تاند- د افغانستان حکومت نن د ثور اتمه د مجاهدینو د بري د کالیزې په توګه لمانځي، ولسمشر کرزي په دې مناسبت په یوه فرمان کې یو شمېر بندیان بخښلي او د یو شمېر نورو د بنده موده یې ورکمه کړې ده.

د افغانستان حکومت له تېرو دوولس کلونو راهیسي په داسي حال کې د ثور اتمه د بری او خوښۍ د ورځې په توګه لمانځي چې اکثره افغانان دا ورځ د ثور د اوومې په شان د افغانستان د تاریخ یوه بله توره پاڼه بولي.

د ثور په اتمه کابل ته د خپلسرو وسله والو ډلو له ننوتو سره د کابل د خلکو پر مال، ناموس او شتمنیو یرغل پیل شو او په څو کلونو کې د دغه ښار اتیا زره اوسېدونکي په تنظیمي جګړو کې ووژل شول او د ښار اکثره برخې په کنډوالو بدلې شوې. د تنظیمونو جګړې سبب شوې چې افغانان طالبانو ته د نجات د فرشتو په توګه هرکلی ووايي او له هغو ډلو څخه وژغورل شي چې طالبانو او خلکو شروفساد بللې.

خو یو شمېر تنظیمونه د ثور اوومه د بدمرغۍ پیل او اتمه یې پای بولي، وايي چې په ورځ هغو بدمرغیو ته د پای ټکی کېښودل شو چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې له کودتا څخه پیل شوې وه.

د ثور له کودتا وروسته په لکونو افغانان، په تېره بیا تعلیم یافته او منور افغانان په دې خاطر ووژل شول یا زندانونو ته واچول شول چې د واکمن ګوند د غړیو په شان فکر نه کاوه. دا زیاتي سبب شول چې په ټول افغانستان کې د رژیم پرضد ولسي پاڅونونه پیل شي، په ملیونونو افغانان پاکستان او ایران ته مهاجر شي او ګاونډیانو ته موقع په لاس ورشي چې له افغانانو څخه د هغوی د خپل هیواد پر ضد کار واخلي.

One thought on “کابل د ثور اتمه لمانځي خو خلک د بدمرغۍ یوه بله ورځ بولي”
  1. درنو لوستونکو!
    زما به هاند دافغانستان به تاریخ دمجاهیدینو ستر بری و او داچی ولی دوی ورسته خپل په مابین کی جګره شروع کړه او افغانستان یی دبدبختی په لور وغوځاوه اصلی علت پاکستان او امریکا وه داپدی معنی کوم وسلی چی دپخوانی شوری اتحاد خڅه پاته باید پرخپل مجاهیدنو چی په حکومت داری کی بی تجربه او مخکی له مخکی پاکستان او امریکی د افغانستان لپاره ۷ دسنی او ۸ دشعییان حزاب اماده کړی و پرهغواو دربدره افغانانو باندی کارکړی چی همداس هم وشول اودوی خپل په پلان کی کامیاب شول . که رښتیا سره ووایه هغه شوری دولت په مراتب بهتره وترامریکی لږترلږخو هغه وسلی چی دوی کاروولی هغه دافغانستان حکومت ته پريښودلی لاکن امریکی ټول خپل د لرګو کوټی هم ونړولی وسلی خو پریږده.
    ګرانو لوستونکو : که تاسو متوجی یاست په هغه مهال افغانستان په کراتو کراتو په وسلو مجهزه وتر پاکستان نو دا دپاکستان خواهش و وامریکی ته که چیری کوم وسلی چی په افغانستان کی پانی دی او هغه تجربه چی مجاهدینو دجاهد به وخت کی پیدا کړی کیدای شی چی دیر و تازه ازاد شوی هیوادنو کوم چی د پخوانی وشوری اتخاد څخه تلاس کړی و ټوله به اسلامی نظام غوره کړی نو پدی خاطر یی مجددی صاحب چی ورته دبدبختی نښه یی بولم ددومیاشت لپاره دافغانستان ریس جمهور کړ چی کوجین هم دیو پاشلی حکومت چاری ددومیاشت لپاره نه اخلی نوموړی مذهبی شخص داکاروکړ.

  2. اسلام علیکم

    درنو افغانانو وروڼو زمږ بدبختی پدې کې ده چې د تورمخې دښمن په اشارې سره په یو او بل نوم باندې سره وژنو او تورمخي دښمنان موږ (افغانان) هم نه پریږدي سره متحد وي او تاریخ لیکل حق دی باید ولیکل شي خو داسې نه !!! چې د افغانانو دښمنانو د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقی لمن وهي راځی افغانانو نور نو له داسې تاریخي ورځو له لمانځلو ډډه وکړو چې پدې سره د افغانانو ترمنځ قصد کینه رامنځته کیږي او په ګډه د ثور ۷ او ۸ عاملین سره کار وکړو افغانستان له دې ناورین څخه راوباسو

ځواب ورکول هاشمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *