غیر جنګي طالبان

مولوي احسان الله ـ کندوز

افغانان له آره خورا زيات عاطفي خلک دي ، داسې چې د واقعيتونو په درک کولوکې زياتره وخت د خپلو انګېرنو ، عواطفو او ټولنيزو باورونو تر اغېز لاندې راځي او ډېر لږ کولای شي په مستند ، واقعي او بې پرې ډول د يوې پېښې يا کوم شخص په هکله قضاوت وکړي . که څوک ډېر نه خوابدی کيږي نو د طالبانو اسلامي تحريک کې دغه ښکارنده ان له تبليغيانو هم لا زياته معلوميږي . لکه چې د خپلو مشرانو په هکله ډېره زياته خوش باوري درلودل او داسې ګڼل چې له هغوی به هيڅ ډول تېروتنې نه کيږی او داسې نور . له دې تمهيده زما مقصد دا دی چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په ژوندانه کې به د کشرانو طالبانو دغه شان باورونه ښايي تر ډېره واقعيت ته ورنزدې وو ، سره له دې چې بيا هم يو تحريک ، ډله او جماعت په يو ، دوه کسو هيڅکله د سپېڅلتيا مقام نه شي ترلاسه کولای خو موږ به پردې هم کفايت وکړو مګر د ملا صاحب تر وفات وروسته خو حالات هر چا په سترګو وليدل . ځکه خو اوس ان هغه احساساتي طالبان چې پر وړاندې يې هيچا په بې اودسه خوله د امارت نوم نه شو يادولای ، هم مکلف دي چې خپل ګرېوان کې سر ښکته او په واقعي توګه جريانات وڅيړي . پاتې شول هغه جګپوړي مشران چې د بېلابېلو وجوهاتو له امله له پاکستانه وتلي يا بهر پاتې شوي ، نو دوی خو په دې هکله تر هر چا زيات مسؤليت لري چې د دې سرښندونکي تحريک د اوس او راتلونکې په هکله خورا زيات غور و څېړنه او خپلو کې سلا مشورې وکړي . راځئ نور له هغو کليشه يي شعارونو تېر شو چې ګوندې زموږ د تحريک يا امارت اړيکې يوازې الله متعال سره دي او هماغه ذات په دې سپېڅلي جهاد او مبارزه کې زموږ مرسته کوي او په همدې غيبي امداد به پرمخ ځو . يا دا چې زموږ مشران اوس هم د جهاد تودو سنګرو کې پراته دي ، نه پاکستان ته راغلي او نه ورسره اړيکې لري او داسې نور . راځئ دا ومنو چې موږ هم انسانان يو ، ډېرې نيمګړتياوې او اړتیاې لرو ، وېره ، هيله او د شهرت حرص لرو او له همدې امله دا ممکنه ده چې زموږ له ډېرو مشرانو سره د پاکستان او نورو هېوادو ګڼو جاسوسي کړيو غوږ جنګولی وي ، هيله يې ورکړې وي او د خپلې طبعي چارو ته يې هڅولي وي .

ايا داسې څوک شته چې نه يوازې د طالبانو بلکې په مطلق ډول د هرې بلې ډلې په هکله د خونديتوب داسې کوم تضمين کولای شي ؟ بيا نو ولې په  زياترو طالبانو دا خبره ډېره بده لګيږي چې ملا اختر محمد منصور او د هغه ځينو ملګرو سره به د پاکستان پټ لاسونه مله وي ..؟

ايا د مرحوم ملا صاحب د وفات خبر تر څه د پاسه دوو کلو پورې پټ ساتل او بيا په داسې کودتايي شکل د نوي مشر ټاکنه موږ ته همدا پيغام نه راکوي .؟

ايا د ملا صاحب زوی مولوي محمد يعقوب ، ورور يې ملا عبدالمنان، محمد رسول اخوندزاده ، ملا حسن رحماني ، ملا عبدالرزاق، ملا عبدالقيوم ذاکر، کابل کې مېشت  ملا عبدالسلام ضعيف، متوکل ، اکبراغا او ………….

همداسې په ترکيه، قطر او دُبّي کې دېره ملا اغا جان معتصم او ملا طيب اغا هر يو په دې نه پوهيږي چې يقيناً اوس هغه پخوانۍ سپېڅلتيا نه ده پاتې.؟

همدا وجه ده چې ګڼ شمېر علماء ، طالبان او نور نامتو اشخاص له  امارت او تحريکه بېل شوي او هر يو په خپله لار روان دی . په هغو اشخاصو کې چې له ډېرو کلونو راهيسې له پاکستانه بهر پاتې شوي لکه ملا اغا جان معتصم ، وکيل احمد متوکل عبدالسلام ضعيف ، اکبر اغا او نور د طالبانو د تحريک له پيله بيا د امارت پنځه کلنه موده کې خورا مشهور او پېژندل شوي کسان دي چې هر يو ډېره تجربه ، سياسي درک او پوره نفوذ لري .

 مثلاً ملا اغا جان معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ملاصاحب ته تر ټولو نږدې کس ، د ماليې وزير او بيا د امارت له سقوطه وروسته د همدغه ملا صاحب مرحوم  په امر د سياسي کميسيون مشر او د رهبرۍ شورا غړی ټاکل کېدل او  همدا راز د مالي چارو مسؤلیت ور تر غاړې کېدل هغه څه دي چې نوموړي ته یې په طالبانو کې پراخ نفوذ ورکړي دي.

همدا راز طیب اغا چې ډېر کلونه د ملا صاحب سکرتر او بيا د قطر د دفتر مسؤل ؤ ، خورا پېژندل شوې څېره ده چې سیاسي هلو ځلو یې د طالبانو په منځ کې ډېر قدر ورکړی دی .

 خو له بده مرغه چې په طالبانو کې تر ټولو يو ناوړه باور دادی چې که د دوی يو ډېر نامتو کس هم له پاکستانه وتلی يا په راشه درشه کې څه مشکل ورته جوړ شوی نو هغه بيا په زغرده په  بغاوت او دښمن سره په اړيکو تورن شوی دی.

  چې دغه مفکوره په يقيني توګه پر اوسني امارت د پاکستان د استخباراتي ډلو د ښکاره او څرګند اغېز واضح دليل دی .

د مثال په ډول ، ملا اغاجان معتصم د طالبانو د حکومت په وخت کې ملا صاحب ته ډېر نږدې کس وو، د مالیې وزیر یې ټاکلی وو ، د خاص هیئت مشر وو او بلا ډېر کارونه یې نور ورباندې کول.

تر سقوط وروسته یې د تحریک په بیرته را ژوندې کولو او انسجام کې تر هرچا ښه ونډه وه ،  چې ملاصاحب مرحوم  د سیاسي کمیسیون مشر ، د رهبرۍ شورا غړی او د مالي چارو مسئول ټاکلی وو  او نږدې پنځلس کاله یې د طالبانو په لیکو کې د یوه بامسئولیته او مهم مشر په حیث کلیدي رول ترسره کړ ، خوچې د ځيني استخباراتي هڅو په مخ کې یې خنډونه اچول پیل کړل نو نه یوازي داچي په مرمیو یې سوری سوری کړ بلکې په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل یې د مرګ په غیږ کې د خوب کولو په معنا شول.

نوموړي له مرګه په تېښته په زخمي زخمي وجود دغه هیواد پرېښود  خو له ډېره بده مرغه چې ملګري یې د حال احوال ، جوړ او ناجوړ پوښتنه وکړي برعکس یې په ښو درنو ټاپو ونازاوی.

همدا راز طیب اغا د طالبانو په حکومت کې د ملاصاحب سکرتر وو ،ترسقوط وروسته یې مهم سیاسي مسئولیتونه ادا کړل او د تحریک لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې خو چې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو د استخباراتي شبکو د لاس وهنو مخنیوي ته را وړاندې شو بیا د خپلو ملګرو لخوا په ښه پریمانه ټاپو ونازول شو او په تحریک کې پنځلس کلن خدمت ته یې هیچا توجوه ونه کړه .

نوموړی یې له تحریک سره په بې وفایي او جفا تورن کړ او ډېرې نورې خبرې یې هم ورپسې وتړلې.

ملامحمد رسول اخند ، ملا محمد حسن رحماني ، ملا عبدالرزاق ، ملاعبدالقیوم ذاکر ، او داسي لسګونه نور طالب مشران هم همدغه شان را واخله چې نږدې اتلس شل کاله یې د طالبانو  په لیکو کې نه ستړې کېدونکي خدمتونه وکړل او د ملاصاحب مرحوم د اعتماد وړ کسان وو خو چې په صف کې د ځيني خودسرانه کړنو او اجنبي اغیز د مخنیوي لپاره لاس په کار شول نو نه یوازې داچي له صفه و ایستل شول بلکې په ډېره ګستاخانه توګه په ډول ډول نومونو ونومول شول.

خبره دلته خلاصه نشوه بلکې سلګونه علماء کرام هم د دغو خاصو کړیو هدف وګرځېدل او خورا توهینونکې خبرې ورپسې وشوې.

 خو دا هم بايد ووايو چې د دغو ټولو کړنو په مقابل کې بيا هم له پاکستانه وتليو طالبانو هيڅ هم نه دي کړي .

 يعنې دوی ځانونه غلي اچولي ، خپلو کې يې هيڅ کومه سلا مشوره نه ده کړې او پر تحريک يا اوسني امارت يې د پاکستان يا نورو بهرنيو کړيو د اغېز خبره نه ده افشا کړې .

 په هر حال اوس خو معلومه شوه چې د طالبانو د اسلامي تحريک مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد دوه نيم کاله پخوا وفات شوی ، ډېر مهم مشران هم نا خبره ساتل شوي او بيا د نوي مشر په ټاکلو کې هم نه دي پوښتل شوي .

بيا تر هغه وروسته داسې پېښې هم منځ ته راغلې چې په مجموع کې يې طالبي سمعت ته سخت زيان واړاؤ ، انشعابونه منځ ته راغلل ، په رسنيزه توګه خبره تور و تهمت ته ورسېده . ملا محمد رسول آخوند او ملګرو يې په هېواد کې دننه يو بل امارت اعلان کړ ، چې بيا وروسته دومره اړ و دوړ منځ ته راغی چې سل ګونو مجاهدينو ته پکې مرګ ژوبله ورسېده او بالآخره د هېواد د دوه نيم زره ديني علماؤ په فتوا او کلکه غوښتنه ايله څه نا څه اور بند او کراري منځ ته راغله .

 خو بل لور ته له دې ټولو ناخوالو او ناوړه جرياناتو سره سره کابل مېشتو طالب مشرانو نه څه وويل ، نه یې وکړل او خدای مې دې غاړه نه بندوي نه به يې کومه ورځ خپلو کې څه يادښت ، مشوره يا د نورو ملګرو سره کومه رابطه کړې وي .

پر دې سربېره اوس خو دوی پاکستان او نور ښکېل هېوادونه هم ويني چې يو ځل بيا د طالبانو په غياب او زموږ د هېواد راتلونکي برخليک په هکله جرګې او مشهورې کوي .

 نه پوهېږو دوی به لا نور د څه شي انتظار کوي ؟ ايا دوی په دې هيله دي چې اوس به هم د ملا صاحب په کرامت ټولې ورانې ويجاړې ورته سمې شي ! يا دا چې نړيوال به د دوی په ګټه فيصله وکړي او که دې ته ناست دي چې وسلوال طالبان يو ځل بيا کابل ته ننوځي ، ارګ ونيسي او دوی ته ست وکړي نو بيا به ځينو اداري او انتظامي چارو کې مرسته ورسره وکړي !  که داسې نه وي بيا نو ولې په رڼو سترګو  ورته ګوري چې پاکستان يې تحريک او ملګري برمته کړي خو دوی هيڅ نه وايي .

 ايا پر همدغه حال د اوسني امارت په هکله چوپ پاتېدل په يو ډول دهغه د صحت تقرير او منل نه دي؟ او بيا د همداسې چوپ اوسېدلو له امله چې په زرګونو کشران او ناخبره طالبان او مجاهدين په بې مقصده جګړو کې لګيا دي نور هم وژني او خپله هم له تفاتو سره مخ کيږي ، دا به هم کوم مسؤليت لري او کنه ؟

سره له دې چې دوی په طالبانو کې پوره اغېز لوی نوم او ښه شهرت هم لري .

 نو ايا دوی نه شي کولای چې د يو شمېر نورو په خبره پوهېدونکو شخصيتونو ، بابصيرته علماؤ او ځيرکو طالبانو سره خبره شريکه او هغوی يو داسې نوښت ته راوبولي چې هم زموږ د مسلمان ملت په ګټه وي ، هم د هېواد ملي منافع تأمينوي او هم د خپلواکۍ تر لاسه کولو ته لار هواروي .

 زموږ په خيال اوس وخت رارسېدلی چې کابل مېشتي طالبان او ټول هغه اشخاص چې په وروستيو جرياناتو کې يوه او بله خوا ګوښه شوي ، خپلو کې سره جرګه او د خبرو اترو له لارې لږ تر لږه يو څو هغه ټکي ومومي چې دوی پکې ورته نظريات لري ؟

په دې ډول دوی کولای شي د څو مهمو موضوعاتو په هکله يو واحد  دريځ غوره او هماغه د رسنيو له لارې اعلان کړي .

دا مانا چې ضرور نه ده څو په هر اړخيزه توګه هغوی ټول سره يو مکمل توافق او وحدت ته ورسيږي بلکې دا مهمه ده چې د خپل هېواد ، ملت د طالبانو او حکومت د روانو جګړو په هکله يوازې خپل اتفاقي نظريات په ګډه د خپل ملت تر غوږو ورسوي او دا هم يقيني ده چې د دوی تر منځ په ډېرو موضوعاتو کې کامل يووالی او ورته والی هم موجود دی .

 زموږ په خيال ښايي د دوی دغه شان ګډ مجلس او مذاکره به هم د هېواد او ملت په ګټه وي او هم به د روانو جنګ جګړو په هکله د طالبانو اسلامي تحريک خواخوږو ته د يوې مشورې او لارښوونې کار ورکړي .

