تاند- په کابل کې د پنجشېر سلګونو اوسېدونکو د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د بلخ د سرپرست والي او د جمعیت د اجرايي ريیس عطا محمد نور ملاتړ اعلان کړ.

دا غونډه وروسته له دې وشوه چې د جمعیت ګوند یو شمېر غړیو له ارګ سره د عطا محمد نور خبرې غیرشفافې وبللې او پر هغو یې انتقاد وکړ.

په کابل کې مېشتو پنجشېریانو وویل چې دوی د افغانستان د خلکو د غوښتنو په ملاتړ کې د عطا محمد نور د مقاومت او قاطعیت ستاینه کوي او د نوموړي د شفافو پرېکړو کلک ملاتړ کوي.

دوی په دې غونډه کې چې د «هرځای چې چا پوله وایستله، تاسو پرې پُل جوړ کړ» تر شعار لاندې د «همږغۍ او همپالنې» په نوم په غونډه کې د بلخ د سرپرست والي ملاتړ اعلان کړ.

په دې غونډه کې د پنجشېر یوه دیني عالم مولوي عبدالمالک ضیايي وویل چې پنجشېریانو د جهاد او مقاومت په دوران کې ډېرې قربانۍ ورکړي او هیڅکله زور ته تسلیم شوي نه دي خو د دوی ستروالی او درنښت ته په حکومت کې په څه سترګه نه دي کتل شوي.

ده وویل چې په حکومت کې د پنجشېریانو سم استازیتوب نه دی شوی او کمه برخه ورکړای شوې ده.

مولوي ضیايي له ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو ملاتړ وکړ.

د مشرانو جرګې پخواني مرستیال محمد اعلم ایزدیار، چې اوس د پنجشېر سناتور دی، هم د حکومت او استاد عطا ترمنځ خبرې په خیر وبللې.

له بلې خوا د ایران تسنیم نیور خبري اژانس د جمعیت ګوند د ځینو مشرانو له قوله وايي چې له ارګ سره د عطا محمد نور چېنې ناشفافې دي.

دا اژانس وايي چې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د افغانستان له ولسمشرۍ سره د چېنو وهلو توان نه لري.

2 thoughts on “کابل مېشتو پنجشېریانو د عطا او ارګ د خبرو ملاتړ وکړ”
  1. ټول پټی یی وخوړ ، ته یی لا مږه بولې.
    دا شل کاله د افغانستان ټول واک د پنجشیریانو سره دی خو دوی لا قانع نه دي.له یوه کوچنې ولایت نه چې ټول نفوس یی د 60 زرو او سل زرو ترمنځ اټکل شویدی د کابینې نیمایی وزیران ، نیمایی جنرالان، نیمایی نه زیات سفیران او د ټول هیواد په مقیاس له نیمایی نه زیات رییسان پنجشیریان دی ، خو د مولوی ضیایی په قول دوی ته په دولت کې کافي برخه نده ورکړل شوی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *