تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: افغان حکومت له پاکستان څخه غوښتي دي چې افغانستان ته دې د خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو سوداګریزو توکو د لېږدوونکو لاریو تړل شوې، مخه بېرته خوشې کړي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په کراچۍ کې د افغانستان د جنرال قونسل لخوا یې د باندنیو چارو وزارت ته په یو استولي لیک کې ویلي، چې دا مهال په چمن کې په سوداګریزو توکو بار ۱۶۵۷ او په تورخم کې ۳۵۱ کانټینرونه درول شوي.
همدا راز له پاکستان څخه افغانستان ته د واردېدونکو توکو ۲ زره کانټینرونه هم په تورخم او چمن کې ایسار پاتې دي تر څو افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.
د راپورونو په اساس نه یوازې دا بلکې د کراچۍ په بندر کې هم ۱۰۰۰ افغان کانټینرونه ایسار دي چې له کبله یې افغانستان ته د درملو او نورو اړینو موادو په لېږد کې ستونزه پیدا شوې ده.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل پاکستان ته مشوره ورکړې چې د دواړو هېوادونو د پلاویو تر څار لاندې دې افغانستان ته دغه ایسار شوي کانټینرونه ور پرېښودل شي: (( افغانستان به دغو موټرو ته ټرانزیټ فیس او تعارفه هم معاف کړې.))
بلخوا پاکستاني ادارو د دغه لیک تصدیق کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به د افغان حکومت او سوداګرو په شکایتونو له غور وروسته د ستونزې د حل لپاره یوه لار راوباسي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار او ننګرهار ولایتي ادارو د چمن او تورخم دروازو د احتمالي پرانیستې لپاره د تدابیرو خبر ورکړی دی.
هغوی چې پوره څلوېښت کاله د پاکستان په خوله او هدایت سره خپل مسلمانان هېوادوال وژني ، خې وطن یې په کنډوالو بدل کړ او اوس يې منافقینو ته احتیاج کړ ، ولې پداسې حساسو شرایطو کې چپ او غلي دی .
خپلو بادارانو نه د وغواړي چې د خپلو مسلمانو ورونو پرمخ دې د سوداګریزو مالونو د انتقال لپاره دا بندې دروازې خلاصې کړي. که ویروس راځي خو زمونږ هېواد ته راځي نو تاسو ولې لارې تړلي دي.
دوست او دښمن په سختو ورځو کې مالومیږي.
فریدالله