د هېواد د يووالي ، خپلواکۍ او سوکالۍ په هيله .

102 thoughts on “کابل مېشتي او له پاکستانه وتلي طالب مشران د کوم وخت په انتظار دی؟”
  1. دوی به هغې ورځې ته په انتظار وي چې آي ایس آي ټول افغانستان ونیسي او بیا دوی لکه نجیب غوندي هر یو پر پښتونستان واټ په خپلو ږېرو را وځړوي

    1. خپلواک صیب ،ستادخپلواکۍ سره داسی جملی ښایی چي داسلامي ثقافت اوتهذیب لپاره ډال اوسپر وګرزی راځي نور دخپلو پیروانو دتوهین اونابودی ټکی په کرغیړنو الفاظ ونه لیکو دنورو اسلامي هیوادو په څیرموږ هم اسنانان یو پښتانه متل کوی وایی چي پیر نه الوزی مریدان یی الویزوی منم بعضی داسی کړۍ به وی خو داسی عامه جمله استعمالول .نه ښایی داتفاق اتحاد اوجوړ هیواد په هیله
      رحمت ارسلا.

    2. وروره هغه نظام چې ډاکتر نجیب یې مهم غړی اود استخباراتو رءیس و، په زرګونو بې وسه ، مظلوم او مخلص افغانان یې په دې گنا ووژل، چې ولې دروسانو او کمونستی فکر مخالفت کوی نو داسې کړنې خوبه هم څه عکس العمل لری؟ پاتې شوه دای اس ای خبره دې نو موږ خو هیڅکله پرته له اسلامه د بل نظام خبره نه ده کړې او نه مو کوم پاکستانی رواج پر افغانانو تحمیل کړی بلکې همېشه مو دا شعار دی چې نه روسی نظام غواړو،نه انگرېزی،هندی ،پاکستانی ، اېرانی او یا بل څه موږ سوچه اسلامی افغانی او خپلواک هېواد غواړو،د الله ټول بند ګان یوازې دهغه عبادت ته رابولو اود اسلامي اخوت ټينګول مو ارمان دی.اوس نو که تاسې موږ پاکستانی بولﺉ یا اسلامي احکام او شعایر دپاکستان او ای اس ای چارې ګڼﺉ بیا نو موږ یوازې دومره ویلای شو چې پاک خدای دې نېک در وښيي .

    3. وروره هغه نظام چې ډاکتر نجیب یې مهم غړی اود استخباراتو رءیس و، په زرګونو بې وسه ، مظلوم او مخلص افغانان یې په دې گنا ووژل، چې ولې دروسانو او کمونستی فکر مخالفت کوی نو داسې کړنې خوبه هم څه عکس العمل لری؟ پاتې شوه دای اس ای خبره دې نو موږ خو هیڅکله پرته له اسلامه د بل نظام خبره نه ده کړې او نه مو کوم پاکستانی رواج پر افغانانو تحمیل کړی بلکې همېشه مو دا شعار دی چې نه روسی نظام غواړو،نه انگرېزی،هندی ،پاکستانی ، اېرانی او یا بل څه موږ سوچه اسلامی افغانی او خپلواک هېواد غواړو،د الله ټول بند ګان یوازې دهغه عبادت ته رابولو اود اسلامي اخوت ټينګول مو ارمان دی.اوس نو که تاسې موږ پاکستانی بولﺉ یا اسلامي احکام او شعایر دپاکستان او ای اس ای چارې ګڼﺉ بیا نو موږ یوازې دومره ویلای شو چې پاک خدای دې نېک در وښ

  2. دزعیم په بیعت کې خوب هم قیمت لری .
    انقلاب کې دتصوفو معما هم دوخت مرموزه تګلاره جوړه شوه ، ساده ګان او ناخبره لا اوس دپیرک اکا خوبونه رښتیا بولی …
    یو چا راته وویل چي موجوده زعیم له چانه وغوښتل چي په څه ډول باندی دمرحوم ملاصاحب زوی مولوی یعقوب او ملاعبدالمنان دبعیت په نمايشی پړی را وتړی …یو چشماټو ملګری دصوفی …نوم ور واخیست چي د دوی دوست او دوی ورته خورا ښه عقیده لري ،هغه وو چي نوموړی ته وضیفه ورکړل شوه.
    هو …! له یوه تکتیکی خوب سره چي باید دهوی او حوس نړۍ یی له ناخبره برخلیک څخه خبر نه کړي …
    داوو چي کړپ شو وروره مولوی صیب راغلوښه هرکلی یی هم وشو، دڅو علمی خبرو اترو وروسته یی دمرحوم ملاصاحب دژوند نه هیریدونکی بېلګي هم پیش کړي مقدمه یی خورا جالبه وه …
    خوخیر دخبرو له هیښ حالت څخه یی داستفادي په ډول وویل : تاسو خبریاست چي نن ماڅنګه خوب لیدلی ؟
    یعقوب ته نزدي ملګر ورباندي ږغ کړو چي مهربانی وکړی حاجی مولوی صیب ښه دی لیدلی …!
    بلې هغه داسی وو چی : یوسپین اس په دومره تیزۍ راشی چي د ګردونو او غبار په راوړلو سره یی زما جامی اوبدن خړپړ کړي ، خو نه پیژندونکی سپین روبی سړی راته ووایی چي دملاصیب کورنۍ ته ووایه چي دزعیم په بیعت کې ستاسو خیر اوښېګڼه ده .بل چاته خبره ونه کړي …
    دلته زه پوی شم چی دا ابراهیم علیه السلام دي … نعوذ باالله،،، نعوذ باالله …من شیطان رجیم. او هم باید ووایو :من شرالوسواس الخناس …ایت. یعنی الله وموساتی له هغو انسانی شیطانانو چي دخلکوپه زړونوکې دشر وسوسی اچوی.
    خیر سپینه څیره مړاوی ناسته جالب اندازیی مجلس ډیر متاثرکړ ، خو دشک او تردید دیوالونه لاهم هغسی ولاړ وو .
    څه موده وشوه ملګری راته وویل چي خبرشوم خوب لیدونکی صوفی صیب ته صرف (۲۸۰۰۰۰۰) اته ویشت لکه نغدی ورکول شوی وي یعنی یو خوب ورته په اتویشت پریوت …هههههه عجیب او غریب خلک شته موږ ورباندی ځکه باور وو چي دتصوف سترصوفی اوخه مولاناصیب وو… بس نو له همدې کرره واخله چي دنورو ونډه به نوڅه وی …حق الزهمه ته اوخدای دومره وي.؟
    مجاهد

  3. دشخصیتونو پیوستون
    تاسو پوهیږي چی امارت کومه وړه خبره نه وو اونه هم داکار دوړو اوناشناسو وګړو کار وو …؟
    دعمربن خطاب رضی الله عنه له شهادت وروسته دفتنو او مینځنی جګړو لړۍ داسلام په غیږکې ورو ، ورو وده اوتکامل وکړ.
    دعثمان رضی الله عنه اوعلی کرم الله وجهه دخلافت موده دمخالفتونو کوربه شوه … منافقانوته دعمررضی الله عنه شهادت دچانس اوچلوټو موقع په لاس ورکړه .
    اسلامي نړۍ دخلافت او مخالفت تر وزور لاندې ډیرستړې اوناخوالی تیرکړي دامویانو ، علویانو اوعباسیانو خلافتونه اته سوه کاله ټیل هم وواهو دخپلو بی اتفاقیو او مخالفتونو باوجود یی داسلامي سرحداتو او هیوادونو ساتنه هم وکړه ، مګر کله چي دشخصیتونو دترور لړۍ د دښمن خوښی اوهدف ته ورسیدی ،بس نور اسلامی خلافت دسلګیو او زوال لوری ته ورو ، ورو کډه پیل کړه ، هغه وو چي صلیبی لښکرو داسلامي خلافت ورورستی ماڼۍ کې هم دصلیب نښان ځوړند کړ.
    داوو داسلامي تاریخ لنډ څیره او لرلید ،البته زموږ لپاره داځکه لازمی دي چي تاریخ پوهان وایی (که په ماضی خبرنه شو نه دمستقبل پیش ګوئی نه شو کولای .).
    دافغانستان اسلامي امارت هغه سپيځلی روښانه او داسلامي نهضتونو مجموعه وه چي اوسنۍ نړۍ یی بیا دتل لپاره نمونه ، نه شی پیش کولای ،خوترڅو چي بیا د دجال دلښکرو ماتونکی پیدا شوی نه وي.
    داچي مرحوم ملاصاحب دسیاسی او اداری جوړښت اوپاښت لپاره غښتلی اشخاص یابنیادونه جوړکړی وو چي دامارت په جوړښت اونظام کي یی دکلونو، کلونو مدار اوبنسټ کیښود ،البته زور به ځکه غواړی چی یو شاعر وایی :جوړکړی مایی بوی دی نوروته ورځیه «لونګینه» اوس دي دبل په لاس کې وینم.
    زما مطلب دپورتنۍ لیکني دامارت زاړه بنیادونه یا اشخاص دی تاسو پوهیږي هغوی څوک اوچرته دي؟
    هغه چي دصلیبی بلا مخکې سپرشول دتاغوت په مرمیو سوری ، سوری شول ،هغه چي دزندان په توره خونه کې دشکنجو تعذیب اوتهدید په بی خوبیو ټوک ،ټوک شول اوهغه چي دزندان څخه وروسته یی بیا دخپلوبچانو په سرلاس تیر نه کړ، څوک یی دمرموزو ویشتلو په نامعلوم مسیرکې نادرک اویا لیری اسلامي هیوادونوته اړ کړل یایی په زخمې بدن نورهم دمالګو پوړۍ توی کړی خو هغه هم چي دکابل په مرګونی ښارکې د دښمن ترسوری لاندی شپی سباکوي .بس ،بس همدا وو امارتیان اوهمدا وو دبنسټ تیږي .
    په دې به کله پوی شو چي لوی چاکړو جوړ چا کړو …؟ ولی هغه څه شول چا ورته دمرګ بستر هوار کړ، چا زموږ له کاروان څخه دبلتون په کوټه کې قلوپ کړل…؟هو موږ دویشتلی شپونکی درمې په څيریو …!
    زما خطاب یو اځی سیاسیونو ،مذهبی اشخاصو اولوستونکو ته نه دي بلکی هغو تنکي ځلموته چي لا اوس یی هم دتوپک شپلۍ د دښمن په سینه ورسیخی کړي …
    هوتنکی ځلمیه …!بلادی واخلم …! ستا دلاوری فیدا درځ ماته دستائلو او منلو وړدي ،خو یوه ګیله درته کوم چی ولی ته نه پوهیږي …؟ ستا دسرسایه څوک وو هغه اوس چرته دي تاته څوک دتیارسئ او مارش امرکوي ؟هوزړګیه هغه مادرباندي وژنی ته پوهیږي چي تابل ویشتل که دي خپل ویشتلي ستا دشپیلۍ خوله کوم لوری ته ده ستادحکم او امر انګړ چرته دي ته داسلام په تاریخ پوی یی کنه ؟ عمرچرته او لښکرچرته ؟ .
    بس که طالب جانه دامارت دغاړی هامېل سپړیدلی اوپاشي ښکاری هغه راټول کړه . هغه قیمتي ملغلري چي دښمن یی دلوټ اوغلا تلاش کوي اوته دیو لیوني په څیر دانتقام په مست او ناڅرګند هدف کې ورک یی ، ته خبریی چی دقطر، دوبی ، استمبول اوکابل کې رانه ورک شخصیتونه هم زما دلارښودني پاتي ډېوې دي … څنګه یې ترلاسه کړو ولي رانه لاړ…؟ پوشه نورمې مه ژړوه …!
    خیرمطلب رانه اوږدیږي وروستۍ خبره کړم …زما دسنګر او حجرې ملګرو راځی دخپلوجهادی او امارتي رهبرانو دپیوستون غوښتنه وکړو راځي داپاشلی ملغلري بیرته دپيوستون په تار راوپېیو…!
    تاسو پوهیږي چي په عربی نړۍ کې زموږ رهبره ډله دټولی اسلامي نړۍ یواځنی لارښود شخصیتونه دي قدرونه دي ،،،خه وایه هغوی ولی رانه بېل دی .
    داسی منطق اواستدلال شته چي زموږ دبنسټ تیږي دی زموږ دزوال سبب شي هیڅکله نه…!
    بلکی هغوی دخپل کمال اوحکمت فکري او اداري نظام موږته پيش کړی ،خونوې تجربه کاران به مو خدای خبربیا چرته په یوه ناڅرګند موقف وپلوري اوکه به مو دپردیو په داړو کې دهوډکی په څیرورکړي.
    راشی داموقع له لاسه مه باسی سوله زموږ دپآته ژوند یوه ستره هستی ده سوله زموږڅخه دتپل شوی جګړې اور وژنی سوله مو دورورۍ په انګړ کې دخپلو ورورڼو سره یوځای کوي .
    که دمعتصم اغا ،ضعیف صیب ،طیب اغا ،متوکل صیب ،ذاکرصیب اکبراغا نوری صیب ،خیرخواصیب ملافضل اخند اونورو… دقیادت تیروختونه دمرحوم په ټاکنو منلی وي ایا دا به تیروتنه نه وي چي اوس ترې انکار کوي ؟
    ایا دابه دامیر له امربغاوت نه وي …؟
    خیرلږدې خپل ګیروان ته سردننه کړو چي زموږ مشرتابه چرته زموږ دتوپک شپیلۍ دچاپه سینه سیخ شوی په موږ ولی دزرګونو علماؤکرامو فتواوی راغبرګیږي موږ دخپل مینځنی جګړو ښکارشوی یو….دا اودې ته ورته سوالونه باید دخپل ضمېرسره پرتله کړو .
    په اخیرکې دعا کوم چی الله پآک راته دهیواد سوله اسلامي نظام اوسپیځلی قیادت راپه نصیب کړي.امین . جمال .غرزی

  4. که چرته دمعتصیم اغاسره دمذکوراشخاص دڅه نورو جهادی شخصیتونو په شمول دهیواد دبرخلیک معلومیدلو هڅه ګړندی کړي په زغرده ویلای شم چي اولس به دیوه نوی سوکاله ژوند سره ،سره دپرمختګ لاره تعقیب کړي ځکه چي دوی ته اوس معلومه شوی چي دوښمن څوک اودوست څوک دي داچی مغلوب مشران دپاکستان له کړۍ څخه معذور بلل کیږي په همدې خاطر باید دکابل اوعربی نړۍ کې میشته قیادتونه بایدی هڅه وکړي ترڅودسولی اویوالی په فضاکی دمجاهدین دمنیځنی جګړو څخه هم وژغوی :

  5. دمجاهد غرزي صاب په کور وداني یادولو سره به عرض وکړم چی رښتیا هم دخوبونو اسلامي خلیفه (اختر محمد منصور) ته باور وکړئ فرمایشي خوبونه لیدل کیږي، په خبر یال ډاټ کام کي مي اوس یوه مقاله ولوستله ډیره جالبه اوخبر دار سړي لیکلي وه
    (د ډانګ په زور سوله اودطالب سر ناخلاصي ترعنوان لاندي) په هغي کي هم کښل شوی دی چی طالبي نظام تر ډیره بریده دخوبونو پر بنسټ استوار دی حتی مشران یئ چی خوب بیانوي نور ماتحت طبقه ورته ژاړي، نو داډول مخلوق به سوله په خوبونو کي ویني که یوڅوک ښه خوب ورته وویني چی پر آس سپاره راته وویل چی اخترماد ته ووایه سوله وکړه بس سوله وشوه،

    1. مننه حماد صیب …زړه مې ډک دی له ګېلو لکه انار له سرودانو..هههههه
      که چرته لږدیهودیانو پټې څیر اوبربنډ جګړې دعقل اوفکر په زاویه کې وکتل شی غرق یو تبایو کومه خبره چي به دوی کوله چي موږ به دطالب او القاعده جرړې وباسو هم هغه سی وشو بس یو څو دمخ سړی لاپاته داهم که چرته ددوی دتوپک خولی ته برابریدلای ژربه یی له دې معنوی ځواکونو هم خلاص کړی وو .مننه

  6. سپینه مامد ینه ده ! طالبان دجنګ دختمولو لپاره او بل اړخ دکابل اداره د ډانګ په زور دسولې راوستلو لپاره اوس لا بی اعتماده بریښي، طالبانو خو تر اوسه هیڅ موقف هم نه دی ښکاره کړی، اوموقف به هغه وخت ښکاره کړي چی د دوی دشوری معتبر اعضاء یئ جوړ کړي او بیا یئ ( په اصطلاح له مقاماتو ) سره شریک کړي، که هغوی تائید کړه سمه ده کني نه،،،،،،،، په دی دي څوک خوا نه بدوي ګني دیوه سوال ځواب دي دطالب ملااخترمحمد منصور دډلې یوخوابدوونکی راکړي چی داخترمحمد منصور دټاکلو پر ورځ شیخ مولوی عبدالحکیم صاب او هبة الله آخوند زاده له اسحاق آباد څخه چا په څلورو موټرونو کي اوچیرته یووړل، ؟؟ بیا په پاکستانیو مطبوعاتوکي راپورونه ورکړل شول چی مولوی عبدالحکیم په یوه چاپه کي نیول شوی دی خو هغه له څلوروساعتونو تیرولو وروسته بیرته په هغو څلورو د توروښیښو والاوو موټرونوکي اسحاق آباد ته راوړل شو، نو اصلي دسولې کیلي دطالب هم په لاس کي نشته او دکابل ادارې هم پر کابل هم بیداکړی خدای دسر دپاسه سر دی، او پر طالب هم ، اصلي لوبغاړي که دجنګ په ختمولوکي ګټه تر جنګ ډیره وویني نو آسانه یئ ختمولای شي.

  7. افسوس په دی راځی چه مونږ څومره بی درکه او خوش باوره خلک یو…..که خر هم سپینی کپړی واغوندی او مونږ ته ووایی چه زه ولی یم نو لری نه د ه چه مونږ به یی په لاس بیعت وکړو……دا ټول زمونږ په بی علمی او جهالت باندی استدلال کوی……دیو اسلامی او پر مختللی افغانستان په هیله………………………..

  8. The atrocities Taliban inflicted on this poor nation in the last 14 years will never be forgotten and it is the voice of this poor nation that Allah STA heard and this resulted in the inner fighting of Taliban that now suck each other blood. Wait and will be evident of further annihilation of this mercenary force. Who created the Taliban, who have been using them and now slowly and gradually disposing them, one by one as tissue papers, this is itself is the anger of Allah STA at them, being dishonest with the nation. Even Allah STA will ask the so-called Taliban leaders about the blood of those Taliban who they distracted and guided them toward violence and bloodshed. As Allah STA exposed the ugly faces of the past so-called Mujahideen who now even can secure 1000 votes across the country will be the fat of Taliban in the very near future. I am not defending the current corrupt government but view it far better than bloodshed and atrocities, killing and destruction.

  9. طالبانو دناخبربرخلیک په لوردومره اوچت قدمونه اخلی یوچاقصه کوله چي د وردګوپه سیمه کې یومشهور شخصت چي ډیرساده زړی سړوو خوپه خلکو کې یی دومره محبوبیت لروچي یووخت یی خپل ټول پیروان تریوې لوېی ګندکښته واچاوول اویوه په بل پسی دژوند له خوږ بی برخی شول هغه داسی قصه چي ساده مشر دجهادپه مرحله کې دکوم غره په لار روان وو چي نورو پیروان ملګری له شاورپسی وو دالاره نوره ختمه شوی اویاغلطه شوې وه ساده مشرچي دپاڼ څوکې ته راغلو نومخکی تردې چي دلار درک معلوم کړي بریک یی ونه واهو اوقدم یې ور واخیست ولاړی اوترسوونو میتره کښته ولیدوېدی په پسی پیروان ورته وویل چي مه دریږه درځه لاروې ورته وویل چي سړی لاره خراب ده درېم کس ورته وویل چي ته اوس ترساده مشرهوښار اولارلیدونکی یی برو،برو درځه همدا هم ولاړ ی خو په همدې ډول نیم کاروان ترمرګوني پاڼ لاندی وولیدل اومړه شول ځکه دوی دمشر تقلید اوپیروي همدابلله چي مشره هرڅه کوی هغه سم دي ..
    نوطالبانو اوس هم په یوه داسی مسیر ورسم شوی الله دی خیر کړي دکار اوپوهی مشران یی له صحنی څخه لیری کړل چی همدا دښمن چل اوفریب وو.قانع بریالی

  10. راحیل صافی
    د کابل مېشتي او له پاکستانه وتلي طالب مشران د کوم وخت په انتظار

    مقاله مي ټوله ولوستله .

    د یادې مقالې د بحث موضوع یواځې طالب مشران دي ، زه وایم راځې هیواد ته د ټولو افغانانو دکور په سترګه وګورواو ټول په متحدانه ډول د دې ړنګ او جګړې ځپلي کور د ژغورلو په لټه کې شو.

    طالبان د تنظیمونو د سیاسي مشرانو د اشتباهاتو محصول دي ، د طالبانو مشر په خپل وخت کې د تنظیم جنګي په له منځه وړلو کې خپل رول تر سره کړ، د بهرني اشغال په مقابل کې خپل مسؤلیت پوره کړ، اوس چې بیا د بهرنیانو تر وتو وروسته د هیواد چارې افغاناتو سپارل کیږي ، باید ټول افغانان که طالب مشران دی که تنظیمي رهبران دي که حکومتي چارواکي اوکه نور سیاسي شخصیتونه دی ټول باید نور له تیرو ترخو تجربو ،یوبل وهلو ، یوبل حذفولو او یوبل ټکولو نه لاس واخلي ، ټول باید له ټولو شته خلاګانوسره سره یو بل ومني ، اوس مو نږپه سیاسي دګر کې همداشخصیتونه لرو هغه که هرڅوک دي ، که يي په ماضي کې هرډول اشتباهات کړي خو په مستقبل کې د نورو اشتباهاتو د مخنیوي په خاطر باید یو بل ته د میني ، وروولي او وحدت لاسونه ورکړي.

    د افغانو ترمنځ باید نور ناسم تورونه او ناسم نومونه ونه کارول سي ، ځکه دا هیڅ شی هم زمونږ ستونزه نه شي حل کولای ، نه طالب حکومت له منځه وړای شي او نه حکومت طالب، او نه نور د یو اوبل دله منځه وړلو ضرورت شته ، تیرې۳۸ کلنې جګړې مونږ ته ډیر یتیمان پري ایښي ، ډیرې کونډیانې او بوري راته پري ایښي که مونږ ریښتیا هم افغاني غیرت لرو باید نور دهغو یتیمانو او کونډیانو پر سرونو د ترحم لاس راکش کړو ، که واقعا مونږ افغاني اوانساني احساس لرو باید نور خپل ماشومان یتیمان او خپلې خویندې کونډیانې نه کړو ، بس ده نور مو ټول هیواد دوینورنګ اخیستی ، نور مو دهیواد فضا ټوله دوژل شویو ځوانانو د ویرجنو میندو واویلاګانو تته کړې. یس دی نورجګړه بس ده .

  11. جمېله افغان
    کابل پوهنتون کې لوست اوتش اوسیدل هم یوعلمی نعمت وو کوم څوک چی به له کابل راغلی وو موږ به یی دلیدولو ډیره تلوسه لرله هغه وخت دکونډې دزوی فیلم هم نوې خپرشوی وو له ډيروسره دکابل ترلوست دکابل پیوست مهم ووفاطمه اوعبدالله دواړه سره دکاکازامن دکابل دزده کړو برخمندوو لومړی کال فاطمه دخپلو زده کړو په بهیر کې بریالۍ راغله کله چي کورته درخصتیولپاره راغلو موږ دنندارچیانو په ډول ټول همزولی اوهمسفیانو دښه راغلی لپاره ورغلو،خو دعبدالله دناکامۍ اوفاطمې دبریا پوښتنه مو ونه کړه ،راتلونکی کال بیا عبدالله ناکام شو اوفاطمه بریالۍ شوه ،دعبدالله پلار اوکورنۍ غړی هم ډیرپه غوسه شو عبدالله یی درخصتۍ ترورځو مخکې راوغوښت موږیې دناکامۍ له بدبختۍ نه ووخبر بیاښه په خرپ اوهاهاها ورغلوؤ،خوداځيلی عبدالله هم ډیرمایوس ښکاره کیدلواودکورنیو په څیروکې هم دخفګان نښی له ورایه څرګندې دلی په همدې وخت دعبدالله پلار ټوخی شو موږ په یوه ادیبانه ډول سره راټول شو مخکې تردې چي زموږ خوش امدنی وکړي پرعبدالله یې سترګی وربرګی کړي هلکه …! ته نه شرمیږي چي هرکال ناکامه راځی ،خوعبدالله څه ونه ویل بالاخره یی ورته وویل چی دې فاطمې جانی ته خو وګوره چي هرکال بریالۍ راځي عبدالله ورغبرګه کړه کاکاجانه دامې فاطمې ته کتل چي ناکام راغلم…(یعنی دمینی لامله ناکامه شوم اوخپل مطلب رانه ورک وو) …زماخبره ډیره زموږحکومتی چارواکوته ده چي تاسو خارجیانو ته کتل ترمینځ مو زموږ هیواد له ناکامۍ سره مخ کړ زموږ دولت سرمایه داران سوله نه غواړی که چرته دوی سوله غواړی نوطالب مشران په کابل اوقطرکې دهمدې سولی لپاره رایو ځای شوی اوپه وار واریی ویلي چي باید دسولی دپروسي لپاره هسی طالب مشران انتخاب شی چي خپلواک وی اویا دهمسایه ممالکو له منګلوڅخه خوندې پاته شوی وی زما دمعلوماتو ترکچی هغه طالب مشران چي سوله غواړي هغوی ټولو خپلوځانونه کابل یا عربی هیوادونوته رسولی نه خارجیان غواړی چي سوله وکړه اونه هم زموږ دولت په طالب چاواکوکې دلوړپوړې چارواکي همدامعتصم اغا چي دملامحمدعمرصیب خاص ملګری خارجی پالیسی اومالی چارواکی وو ملاسلام ضیف متوکل طیب اغا نوری ملافاضل وغیره ټول وروستی مشران دي په خپلو لیکوکی ځانګړي اودلوی شمېر نفوس لري باید دهمدې اشخاصوسره دسولی پروسه پرمخ بوزی کنې هسی باني دي چي دملت په سترګوکې خاوری اچوی .جمیله افغان هرات

  12. دشاغلی مولوی صاحب مقالہ می ولستہ زینی واقعیتونہ یی لیکلی پہ گوتہ کڑی
    اوداشه خبره ده چه پہ مجموع کی دافغانانو او شکیلو خواوو تر مینز توافق او نیزدی کت راشی
    البتہ قول اوفعل سره ڈیر توفیر لری اوفعل مهم دی اوقول کول ڈیراسانه دی

  13. سلامونه محترم لیکوال اومحترمو کتونکوته
    ددی مقالی پہ لیدلو ماتہ داشعر راپہ یادشو
    دویری غگ کولی نشم
    دسوال یاری ده اوس بہ دڑی وڑی شینا
    مننه

  14. دمحترم مولوی صاحب سخه مننه کوم چه پہ مناسب وخت کی یی اهمہ موضوع بحثته راو ڑاندی کڑه
    دایقینی ده چه ٹول افغانان او پہ خاصه توگه ملایان طالبان اوصوفیان ڈیرخوش باوره وی
    داددوی طبعیت گرزیدلی دی خو کہ واقعیت ووایو هغه دادی چه خوش باوری شه طبعت دی خوتریوحدپوری پہ حکومت او حکومت داری کی او پہ دی سلسله کی پہ نڑی والہ سطحہ دتعلقاتو کی نو بیاداڈیر بیکاره خوی دی او ناهلی ده

  15. زبیر حماس
    غوا توره شیدې سپینی دي ترټولو راته ډیره داخبره زور راکوي چي ملک دچا اوواک دچا امارت دچا اوزعیم څوک هههه خدای وهلو ولي لاره درنه ورک ده یاره زما په خیال دامارت زاړه مشران ځکه پرې ملامت دي چي زعیم غریب ته چي موقع ورغله هغه اذان ورباندی وشو جنګ خلاص شو دی اوس بیرته له سره کوي بس وروڼو نور افغان ستړی دي زعیم خوبه په اسحاق ابادکی ښه ګازاوبرق لری دکرایی اوچوپړله غم به خلاص وی په کوربه یی بمباری اوغوغانه وي باید لږ فکروکړو چي موږ څو وژنو اوڅوک موږ وژنی (ازبرای خدای ) نور داډوبلنډه قصې ایله کړئ تاسو پوهیږي چي هغه پخوانی روحی اوجهادی حیثیت نور له مینځه تللی دي خلک اوس پوهیږي چي تاسو په دوو ګوتو لمر پټوی په خپلو کې موسره کښلی دي یوه ورځ مسلمان بل ورځ باغی مرتدیاغی وهابی جاسوس داڅه حال دی داڅه ټاپی دي له فضل الرحمن صیب څخه شرم دي دهغوی ملک ته خو وګورئ حکومت پوځ پولس فاریکي .بس څه واوایم خوافرین په هغو ملت خوږو اوهیوادپرستو طالب مشرانو سه چي هیواد دنړۍ له حالت سره سم غواړی دتعلیم اوپرمختګ اراده لري .والسلام. زبیرحماس

  16. ارغندابی زابلی
    تاسو پوهیږي چي کوم څه مالیدلی تاسو په خوب هم نه دی لیدلی ځکه چي زه ارغندابی یم زه دظلم اوستم له میدان راغلی سپاهی هم یم ،خوناچار اوبې وسه سپاهی ما، خوماته دخپلواظهاراتو ترپای رسیدلو مخکې دنفرت ګوته مه نیسئ زه ، احساس او توان سره بېل شوی ملګری یو ، ماچي دکربلا اودښتی لیلی قصی اوریدلی دهغوې په تقدس او مظلومیت نه پوهیدم ،خواوس دنوې احساس ځلمی یم مادمهاجرینو لوڅ سرې میرمنی نیم لوڅی ولیدي ،ما دډلیزو ماشومانو ،میرمنو اومظلومو مرګ ژوبلی ولیدلی ،،،یاربه ستاقهر کله اوهغه څنګه اوپه کوم شکل دوخت په ظالم رانسکوریږي ،هو ماپه همدې کربلاکې غوښتل چي له دې خاوری لیری ولاړشم که چرته داځمکه پورته شی ستاروح به هم دظالمانو له ارواحوسره یوځای اورګینی کندی ته ورخطاشی دقصی پیلیزه می زیاته شوه ځکه چي زړه مې درد کوي خیرملادادالله منصور خو دجګړو او وژنوسره عادی وو دهغه سره به خود داسی کیدل ځکه چي دې کهول دجهاد بنسټ ایښی وو دي میرمنو خو دجهاداومبارزی هیڅ دول نه درلود ،خیرهغه دماشومان اوښځوقافله تراول ځنځیر تیره شوه تردویم ځنځیرمخکې غټ درزا پیل شوه که ګورو دمیرمنو په موټرراکيټي ګوزاونه شوی .الله موغرق کړه .په ملااخترماد باندی ته کور بچان لری کنه دا خپل قوم اوملت همدا پریښودل ایا دا خلک ملامحمدعمراخند نه شوی وژلای ،هو هغه داحدیث پیاد ووچي مسلمان امیرخپل ملګری اومسلمانان نه وژنی تاسو خو دملاعمررح اسلاميت هم په اولس اونړیوال وپيژاند ….اې دامارت مشرانو دالله لپاره همدا اتحاد اوهمداهڅی چي تاسو ترهمدې عنوان لاندې لیکلی عمل کړي اولس ستاسو سره ده طالبان ستاسو سره دي زه یقین درته وایم چي طالبان دلاس نیوی ځای نه لري کنی نور له جنګ جګړو څخه ستړی دنړۍ له دوه مخی سیاست سره پوی شوی خو دهمدې زوریدلی کړیدلی ملت په خاطر خپلی شوی ویناوي عملی کړي …زه خونورحال نه شم ویلای ځکه چي همدا امر راته شوی خوصرف ستاسوڅخه دسولی غوښتونکی او دیومتحد اسلامي نهضت په انتظاریو.ومن الله توفق..

  17. انجیینراکرم وردګ
    محترم لیکوال صیب ښه ارزونه کړی ،تاسو دزنګی اوایوبی تاریخ لوستی وي اویامو دنبوی تاریخ څه ناڅه پاڼې اړولی وي اویامو دګران هیواد تیرڅلویښتی دعبرتونو نندار تون ته ښه په څیرکتلی وي ،بیاکولای شي چي دهیواد دراتلونکی اوعلمی جهادی څیرو انتخاب وکړدوی ته لکه ملګرو چي لیکلی قدرونه اوهستۍ ووایاست تاسو به په دې هم ښه پوهیدلی یاست چي شمالی لنډغرو د دولتی ادارو ویش یواځی دځان حق بلل په څلورلس کال کې دوی نوی نسل دمکتبونو څخه و روزلو اینده هم ددوی ښکاری که دمعتصیم اغا جوړشوی پلان په هیواد کې عملی شی هم به مو جهادی مینه اوتنده ماته شی اوهم به هیواد دپردیو اومینځینو جګړو له ښکاره خوندی شی .

  18. كابل ميشتي طاليبان دافغانستان دجورولو او ابادولو لپاره او يو ايمانداري سولي لپار زياتي هسي كوي .مننه

  19. پہ بهرکی میشت طالبانو کی ڈیر اهل کار شته دی مولوی صاحب هم ورته اشاره کڑیده یادیی پخیر پہ کاصه توگه محترم مولوی معتصم اغا جان صاحب ڈیر غشتلی فکر لری دلویی حوصلی درلو دونکی شخصیت دی اوعلی بصیرت خبرہ کوم چہ دهر ملگری او افغان او مسلمان سرہ ڈیر صمیمیت لری او پہ دی شل.پنزه ویشت کالہ دافغانانو پہ میز کی پاتی شو ڈیرحالات یی دنیزدی سخه وکتل وسیڑل نو شه پخہ او واقعی تجربہ لرونکی دلوڑاستعداد لرونکی اهل کار شخصیت دی او پہ دی حواله شه روشانه تاریخ لری او کاری وڑیا یی داسی ده چه کوم کاراو دروند مسئولیت ورته سپارل شویدی پہ پوره کامیابی سره ترینه عهده برآه شوی او دمسیولیت دتر سره کولو سخه ترینه سالم وتلی دی آویدی اوسنی حالاتو اوداڑتیا سختو شرائطوکی دداسی اهل کارو دپوهی علم او تجربی سخه دوطن او دین او زوریدلی کڑیدلی اولس دهوسایی لپاره ترینه گٹه پورته کول پکار دی او دداسی اشد ضرورت پہ وک وخت مققع قرکول.لازم او ضروری دی

  20. دمحترم مولوی صاحب مقاله کی زینی خبری واقعیتونه دی اومناسب بولم چہ زه هم دیو کتونکی پہ توگه دتبصری کولو پہ ترس کی یی پہ هکلہ خپله رایہ سرگند کڑمه
    دطالبانو دتحریک کی خوبی او نقصانقنه دواڑه شته دی نوری خبری پخپل زای خو دا تحریک دا یو لوی خالی گاه او نیمگڑتیا لری چه
    دشه کارکردگی کولو پہ صورت کی هیس مکا فات نلری
    دمثال پہ طور شاغلی ملا اغاجان معتصم ددی تحریک یو فعال نہ ستڑی کیدونکی شخصیت دی چہ ددی تحریک دنشات سخه بیا ددی وخت پوری یی بی ساری خدمتونه اواهم فعالیتونہ ترسره اواجرات کڑی دی چه پہ سختو شرائطو کی چه هیچا زان نشو شکاره کولی او اغا صاحب ڈیرو خطرونو ته ڈده ور کڑی وه او پہ ڈیر متانت سره یی داسی لوی لوی او اهم کارونہ وکڑل سڑی ورتہ حیران شی
    خو چه کله بیا زینی معمولی مسائل رامینزته شو دده سابقی او خدمتونه اوهلو زلو ته یی هیس اعتبار ورنکڑ او داسی برخورد اوگزاره یی ورسره وکڑه لکہ چه هیس یی نوی کڑی پہ داسی حال کی چه اغا صاحب ددی تحریک دسابقینو اولینو سخه دی او مرحوم او مغفور ملا محمدعمر مجاهد ته ڈیر نیزدی او اعتباری شخصیت دی او پہ سختوشرائطو کی پہ امتحان کی کامیاب شویدی تحریک او وطن او ملگرو ته ته وفا داری او اخلاص دده سخه خلک زده کوی بیا پہ ده دبی وفایی او تورطعنونه لگول داشاغلی اغاصاحب او دتحریک او وطن سره غداری بی وفایی او عظیم ظلم دی دتحریک ملگروته پکاره دہ خپل ملگری هیر نکڑی او خپل محسنین دپامه ونه غورزوی بلکہ شکریہ یی اداء کڑی او رسول اللہ صلی اللہ علیه وسلم فرمائی من لم یشکرالناس لم یشکرالله

  21. مقالہ پہ زیار ترتیب شویده دهرچا خپل نظر وی سوک بہ ورسره موافق او سوک مخالف وی زہ پخپل نظر دمقالی دی ٹکی سره موافق نه یم چه پہ طالبانو کی یی طیب اغا هم دکار اوفعال سڑی شوولی دی یابه کار کی سه اخلاص اوپوه او تجربه ولری بلکہ طیب اغا صرف اغا دی او زمونگه دوطن او هیواد زینی خلک اغا صاحبانو ته عقیدت لری اقشه گان ورباندی کوی عقیدت اوشه گمان پخپل زای آوشه خبرہ ده خو د دطیب اغاپشان دکارنا اهله اوبی تجربی یو کشر تہ پغیردکاری وڑتیا سخه صرف پہ تش اغا توب دومره لوڑاودروند کار ورسپارل ڈیره بدہ او نا مناسبه کار دی او داسی نا هله کشرانو دغت کار ورسپارلو همداسی بد عواقب هم وی چه دتحریک مشرانو ولیدل او نور به هم لاگوری
    البته پہ اغا صاحبانو کی معتصم اغا پہ کار پوہ او اهل کار زیرک اومنل طالب مشر دی چه پہ ده ڈیر خلک راٹولیدلیشی

    1. اشرفی صیب دنرخبره دی وکړه یو بل دجهانګیر په نوم هم چی هغه سه شو ډیرلیکونه یی دلوی ملاصیب لخوا راځواب کړو چي هغه به ګرسر ه په خبرلاهم نه ووده به ورته لیکلی وومعذورت غواړم.ترامرثانی پورې انتظار شه ،به اړه یی لازم اجرأت وکړی اوداسی نورخومعتصیم اغا ماخپله دولایاتو په هیئتونو کې لیدلی ته باوروکړه چي دخوب وخت به یی هم ترنورو کم وو مګر ناځوانوملګرو له لاس اوس چرته اوزخمی زخمی بدن الله دی دټولو مل شی اوالله دی هیواد راودان جوړ سمسور اوسولیزوګرزوی .امین الله

  22. دافغانانو یوه داکمزورتیا ڈیره پخه ده چه دڈیرو حالاتو زنی تجربه نه اخلی او دیو سوری سخه بابار چیچل کیژی دافغانیت دغه عادت پہ طالبانو کی هم پہ پراخه پیما نه موجوددی
    ددی تحریک ٹول کارونه شه سره برابر او منظم وه داخلی او خارجی پالسی او سیاست یی ترهغه وخت پوری پہ مظبوط بنسٹ ولاڑ وه تر سوپوری چه ددی تحریک پہ راس کی پہ کار پوہ او باتجربه اوخپل امیر او تحریک ته مخلص مشران وه او چه کلہ دغه کسان منزوی او دراس سخه لری کڑیشوه نوڈیر نقصانات او بد مرغیی سره رامینز ته شوی دمثال پہ توگه کوم وخت چه دسیاسی او بهرنیو چارو مسئولیت او مشری دشاغلی مولوی صحب اغاجان پہ غاره نو کارونه یی کامیاب اوموقف یی خورا قوی وه خو متاسپانه چه کله دغه چاری بیچاره طیب اغا ته پہ غاڑه کی ورواچولی نوکار ترینه وشڑید ده او دده ٹیم خپلی شخصی گٹو ته پہ ملی کٹو او دتحریک پہ منافعو تر جیح ورکڑه او دشمنانو هم ددوی دخودغرضی او بی تجربه گی سخه پہ ڈیر کم قیمت لویہ گٹه واخستله
    اوچه طیب اغا دخپلو شخصی گٹو ته دزیان رسیدلوخطره محسوسه کڑه نور یی دتحریک سخه هم خپله لاره جدا کڑه

  23. خپلواک صیب چي کوم څه په کمېنټ کې لیکلی دعلماؤ له توهین پرته بل څه نه راته ښکاری دکمونسټانواوډیموکراسانو همدا ارمغان پاته شو چي داسلامي ،تبرکاتو اودینی هستیو توهین هیڅ ګنا نه بولی که تاسو محترم لږ دفضائل اوعلماءپه نوم کتاب وګوری کیدای دخپلی خبری جبران په ډیرڅه اوډیروخت ورنه کړي که څوک هیواد جوړوی هم ورته مشکلات پيښیږی اوکه دورانولو چارې ترسره کوي هغه خو بیاهم دزور له کوندې کار اخلی څوک یی دتوهین خبره نه شی کولای .الله پاک دي وکړي چي دعلماؤ جهادی شخصیتونو اواسلامي ډلوپه موټ په هیواد کې سوله او ارامی راشی .امین

  24. یاالله چي ما دزابل خونړی اومینځنی شخړی نه وای اورېدلی دبادامو سرای کې راته شفیع الله جان دارغنداب اودایچوپان ټوله قصه واوروله ،خوعجیب داووه چي دسمې خلکو دوې خبری کولی یو یی داویل چي ولي په دوزه تالبانو باندی نه چورلکو بمبارۍ وکړی اونه مخامخ جګړه حتی یوه راته وویل چي کوم طالب راته وویل چي داملااخترمحمدمنصور ملګری غزنی ته دتداوی لپاره وړل کیږي (انډرت) دا اودې ته ورته عجائب خیر اې زړو امارتیانو دالله لپاره لیڅی رابډوهي له داسی معمااومجهولو جګړو مو وژغوی .
    نقیب الله نیازی

    1. هههههه نیازی صیب چرته یی په متن کې دې دوې تحریری تیروتنی شته ،خوخبره دې ډیره دپام وړ بلکی دیوه فلسوف مقاله غوندی ده چي سړی ترې عبرت واخلی
      اوکه دې له یوې بلې خبر کړم هغه دا چي طالبانو دبامیان له هزارو سره هم تړون کړی ازبک غریبان یی دایران روسی اودولت حتی دپاکستان په چارواکو خرچ کړی وو هیڅ دژوند تمه نه ترې کیدی بس الله دی مل شی خو دمعتصیم اغا اوضعیف صیب څخه مو لاتمه شته چي دې ملک ته یونوی رنګ ورکړی کنی نورداسلامیت خوند دغوناځوانانو وړی .الله دی مل شه کله راځه خوتیروتنه مې ځکه په عام سړک درته وښودل چي ته خوسم لیکوال یی ستاسره خوند نه کوی .خیرغوسه به وی

  25. طالبانو یارې مه کړی ….طالبانو اسپی ځینه ولاړی دینه
    یوه خبره کوم که خودې خبره کې مې ډیر ډیر مخاطب دطالبانو کشره طبقه ده دطالب نمېګړتیا وی لومړی خپله رایه یې داستادتقلیدوی ،بې وفاډیر دي چي څومره مشران تیر شوی په لومړی کې یی په لاسونو مچول چي کله به له قدرت څخه لیرشول بیابه یی په غیبت اوتوهین زړه نه سړیدی نوکه ریښتیاووایم چي تاسو راشی دامارت اصلی څیری کومی دي اوتاسو دچاپه ګدۍ ګونډې وهلی بس ایله کوه یی دښادګل چمونه بالابس کړی په همدې سوله اکتفا وکړی لاڅومره معصومی څیری شهیدانوی خومطلب …؟

  26. مذکور نوموتی مشران که له پخوانی جهادی ډلو سره یو موټي شی نو دهیواد اکثریت بلکل ترلاسه کولای شی ترڅو دیوه استدلال اومباری له لاری دانړیواله کشاله حل کړی .مننه .ډاکټرعتیق الله همدرد

  27. دهرمضمون نویس اوکتونکو خپلی رایی وی اوپخپلو حدوکی هرسوک باید دخپلی رائی اظهار وکڑی او پہ دی کی بیا دیوچا دتوهین سخه پہ کلکه ڈڈه کول پکار اوضروری ده
    یوتبصره کوونکی لیکلی چه خپلواک صیب گنی دعلماءو توهین کڑیدی
    زه وایم چه دهیس یوانسان توهین ندی پکار او بیا دمسلما بیا دعالم او مجاهد داخوپہ سوچنده بد کار ده دعلماءو فضائل خو یوزانگڑی منلی شوی حقیت اوجوره موضوع ده پہ هغی کی دسه ویلوهیس گنجائش نشته ده زه داخبره پہ ڈیراعتباراوبصیرت سره کوم چه په علماءکراموکی ڈیر دکار اهل اوبرجستہ هستئ شته دی چه دنورو لولویو نومونو اوشهرت درلودونکوسخه یی اهلیت او اهمیت پہ سو چنده زیات دی
    یونفر چه نوم یی نه اخلم پہ اصطلاح ڈیر تعلیم یافتہ دی او داده انقلاب ٹول وخت یی پہ امریکاکی تیر که اوامریکایانو ته هم باوری اوداهمیت وڑدی بیا چه امریکایانو پہ گران هیواد یرغل وکڑ هغه یی هم دنورو غرب میشتو پشان دزان سره هیواد تہ راووست اوپہ کابل کی یی پہ لوی بست مقرر کہ چه سه وخت یی تیر کہ او دواکمنو نا اهلی او خودسری یی ولیدلی نودواکمنو سرہ یی پہ دی بی قانونئ اونا هلئ اوفساد اختلافات راغله او کار یی پیشود ا بیرتہ دامریکا پہ لورپہ کوچ شوو
    زما هم وراره سہ ناسه تعارف شتہ زمادیوبل نیزدی او باوری ملگری پہ تسط هغہ دوست راتہ یو وخت وویل چه….صیب دکابل سخه واپس امریکی تہ لاڑ اوویلی چه ددی نا اهله واکنو دلاسه دهیواد جوڑیدل ناممکن دی پخپلہ نا اهله دی او دکاراهل تہ موقع نه ورکوی او دایی هم وویل چه زه به امریکا یانو تہ دامشوره ورکم او پہ ٹینگه به ورتہ وایم چہ که رشتیا افغانستان جوڑل غواڑی امن غواڑی نو…فلانکئ (ددطالبانو اوعالمانویو نفر یی یادکه )رامخ ته کڑی او واک ورته وسپاری
    زما داخبری نه افسانه دہ او نه چاویلی ده بکله ما پخپله او ریدلی او لیدلی یو واقعیت دی
    زه دا وایم چه پہ علماءو او طالب مشرانو کی داسی غشتلی تجربه لرونکی ماهرین شته چه پہ اهلیت یی پہ مخالفینو کی انصاف دار هم اقرار کوی باید خامخاداسی خکو ته موقع ورکڑل شی او رامخ تہ کڑیشی دمثال پہ تگه مولوی صیب معتصم آغا صیب سبحان الله ڈیر با درکہ با حاساسه اوپہ کار پوه او باتجربه شخصیت دی چه باید دده او دده پشان دکار خلکو سخه پہ هیواد کی دسولی او جوڑجاڑی او امن ابادی لپاره کار واخستل شی
    او داچی داسی داهل کار خلک ولی نشی رامخ ته کولی او ولی موقع نه ورکول کیژی شاید چه امریکا یان هم پہ رشتیا اودزڑه سخه دهیواد پہ جوڑیدلو اودلتہ پہ سولی اوامن راتلو پہ هکله مخلص نوی
    نو الله تعالی دی دڑولو مسلمانانع پہ حال ااو پہ خازه توگه دافغانانو پہ حال رحم وفرمائی د

  28. خلک متل کوی واہی چه یوسوک چا پہ کلی کی نه پریشود هغہ ویلی اس می دملک کره وتڑی
    زه وایی چه مقاله لیکونکی لیکلی چه دا طالبان دکوم وخت پہ انتطار دی زه پہ یقین سره ویلی شم دا خوارکی بہ سوک پہ هیوادکی کارکولو ته نه پریژدی امئظار ندی
    دغه شاغلی خو ڈیر دکار جوگه دی اومنلی شوی دبی داغہ ماضی درلودونکی او مستحق اشخاص دی باید دوی راوبلل شی او واک اواختیارات ورته وسپارل شی یقین کوم چه ڈیر کارونه به سم کڑی

  29. دطالبانو اسلامی تحریک چه کوم مشران چی دصحنی سخه گوخه کڑیشویدی دوی دخی مفکوری اوخه سیاسی سوچ اوفکربصیرت خاوندان دی خومتاسفانه دمخالفینو لخوا خوورسره زیاتی شوی دی اوکیگی ددوی نه سه گله دخپلو انڈیوالانو لخوا هم ورسرجفا وشوه او کیگی
    دافغانستان هیواداوهیوادوالو پہ دی کی گٹہ او خیردی دغه خاغلی دهیواد او هیوادوالو دمنافعو پہ منظور پہ کارونوکی وگمارل شی اگر کہ دچا پکی شخصی گٹی نوی

  30. لیکنه پہ زڑه پوری دہ اوباید دغه طالبان ورونه نور دخپل وطن دبادی او پکی داسلام دسیوری لاندی دصلحی او ابادی اوامنت لپاره خپل کوششونه پکارواچوی

  31. نن یو بل خوب لیدل شوی هههههههه
    نوې زعیم ته نوې پارموله په لاس ورغلی څوځلی یې عملی کړه کار یی وکړو همدا اوس مې په نن ټکی اسیاکې ولیدل چي دمرحوم استادیاسر صیب زوی خوب لیدلی اوپلار یی ورته ویلی چي دزعیم لمنه ټینګه کړه داسی خوب نوڅوک نه شی لیدلای چي تر::مز یی شکرانه ډیره وی اوس لاهم سادګي غاړه ورکړی غرزی صیب دیوه بل صوفی قصه کړی چي یوخوب ورته په اتویشت لکه تمام شو نو دمرحوم صیب زوی ته به داخوب په څوتمام شی دزابل دجګړې امیر هم دمیدان شارنه راغلی وو وردګو وروڼو اوس لاره پیداکړه .
    له مشرانو هیله کوم چي خپله فعالیت ته دوام ورکړی اوداتش خوبونه نور داذهانو په فساد ورونه تپل شی دکار وخت دي ترڅو افغانانوته د ورکی اوسولی لاره هواره شی دجګړو دوماداره لړۍ پای ته ورسیږی

  32. دزوی خوب دپلار په حق کې ؟
    تعبیر یې کړی ما په ظالمانو به چپه شی …چپه ګاګل مې خوب کې دجانان لیدلی دي
    استادیاسر په یوه ویناکې وایی چي یو سړی وویل چي مولاناصیب ویل بې اودس لمونځ نه کیږي دا دروغ وو ماخپله بی اودس لمونځ وکړي بلکل کیدی …نوشهید استادخو داسی خیالی نړۍ او دخوبونو بریا نه لیدله هغه دخپل اسلامي دعوت په روحی قوت باندی دمسلمه امت ماتی هیله راژوندی کولی طالبانو وروڼو نور دسادګۍ وخت نه دي یوبل شاعروایی :
    دبسترهوادارن یی په کار نه دی انقلاب دککریو قصابه ده
    خوتاسو انقلاب نه په ککریو وګټلو اونه په سیاست اوس موخوبونوته ورمخه کړه …لکه څرنګه چي کندوزی صیب مهربانی کړي الله دی وکړی چي همدابهیر ګړندی اوبیړنی غوندی خپل هدف ته ورسیږي .ومن الله توفیق

  33. ملګرو ستاسو لیکنی داسی خلک هم ګوری چي مطلقا داسلام ضد افکاریی وی هیله لرم چي تاسو دخپلو کمېنټونو اوتبصرو کې دمشرانو دتوهین اواسلامی شعائرو ته ژمنې تبصیر ولیکی داحمدپه نوم ملګری خوډیربی اودس لیکنه کړی الله دی هدایت ورته وکړی اودانورملګری هم باید ددی څخه عبرت واخلی چي نه پوهیږي دهغوی پوی کیدل هم زموږ وجیبه ده .نړی چرته اوموږ چرته نه مو مسلمان پریږدی اونه موکفر بس دی باره داګېلی اوشوګیر پریږدی ملاوتړۍ دهیواد په رغولو اواسلامی نظام راوستلو کی سره یوشی.

  34. دمولوی صاحب دمقالی دعنوان پہ لیدلوماته یوه لنڈه غوندی قصه رایاده شوه
    تقریبا وه کاله مخکی پہ کوزه پختون خواکی دپارلمانی انتخاباتو سلسله کی سیاسی تنظیمونو کمپین چلولو هرچا دخپل پلی ددرونده ولولپاره مختلفی هل زلی اوحربی پکار اچولی وی نو دولی خان عوامی نیشتل پارٹی کمپین لپاره دپختوژبی یو هنر مند یا پہ بله اصطلاح دگلزار عالم پہ نوم دیونومیالی ڈم پہ اوازدسندرو سخه هم کاراواستفاده اخستله نوهغه به دپختنو دراغب کولولپاره یوه سندره ویلی چه :لابه ہو کیگوکنه ورکیگو….نوزه هم وایم چه دا طالبان باید چه سره یوشی کنه نو ورک به شی دوی چه کله سره متحد وه نو خه طاقت او عزت کی وه اوچه کله یی سره اختلافات راغلی نو زور یی هم کم شویدی او عزت یی هم کم شویدی

  35. هاوو طالبانو وروڼو موږ دروس په وخت کې جهاد وکړو په دولس کاله کې مو روس ترمسکو تیرکړو خوتاسی په څوارلس کاله کې دیوبازارګی فتحه هم ونه کړه دوښمن موتروس تیر شو بس نو په خپلوکې موسره وکښی نه مومفتی پریښود اونه موشیخ پریښود اونه مومشر اونه موکشر هه وروڼو نوره جګړه تم کړی هغه مجاهدین ټول په هیواد کې دی چي روس یی په ګونډو کوهغه هم ستاسوسره دی داچی تاسوله دوی چخه ځان لیری کوی دابه ستاسو نیمګړیتاوی دغه مشران چی تاسو یی تصاویر دمضمون په سر ورکړي داټول درانه وروڼه دی دامشرتوب استعداد لری تاسو خو کشران یاست تجربه نه لری که تاسو ته فتحه خوند درکوی نوفتحه خوموږ کابل کړو مګر لاړو ترفته مې سوله درته خوښه ده ځکه چی تاسو دمجاهدینو له تجربوڅخه عبرت واخلی .السلام ګلمیر کوچی

  36. نیروهای طالبان تاکدام زمان باید به افغانها ضد کند ایا این وطن ازشما نیست ؟ایا صلح دکتبهای اسلام قران احادیث وفقه چیزی نه امده است ،مایک دوست شما یا به حیث یک مسلمان به شما مشوره میدهم کې کشور ما وشما چی نه دارد ،ازنګاهی اسلام او ازنیګاهی انسانیت ؟ نه خیر عجز می کنم زاری میکنم ازجنک دست به سر شوی وبرادران خودرا به یک نهضت اسلامی را جم کنید وصلح به دولت اوافغان را باید به شود.

    حسن بلخی

  37. زه صرف دمعتصم اغاصاحب په اړه یو څو حقایق وړاندی کوم قضاوت په تاسو اړه لری لومړی په ژوندی طالب مشرانو کې مرحوم ملاصاحب ته ترټولو ورنزدي ملګری چي داکار اواک لامله ورته ګران وو هغه معتصم اغاوو دویم دکاردفعالیت په برخه کې چي دامارت څومره مصارف کیدل ددې اقتصادی بنسټونه معتصم اغا ایشی وو دعامه کار اونظم ترتیب دولایت اداری نظام اودمالی چاروسمبالښت ټول داغاصاحب په غاړه وو خو ترټولو اهم مسؤلیت خارجی سیاست او اړیکی وي داهم داغاصیب په زمه اومشوره ترسره کیدلو دې شخص ته دومره اهم داخلی اوخارجی مسؤلیتونه ورسپارل به دامیرالمؤمین باور اعتماد اودده استعداد نښه وی .نودداسی باتجربه کسانو له سهنی څخه لیری کول اونااهل وکسان رامینځ ته کول ددی نظام اواداری دخرابی سبب شو راځي چی داچانس اوموقع له لاس ورنه کړو اوهغه تجربه کاراشخاص اومشران راوبولو .نورموپه الله سپارم تاسواوقضاوت

  38. تاسو نو یی یواځي پرطالبانو هم مه تمامه وی موږ هم حق لرو کنه ؟
    زما یقین دي چي داوړی به شړۍ کیږی ځکه چي ورځ تربلې دخلکو په افکارو کې دهیواد ساتنی او سولی ولولی سپړیږی .
    کاریګردکارله صحنی .

  39. دا یې ځکه مناسب وخت دی ، چې یو خو د سولې څلور اړخیزې خبرې روانې دي او بل دا چې نور خلک له دې نا معلوم وضعیت نه تر پوزې رسېدلي دي او په داسې وخت کې اوسپنه تیاره ګرمه ده ، په مامولي ټک باندې ترېنه د خپلې طبعې وسیله جوړېدلای شي، نو باید نور انتظار و نکړي او دغه د خیر په کار کې ښه ګړندي ګامونه پورته کړي .
    الله پاک دې د افغانستان او ټولې نړۍ د مسلمانانو ستونزې ختمې کړي

  40. درنولیکونکو اولوستونکو : لمړی خپل سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم.،
    عزتمندو : خدای تعالی ج هرمسمان ته دهغه دنیکی کولو دارادی عوض اوثواب ورکونکی دی نوپه یقین سره دمولوی احسان الله کندوز صاحب اودغه نورورسره ملګری یی دغه مقاله ددوی دسولی او اتحاد دپاره اراده او غوښتل دی چی انشا الله خدایتعالی ج به دهغه ثواب ورکی . دوهم : سوله په افغانستان کی دافغانستا ن دخلکو دنر ،ښځی ، دلوی او کوچینی دزړه لکومی غوښتنه اودزړه ارمان دی ځکه اوس ټول پوهیدلی دی چی دبل اجنبی داستعماری کرغیړنو ضد اسلامی او ضد انسانی موخوو،پلانونو اوجهان نیولو پروګرامونونو دپاره استعمالیږی، وژل کیږی او هرڅه مو ورانیږی .ترنا معلومه وخت اونامعلومه هدف دپاره . نو اوس چی دسولی دراتلو دپاره یو څه خبری او امیدونه پیداشوی او احساس شوی نو پر هر بادرده او با درکه افغا ن چی هر څوک او په هرځای کی دی دا لازمه اوفریضه به وی چی دافغان سولی ته درسیدو لپاره پخپله برخه کی د خپل توان او طاقت په اندازه وس او لازمی عمل وکړی انشا الله خدای تعالی ج به یی عوض ورکړی .،

  41. خلک یولتل کوی وایی خبره دخبروپوری یادیگی کله کله پہ یوه مقاله کی هم حقائق او واقعیتونه وی بیاکله کله پہ دی مقالو پہ تبصرو کی هم ڈیر سه وی دلته هم همداسی ده چه دمفتی پہ نوم یوشاغلی مبصرپہ دشاغلی ملا معتصم صیب پہ باره کی ڈیر واقعیتونه لیکلی دی اووایی تاسو اوقضاوت مو نو پہ دی هکله
    زه وایم چه دملا معتصم سره بی وفایی دمشرملا صیب مرحوم سره جفا ده زکه چه پہ شاغلی دهغه مرحوم اعتماد وه او ورته ڈیر گران او باوری وه

  42. سحرایی محکمې :
    دشریعت نظام موږ پیژنو دصحابه کرامو تاریخ اوسیرت زموږ مخېته پورت دی تاسو موږ پوی کړی یوه پریکړه دچادمرګ کیږي نو لومړی یی دمجرم له پیژندنی وروسته دجرم سزا دشرعی اوفقهی له نګاه څخه څرګند کړی اوبیا نو هغه مجرم په خپله سزا ورسوی ګټه یی داوی چي دالله دحکم هيڅوک مخالفت نه کوی اونه یی د اقرباوو زړه درد کوی نه دانتقام اوغچ ارادی په زړه کی ساتی …مګرتاسو داسحرایی محکمی
    ټول اسلامی امت په شک اوتردید کې اچولی چي زړه موو غواړی هغه څوک په څه تورکړې اودپردیو لپاره ورباندی غیرالهی پریکړه دشرعی پریکړی په نوم اعلان کړي اوبیا وایاست چي په دې اړه به څوک پوښتنه نه کوي دخدای په خاطر خلک اوس پوی دي علماشته سیاسي څیری هم شته ننۍ میډیاکې هیڅ نه شي پټیدلای له همدې مشرانو څخه غواړو چی کار اهل کارته وسپاری دعلماؤ قومی مشرانو اوسیاسی شخصتونو ترور نورهمدلته بس کړی دیوازاد هیواد په هیله .دالشمس اداری مشر شیخ برکت الله نورستانی .

  43. زمونگ دهیواد اوهیواد والوحالت هم عجیبه دی چه کله سوک هم پہ اقتدارکی وی نور خلک ورته بیلکل داسی خکاری چه هیس حق نلری او نه سه درائی داظهار حق لری
    پہ همدی شکل ددی طالب مشرانو سره هم دمخالفو اوملگرولخوا زیاتی اوبی انصافی وکیگی باید نور نو پہ دوی ظلم ونشی او پہ ڈیر اهمیت ورته خلک قانع شی

  44. رهبرباید کوم اوصاف ولیري ؟
    تقوا، دیانت ،مړانه ،سخا،صحت ،صورت ،سیرت،حلم،سیاسی پوهه،خارجی اوداخلی معلومات، ځرکتیا،قوال،فصیح،دبدبه ،اوداسی نور..نوراشی چي دا اوصاف په هرچاکې وو هغه اهل کار دي دانړۍ دتیری پیړۍ په پرتله ډیر توپیرلری باید همداسی مشروی اوالله دی وکړي .
    دسیرت استاد شریف الله .حمزه

  45. نه پوهیگم چه دمولوی احسان الله پہ نوم لیکونکی به دغه مقالہ پہ کوم اساس لیکلی وی داسی نه چه پہ دی سره دغه طالبان بیا متحد نکڑی که متحد شی نو بیابه داولس سره خپلی کڑی سختی اوخورا بد برخورد اوچلند وکڑی زکه ددوی پہ دور کی پہ وطن کی تعلیم نوه دشزوازادی نوه اودبشر حقوق هم دخپو لاندی کڑل شوی وه

  46. ماشاء الله ملګرو ډیرې ښې ادیبانه له شره اوبی ځایه تنقید څخه لیکنی ،کمنېټونه اوتبصری کړي ،که ووایم چي موږ ته دلیکلو ضرورت نشته نودابه هم ښه نه وی ځکه چي ددې لیکنی په سرلیکل شوی وو چي (ډره کتله شوی لیکنه)زما ورته تلوسه شوه چي دانو بیاسنګه پیښه ده بس پرې ورهی مې کړو هغه چی مې لیکنه وکتله خورا له منطقو ډکه عامه فهمه اوملی مذهبی ارزښت په کې رانښتل شوی وو بیامې دلیکوالانو نظرونه ښه په دېقت راوتل ،خوشحاله په دې شوم چي هریوه خپل نظر په ادبانه ډول پیش کړو هغه که مخالف وو که مطابق که ټولنه همداسی جوړشی نویقین وکړو چي موږ به داسیا درهبری امامت کوو اوکه ونه شی نو داسیا وروسته پاته مظلوم اوبی واکه وګړی به بلل کیږو.
    په پای داغاصاحب په شمولو دامارت ټولو مشرانو ته دهلوځولۍ غوړم چي دهمدې لیکني پربنسټ دهیواد اوملت دفکری ،اوسیاسی جوړښت په سمون کې دخپل پوره کوشش په مت دا هیلی زرغونی کړي.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ستاسی ورور ډاکټراجمل صادقیار

  47. پہ افغانانو هره ورز دبلی سخه بدتره رازی او هرواکمن پری دبل سخه سرزوری بی قانونه اوسرناخلاصی مسلط کیگی
    دغه طالبانو سخه هم بیچاره اولس دوه پوزو ته راغلی وه دوی پہ کابل دواکمنی پرمهال سومره خراب اوزور زیاتی چلند ددی بی وزلو افغانانو سره کڑی وه

  48. دېوې بلا تصویرمې جوړ کړ
    بلی بلارانه په زور وخوړ
    خدایه اوس مې وار دی چي به ماوخوری
    خیرخوداځنګل دی خدایه
    کوم زمری به مې ترې خلاص کړی کنه
    خوبیریږم که زمرو وخوړم
    نوچاته پنایوسم ؟
    معصتم ورروه اوس موځنی ساته
    ګنې لاړو هغه واړه رانه پاته
    دشاعراحساس

  49. سوله ګرسره نه غواړو چي هلمندیان ژوندی وی
    وروره چي ستاسو په دې اکو بکو کیدای اوس به نو کمشیر هم ازاد شوی وو دنوی زعیم مشر جنګونه وګوره چي په ټول هلمند کې یی سرې
    لمبی بلی کړي تاسی به یی ګوری چي په هلمندکی به سپین برغ رپاند شی سوله څه ده چي دتوپک زور وی سولی ته هیڅ ضرورت نشته

  50. وروره په ځلورلس کاله کې مو دهلمند ولایت په سترګو ونه لید اوس یی هم احتمال ناشونی دي راځی باره دخپلو ماشومانو اوسیاسرو په خاطر دجګړی له اور اولس وژغورو.رسول یار ابدالی

  51. یاره افغانان تاسو هم دزور او اکثریت تابع یاست نن چي دمعتصم اغا دراتلو جانس دی تاسو بیا لاری اوګودرې ورته سپینی کړي داغریب خو مخکی هم نارې سوری وهلی خو چاورته جنډی ونه ښورولی خودبه یوڅو ملګرو ورسره سرښورولی وي ،خوخیرچي دهمدې کس پیروی په ریښتیا وکړی هم خیر خو نور هیواد دچل اول کسی نه پيژنی دلته سپین اوتور ډيرژرمعلومیږي
    نبی الله اسحاق زی

  52. موږ نه سوله غواړو اونه بی له ملااخترمحمد منصور څخه بل مشرغواړو ناکی زورونه مه وهی دهلمند فتوحاتو ته خو وګوری ژرده چي ټول هیواد به سپین بیرونو روشانه کړو زنده باد ملا اخترمحمد منصور
    محمداکرم ابدالی

  53. وروره سوله دامریکایانو لپاره خلک نه غواړی سوله داولس اودابی وزله غریبانو ماشومانو اومیرمنولپاره تاسوهلمندیان موږ پيژنو چي غښتلی یاست دمورشیدی موشه لیکن ته پوهیږي چي په هلمند کې دعلم اوتعلیم کچه کمې اندازی ته رسیدلی سباچی حکومت ونسی کوی یی په چا په توپک خو نه کیږي ته لږ په غور دامضمون وګوره داټول مجاهدین دی ټولو دالله لپاره دخپل بدن زخمونه ګالی
    مجاهد قندهاری

  54. موږ ترهغو سوله نه غواړو چي ترڅو اخترمحمدمنصور دارګ ماڼۍ کې دیوه امیر په ډول منل شوی نه وی
    احمدالله نائب

  55. دمضمون اولیکني فقرې مو ډیرې خوږی دي خو عمل په میدان کې به مو وګورو چي خان صیب څومره تلی څوک وایی چي زما دغړکی خوند خراب دي تاسو دمنصورصیب پیغام وګوری چي هغه بیا څه وایی .

  56. افغانستان به سل کاله نوره هم سوله په سترګو ونه ګورې. پاکستان ېو چه جوړ له همدې لپاره کړه چې د امان الله خان د ملت څخه خپل غچ واخلې. که افغان حکومت سوله غواړې باېد له هندوستان سره داسې ارتباط تنګ کړې چې د هند استخباراتو ته په افغانستان کې د امرېکه په شان ا‌‌‌‌‌‌ډې وار کړې تو د بلوچستان او پښتونستان ازادې غوښتوونکو ته ترنګ او د اصلې کمک وکړې او په داخېل د پاکستان کې ګ‌‌‌‌‌‌ډ وادې جوړه کړې او د بل طرف د کشمېر له خو په پاکستان فشار راوړل شې تر څو ېې د ملا تېر ور مات کړې او په خپل درد اخته شې افغانان ور څخه له ېاده ووځې. په دې ېو شزط افغانستان ته سوله راتلۍ شې او که داسې ونه شې د نور تول سېاست غېر له دې چې وخت ضېه کول دې بل کوم خاص لاس براۍ نه لرې.

  57. موږ هیڅ کله هم سوله موله نه غواړو په خپلو وینو به جګړه ګټو اویابه خپل سرونه بایلو داڅوارلس کاله موسوله ونه کړه اوس یی هم نه کوو لکه څرنګه جي زموږ مشرپه خپله ویډیو کې ویلی چي دمرګ ترسلګۍ به جنګ کو امریی پرموږ واجب نه دی تاسو اوس څرنګه خبری کوی ،سوله ده سوله ،ملک خراب سو تعیلم دي چی په ملک کې پتلون کړی کرزی ترهغوبه جنګ کوی والسلام .

  58. ويل کېږي چي يو وخت موږکانو پخپل منځ کي سره وويل چي راشئ دا پشو مو تل په ناخبري کي مونږ او زمونږ نژدې ملګري او بچيان ځوروي يو يو راڅخه وژني داسي يو څه وکړو چي له دې ناورېن څخه خلاص شو
    بالآخره پدې سلاشول چي پشو ته په غاړه کي دګړنجووني غاړګۍ ور په غاړه کړو کله چي هغه راځي مونږ به خبرېږو او دخپل امنيت تابیا به نیسو.
    ټولو ومنله او دا نظر يې په اتفاق رايه تایید کړ غاړواندی يې هم جوړ کړ خو پو ښتنه دا پاته شوه چي څوک به پشو ته دا غړواندی په غاړه کي وراچوي ؟
    خبره هله ورانه شوه کله چي په دوی کي يو هم دېته حاضر نشو چي پشو ته دا غړواندی په غاړه کي ور واچوي

  59. یوڅه به حقائقو ته پام وکړو، په کابل کي میشت اوله پاکستانه وتلي طالب مشران یئ هم یواځي نه شي رغولای، اوپاکستان میشتي هم په دی هیله به دټولو دیوون او واحدې کړۍ دجوړیدلو هلي ځلي او دعاوې کوو چی دګران هیواد دآزادۍ خوشالۍ او سوکالۍ لپاره ټول جوانب ګډې هڅې وکړي.

  60. دتبصرو لړۍ مي ولوستله ډیر شمیر تبصرې داسي دي چی دطالبانو لویه عمده اومقتدره ډله چی هرڅوک یئ (حتی دښمن یئ هم) په غښتلوالي قائل دی ورکي ټکول شوي ده ، ته وا یواځي ګناهکاره همدا ډله یا یواځي ملااختر محمد منصور صاب څه کمزوري صفتونه لري ، هر انسان ډیرې غلطۍ کړي دي کابل میشتي پاکستان میشتي، قطر ناستي، او ټول ددی وطن خلګ دي یا یئ زوراور یا کمزوری خو آخر به دیو انسان افغان مسلمان په صفت په خپل وطن کي منل کیږي، دکوم جناح تخریبول ګټه نه کوي اوس ددی وخت دی چی دجګړې دپای آبرومندانه ټکی په ګډه تلاش کړل شي.

  61. با تشکر فراوان از نویسنده این متن زیبا
    من منحیث یک جوان این کشور خواهان این هستم که نباید این جنگ ادامه پیدا کند از این به بعد به هر قیمتی که میشود سران هر دو طرف باید با هم مذاکره کنند و از راه صلح پیش بروند نه از راه کشتار و خون باید بین هم توافق کنند تا دیگر از جنگ دست بردارند
    به امین یک صلح سر تا سری در کشور عزیز مان
    زنده باد افغانستان، زنده باد ملت مسلمان ما و پاینده باد صلح سر تاسری

  62. کابل میشتي او له پآکستانه وتلي طالب مشران دکوم وخت په انتظار دي/ زه داوایم چی داسي باید تشریح شي چی امارت دکوم وخت په انتظار دی؟
    په دی دول ترخو خبرو اوترخو تبصرو امارت ځپل (سوله،روغه جوړه، اوسم سمکی راولي؟) اوکه نور هم زړونه پړسیږي؟ که شپه تیاره ده هم مڼې په شمار دي/ دافغان ولس دقاطع اکثریت رواغوښتنې دي ومنل شي موضوع حل ده ورنه تر آخرته به سره ګړزوو.

  63. همچنان باید یاد آور شوم که ما افغان ها چرا باید همیش مایان ضرر ، خساره، کشتار و قربانی بدهیم چرا باید ما صدمه بیبینم خداوند “ج” برای هر فرد عقل نصیب کرده و اعطا نموده است چرا به جای جنگ خوبی را پیشه نگیریم ما نباید از احساسات کار بگیریم نبیاد فریب دیگران را بخوریم باید از عقل که برای ما خداوند متعال اعطا نموده است و از دانش که درایم از آن استفاده کرده طوریکه میدانیم سرور کاینات حضرت محمد مصطفی “ص” همیش در همه جا تا آنجایکه امکان داشت و مجبور نمیشدند از راه صلح پیش میرفتند و به امت های خود هم توصیه میکردند که تا اینکه مجبور نشوید حتی در مقابل بدترن مخلوقات که کفر بودند میگفتند با ایشان از راه خوبی و صلح پیش بروید
    صلح بهترین راه به خاطر مفاهمه کردن با همدیگر است
    ما از طریق جنگ و خشونت هیچگاه سرفراز و کامیاب نخواهیم شد، هیچگاه به یک آرامی سر تاسری موفق نخواهیم گردید تا اینکه صلح را پیشه نگیریم
    افغانستان فعلی زمانی یک افغانستان آرام و آباد خواهد شد که ما به جنگ و خشونت نی گفته و به صلح سر تا سری لبیک بگوییم

  64. دراوضاع موجوده کشور وملت بیچاره ما میباید هر وضروربالضرورهرافغان وخاصتا افرادیکہ دارندہ ئ دانش وتجربہ مثل طالبان نامبرده بہ غرض صلح وامنیت درکشورعزیز بیایید وپیش شود

  65. تاقتیکہ صلحہ وآشتی بہ میان آورده نشود شاید بد امنی ودرگیری های موجوده ارام نشود
    این طالب ها دروقت قدرت خود در راه صلح هیچ کاری وتوجہ نکرد وغلطی بسیار بزرگ وکلان کردند باید کہ غلطی سابقہ وپیشینی راتکرار نکند بلکہ غلطی خویش راتدارک و جیره کند

  66. د محترم مفتي مجیب الرحمن اندصاحب دتبصرې په ارتباط یوڅو ټکي لیکم: مفتي صاحب ! تاسو دملا اغاجان معتصم په اړه څه
    شننه کړي ده موږ وایو چی معتصم صاب تر داغه لاهم ډیر عالیقدر أمیرالمؤمنین (رحمة الله علیه) ته ور نژدې وو هغه دومره صلاحیت درلود چي دوالیانو عزل اونصب یئ هم کولای شوای، هغه په شمال کي نه یواځي بلکه دأمیرالمؤمنین د دفتر په خواکي هم دومره واک درلود لکه دهغه نائب چی وي اوس خبره داده چی : دامعتصم چیرته دی؟ څه کوي؟ څه یئ ایدیالوژي ده؟ هغه له دی سیمې څخه له کوچ کولو وروسته پر کومه کونډه پوښتنه کړي ده؟ دکوم یتیم پر سر یئ لاس ورتیر کړی دی؟ دکوم بندي ورور آسویلۍ یئ اوریدلي دي؟ په هغه نظام یئ چی ده ورکي دنائب حیثیت درلود کوم سر ګرزولی دی؟ دامعتصم به دی ولس ته څه وخت په ښه ورځي؟ دا تیره توره تاسي بیا دکومې جګړې لپاره ساتلي ده،؟ زه دمعتصم نه غندونکی یم نه یئ صفت کوونکی یم خو دومره وایم دی غرقیدونکي کښتۍ ته که هر څوک نجات ورکولای شي زموږ سر وسترګي دي لیکن ته راته ووایه هغه ته به خلګ مرکه ورځي که به څوک قرآن وروړي چی را ووزه؟

    1. سالم اخنداده صیب ته داند ځواب
      اخندزاده صیب محترم ترڅو به په خوله دضرب کرښه ایستلی ګرزو ایا موږ دین دومره خوار شو چی حق ته حق نه شو ویلای ؟
      مګرهو زه لوستونکو ته قسم ورکوم چی دامارت شعار اومهار څومره توپیرسره لری امارت کوم انفرادی مسؤلیت نه دی بلکی دیوه اسلامي نظام دمیلونو مسلمانانو دارمانونو ارمغان دی دڅه دشیدو اوشړمبو تجارت نه دی چي اوبه اویا مالګه باند دضرورت ځواب ووایی …!محترمه معتصم اغا دنوې جهاد له پیل په همدې تکل اوپه همدې عزم راوتلی مګرتاسو پوهیږي چی یوشمېر عناصر او خفیه کړۍ دکار خلکوته دموقع ورکول فرصت نه ورکوي ځکه چی بیاخو هیواد جوړیږی ،خوافرین شه په همداسی زوی اوپه همداسي شخصیت چی له هررنګه زورولو توهینولو تهدیدولو تعذبولو سره ،سره بیاهم دهیواد اوطالبی برم په ساتلوسره یی ځان مکلف ګڼلی اوژردی چي دخپلی سپیڅلی هدف سره به دبریا مقام ته رسیږي اودزرګونو شهیدانو ګونډو اوایتمانو ارمانونه پوره کوي اوددې اولسه تنده به په یوه سالم اسلامي حکومت کولوسره ماتوي.

  67. ماخواستار امنیت وصلحہ دمیهن عزیز هستیم وازتمام طالبهای چہ مقیم افغانستان ویا هم درخارج تقاضا داریم کہ بیایید ودر دراین مورد سهم فعال بگیرد

  68. باید دغه طالبان اوٹول افغانان دالله سخه نور وبیریژی اوپخپلو زانونو او مظلوم اولس رحم وکڑی اودسرتاسری او دائمی روغی جوڑی لپاره رشتینی او کوٹلی کامونه واخلی

  69. یاره باره والله که له طالب څخه دفاع کولای شو نن مې په فیسبوک دپیراغا خبرې واوریدی چي په کوچلاغ کې یی دمولوی محمدعالم دفاتحی دمراسموپه ځآی کړي دې غونډی ته سونوعام خلک هم راغلی وو خلک موږ ته وایی چی ستاسو مشران په پاکستان کی دي موږ قسمونه ورته کوو هغه یی وشرمولو زه وایم هه سړی لږ خو پت اوس اودې خبرو ته څه ضرورت وو چي نور هم مشکلات سره جوړوی نوماچی دادکوچلاغ عام جلسه په زرونو طالبان ولیدل دا داوږدی جګړې نخښی وی سوله مې بخی له کلګی نه ښنیلی .
    حاجی اکرم اغا

  70. هوکی !!! دغہ طالبان یانورطالبان او هرزیدخل جهت اوارگان دسه انتظار کوی ایا پہ دی بی وزلو عوامو افغانانو یی لا زڑونه ندی یخ شوی چہ نور یی هم کڑوی
    رازی نور دسہ وخت لپاره دصلحی لاره غور کڑی او ددی خوند اومزه پخپلہ هم وسکی او کڑیدلی ربڑیدلی اولس تہ یی وروسکی او پریدی چه دا مظلومان هم دارام ساه واخلی او ددنیا دنور اقوامو او گاونڈیانو دسیالی جوگه شی

  71. محترمو ورڼو حکايت دی : ويل کېږي چي يو وخت موږکانو پخپل منځ کي سره وويل چي راشئ دا پشو مو تل په ناخبري کي مونږ او زمونږ نژدې ملګري او بچيان ځوروي يو يو راڅخه وژني داسي يو څه وکړو چي له دې ناورېن څخه خلاص شو
    بالآخره پدې سلاشول چي پشو ته په غاړه کي دګړنجووني غاړګۍ ور په غاړه کړو کله چي هغه راځي مونږ به خبرېږو او .دخپل امنيت تابیا به نیسو
    ټولو ومنله او دا نظر يې په اتفاق رايه تایید کړ غاړواندی يې هم جوړ کړ خو پو ښتنه دا پاته شوه چي څوک به پشو ته دا غړواندی په غاړه کي وراچوي ؟
    خبره هله ورانه شوه کله چي په دوی کي يو هم دېته حاضر نشو چي پشو ته دا غړواندی په غاړه کي ور واچوي

  72. حاجی صیب کلګی به دې کار نه کوي یعنی سګنل خانی به یی داخذ قوت نه شی مندلای (وروڼو کلګی دسرپاسنۍ بخری ته وایی)نوځکه مې لږورته ولیکل هسی خو هم یی شک را وایستلو.

  73. دسولی څو ګټی
    که چرته په افغانستان کې سوله رانه شی هغه اقتصادی پروژی چي دچین هند اونورې بهرنی نړۍ لخواپه کار اچول شوی دافغانانو له لاس به ووزی که چرته سوله ونه شی دغرب او ایران نوی دوستی به یو بله روسیه شی چی راتلونکی به یی افغان دښمنه یرغل کیدونکی وی که سوله ونشی د داعیش نوې تپل شوی جګړه دهیواد مرکزونوته وغځول شی که چرته سوله ونه شی دغرب اوروسی چین سړه جګړه به په یوه مرموزه اوګرمه مرګونی جګړه بدله شی که چرت سوله ونه شی په هیواد کې به دتیر و مجاهدینو په څیر منیځنی جګړه لا توده شی که چرته سوله ونه شی دنوو تنظمی تقسم لړۍ به ترافرادو ورسیږی که چرته سوله ونه شی دطالبان پاته حیثیت به په یوه کرکه بدل شی که چرته سوله ونه شی دپښتنو اکثریت به په اقلیت او مظلومیت بدل شی که چرته سوله ونه شی داربکیانو اوځایی لښکرکښیو لړۍ به ترهسکو غرونو پورې ورسیږی چی طالبان په کې اوسیږي که چرته سوله ونه شی دپښتنو تعلیم نظام به دتل لپاره په جګړه اوبی وزلی تمام شی که چرته سوله ونه شی دغربت اونادرۍ ځولۍ به همسایه ملکونوته ونیول شی که چرته سوله ونه شي دکورنی شخړو لړۍ به دوروڼو ترمینځ پورې راورسیږي .نورنو تاسو اومرمۍ

  74. وروره کار کوی څوک دجنګ څوک دننګ وبه وینو چي څوک ریښتنی افغان دی په دې اولس کې دسولی نوم اخیستل هم جرم دی اوزما په خیال دقیامت نښی نښانی همدا طالبان دي ځکه یوه لیونۍ اشتها یی ده یوه ورځ یو نظر بله ورځ بل بخې په دې ملک جوړ ځواک دی ولچ.

  75. دمولایانو سرۍ کشی ده بلخواته بیا بریتورو اوبې بیریتو مسابقه ده اوس موږ دچاله خواشو خو دامعتصم ورور څیرې لنګاه ډیر ښکلی دي نور یی نه پیژنم ښکلی ځوانی یی درهبروړ ده الله دی وکړی چي یو سپا نظام دخلکو خمونه ورپټۍ کړی کنې له نور خو نه شی .

  76. سوله خو ګل مرجان نه منی
    دنبوی سیاست په موده کې څوک ویلای شی چی تر ۱۱۰۰زیات کسان مړه شوی اوڅوک ویلای شی چي نبی کریم صلی الله علیه وصحبه وسلم خپل ملګری وژلی که سوله نه غواړی یو متحد قدرت خوشی که اسلامي نظام نه شی راوستلای نو اسلام خو مه بدناموۍ .

  77. هشنغرکلیم
    زموږ ټولوته سلام دي والله که په یوه پوهیږو لاره یی رانه ورکه کړی ده وروڼو

  78. یاره هشنغر صیب بس زه هم په دې ناروغی اخته یم که سوله راغله نو بیا به ووټونه چاته ورکوو موږته سه معلومږی دچاپه تندې لیکلی دي هسی دی الله راسموی هشنغره لیوانیان یی کړو هغه چي پاکستان ته لاړشو ډاکټردومره دوا راکړی چي هغه حال هم پر را ودروی خانه یی غرقه کړی اوس په چاباور وکړو طالب ته مو انتظار ایستلو هغوهم کې وپیچله نور نو څوک شته په موږ نه د دین جوړ اونه دملک .

  79. دجګړمارو په احساس کې کله دبې وزلو دزخمونو مرهم وي ،بلکې هغوې وژل کوی ویشتل کوي داړل کوی خپل ځان ورته په جنت کې ښکاری او مانو یو لوخی دسحرا ګني پریګده چي وی مړشو ،،،مړو نو مړو هسی یی ایله کوه څه غواړی دجګړې په ډګر کې هجرت فرض نه دی لاړ دی شی پربله …اوس نویی سنګه پوی کړم چي چرته لاړم دچاکره لاړ شم چي لاړشم کور وساتم که دبچیانو نفقه ترلاسه کړم مابه په پردې هیواد کې څوک کار ته پریږدی خیر لاړبه هم شم بس همدا احساس مې درته ډالۍ کاوو اې جګړه ماره وروره تاته هرڅه شته خوزما بچان له لوږی مری لوږه دبلاپه سرخو سره یی چرته وساتم

  80. زه هغه وژلای نه شم ته لا نور بلوی
    موږ غوښتل چي جګړه له هیواد وباسو مخالف لوری په بل مائل کړو خوبرعکس په هیواد کې جګړه تازه شوه اونوی شوه که یی اوس لاچاره ونه شی خدایزده چی داچاره به بیا په افغانانو وشی داعیش هم نوی رنګونو سره او ایران هم راته نړیوال شو روسان هم راته بیرته فعال شول چین هم دمعادنو خوبونه وینی غرب خودی راسره ښکېل داڅه دمجاهدینو خپل مینځنی فتوا وی اوجګړی اوبیا بل نوی تنور ګرم شو اوس به دکاکړ او اسحاق زی مبارزه هم تر کلونوکلونو واټن وهی بدۍ اوناخوالی ډیر یږي پرټولو افغان اولسونو ږغ کوو چي دالله لپاره دجګړې مخنوی وکړی هغه مذهبی صبغه هم ماته شوه هغه غرور هم له خوارو سره خاوری شو نورنو بیړه تباکیږي اوس لا دسر چاری دی.

  81. موږ درخبر نه یو تاسو ځان ته حکومت جوړ کړی او لیری یی هم مه بوله ځکه چي دامارت ړنګیدل مو هم زړه نه منل خو وشو.نوداسی نه چي تاسو کومه نوی وکړی داتوری انقلابی غوندی ښکاری

  82. هه دې نربچیانو دامو څه مسته لیکنه کړی ګرسره مو تاند چاغ کړ.خو زما په نظر له موقع مو استفادی کړی ځکه نور اولس تنګ دی

  83. موږ به دخبل امیرحفظه الله الحاج اخترمحمد منصور صاحب اطاعت تل جاری ساتو امید لرو چي خارجی لښکری ماتی کړو اوپرځای یی اسلامي نظام حاکم کړو ولی جي اوس امارت په رئس کی شیخان مبارکان هم لری چي ښی ښی مشوری ورکوی اونظام ورته ورښیی نوی پرمختګونه کیږي فتوحات کیږي الله پاک دی مجاهدین په یوه اسلامي نظام باندی کامیاب کړو ورڼو داهم سوله ده اوهم جهادی بیرته به خپلی مدرسی جوړکړو اوامارت به فعال کړو
    ستاسو ورور مولوی نجیب الله نوری

  84. مولوی نجیب صیب تاسو ښاغلی بیا دکومې بوچی خوله خلاصه کړی صائبه چي شیخان ورسره شوکار ځنی غړکه شو چي شیخان نه وو مړی ډیرکم وو کیدل اویابه شیخ غریبان مړه کیدل اوس یی نو دا ګټه ورته وکړه چي شیخان ځینی بچاوشو.

  85. دملاسلام صعیف صیب اومتوکل صیب خدمتونه اوعلمی کارنامې دستائلو وړ دي په همداسی حالاتوکې اوس لاهم دوی داسلامی تعلماتو بنسټونه جوړوی دا افغان طالبانو دراتلونکی لپاره یوه ستره پانګه اوخدمت دی الله پاک دی دوی بریالی لري اوس نوکه په دې برخه کې هم دخیر قدم واخلی دابیابله خوشحالی اونیک مرغی ده

  86. الله پاک دی نور دا اولس له دې شرارتونو فتنو اوفسادونو خلاص کړی اویو متحداسلامي نظام دی الله پاک زموږ په ملک کې راولی

  87. دافغانستان جنګ همېش اخری پای خراب وی …نوهوښیار سړی هغه دی چي دجګړې له پای ځان وساتی دایوداسی خطرناکه وایروس دي چي سړی یی په هډونو اخلی یعنی بدی او دښمنی په کې ورجوړی شی بیاترې ځان نه شی ایستلی لکه نن چي دملادادالله غریب کور اوملامحمدعلم سره کښیواتو دابدی به یی زامنوته پاته وی هو څه کسان به په اول کی ورسره غم اوجذبونړۍ بدرګه کړي ښه تسلی به هم ورکړي خو څو ورخت ورسته به معلومه شی چي څه کیږي.

  88. یو منطق چاری
    دکابل حکومت په څلورلس کاله کې یوه طبقه بچان وروزل چي له اول صنف تر ۱۴ پوری اداری نظام یی جوړ کړي کمپیوټری نظام یی ترتیب کړ نظام وسائل یی دضرورت ترکچي برابرکړل ملی پولیس ملي امنیت ملي اردو یی جوړه کړه اربکیان اوځآیی پولیس یی جوړ کړو سرحدونه یی ټینګ کړو مطبوعاتی یی دضرورت ترکچی فعاله کړی ښه طالبه تاڅه کړي نه دی مدارس جوړ کړو نه دی دارلحفاظ جوړو نه دی فکری ټولنی جوړکړی نه نظامی وسائل ترپخوانی وخت زیات اونوی پیداکړو نه دی په ملت کې ځای زیات شو نه دی په څورلس کاله کی یو ولایت ونیو.ته نوچي سوله نه کوی زیاته لاڅه کوی نور هم پاته علم زده کونکی دغربت او اورکندی ته ورټیل وهی .زماپه فکربس به وی چي نور سره متحدشی اویا خپله ستراتیږی په رحم اومینه بدله کړي

  89. واېې غوا توره ده شېدې ېې سپنې دې. که د طالب تر شه د پاکستان لاس نه وې او پاکستېان څنګ په څنګ د طالب سره د مېدان په جنګ کې همکارې ونه کړې په لاسو ورځو کې به طالب له منځه ېوړل شې. طالب د خلکو په چندو او د خېرات په پېسو را لوۍ شوۍ د ځان ساتل ورته همېس ګران تمام شوېدې. جنګ د دولت په زور کېږې طالب نه مال لرې نه دولت. سوله نه د افغان حکومت غواړې نه پاکستان افغان حکومت ځکه سوله نه غواړې چې سه پرېمانه له خارج څخه بوجۍ بوجۍ دالر را روان دې او د جنګسلانو جوبونه ورباندې ګرم دې. پاکستان ځکه سوله نه غواړې چې هر کال امرېکه ورسره ېو ارب دالر مرسته کوې پدې خطر چې د افغان په سرحداتو کې د امنېت د تېنګېدو په خطر د پاکستان عسکر مېشت دې. سوله چې څوک غواړې هغه امرېکه ده. چې نن صبا ېې په پاکستان ېو ارب دالر بند کړېدې او شرط ېې ورته د افغان د سولې بهېر اېښودلۍ. که پاکستان د امرېکه حکم ونه منې اقتصادې وضېت به ېې دېر ګد ود شې حتآ ددې امکان به را ولاړ شې چې پاکستان تجزېا شې. ستاسې به وګورۍ چې طالب به بېرته د تېر په شان خپل خېرت او وظېفه تولاول شروع کړې دا اواز به مو دېر تر غواږو در ورسژې چې واېې به. طالب ته وضېفه راووباسۍ. هغه دالر چې د پاکستان په لاس طالب ته وار کېدل نو نه چپ کېزې. طالبان اوس فقط ځان ته فوزه جوړاول غوړې د سوله تر نام لاندې. څورلاس کالو کې ېې کومه توره کړېده چې له دې ورسته به ېې وکړې. دومره بې ګناه افغانان چې طالبانو شهېدان کړېدې حساب ېې کول وخت اړتېا لرې او اوس به څنګه په سپېن سترګۍ سره ده دې سوال جواب واېې چې د څولاس کاله جنګ مو د څه په خطر کووه او ولې مو سوله ته سر په ځمکه مخ کې نه کېښوده چې بعد له دومره بې ګناه انسان وژنې ورسته مو سوله ته اولېت وار کړه. طالب مشران به څنګه خپل انتحارې ملګرو دې سوال ته ځواب واېې چې تېره ورځ انتحار جواز درلود نن ورځ ېې والې نه لرې. د دې سوالو جواب دومره سخت دې چې بعضې بعضې طالب مشران لکه طېب اغا له مخه ځانونه پت کړې او بعضې نور په منده کې دې. زه په دې باوارې ېم چې ېو ورځ به اختر منصور هم ځان د طېب اغا په شان پت کړې او مېدان به بېلې. د سېاسې چارو پو. سهراېې

  90. یاره د لېکنی دکمېنټونو لوستل دومره ډیرشوی چی دسړی ترتوان ها خواخبره ده خوبیاهم یو ځغلنده نظر مې پرې کړی چي مختلف نظرونه ویل شوی،البته ډیره برخه یی دښاغلی معتصم اغاجان دستائینی او کاروال استعداد په چورلیځ راڅرخېدلی ،باور وکړي چي په زړه کې مې ورسره یوقسم مذهبی او هیوادپرسته مینه پیدا شوه ،ځکه چي دهیواد ناخوالو اومینځنی پیښورانه پریدی کړی او ورک کړی وو موږ ګواکی لااوس هم نه پوهیږو…خو دهیواد ټکنی سیاست به څه راوړی ،خدای خبربیاهم دې نوو حالاتو ته په پام سره عامه زهنیت او دپخواپه وړه نه دي چي مقتدر او زورور اوپیوډالان به هرومرو دچارو واګی په لاس کې اخلی ،نه نه هیڅ کله او داکثریت اومحبوبیت ترځنګه دسیاسی بلوغ ،پوهی ،استعداد ځواک حطمې شوي دي وګړو نړۍ ولیده نړۍ زموږ وګړی ولیدل اوس هرڅوک دمتوازن سولیزچاپیریال اوله افراط اوتفریط څخه ګوښی نارمل(اوسط) کړنلاره اوتګلاره غواړي ،نوزمافکر هم ستاسوڅخه لیری استقرار نه دی غوره کړی بلکې همدا نظراورایه
    پوهنمل ډاکټر اشرف تکل .

  91. تاسو خو دخپل زړه پړاس په لیکنو وایستلو زه به دیوه شاعرخواږه بیتونه تاسوته دخپلی رایې پرځای وړاندې کړم :
    زمـــوږدرهـــبر ارمان ترڅــــنګ پاتــی دی.
    لامـو ټــوپـــک دګریــسو بـــند پاتـــی دی.
    زوی مـــړو لـــږدمـــه خــو وکــړی راتــــه.
    داخـــیری کــوکــیر تـــرځـــنګ پاتــی دی.
    مــجروحــــه څـــوک دی دادبـــر لـــیونی.
    ناری دســـــولی کـــړی لاجـــنګ پاتـی دی.

  92. ډیرو ورونو پکی ډیر په زړه پوری نقلونه او واقعات لیکلی دی………………. مونږ همیشه په ړندو سترګو د رهبرانو پیروی کړی ده ځکه چه مونږ ډیر خوش باوره یو یقینا………. زه به د اصحاب کرامو څخه یو دوه واقعات در په یاد کړم . کله چی حضرت ابوبکر صدیق (رض( لومړی خطبه ویله نو وی ویل ای خلکو تر هغه چه زه د الله او رسول ص په احکامو برابر وم نو زما اطاعت وکړی او چه برابر نه وم نو مه یی کوی……………… همدارنکه د حضرت معاویه رض نه چا پوختنه وکړه چه ستاسی د سیاست د کامیابی راز په څه کی دی ؟ وی فرمایل چه ما حیڅکله هم چه په چا اعتبار کړی نو د هغه څخه غافله نه یم پاتی شوی یعنی د تعقیب لاندی می نیولی دی…………………………………..

ځواب ورکول سلیمان خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *