انس حقاني

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د افغان حکومت یوې مؤثقې سرچینې تاند ته تایید کړه چې نن د طالبانو درې مهم بندیان مالي خان ځدراڼ، انس حقاني او حافظ عبدالرشید طالبانو ته سپاري.

دا درې بندیان د امریکايي پوهنتون له دوه استادانو سره تبادله کېږي، خو د سرچینې په وینا افغان حکومت شرط ایښی دی چې انس حقاني او ملګري به یې پاکستان ته نه ځي، نو له همدې کبله طالبانو هم منلې ده چې دا بندیان به قطر ته استول کېږي.

سرچینه وايي، ولسمشر غني به نن ملت ته په وینا کې د دغې خبرې په تړاو ټول سپیناوی وړاندې کړي چې په کوم اساس یې درې مهم بندیان طالبانو ته ورخوشې کړې دي؟

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په یو خبري کنفرانس کې یاده کړې وه چې د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې چې په افغانستان کې یې مهم فعالیتونه کړي دي، د دوی شرطونه ومنل شي، نو د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو به غور وکړي.

One thought on “کابل نن انس حقاني، مالي خان ځدراڼ او حافظ رشید طالبانو ته سپاري”

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *