ـ کابل
تېره پنجشنبه د تلې لومړی ورځ کابل کې د ولسي جرګې یوتن فعال غړي نذیر احمدزي لخوا دنوموړي په کور کې یوه لویه غونډه جوړه سوې وه چې پکې دهیواد په کچه د ختیځ ، لویدیځ ، شمال او جنوب څخه راغلو لسګونو پښتنو مشرانو ګډون کړی و ، غونډه ماپښین نږدې درې بجې پیل سوه له اجنډا يې څرګنده سوه چې دا یې څلورمه ناسته وه ، دا مې لومړی ځل و چې دافغانستان په کچه دپښتنو په داسي لویه غونډه کې ګډون کوم . دغونډي په پیل کې مې چې غونډې ته را روان ډلې ډلې مشران لیده ، خورا لويي هيلي راته پیدا سوې له ځانه سره مې وویل چې دا مشران خو سمدستي دافغانستان برخلیک ټاکلای او مثبت تغیر ورکولای سي ، لرو بر به ښور او شور راولي ، خو کله چې به یو ـــ یو مشر ولاړېده سمدستي به يې په ناوسیو او شکایتونو خوله پرانیستله له یو داسي کوچنۍ زوايې به يې شکایت پیل کړ چې اصلاً به د حساب نه و ، دې کې ځینې څرګندونې د یوموټې افغانستان لپاره په ګټه نه وې، زه او دوه نور ملګرې چې تازه له هلمنده راغلی وو او غونډه کې مو تر شاوخوا شلو پوري مشرانو ،ځوانانو او یو ــ دوو خویندو ویناوي واورېدې هک پک حیران سوو په لومړي کې مو اغلب دا ګومان و چې غونډه دافغانستان دعملي نجات لپاره برخلیک ټاکونکې ده.خو د غونډي شکل ته په کتو دبحث وړ محتوا خورا کوچنۍ موضوع وه ، چې هغه یوازي ( دافغانستان د نجات څلی) دي بیا جوړ سي ، دا چې د نجات څلی پخوا چیرته جوړ و او یا اوس باید چیرته جوړ سي یوه تخنیکي موضوع ده ، خو په خپل هیواد کې د یوه کوچني او اسانه کار په وړاندي د پښتنو مشرانو دومره بې وسي چې حتی کابل کې دیوه ویاړ څلي د جوړولو توان پکي نسته او لا څلورو لویو جرګو او مجلسونو کې کلک اختیاري تصمیم نه سي نیولای او له کوچنیو خنډنو پر شا کیږي خورا داندیښنې وړ خبره ده ،که څه هم د څلي جوړولود لګښت لپاره غونډه کې یوه مشر لاس پورته کړ چې ټول لګښت يې زه ورکوم ، د دې لپاره باید په هغه لومړی ورځ یو کاري کمیسون ګمارل سوی وای او خپل کار يې کړی وای ، څلور ځله ناسته او لاهم نتیجه او عمل نامعلومه که دپښتنو د ناوسۍ او کمزوری نښه نه ده څه ده؟ علت يې دپښتنو بې اتفاقي ، یو بل باندي باور نه کول ، خپل اسلامي ، ملي او پښتني رسالت نه تر سره کول ، خپلو فامیلي ګټو ته تر ملي ګټو ارجحیت ورکول او نورو ناوسه کړي دي ، په دې کار ولسونه له مشرانو ناراضه دې ځکه يې ملاتړ ته نه را وړاندي کیږي. بل داچې که دا څلی تاریخي هویت نلري او یا دنورو اقوامو پر ضد غیر قانوني جوړیږي نو يې اړتیا څه ده؟ او که تاریخي ارزښت او درنښت لري ، پکې دنورو اقوامو توهین نه وي بیا دومره مصلحتونو او محافظه کاریو ته څه ضرورت ؟ لکه مخکې چې مو وویل : یوه ورځ له بېلابیلو قومونو څوکسان راوغوښتل او عمل کول له هرڅه غوره دي ، له واشېره(دهلمند ولسوالي) تر پنجشېره ټول زموږ پلرنی کور دی ، پریکړه او اختیار پکي لرو ، زموږ تاریخ چيغي وهي چې خپل ارزښتونه پخپل مټ وساتی ! دومره کمزوري دڅه لپاره ؟ بل د دې اړتیا څه ده دنورو پر بدو نیوکې کوو ، ښه دا ده همدا وخت نیکو عملي کارونو ولګوو . تاریخ کې به پښتنو مشرانو تر ونې لاندي جرګه او مشوره وکړه سمدستي به حللاري او پرېکړي ته ورسېدل ، اقدام به يې وکړ. خو د تیري ورځي غونډه دومره ناهیلې وه چې دپښتنو تاریخي برم یې تر پوښتنې لاندي راوست ، پښتني جرګې ولي دومره بې تاثیره سوې ؟ ، مېرویس نیکه او احمدشاه بابا د ګوتو په شمېر مشرانو وټاکل او ټول هیواد يې پرېکړي ته احترام وکړ ، خو نن موږ دومره ناتوانه یو چې دیوه روا او واړه کار لپاره میاشتې ــــ میاشتې تصمیم نه سو نیولای ویریږو چې په وړاندي مو څوک غبرګون ونه ښيي . ، زما په نظر دداسي یوه څلي جوړول په تاریخي لحاظ نیک او دروند دی ، خو که حقیقت ته وګورو تش د څلي جوړولو وچ سمبول به موږ ته نجات راکړای سي؟ موږ ولي عملاً هریو د افغانستان دنجات متحرک څلی نه سو تر څو په حقیقي ډول مو نسل او وطن ته نجات ورکړو.!
حللاره :
پښتون په لوی افغانستان کې دمشر ورور مقام او حیثیت لري ، مشر باید خپل مشرتوب ثبوت کړي ، نه دا چې دومره ناتواني وښيي چې مشرتوب يې تر شک لاندي راسي.
موږ ته ملي اخلاق او پښتنولي دا اجازه نه راکوي چې هر ه ګټه یوازي د ځان لپاره وکړو او یا تل هیواد کې پر نورو ټبرونو نیوکې وکړو یا هم خپل ټول وخت د شکایتونو په ویلو او شمېرلو اباندي کړو ، شکایت د ناتوانانو خاصه ده کله چې څوک یوچا سره سیالۍ کې ناتوانه سي شکایت کوي ، درنو مشرانو راسئ هره پرېکړه د ملي منافعو په رڼا کې په غور سره وکړئ او بیا يې پر ځوان نسل دپلي کېدو ږغ وکړئ ، دې لاره کې که بیا څوک ناحقه خنډونه جوړوي ورته تاریخي عبرتناکه څپېړه ورکوو ، چین ، هند دنړۍ ډېر ژبې او ډېر ټبري هیوادونه دي خو پخپلو کې سره نیک او حسنه اړیکې پالې یو تر بل جاریږي ، موږ خو ځانونه ویاړلی تاریخي نسل ګڼو ولي باید دا وړتیا او هنر راپکې نه وي چې یو بل وزغمو .راسئ له هر څه لومړی باید افغانستان ته نجات ور کړو بیا څلی جوړو کړو ، اوس که موږ تش دنجات څلی جوړ هم کړو خو که د نجات معنوي ارزښت او درنښت ونه لري دتاریخ پاڼې به راپورې خاندې ؟
سلامونه؛
ورور سرواڼی ساب، رښتیا دې ليکلي؛”مونږهر افغان باید متحرک د نجات څلی ځان نه جوړ کړو!”
زما په نظر، ولسمشر ته په کار ده چې په داسې جرګو کې مشري وکړي، اوس خو پښتنو کښې همدا متفکر او خواخوږی مشر لرو خو دی دې د کرزي خان غوندې یو بام او دوه هواوې نه کوي، د هغه لکه د شړومبو .. بیځایه او بیخونده مشورې دې اوري مګر نه دې مني.
دا دمړو او د څلو ببولالې به د افغانانو کوم درد دوا کړي؟ . پښتانهء دې اول کابل کې د خپلې ژبې غم وخوري چې د یو څو چوچایِ سکاو او پوډریایِ ایراني او آی-اس آی کي جاسوسون له خوا په څلور خواوو کې د راکټ،ډروڼ … د ضربو لاندې ده، مانا دا چې د ژوند او مرګ مسایل ډیر مهم دي. د ټولو پښتنو +افغانانو د اتحاد او اتفاق په لور!
ناوسي پر ځای بی وسي سم ټکی دی . نوری خبری دی پر ځای دي . د متفکر غوږ کی یوه چغه هم وکړه
دینداری او عالی اسلامی مقاصد د اخوت او وحدت تر قوت لاندی هغه څه دی چه دمسلمان نه په افغانی تاریخ کی میرویس خان او احمد شاه جوړوی ښه ځواب او اصلی عامل پدی مبارک فرمان کی وګوری:
ولا تنازعوا فتفشلوا وتذهب ریحکم …..
هی اقسوس دی د پښتون په حال احوال
چی مشران یی غلامان شو بی مثال
قرارداد یی د عربو سره کړی
د اسلام تر بیرغ لاندی بی مثال
و جنت ته دلیږلو په دفتر کی
دلستونو جوړونکی دی بی قال
په پسو یی دین دنیا واړه لیلام کړل
کړی به تمه دعزت دغه دجال