پاس د پغمان غونډۍ ته وختو.وايي چې دلته به د دریو ملکونو د نوروز جشن کیږي .
پغمان کې د کابل د واکمنو ډیرې ماڼۍ هم ابادې دي.
ریښتیا چې وطن په جوړیدو دی

سروبي ناشته

د سهار په توره خړه د شاه شهید نه د پلچرخي پل خوا ته روان شوو.چوپه چوپتیا وه، خال خال پولیس لیدل کیدل. یوه پوسته باندې ېې ودرولو. پوښتنه ېې وکړه. سلاح ملاح خو نه لرئ؟ . قربان د دې عاجزۍ، که سلاح وي نو څوک ېې واي خو نه .خو هغه په پوښتنه خپله وظیفه کوي او ته ورته په نه ویلو وطن پرستي ښېې.

د څرخي د پله نه هم په امن تیر شو. یو ماشوم ولاړ و او سورلۍ ېې غوښتل. زما د سفر ملګري امین جان ویل چې دا هلک لاندې ماپیر پورې ځي او هلته لاریو او موټرو ته لاره ښيي او یو څو روپۍ ګټي.

موږ هم دغو کږلیچونو نه تیر شو.د لمر خاته سره سروبي ته ورسیدو. نو امین جان ویل چې د سهار ناشته به دلته وکړو. یو هوټل ته ودریدو چې کړاهي کې يي ماهیان سره کړي وو. د ناشتې پوښتنه مو وکړه ویل ېې کښنئ . خو ګورو چې شنه چای او توده ډوډۍ ېې راوړه.

نه هګۍ ،نه کوچ نه ملايي، نه پراټې او نه د شودو توره چای.
د دغو شیانو پوښتنه مو وکړه نو ویل ېې دا څه پیښور خو نه دی دا سروبي دی.دلته همداسې ناشته وي. اخوا نور وطنداران ناست وو قورمه ېې خوړله. موږ ته ېې ست وکړو. خو عجبه راته ښکاره شوه.سهار کې قورمه.؟ بیا امین جان ورته د چرګ د روسټ کولو فرمایش ورکړو.دې جریان کې د هوټل ځلمي مالک مسلسل ګرمې پیښورۍ سندرې غږولې.
ته ګل زه دی بلبل یم.په تاپسې پاګل یم .

بې تا یو ساعت مې نه تیریږي
های میري جان دا به څه چل کیږي

بره ېې د هندي فلمي جلۍ شونالي سهنا تصویر لګولی و او ساعت په ساعت به ېې سموه.
موږ چې راووتو او د تشناب پوښتنه مو وکړه نو تشناب نه دارد. ما ورته ویل چې چای خرڅوې او د جواب ځای ېې نه لرې.
هغه راته حیران حیران کتل او موږ جلال اباد ته روان شوو.

کابل نړیوال هوايي ډګر


کابل لا ختم شوی نه وي چې د هوايي ډګر حدود ېې شورو شوي وي. د موټر نه کته شه .موټر درنه ځي .بیا د یوې بغل کشۍ نه تیریږې. بیا موټر ته بیا خیژې. لا سم روان شوی نه وې .چې بیا بله بغل کشي راشي. تالاشي هم داسې په مات زړه اخلي.لکه په زوره ېې چې درولی وي. یا به په دې خفه وي چې زه هم دلته ولاړ یم او دوي چکرونه ووهل.

د موټر تالاشي هم د نورو ځایونو په شان بس یو رسم وي. هم هغه یوه پوښتنه. سلا ملا خو نشته. نشته. برو بخیر. کوم ځای کې چې سلا خلک په اوږه ګرځوي .هلته بیا څوک پوښتنه نشي کولی.

په دې مې سر خلاص نشو. چې یوې تالاشۍ نه پس څلور نورې تالاشۍ څه منطق لري.ایا د دوه تالاشیو منځ کې په خلکو ېې باور نشته که په تالاشي اخیستونکي ېې شک وي. د ټکټ اخیستو نه مخکې ډیره تفصیلي تالاشي کیږي. د کمزوري ایمان او دغه خاوندان خو ورته ټینګیدی هم نشي. تالاشي کمه تښنیدل ډیر وي.

د مساپرو نه زیات د مخه ښه ویونکو شمیر ډیر وي. هغو ته یو روغ بازار هم اباد دی. خو هغو د تلونکي د فراق نه زیات خپلو پاتې کیدو ته خفه ښکاري. چې ترڅو به نورو ته مخه ښه وایو. خو تلونکي د زړه نه خبر نه وي .چې څوک په رضا له ملکه نه ځي.

د کابل خواجه رواش هوايي ډګر د لارې په دې لسو کلنو کې میلیاردو ډالر تیر راتیر شول ،خو د دې ځای برخه پکې خواره ښکاري. لاره، د انتظار ځای، تشنابونه او د موټر تم ځای د یو مملکت د پایتخت د هوايي ډګر د شان سره نه ښايي.

بل شی چې لیدل کیږي هغه د مساپرو د پوهې او پوهولو دی. یو مساپر دوه ساعته قطار کې ولاړ وي خو چې نوبت ېې راشي نو خبر شي چې د هغه د طیارې ټکټ خو بل ځای کې ورکول کیږي.

مانه یو وطندار مخکې ولاړ و، ویل ېې ته هم دوبۍ ته ځې . ما ویل نه. چرته ځې. مخکې ځم. لندن ته . نه امریکا ته. بیا ېې سمدستي پوښتنه وکړه. دا خبره ریښتیا ده چې هلته واړه واړه ماشومان هم په انګلیسي پوهیږي.
ما ویل کاکا پاسپورټ دې کلک ونیسه ورک ېې نکړې.

7 thoughts on “کابل خو کابل دی کنه/ مطیع الله عابد”
  1. « خو ګورو چې شنه چای او توده ډوډۍ ېې راوړه.
    نه هګۍ ،نه کوچ نه ملايي، نه پراټې او نه د شودو توره چای.»
    چای کلمه په ټولو ژبو او له هغی جملی نه په پښتو کی هم مذکره کلمه ده نه مونثه . بنا شین چای او تور چای باید ولیکل شی. په پښتو ژبه کی د شیدو تورچای به درست وی نه شودو . که زمونږ ډیر پیاوړی لیکوال ځینی کلیمی سمی ونه لیکی ، نور یی هم همداسی زده کوی .
    البته ستاسو دا انتقادی طنزیه لیکنه ډیره خونده وره اوپه زړه پوری وه.

  2. عابد صاحب سلامونه پس له ډیره وخته
    مودې وشوې چې نه ښکاریدې هیله مند یم چې خیر به وه ډیره موده پس دې ایله درک ولګیده مافکر کاوه ته هم د یو شمیر چارواکو په څیر اوس په پښتو ویلو پښیمان شوی یې که څنګه په هر صورت ښه شوه چې په خیر د اوس بیا لیکنې پیل کړې .
    په درنشت

  3. عابد صاحب
    داسی ښکاری چی په ژوند کی دی د لومړی ځل دی چی کابل ته راغلی یی که څنګه َ ترکومه چی ماته معلوم دی کابل خو همداسی وه او دی البته لږ ډیری ودانی پکی جوړ شوی نو خو هماغه زوړ کابل دی

  4. ???!!!!نه هګۍ ،نه کوچ نه ملايي، نه پراټې او نه د شودو تور چای
    ، واوا، هلته خلکو ته وچه ډوډۍ نه رسیږی ، عابد صاحب هګۍ او پراټی غوا خدای د وکړی چی دا کنایه وی..
    عابد صاحب لکه چی په رښتیا د اول وار دی چی افغانستان ته تللی یی،لږ به د کلیو او باندو ته هم سر ور د ننه کړی وو چی د ولس دردونه د لیدلی وای..خو تاسو یوازی د هوایی ډګر او د کابل د حمامونو همدارنګه د قرغی د میلی ځاینو لیدنه کړی ده او بس

  5. عابدجانه خیر اوسی ښه لیکنه مولیکلی ده

    ورونو عابد په خپله لیکنه مه پښیمانه کویی، خپلی تبصری سمی لیکۍ ، خیر دی بل کرت چه راغی په بانډو،
    کلیو،دوړو، خټواوکوڅو کی به وګرځی، اوکه ناولی شو نو په حمام کی به نه لامبی بلکه په ویاله اویاډنډ کی به ولامبی

    او که چیرته خاوری ساده ګل دعابد جان په بیا راتګ خبر شی نو زما سره به سوکړک، دشوتلو سابه یوه کاسه شومبړی دتوتانو ددیری دلاندی وخوری

ځواب ورکول Najibullah Payman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *