تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: د کابل د انتاني ناروغیود روغتون ډاکټر زمان د دغه روغتون په یوه نرسه تشدد کړی او هغه یې وهلې ډبولې ده.

 د کریمې په نوم یوه نرسه ادعا کوي چې ۹ میاشتې وړاندې يې په روغتون کې کار پیل کړی او تېر ماښام لمانځه ته روانه وه چې ډاکټر زمان ورته ښکنځل وکړل او بیا یې د نورو همکارانو د سترګو په وړاندې وهلې او ډبولې ده.

 کریمه وايي، ډاکټر زمان ورته وویل چې اوس د لمانځه وخت نه دی: (( لومړی یې ښکنځل راته وکړل، بیا یې څپېړه راکړه، بیا یې له ویښتانو ونیولم او دهلېز کې یې کش کړم، ټولو دا صحنه لیدله.))

 کریمه وايي، دغه ډاکټر نورو ناروغانو او همکارانو ته هم بد رد ویلي: (( ډاکټر زمان نارینه ډاکټران او ښځې ډاکترانې هم په څپیړه د خلکو مخکې وهي، یو وخت مو پر عریضه وکړه، عریضه ورکه شوه.))

 د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دې پېښې په اړه وايي، په انتاني روغتون کې شخړه شوې ده خو پولیس یې ور رسېدلې او په همغه وخت یې پلټنې پيل کړې دي.

په همدې حال کې ډاکټر زمان د پېښې په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

بلخوا د عامې روغتیاوزارت د تخصصي روغتونونو رئیس نظام الدین جلیل هم پېښه تاییدوي، چې پېښه شوې ده، خو په وینا یې د همکارانو تر منځ ځینې ستونزې راځي چې په اړه یې پلټنې روانې دي او له عامل سره به یې قانوني چلند وشي.

7 thoughts on “کابل: د انتاني روغتون یو ډاکټر، په یوه نرسه تشدد کړی دی”
  1. سلامونه،
    اول خو دا آغلې نرسې (همشېرې )ته د دې بدې پېښې خپل زړه سواندۍ وړاندې کوم ؛
    بیا نه پوهېږم دا څه رقم ډاکټر دی؟
    څو ورځې مخکې مو (میوند ټلویزیون کې) یو (هرکول یا رستم دستان )یو (هفتزنه! ډاکټر رييس+ فیلسوف )خبرې واورېدې چې ځان ېې داسې هیبتناک او جببار ! ښوده چې ګویا آمریکایان ا.د.ن. به ېې دفتر مخکې لړزیدل ! ؛ اوس به دا ډ. زمانخان هم د هغه تقلید کوي؟؟.که څنګه؟؟؟

  2. که دغه واقعه حقیقت ولری نو فکر نه کووم که دغه سړی داکتر وی بلکه دغه سړی یو دیکتاتور دی، او د دیکتاتور ځای زندان دی

  3. ډاکټر ندی، ځناور دی. داسې سپیتوب لینن روغتون کې هم نه کیږي، ځناورستان دی نو څه ووایم

  4. ځناورستان دی، یا د طالیب سپیتوب چې په زور یې خلک لمانځه ته کشول، یا دا ځناور ډاڼکټرررر چې لمونځکوونکی داړي

  5. جوړ تازه،
    د افغانستان په تعلیمی نصاب کی هیڅ څه د تشډد په اړه نشته،
    حالانکه اروپایان تعلیمی نصاب کی له اول صنف څخه تر پوهنتون پوری د تشډد.او د مخنیوی چاری لاری یی زده کونکیو ته ښودل کیږی.
    افغانستان دولت باید په خپل تعلیمی نصاب کی د تشډد مضمون اضافه کړی،تر څو ډاکتر وی که انجینر نظم مراعات کړی.او هر څه له اول صنف څخه زده کړی،
    ما په کابل کی دولتی مامورین لیدلی چه خلکو ته په قهر کیږی،

  6. If a nurse or any other medical tech.needs to leave his/her duty and do some thing else that person must have another one for backup. If this nurse was involved to take care of critically ill patient and was leaving for prayer without telling her backup, was not doing the right thing, prayer is faraz but leaving for prayer without having backup person is not good for the patients.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *