ډيرو په ټولنیزو پاڼو کې د پښتو ورځې د لمانځني په وياړ د خپل پروفایل انځورونه بدل کړي دي خو د انځورونو دا بدلوونکي څلور ډلې خلک دي:« پاک زړه لرونکي، احساساتي ځوانان، قومي ټیکه داران او هسې اوبو خړوونکي او ماهيان نيوونکي.»

په هره ادبي او فرهنګي ناسته کې د کابل ميشتو طالبانو ګډون نه د ولس لپاره ده او نه هم د پښتو ژبې لپاره ځکه کله چې طالب پښتانه وژني، ښوونځي يي ورانوي، د کامرې مخې ته يي حلالوي، د سړک د پخيدو مخه يي نيسي، شتمن يي تښتوي،مامور او ښونکی يي ګواښي، لږ پوهيدونکي له کليو کډې کولو ته اړباسي او باالاخره د پښتانه په تباهي کې اصلی لاس د دوی وي بیا نو د پښتو ورځ لمانځل يعني څه،پښتو او پښتنو ته د حقوقو په خاطر د کابل ميشتي طالب  نارې وهل داسي دي لکه د هندو له کوره چې قرآن کريم را و وزي.

په کابل کې شته د طالبانو نارسمي غړي چې د شنونکو، لیکوالانو او مدني فعالانو په نومونو يي ځانونه په هرځای کې تخته کړي دي کوښښ کوي ادبي، فرهنګي، ولسي، سیاسي او مدني ناستو ته د ورتګ په لړ کې څو کاره وکړي:

الف: دوی کوښښ کوي ځينې ناستې چې ددې ډلې د وحشتونو پر ضد پکې خبرې کيږي ، ځوانان ي کړنې غندي او یا يي شوی زیاتوی نقد کوي يو ډول اخلال کړي او په دې سره د خلکو د زړه د خبرې مخنیوی وکړي، د دوی نور فکري سانسور ته وس نه کيږي او له ډيرو نارو سورو سره سره يي د ځان او خپل شته پردي فکر په اړه ذهنيت بدل نشوای کړای نو اوس کوښښ کوي د مشخصو کسانو په شتون کې ورته غونډې اخلال کړي.

ب: جاسوسي: د کابل ميشتو طالبانو بل ستر ماموریت هم  دادی چې دوی د خلکو د نظریاتو جاسوسي کوي او د هر پښتون ځوان فکر او د دوی پر ضد عقده تر خپلو مشرانو پورې رسوي چې بیا دوی ددې پښتون ځوانو د ځپلو په خاطر له ټليفوني تهديد، فزيکي تهديد،فيسبوکي منفي او اغوا کونکو پوسټونو، لیکنو او….. څخه کار اخلي او د دې کار لپاره ي نن ټکی آسيا، کابل،ژمن او ځينې نورې ويبپاڼې جوړې کړي دي او  د ځوانانو پر ضد کيدونکي ليکنې پکې خپروي خو که چیرته يي ځوان غلی نشوای کړای بیا يي نو پر ضد بل اقدام هدفي وژنه ده او دا طالبان د کابل په ګډون په ډيرو ولايتونو کې د لوستو ځوانانو هدفي وژنې له ورته ناستو څخه پروګرام کوي او دا هwritر ورځ چې يو پښتون لوستی ځوان يا محصل وژل کيږي دا څه تصادفي کار نه دی بلکه له داسې ناستو د پښتنو د وژلو پلانونه ترتيب کيږي.

ج: د موکې په شتون کې خپل پیغام رسول: دوی بله استخباراتي رسنیزه چالاکي او بازار تیزي هم کوي  او هغه دا چې کوښښ کوي که موکه په لاس ورشي خپل مسیج د يو قومي پوښښ په شتون کې تر خلکو پورې ورسوی دا چې پښتانه له فکري پلوه تر سخت سانسور لاندې دي، لا هم په کابل کې د شته پښتنو ځوانانو له کلي سره اړيکې نه دي پرې شوي د وخت د مجبوريت له امله دوی اړ دي چې د طالب خبرو ته غلی کيني ځکه که داسې ونکړي نو په همدې ناسته کې ګډون کونکی طالب يي د کورنۍ په اړه پوره جزييات په کليو کې خپلو اجرتي قاتلانو ته ورکوي او کورنئ يي تر منظم تهدید لاندې نيسي چې په دې تهدیدونو کې تښتول، د پيسو په بدل کې خوشې کول،پبر کور راکټي برید، شپې پاڼې يي پر دروازو ځړول او ان د کورنۍ د یو یا دوو غړو وژل پکې شامل دي.بل دا چې د طالبانو نارسمي ډنډوره چیان په ناستو کې ګډون کونکي لږ لوستي ځوانان تر خپل اغیز لاندې راولي او کرار کرار د خلکو زړونو ته د لارې په کولو سره په مشخصه کارونو کې لکه لاريون، طالب پلوو لیکنو،فیسبوکي هياهوی او….. کې ترې کار اخلي، دوی په دې کار کې ځکه ډيرې ګټې کوي چې يو خو پکې ناست ځوانان ټول د طالبانو له روانې استخباراتي لوبې سم نه دي خبر او بل دا چې لا له کلي راغلی ځوان په دې سم نه دی پوی چې د دوی دوست څوک دی او دښمن يي څوک دی.

د: طالب نارسمي ډنډوره چيان او قومپالنه: طالب نارسمي ويندویان چې ځانونه ورته ځپل شوي،اړ شوي او محروم پښتانه ښکاري په داسې ناستو کې د قومي شعارونو په ورکولو سره د خلکو احساسات راپاروي او په دې ډول سره کرار کرار  په کابل کې په لوستي او احساساتي پوړ کې چې له کليو راغلی او له ډيرو سړو او تودو نه دي خبر  سرباز کيږي دوی ددې کار لپاره تبلیغاتي، مالي او فزيکي امکانات په واک کې لري کله چې یو احساساتي ځوان پیدا کړي نو په تدریجي ډول يي د معاش يا حق الزحمي په ورکولو سره خپلو لیکو ته ور جذبوي چې کله يي ځوان نوم بدی کړ بیا ترې لاس اخلي او ياد ځوان نو له دوی سره له اړیکو پرته بله لاره نلري.

په کابل کې پرون چې د پښتو د ورځې په اړه د مدني ټولنو له لوري کومه ناسته جوړه شوې وه او دطالبانو کړنې پکې غندل شوې وې نو همدې نارسمي طالب ویندویانو يي پر ضد خبرې کړې وې، د تيرې ورځې په غونډه کې په بغلان کې همدې د طالبانو نارسمي ويندويانو پر پښتنو د شوي زياتي په اړه هم خبرې کړي دي منم چې په بغلان کې عملیات روان دي، په شمال کې د پښتنو منظمه نسل وژنه به کيږي ، کورونه به يي وران شوي وي، د پښتنو پر ضد به عقده ډيره شوي وي خو له همدې طالبه هيڅوک پوښتنه نه کوي چې په دې شمال کې پښتنو ته ور جوړ کړی غم د چا له لاسه، په بغلان کې خو د دوی د ملاعلم او ځينو نورو وحشيانو له لاسه پر پښتنو شواخون جوړ دی که دوی نه وی له پښتنو سره په شمال کې زیاتی شوی وی نو په نورو ولايتونو کې ډير داسې پښتانه شته چې د دوی ننګه به يي کړې وی خو دا چې په بغلان او شمال کې د پښتون ځپنې يوه برخه طالبان دي نو نور خلک هم ځکه چوپ دي.

برنیو څو ټکو ته په کتو سره ويلی شو چې په کابل کې شته د طالبانو نارسمي ويندویانو او ددوی پردي فکر ته لابی کونکي چې هرې ادبي، تاریخي يا سياسي ناستې ته ځي نو يوازې او يوازې د برنیو موخو په خاطر ځي ځکه که چیرته همدې طالب ويندويانو ځانونه د پښتنو مدافعين بللی تر اوسه به يي يوازې د يو ښونځي پر سوځيدو يوازې یوه کرښه توره کړې وی، که چیرته دوی رښتيا د پښتنو د محروميت انځور وړاندې کوي نو چې دا دوی نن ورسره په کابل کې د پښتو ورځ لمانځي دا ځوانان خو د دوی لوطيانو،بدمعاشانو او د کلیو لنډغرو له خپلو کلو کابل ته را کډه کړي دي خو نه پوهیږم دا ځوانان ولې دومره ويده دي هغه چې دوی يي له کور او کلي را شړليدي په داسې ناستو کې د ګډون اجازه ورکوي.

خو زه خپه په دې یم چې داسې ناستو ته ځينې چې اوس د پښتنو د قيادت خوبونه ويني، ځانونه ورته ريښتوني مبارزين يا پښتانه ښکاري لکه ضياالحق امرخيل دوی هم پکې ناست وي، خو زه چې د پښتنو د مشرتابه او يو منظم خوځښت د نشتون سخته تشه احساسوم او کله کله مې د امرخيل د ځينو خوځښتونو په کولو سره يو څه هيله پيدا شي ولې په داسې ناستو کې د نوموړي شتون راته يو لوري ته شک او بل لوري ته سخته ناهيلي پيدا کوي، ځکه امرخیل ته چې په هره ناسته کې د وينا موکه ورکول کيږي که چیرته د پښتنو د قیادت یا يو والي خوبونه ويني نو باید په دې ناستو کې د غونډې د جم بندۍ په خاطر  ښو ته ښه او بدو ته بد و وايي ځکه يو ډول اوس امرخیل په افسانوي ډول د خلکو په زړونو کې ځای نیولی دی خو امرخیل هم لکه د طالبانو پوششي ډنډوره چيان چې چیرته موکه په لاس ورشي ایله بیله د خپلې ټولنې په اړه لنډ څه وايي او د يو مشر په توګه په داسې غونډو کې د اوبو خړونکواو ماهي نیونکو هيڅ ډول مخنیوی نه کوي.

نو په پای کې هيله مې داده چې د پښتنو د ستونزو په اړه په جوړيدونکو ناستو کې له هرې شونې لارې د طالبانو د نارسمي ويندويانو مخنیوی موږ ته د ځان، ولس، ژبې او افغانستان په خاطر مهم دی که موږ د دوی مخنیوی ونکړو هره غونډه به په مینه پیل کيږي او په سوکانو او لغتو به پای ته رسيږي خو کاش دا يي پای وی که پښتانه ځوانان ځاني او د کورنۍ خونديتوب غواړي، د زړه خبره کول غواړي ناستې ته د هر افراطي فکر لرونکي، قومي سوداګر او يا ټیکه له ورتګ څخه مخنیوی ډير اړين د.

پای

سميع الله افغانمل

One thought on “کابل ميشتي طالبان او د پښتو ورځ/ سميع الله افغانمل”
  1. آیا افغانستان به جوړ شی؟ نن دپښتو ورځ ده، نن د دری او فارسی ورځ ده، نن دآزبکو ورځ ده، نن دترکمنو،پشه یی،نورستانی، ګوجری ، ایماقی اوداسی نورو ژبو او نورو کارونوورځ او ورځی دی .

    ورونو اوس دورځو دنمانځلو وخت نه دی، اوس داحساساتو، شعارونو اوچغو وخت نه دی، اوس یویشتمه پیړی ده، دنړی هیڅ هیواد دژبی په نوم کومه ورځ نلری، بلکه دځپلی ژبی دپرمختګ لپاره هره ورځ په علمی او عملی ډول کار کوی.

    ورونو ځمونږ دهیوا ننی حالات مونږ ته اجازه نه راکوی چه مونږ دژبی په نوم ورځ ولمانځو، ځکه په وطن مو سور اور بل دی، ځکه وطن مو په تورو تیارو اوګونګو دسیسو او دوکو کی هره ورځ په لسهاوو انسانان دلاسه ورکوی، مګر مونږ اوتاسودمړی خیټی فارسی وایو او یا داچه لیونیانو ته داور داچولو چلونه ښایو………

    طالیبانو ته ځما خواست دادی چه دورور وژنی څخه نور لاس واخلی، دبل چا په اشاره اودوکو خپل ځان او وطن مه تباه کوی، په یو لوړ ږغ اویوالی سره خپلو ورونو ته دسولی چغه وکړی، اوترهګرو اودهشتګروته په لوړ ږغ دمرګ چغه وکړی.

    په اخر کی وایم خدایه هغه خلک تباه کړی چه دافغانستان تباهی غواړی

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *